متل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

متلونه هغه لنډې ویناوې دي چې بنسټ یې تجربه وي او د ریښتینولۍ، پوهې او اخلاقو څرگندویي وکړي. متلونه همدارنگه د یوه قوم کلتور او دودونه انځوروي چې له یوه نسل څخه بل نسل ته پاتې کېږي.

مصري متلونه :

مین گل ته د اوښ په سترگو نه گوري .

زړه چې زخمي شي، ژبه د سمندر تر باده ډېره طوفاني شي .

زمری چې ښه لرې وي، نو بیا لېوه د زمري پېښې کوي .

سر او ژبه یو له بله مه جلا کوئ .

کوم سړی چې د بل چا ښځې سره په تخت څملي، د ده له ښځې سره به بل سړی پر غولي څملي .

هر عالم چې خپله موازنه له لاسه ورکوي، علم یې هېڅ مانا نه لري .

د ښځې د زړه او د اسمان پېژنده ډېره گرانه ده .

استاد شه، خو مبالغه مه کوه .

هوښیار سړی ځانته دوست لټوي، کم سوله غلیم .

د چا کورته پرته د ده له غوښتنې او هرکلي مه ورځه .

څوک چې سپي ته داړل ورزده کوي، اول به دی په خپله وداړل شي .

د تورو شپو ژمنې په کوچو غوړې دي . چې د سهار لمر راپورته شي، نو بېرته به یې ولې کړي .


مولداوي متلونه :

لېوه به خپل پوست بدل کړي، خو عادت نه .

د مېرمنې چې ژبه لنډه وي، د خاوند به یې عمر اوږد شي .

نایجیریا :

آس چې تبیلې ته بیایې، هېڅ وخت به له چارگامه منکر نه شي .

الماني متلونه :

په کوشنیو آسونو هم سپرلي کېږي .

وروسته له جگړې، ښکاره او ټولټاکنو څخه بې حده دروغ ویل کېږي .

آس په نرمه مځکه کې غلطېږي (بې ځایه پل اخلي)او انسان په خوږه ژبه .

پېشو له کوره نه وي وتلي چې موږک د مېز پر سر ناڅي .

چې زړه او خوله سره یو شي، تر هغې ښه موسیقي نشته .

له خره څخه سړی د ځغاستې آس نه شي جوړولی، خوداسې یې تړلی شي چې څنگه یې زړه وي .

واښه باید آس ته خوندور وي، نه سپاره(آس سپور) ته .

چېرته چې غوټۍ دي، هلته اغزي هم شته .

له ډېرو تاوانونو سړی هوښیار شي .

شیطان دومره تور نه دی لکه خلک یې چې گڼي .

احمق سړی تل احمق پاتې کېږي، له ده سره گولۍ (درمل) مرسته نه شي کولای .

ښه وجدان نرم بالښت دی .

تجربه د عقل مور ده .


دومره سره نه خوړل کېږي لکه چې پخېږي .

ماشومان او لېونغرتي رښتیا وایي .

جدایي د مینې مرگ دی .

آس په انسان باور کوي، خو شرط نه پرې تړي .

ښه آس خپل سپور (ځغلوونکی) پېژني .

که هیلې آسونه وای، خوبونه به ځغاستلای .

ښه آس په سر او غاړه پېژندل کېږي، احمق په بې وخته او بې ځایه ټوکو .

مینه ډول ډول ده : پر چا یې مور گرانه وي، پر چا لور . په یوه بل بیا دواړه .


خندا هغه دروازه ده چې ډېر ښېگڼې ترې راننوزي .

لس ځلې ماتې تر یو ځل درواغو ډېره ښه ده .

تل مه وایه چې پر څه شي پوهېږي، خو تل پوه شه چې څه شی وایې .

آس په پړي کشول کېږي، خو سړی د ښځې په وېښته .

تر ټولو ستره لویي بې کبري ده .

ماښام لږ خوره چې سبا سهار ته سرخوږ ونه لري .

