Jump to content

مای جيمیسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مای کرول جيميسن (زېږد: 17 اکتوبر، 1965) يوه امريکايۍ انجنيره، فيزيک پوهه او د ناسا پخوانۍ ستورمزلې ده. نوموړی تشيال ته سفر کونکې لومړۍ افريقايي الاصله امريکايۍ ده، هغه مهال يې تشيال ته سفر وکړ، کله يې چې په 1992ز کال کې د «اينډيور» (Endeavour ) په نوم د تشيالي شټل په عمله کې د ماموريت د متخصصې به توګه دنده تر سره کوله. جيميسن په 1987ز کال کې د ناساس د ستورمزلو له ځواک سره يوځای شوه او د STS-47 په ماموريت کې د خدمت لپاره وټاکل شوه، د کوم ماموريت پر مهال چې «اينډيور» د سپتمبر په 12-20,1992 کې له ځمکې څخه تر نږدې اته ورځو پورې راوڅرخېد.

په الاباما کې زېږېدلې او په شيکاګو کې ستره شوې، جيميسن د سټنفورډ پوهنتون څخه فارغه شوې او په کيمياوي انجنيرۍ او همدا راز په افريقايي او افريقايي الاصله امريکايي مطالعاتو کې سندونه لري. له دې وروسته نوموړې «کارنل» له پوهنتون څخه په طب کې سند تر لاسه کړ، جيميسن په لايبيريا او سيراليون کې له 1983  څخه تر 1985  پورې د سولې د ځواکونو ډاکټره وه او د عمومي ډاکټرې په توګه يې کار وکړ. په دې هڅه کې چې ستورمزلې شي، نوموړې ناسا ته غوښتنلیک وسپاره.

جيميسن په 1993ز کال کې ناسا پرېښوده او د ټيکنالوژۍ د يو څېړنيز شرکت بنسټ يې کېښود. نوموړې وروسته يو غېر انتفاعي تعليمي بنسټ جوړ کړ او د دې بنسټ له لارې د ستورو تر منځ د سفر 100 کلونو پروژې مشره ده، چې بنسټ يې د DARPA له خوا اېښودل شوی دی. جيميسن همدا راز د ماشومانو لپاره ګڼ کتابونه ليکلي دي، او د «Star Trek: The Next Generation» (د ستورو سفر: راتلونکی نسل) د 1993 برخې په ګډون ډېر ځله په تلويزيون راڅرګنده شوې ده. نوموړې ته د دوکتورا يو شمېر افتخاري سندونه ورکړل شوي، د ملي ښځينه مشاهيرو په تالار او د تشيال نړيوالو مشاهيرو په تالار کې شامله کړای شوې ده. 

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه[سمول]

«مای کرول جيمیسن» د 1956ز کال د اکتوبر په اولسمه نېټه، د الاباما په «ديکيتور» کې زېږېدلې وه، د چارلي جيميسن او «ډوروتي جيميسن» (په ګرين پېژندل کېده) په درې بچيانو کې تر ټولو کشره وه. پلار يې په يوه خېره مؤسسه کې د وسايلو د څارنې او پالنې څارونکی و، مور يې د خپل مسلک ډېره برخه د «اليونای» په شيکاګو کې د «لډوګ وين بيتوون لومړني ښوونځي» کې د لومړني ښوونځي د انګليسي او رياضي د ښوونکې په توګه تېره کړه. دا کورنۍ لومړی په «ووډلان» او بيا وروسته د «مورګن پارک» په کليو کې اوسېدلې ده. جيميسن له کم عمرۍ څخه پوهېده چې غواړي ساينس ولولي او يوه ورځ تشيال ته ولاړه شي. تلويزيوني پروګرام «سټار ټريک» او په ځانګړي ډول د افريقايي الاصله امريکايي اداکارې «نکيل نکولس» د «بريدمن اهورا» تمثيل کړي کردار په تشيال کې د هغې ليوالتيا نوره هم زياته کړه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

