متیو بولټون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

متیو بولټون (زوکړه: د ۱۷۲۸ زکال د سپټمبر ۳مه – مړینه: د ۱۸۰۹ زکال د اګست ۱۷مه) انګلیسي سوداګر، مخترع، د میخانیک انجینر او زرګر و. نوموړی د سکاټلنډي انجینر جیمز واټ سوداګریز همکار او شریک و. د اتلسمې پېړۍ په وروستۍ څلورمه برخه کې د دوی شرکت د بولټون او واټ په نامه د بخار په سلګونو ماشینونه نصب کړل چې دا د چارو د پرمختګ په برخه کې لوی ګام و او د فابریکو د میخانیکي کولو چارې یې شونې کړې. بولټون د سکې د وهلو په برخه کې له معاصرو لارو چارو کار واخیست، د بریتانیا او نورو هېوادونو لپاره یې په زرګونو سکې ووهلې او همدارنګه یې د سلطنتي ضرابخانې لپاره د ورځې له شرایطو سره برابر تجهیزات چمتو کړل.

بولټون په بېرمنګهم کې وزېږېد، نوموړی په بېرمنګهم کې د کوچنیو فلزي محصولاتو د تولید کوونکي زوی و او د بولټون د ۳۱ کلنۍ پر مهال ومړ. تر دغه مهال پورې بولټون د څو کلونو لپاره د خپل پلار سوداګري مدیریت کړې وه او له دې وروسته یې په پام وړ توګه د هغو چارو ته پراختیا ورکړه؛ ده بېرمنګهم ته څېرمه د سوهو په نامه کارخونه جوړه کړه چې چارو یې په پام وړ کچه زیاتوالی وموند. په سوهو کې نوموړي له وروستیو کاري تخنیکونو څخه ګټنه کوله او د سپینو زرو او برونزو څخه یې بېلابېل تزئیني توکي جوړول. هغه مهال چې د جیمز واټ شریک، جان روباک ونشو کولای د بولټون پورونه ورکړي، هغه د روباک ونډه د خپل پور په توګه ترلاسه کړه او په دې سره له جیمز واټ سره شریک شو. دغه مهال نوموړي په پارلمان کې په بریالۍ توګه دې ته لابي ګري وکړه څو د واټ د اختراع حق د ۱۷ کلونو لپاره نور هم تمدید کړي چې پر مټ یې دوی وکولای شول د واټ د بخار ماشین بازار ته وړاندې کړي. دغه شرکت په بریتانیا او له بریتانیا بهر په کانونو او کارخونو کې د بولټون او واټ په نامه په سلګونو د بخار ماشینونه نصب کړل.

بولټون د بېرمنګهم د قمري ټولنې (Lunar Society) کلیدي غړی و، هغه ټولنه چې ټول غړي یې د هنر، علومو او الهیاتو په برخه کې له مخکښانو څخه و. په غړو کې یې واټ، اراسموس داروین، جوزیا وېج ووډ او جوزف پریسټلي شامل وو. دغې ټولنې هره میاشت د سپوږمۍ د بشپړېدو پر مهال غونډه کوله. د دغې ټولنې غړو ته د ساینس، کرهڼې، تولید، کانونو او ټرانسپورت په برخو کې د مفاهیمو او تخنیکونو د پراختیا اعتبار اړوند بلل کېږي چې د صنعتي انقلاب لامل وګرځېدل.

بولټون د سوهو د سکې وهنې کارخونه تاسیس کړه چې ډېر ژر یې په هغو کې د بخار پر مټ له چلېدونکي ماشین څخه ګټنه وکړه. نوموړي هڅه کوله چې د بریتانیا لږ کیفیت لرونکې سکې غوره بڼه ومومي؛ همدا و چې له څو کلونو هڅو وروسته یې په ۱۷۹۷ زکال کې د پېړۍ د څلورمې برخې لپاره په بریتانیا کې د مسو د سکو د تولید هوکړه ترلاسه کړه. د دغو سکو قطعات په ډېره غوره بڼه طراحي شوي و او په هغو کې چلوټي ناشونې وه؛ په دغو سکو کې د بریتانوۍ پني مسي ډول شامل و چې په ۱۹۷۱ زکال کې یې د اعشاري کېدو تر مهاله چلښت درلود. نوموړی په ۱۸۰۰ زکال کې تقاعد شو، په داسې حال کې چې د خپلې کارخونې اداره کولو ته یې دوام ورکړ او په ۱۸۰۹ زکال کې ومړ. د هغه انځور د خپل کاري شریک جیمز واټ په خوا کې د انګلستان د مرکزي بانک د ایف لړۍ په ۵۰ پونډي لوټ باندې چاپ شو.