زړېدل (سپین ږیری کېدل) سړی سپینوي، خو هرو مرو یې نه هوښیاروي .

که ځان هوښیاروئ، نو لمړی د رېښتینولۍ زغم پیدا کړئ .


د روپیو غله اعدامېږي، خو د ملکونو غله پادشاهان شي .

جمیکا:

چرگان چې ډېر ټوکي شي، باز هرو مرو ورته نږدي کېږي .


عربي متلونه :

هېڅ وخت د چا په تگ مه خوشالېږي تر څو چې نه خبر نه یاست چې ځایناستی یې څوک دی .


سېنېگال :

کوشنی ستوری تل ځلېږي، حال دا چې لوی لمر ډوبېږي .

یهودوي متلونه :

مړ هغه څوک دی، چې هېڅ وخت یاد نه شي .

ملگري (دوستي) خلک راټولوي، خو گټې یې جلا کوي .

هر تر ژړا خندا ډېره اوري .


اړتیا قانون ماتوي .

تر یوه ډنگر به لس چاغان ژر مړه شي .

زړه داسې ماڼۍ نه ده چې په ساختي کلي واز شي .

یو هوښیار چې په غصه شي، خپله هوښیاري له لاسه ورکوي .

چې مور او پلار یې کم سوله (بې عقله) وي، ماشومان به یې غله شي .


غلی کښېناستل هوښیاري ده، خو یوازې چپ پاتې کېدل هېڅ هوښیاري نه ده .

غلیم د مصلحت لپاره پوښته، خو کار سرچپه کوه .


ډاکتر او مړي ولن ته څوک د ښه کار دعا نه کوي .

د اوبو په خوند به په دښته کې پوه شې .

خرس ولې ناڅي؟ ځکه چې واده نه لري!

که غریب چرگ وخوړ، نو یا دی لیونی دی یا چرگ .

ښځې ته رازه مه وایه، خو که د ووې، بیا یې ژبه پرې کړه .


هسپانوي متلونه :



که موږک یوازې په یوه سوري کې بلد وي، نو ډېر ژر به یې پیشو ونیسي .

خاطره د هغې غلطې ملگرې په څېر ده چې کله د سړي ډېره اړتیا ورته پیدا شي، نو سړی یوازې پرېږدي .

رښتینولي او دروغ یو له بل سره د غوړو او اوبو په څېر لگي .

هېڅ شی دومره ښه نه دي وېشل شوي لکه هوښیاري . هر سړی له خپل عقل څخه راضي دی .

د کوشنۍ نجلۍ مینه لکه په غلبیل کې د اوبو راوړل دي .

کتابونه او ملگري باید سړی لږ ، خو ښه ولري .

څوک چې د بل غیبت له تا سره کوي، ستا به له بل سره وکړي .

یوازې بیاتي مضرې ژبې سمولی شي .

د احمق او ماشوم خبر به نه ردوئ .

وېره د هوښیارۍ پیل دی .

د درو شیانو مشوره چاته مه ورکوه :

د جگړې، په کښتۍ کې سپرېدل او د واده .

اوږده مزلونه، اوږده دروغ .

ریښتینولي د غوړیو په څېر ده:

په آخر کې د اوبو سرته راځي . 

غم تل د درو ورځو لپاره راځي، خو بیا د سلو کالو لپاره پاتېږي .


پولنډي متلونه :

د ډار سترگې غټې وي .

ښځه دوه ځلې لېونۍ کېږي:

کله چې مینه شي، او کله چې په زړوالي پل کېږدي . 

چینایي :

ښځه او مېره یو بل ته ۱۰۰۰خبرې کوي، بې له دې چې خوله خلاصه کړي .

انگرېزي :

کم سوله د هغه په پرتله ښه دی چې ځان هوښیار گڼي .

د زرو کیلومترو سفر په یوه کوچني گام پیلېږي .

په خپلواکۍ کې یوه لوبیا د بنديخاني له نوکلو څخه ښه ده .