جيميسن د طبيعيت او انساني فزيالوژي څخه خوند اخيست او د ساينس په اړه د لا زياتو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره يې له خپلو مشاهدو څخه ګټه واخيسته. که څه هم مور يې د هغې د مينې هڅونه وکړه، او مور او پلار دواړه يې د ساينس په مورد د هغې د لېوالتيا ملاتړي وو، نوموړې له خپلو ښوونکو څخه دا ملاتړ ونه ليد. کله چې جيميسن د وړکتون يوې ښوونکې ته وويل چې غواړي په لوی والي کې ساينسپوهه شي، ښوونکي يې داسې اټکل کړی و چې د هغې مطلب دا دی چې غواړي نرسه شي. په اپولو ماموريت کې د ښځينه ستورمزلو د کمښت په ليدلو سره هم جيميسن ناهيلې شوه. نوموړې وروسته يادونه کړې وه چې "هر څوک د تشيال په اړه هيجاني وه، خو زما ياد دي چې زه په دې ډېره او ډېره زياته غوصه وم چې هلته هېڅ ښځينه ستورمزلې نه وې".[۱۱][۱۲][۱۳]

جيميسن په اته يا نهه کلنۍ کې د "بالټ" نڅا په زده کړه پيل وکړ، او په دولس کلنۍ کې په عالي ليسه کې داخله شوه، هلته د نڅا له ډلې او ماډرن ډانس کلب سره يوځای شوه. جيميسن له کم عمرۍ څخه له نڅا سره ډېره مينه درلوده. نوموړې د افريقايۍ او جاپانۍ نڅا، جاز او باليټ او عصري په ګډون د نڅا ګڼې بڼې زده کړې. په کوچنيوالي کې جيميسن د مسلکي نڅاګارې ګرځېدو هيله درلوده. په څوارلس کلنۍ کې، نوموړې په «West Side Story» ډرامه کې د «ماريا» مخکښ کردار لپاره ازموينه ورکړه.  نوموړې مخکښ کردار تر لاسه نه کړ، خو د پس منظر نڅاګرې په توګه وټاکل شوه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په 1973ز کال کې، په شيکاګو کې د مورګن پارک عالي ليسې څخه تر فراغت وروسته، جيميسن په شپاړس کلنۍ کې د سټنفورډ په پوهنتون کې داخله شوه. که څه هم د پوهنتون په موخه د کور د پرېښودلو لپاره د هغې عمر کم و، جيميسن وروسته وويل چې هغه په دې اندېښمنه نه وه، ځکه هغه پوره ساده او ضدۍ وه. د جيميسن په ټولګيو کې کم شمېر نورو افريقايي الاصله امريکايانو هم زده کړې کولې، نوموړې له خپلو ښوونکو څخه په پرله پسې ډول توپيري چلند تجربه کړ. په 2008ز کال کې له «ډيس موينز رجسټر» سره په يوه مرکه کې جيميسن وويل دا ستونزمنه وه چې په شپاړس کلنۍ کې سټنفورډ ته ولاړه شي، خو شونې ده چې د هغې د ځوانۍ تکبر له هغې سره مرسته کړې وي؛ نوموړې ټينګار کوي چې د سپین پوستو نارينه واکمنه ټولنه کې د برياليتوب لپاره ښځو او لږکيو ته يو څه تکبر اړين دی. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په سټنفورډ کې، جيميسن د تور پوستو محصلينو د اتحادیې د مشرې په توګه کار وکړ. نوموړې همدا راز د « Out of the Shadows» په نوم د موسيقۍ او نڅا د يو پروګرام لارښودنه وکړه. په کالج کې د وروستي کال پر مهال، نوموړې له فراغت وروسته د طب ښوونځي ته د تګ او يا د مسلکي نڅاګرې د مسلک تعقيبولو تر منځ په انتخاب کې حيرانه وه؛ نوموړې په 1977ز کال کې له سټنفورډ فارغه شوه، او په کيمياوي انجنيرۍ کې يې د لسانس سند تر لاسه کړ. همدا راز په افريقايانو او د افريقايي الاصله امريکايانو په مطالعاتو کې يې هم د لسانس يو سند تر لاسه کړ. کله چې په سټنفورډ کې وه، نوموړې په تشيال کې د خپل ماشومتوب د لېوالتيا په اړوند هم مطالعې وکړې، او تر ټولو دمخه يې ناسا ته د کار لپاره د غوښتنليک استول تر پام لاندې ونيول.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د طب مسلک[سمول]