مخینه[سمول]

بېرمنګهم له ډېر مهال راهیسې د اوسپنې د صنعت مرکز و. د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې (۱۷۰۹ زکال) دغه ښار د پرمختګ یوې دورې ته ننوت؛ له دې امله چې د اوسپنې د ویلې کېدو په موخه د لرګیو د سکرو پر ځای له کوک څخه ګټنه پیل شوه. په انګلستان کې د لرګیو کمښت په مخ پر زیاتوالي ډول د ځنګل وهنې لامل وګرځېد، خو د بېرمنګهم په وارویک شایر او د هغو په ګاونډي سټفورډ شایر کې په پریمانه کچه د ډبرو د سکرو د زیرمو کشف دغه ګټنه لا پسې زیاته کړه. دغه مهال د اوسپنې نازک قطعات د بېرمنګهم دننه او د هغه چاپېر ته لېږدول کېدل. له سیندونو په ځانګړې توګه له لویو سیندونو څخه د دغه ښار لرې والی او همدارنګه د هغو کانالونو نشتون چې لا نه و جوړ شوي؛ لامل ګرځېدل چې فلزکاران په ځانګړې توګه د تڼیو او سیګکونو په څېر د کوچنیو، خو ارزښتمنو اوسپنیزو توکو په جوړولو تمرکز ولري. فرانسوي الکساندر میسن لیکلي، په داسې حال کې چې د لکڼو غوره سرونه، د جواهراتو صندوقچې او نور فلزي توکي مې په میلان کې لیدلي، «خو همدغه توکي په ارزانه او له هغو څخه په غوره بڼه په بېرمنګهم کې د لاسرسي وړ دي». دغه کوچنیو وسایلو د «لوبو د وسایلو» او جوړونکو یې هم «د لوبو د وسایلو د جوړونکو» په نوم شهرت درلود.  [۱][۲][۱]

بولټون د لیچفیلډ څېرمه کورنیو له نصب څخه و، د هغه نیکه، کشیش زاخاری بابینګټون یو مهال د لیچفیلډ چانسلر (وزیر) و. د بولټون پلار چې متیو نومېده په ۱۷۰۰ زکال کې وزېږېد او له لیچفیلډ څخه برمینګهم ته کډه شو څو هلته شاګردي وکړي؛ ده په ۱۷۲۳ زکال کې له کریسټینا پیرز سره واده وکړ. بولټون د فلزي وسایلو جوړونکې یوه کوچنۍ کارخونه لرله او د سیګکونو په جوړولو کې یې تخصص درلود. متیو بولټون په ۱۷۲۸ زکال کې وزیږېد، دا په دغه نامه باندې د خپلې کورنۍ دویم ماشوم و، لومړنی متیو په ۱۷۲۶ زکال کې د دوه کلنۍ په عمر ومړ. [۳][۴][۵][۳]

لومړنی او کورنی ژوند[سمول]

د مشر بولټون تجارت د ځوان متیو له زیږېدو وروسته وده وکړه، همدا و چې د دوی کورنۍ د بېرمنګهم سنوهېل سیمې ته کډه وکړه چې هغه مهال یوه هوسا ژوند لرونکې سیمه وه او کورونه یې هم نوي وو. له دې امله چې په دغه سیمه کې موجود ګرامر ښوونځی چندان ښوونځی نه و، بولټون د بېرمنګهم د ډیرېټیند اکاډمۍ ته ولېږل شو. هغه د ۱۵ کلنۍ په عمر ښوونځی خوشی کړ او د ۱۷ کلنۍ په عمر یې په سیګکونو کې د مینا د نصب تخنیک ابداع کړ؛ دغه تخنیک دومره محبوبیت وموند چې پر مټ یې جوړېدونکي سیګکونه فرانسې ته صادرېدل او له هغه ځایه به بېرته بریتانیا ته را وارد کېدل او د وروستیو فرانسوي پرمختګونو په توګه به ګڼل کېدل. [۶][۷]