لویه ونه د ځنگلوهونکي پام ځانته را اړوي .

بانکواله داسې کس دی چې کله لمر وي، نو خپله چترۍ درته درکړي او کله چې باران پیل شي، نو بیا یې بېرته غواړي .

یو شمع د بلې په روښانولو هیڅ هم نه بایلي .

هیڅ ځنځیر یې تر هغې نازکې کړۍ ځواکمن نه دی .

په پټه خوله مچان نه نیول کېږي .

نامرد سړی مخکې له خپله مرگه زر ځلې مري، خو زړور یوازې هغه وخت مري چې اځل یې راشي . (یولیاس سېزر)

کم سوله او روپۍ یې ژر یو له بله جدا کېږي .

تر هر څه مخکې یې په گیدړه خپل بوی لمړی لگي .

گناگار وجدان دعوا کوونکي ته اړتیا نه لري .

نیم حقیقت پوره دروغ دي .

لږ علم ډېر گواښمن وي .

گلانو او ملگرو ته ډېر پام کوه، که ورک شول، نو کور به د تش شي . 


په لیکنه کې هر پرگراف باید د مېرمنې د لمنې په اندازه وي :

پوره اوږد چې ټول اړین ځایونه راونغاړي (پټ کړي) او پوره لنډ چې په زړه پوري وي . 

که فکر کوئ چې د چا زړه ته د گېډي له لارې به ورد ننه شئ، نو خپله نښه مو لس اېنچه لوړه نیولې ده .

یو جگ شیدې په یوه څاڅکې زهرو له منځه ځي .

زوی تر هغه وخته زوی وي چې واده یې نه وي کړی، خو لور د تل لپاره لور وي .

څوک چې بې له سهوې ملگري لټووي، بې ملگرو به پاتې شي .

چې د سړي زړه غواړي، پښې یې سپکې وي .

ښه آس هم یو ځل تیندک خوري .

څوک چې د ښیښو په کور کې ژوند کوي، نو بل د په تیږو نه ولي .

جدایي زړه نری کوي .

چې ملگري پای ته ورسېږي (خلاصه شي)، نو بیا رښیتنولي رڼا ته راوځي .

نه هم ډېره شتمني او نه هم ډېره نیستمني عقل ته غوږ نیسي .

هر شی روپۍ پېرې، خبرې د ریگ په څېر دي .

پلټه ډېره گواښمنه ده . کله کله هم سړی داسې شیان پیدا کوي چې هېڅ یې نه غواړي .

هغه مینه چې په هدیو لویېږي، هېڅ وخت به مړه نه شي .

سړی که د کور سر دی، ښځه د هغه خولۍ ده .

چې څلور کنجه د له لاسه ورکړ، نو بیا لوبه پړېږده .


فرانسي :

ښه جوار ژر نه خوسا کېږي .

له ښځې سره جگړه هغه یوازېنۍ جگړه ده چې سړی یې په شاتگ گټي .

غلې ښځه (چې ژبوره نه وي) د خدای هدیه ده .


هنگري :

آس، وسله او ښځه په چا مه سپارئ .

ډنمارکي :

د تشو دېگو لوړ غږ لگي .

لکه سپوږمۍ چې له لمر څخه خپله رڼا اخلي، همداسې د کور ښځه خپله رڼا له خپل خاونده اخلي .

منگولی :

هېڅ وخت یوه کمزوري هلک ته په سپکه سترگه مه گوره، کېدای شي چې یو ډېر څیرونکی زمری تری جوړ شي .


نارویجې :

په بخت د باور کوه، خو آس د تل په مږوي ټینگ تړه .

د ورځي صفت مخکې له ماښامه او د نجلۍ صفت مخکې له سهاره مه کوه .

هوښیاره ښځه هغه وخت خوشالېږي چې د ښکلي خطاب ورته وشي، خو ښکلې هغه وخت چې د هوښیارې خطاب .


سویډني :

د وسلې کارول په داوه کې تر ټولو بد دلیل دی چې سړی یې وایي .


اېټالوي :

له بازه کله کوتره جوړېږي .

ښځه د پېشو په څیر ده، څومره یې چې وموښي، همدومره ځان ښه احساسوي .

پېشو چې ولاړه شي، موږک ناڅي .

مینه ترخه ده، خو زړه ته کراري ورکوي .

آس چې پېرې، سترگې پټې کړه او دعا کوه .

غل (مرداري) او منډې دواړه یو ځای نه کېږي .

ارجنټاین :

هیڅ ښځه له یو بېکاره سړي څخه سم سړی نه شي جوړولای، خو هره ښځه له سم سړي څخه بېکاره سړی جوړولای شي .



خپل پلونه مه سوزوئ ، کېدای شي چې چې تاسې گټه ترې واخلئ .


پوهه به د لوړې پوړۍ ته اوچت کړي، خو ساتل یې یوازې شخصیت کولای شي .

اړین نصیحت څوک ډېر پام نه کوي .

د ښځې ځای په کور کې دی .

ټولې پېشوگانې غواړي چې کبان ونیسي، خو د پنجو لمدول یې نه خوښېږي .

ټول گلان په یوه باغ کې نه وي .

زوړ سپی نوي چلونه نه شي زده کولای .

که پوښتنه ونه کړې، زه به هم دروغ نه وایم .

وسپنه وسپنه تېروي، انسان انسان .

څنگه چې ماشوم پیدا شي، همداسې یوه ورځ مرگ ته نږدې شي .

له هره گامه وړاندې پام کوه .

بد خبر ژر راځي .

سپی لکه چې غاپي هغسې خوړل نه کوي .

مخکې له نیوکې ځان د هغه سړي پر ځای فرض کړه .

هم خیرات خوري، هم د خوښولو حق غواړي!

ښه دی چې درسره وي، که څه هم چې ورته اړ نه یاست، خو بده ده چې نه وي، او ورته اړ یاست .

ترخه درمل کېدای شي چې ښه اغېزه ولري .

گران شی وپېرئ چې یوازې یو ځل وژاړئ .

د انسان په کرامت پوه شئ .

له ډېرو ونو څخه ځنگل نه لیدل کېږي (مانا : سړی له ډېرې سپړنې یا تشرېح اصل شی نه ویني ) .

درنښت گران نه دی، هر سړی دروند سړی کېدای شي .

سختي (بد وخت) سختې هلې ځلې غواړي .

هغه لاس مه وهه چې ډوډۍ درکوي .

چرگوړي وشمېره، هگۍ نه .

چا چې آس په هدیه درکړ، غاښ یې مه گوره چې څو کلن دی .

څه شی چې مات نه وي، د جوړولو هڅه یې مه کوه .

ټولې هگۍ په یوه ټوکرۍ کې مه اېږدئ . (یوه شي ته ډېر مه په تمه کېږئ، دویم پلان هم جوړ کړئ) .

تر څو چې ټکه (ناورین) نه وي رالوېدلې، غم مه کوه .

هر څوک غواړي چې جنت ته ولاړ شي، خو هیڅوک نه غواړي چې مړه شي .

ان خرابه (ولاړه) گړۍ د ورځې دوه ځلې وخت سم ښیي .


پوهه د خپلې ناپوهۍ پیداکول دي .

پوهه ماشینونه جوړوي چې د انسان په څېر کار کوي، او انسان پیدا کوي چې د ماشین په توگه کار کوي .

هر گل اغزی لري .

هر څه په خپل وخت .

ماته د بریا لپاره د گام تېږه ده .

لوېدل د ماتې څرگندویي نه کوي، بلکې همداسې لویدلی پاتې کېدل ماته ده .

ښې بڼکې ښه مرغان جوړوي .

چې لمړی راشې، لمړی به د خدمت وشي .

لمړۍ کار لمړی کوئ .