بولټون د ۱۷۴۹ زکال د مارچ په ۳مه له ماري رابینسون سره واده وکړه چې د هغوی سره یې ډېره لرې اړیکه لرله او همدارنګه د نساجۍ د یو بریالي او مالداره سوداګر لور وه. بولټون د ډېر لنډ مهال لپاره په لیچفیلډ کې د خپلې خواښې په کور کې ژوند وکړ او له هغو وروسته بېرمنګهم ته را کډه شو، چېرې چې متیو بولټون خپل مشر زوی د ۲۱ کلنۍ په عمر له ځان سره شریک کړ. په داسې حال کې چې ده خپل پلار او ځان ته اړوندې سوداګریزې پاڼې لاسلیک کولې، خو د ۱۷۵۰مې لسیزې له نیمايي را وروسته یې په اغېزمنه بڼه دغه سوداګري اداره کوله. مشر بولټون په ۱۷۵۷ زکال کې تقاعد شو او په ۱۷۵۹ زکال کې ومړ. [۶][۸]

د ۱۷۵۰مې لسیزې په لومړیو کې د بولټون درې لوڼې وزیږېدې، خو درې واړې د ماشومتوب پر مهال مړې شوې. ورته مهال د ماري بولټون روغتیايي حالت خراب شو او په ۱۷۵۹ زکال کې مړه شوه. د هغې له مړینې لږ وروسته بولټون د هغې د خور څخه خواستګاري وکړه. په داسې حال کې چې د کلیسايي قوانینو له مخې د مړې شوې ښځې له خور سره واده منع و، خو عادي قوانینو بیا اجازه ورکوله. همدا و چې هغوی د ۱۷۶۰ زکال د جون په ۲۵مه د روترهیت په سنټ ماري کلیسا کې واده وکړ. اریک اردلیب چې د بولټون د سپینو زرو د چارو په ګډون یې د هغه بیوګرافي لیکلې څرګندوي چې، د هغه د واده د مراسمو مخته وړونکی کشیش جیمز پنفولډ، بېوزله و او په ډېر احتمال سره یې د هغه د واده د مراسمو د ترسره کولو له امله بډې اخیستې دي. بولټون بیا وروسته یو بل کس ته چې د خپلې مړې ښځې له خور سره یې د واده هوډ درلود، لارښوونه وکړه چې، «تاسو ته لارښوونه کوم د خپل هوډ اړوند چاته څه مه وایاست، او په چټکۍ سره سکاټلنډ یا هم د لندن یوې څنډې ته ولاړ شۍ؛ فرض کړۍ واپینګ ته، هلته د ځان لپاره استوګنځای غوره کړۍ څو د هماغه ځای استوګن وګړي وبلل شۍ. هغه مهال چې میاشت بشپړه شوه او د قانون له مخې په شرایطو برابر شوۍ بیا نو ژوند وکړۍ او خوشاله اوسۍ... زه تاسو ته د چوپتیا، په پټه د چارو د ترسره کولو او سکاټلنډ مشوره درکوم». [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

له دغه واده سره د اني مشر ورور لوک مخالفت وکړ، ځکه وېرېده چې بولټون به د دوی د کورنۍ ډېری شتمني په خپل کنټرول کې راولي (او احتمالا له دوی څخه به یې خپله کړي). په ۱۷۶۴ زکال کې لوک رابینسون ومړ او د هغه شتمني یې خور ته په میراث پاتې شوه، همدا وه چې د رابینسون کورنۍ شتمني هم د متیو بولټون لاس ته ولوېده. [۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Uglow 2002، صص. 18–19.
  2. McLean 2009، ص. 2.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Mason 2009، unnumbered, two pages before page 1.
  4. Uglow 2002، ص. 16.
  5. Uglow 2002، ص. 21.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Uglow 2002، ص. 25.
  7. Uglow 2002، ص. 23.
  8. Uglow 2002، ص. 57.
  9. Uglow 2002، ص. 63.
  10. Delieb 1971، ص. 19.
  11. Uglow 2002، صص. 61–63.
  12. Uglow 2002، ص. 60.
  13. Barker, Stephen Daniel (ed.) Genealogy Data Page 3 (Family Pages), PeterBarker.plus.com website. Retrieved 30 April 2013.
  14. Uglow 2002، ص. 174.
  15. Uglow 2002، ص. 67.