که مې یو ځل وغولوې، پر تا د شرم وي، که مې دوه ځلې وغولوي، پر ما د شرم وي .

کم سوله (بې عقل) هلته بېړه کوي چېرته چې ملایکي له تگه ډارېږي .

چې په مخکې ورته گواښ شوی وي، مخکې یې زغره اغوستې وي .

بخت د زړور په گټه وي .

تر ټولو ښه خیرات د پوهې ورکړه ده .

د ټوپک جگړې ته له چاړې سره مه راځئ .

روغتیا خدای درکوي، خو فیس ډاکتر درڅخه اخلي .

لویه ونه له کوشني نیالگي څخه جوړېږي .

درناوی کوئ چې درناوی مو وشي .

ښه مېرمن ښه ژوند دی .

سخت کار هېڅ وخت هډوکي نه ماتوي .

غیرتي کسان به د لوبي وړونکي وي .

بیړه د وخت ضایع ده .

څوک چې په تیارۍ کې ناکام شي، نو ناکامۍ ته به ډېره ښه تیار شي .

روغتیا له روپیو ښه ده .


څوک چې په خپل تاریخ نه پوهېږي، نو هغه سهوې به بیا تکرار کړي .

څوک چې پوهېږي، هغه خبرې نه کوي، خو څوک چې خبري کوي، هغه نه پوهېږي .

څوک چې ډېر په بیړه ژوند کوي، هغه به ډېر ژر مړیستون (قبر) ته ورسېږي .

څوک چې د هېڅ شي لپاره نه ولاړېږي، د هر شي لپاره به ولوېږي .

څوک چې هکۍ غلا کوي، غویی به هم غلا کړي .

چې له تورې سره ژوند کوي، له تورې سره به مړ شي .

چې ډېر خوب کوي، خپله لوږه به هم هېره کړي .

څوک چې د وینگ (ویلو) لپاره څه نه لري، نو لیکل هم نه شي کولای .

غپل یې له داړلو څخه بد دي .

تاریخ تکرارېږي .

یوازې خبري کوي، خو کړن یې نشته .

کور هلته دی چې زړه مو وي .

کور ، کور دی، که څه هم چې ښه نه وي .

ریښتینولي تر ټولو ښه تگلاره ده .

د ښو په هیله اوسئ، خو د بدو لپاره تیاري ولرئ .

د شنې زرغونې (رنگین کمان) لپاره لمر او باران دواړه اړین دي .

په پښو ولاړ مرگ ښه دی، نظر هغه ژوند ته چې په گونډو وي .

بېگاره او مضر لاسونه د شیطان اسباب دی .

که دنده د کړن ارزښت لري، نو په ښه توگه د وکړل شي .

که هیلې آسونه وای، نو سوالگر به پرې الوتلی .

که څوک نه شئ وهلئ، یا ورسره ملگري شئ، یا یې په بل چا ووهئ .

که د کوم کار په کړن کې ماهر نه یاست، نو پام کوئ .

چې د لوگي زغم نه لرئ، نو له پخلنځي ووځئ .

که د لاترې ټیکت نه پېرئ، نو څنگه به یې وگټئ؟

که د موخه نه پېژنې، نو هر گاډی به د هلته ورسوي .


که د سهار چای په تخت کې چښې، نو په پخلنځي کې څمله .

د یوه چا د شخصیت د مالومولو لپاره هغه ته واک او ځواگ ورکړه .

که په یوه شخړه کې د حل برخه نه یاست، نو هرو مرو د ستونزې برخه یاست .

حل د ستونزو په منځ کې دی .

لېونی یو کار څو وارې کوي، خو تمه یې د مختلفو پایلو وي .

له سهاره مخکې تل تپه تیاره وي .

په خپله هدیه مهمه نه ده، بلکې د ورکولو طریقه یې مهمه ده .

د دروغو لپاره دوه کسان اړین دي : یو کس چې دروغ ووایي، بل چې غوږ ورته ونیسي .