جيميسن په کارنيل طبي ښوونځي کې زده کړه وکړه، او د خپلې روزنې پر مهال کيوبا ته ولاړه، تر څو د امريکايي طبي محصلينو ټولنې په مالي مرسته هلته زده کړه وکړي، همدا راز تايلينډ ته ولاړه، چېرته چې هغې د کمبوډيا د کډوالو په پنډغلي کې کار وکړ. نوموړې د «Flying Doctors» ټولنې لپاره هم کار کړ چې په ختيځه افريقا کې يې کار کاوه. په کورنيل کې د خپلو کلونو پر مهال، جيميسن د «Alvin Ailey» په نوم د نڅا امريکايی مرکز کې په داخلې کولو سره د نڅا زده کړې ته هم دوام ورکړ. په 1981ز کال کې د M.D سند په تر لاسه کولو او له فراغت وروسته، نوموړې په 1981ز کال کې د لاس انجليس د County-USC په طبي مرکز کې سيتاژ وکړ، او د Ross–Loos طبي ډلې لپاره يې د عمومي ډاکټرې په توګه دنده تر سره کړه.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

جيمس په 1983ز کال کې د Peace Corps په عمله کې داخله شوه او تر 1985ز کال پورې يې د طبي ډاکټرې په توګه کار وکړ. نوموړې د Peace Corps د هغو رضاکارانو د روغتيا مسئوليت په غاړه درلود چې به لايبيريا او سيراليون کې يې خدمات وړاندې کول. جيميسن د Peace Corps د فارميسی، لابراتوار، طبي عملې څخه څارنه کوله، او تر څنګ يې دوی ته طبي پاملرنه وړاندې کوله، ځان ته د پاملرنې لارښودونه يې ليکل، او د روغتيا او خونديتوب مسائلو لپاره يې لارښونې جوړې او پلې کولې. نوموړې د ناروغيو د کنترول په مرکزونو کې هم کار وکړ، او د ګڼو واکسينونو لپاره په څېړنو کې يې مرسته وکړه.[۳۱][۳۲][۳۳]

د ناسا دنده[سمول]

په Peace Corps کې له کار وروسته متحده ايالاتو ته له راستنېدو بعد، جيميسن د کلفورنيا په لاس انجلس کې مېشته شوه. په لاس انجليس کې، هغې خصوصي کار پيل کړ او د فراغت د کچې انجنيرۍ تعلیمي دورې يې تر سره کړې. په 1983ز کال کې د «سيلي رايډ» او «ګيون بلفورډ» له الوتنو څخه په اغېز اخيستو سره، جيميسن د 1985ز کال په اکتوبر کې د ستورمزلي پروګرام لپاره غوښتنليک وسپاره. په 1986ز کال کې د «چيلنجر» په نوم د تشيالي شټل د پېښې څخه وروسته، کله چې ناسا د نويو نوماندانو غوره کول وځنډول، جيميسن په 1987ز کال کې بيا غوښتنه وکړه. نوموړې د شا اوخوا 2000 غوښتنليک سپارونکو له منځه د ناسا په Astronaut Group 12 کې د 15 slots لپاره غوره شوه، څوک چې له «چيلنجر» وروسته لومړۍ ټاکل شوې وه. ايسوسيټد پريس نوموړې ته په 1987ز کال کې د لومړۍ تور پوستې ښځينه ستورمزلې په توګه پوښښ ورکړ. CBS جيميسن په Best Catches پروګرام کې د هېواد تر ټولو وړتيا لرونکو مجردو څخه د يوې په توګه وړاندې کړه، کوم چې د تلويزیون يو ځانګړی پروګرام دی چې «فيليسيار رشاد» او «روب ويلر» يې په 19879ز کال کې کوربه توب کړی و.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. Hine, Darlene Clark, سمونګر (2005). Black Women in America. 2 (چاپ 2nd). Oxford: Oxford University Press. مخونه 140–41. OCLC 57506600. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195156775. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. (په September 13, 1992 باندې). Woman in the News; A Determined Breaker of Boundaries – Mae Carol Jemison. The New York Times.
  5. (په November 3, 1993 باندې). Author Dorothy Jemison, 64, Mother of Astronaut. Chicago Tribune.
  6. "African American Lives . Profiles . Mae Jemison". WNET. PBS. لاسرسي‌نېټه July 15, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "Mae Jemison: First African-American Woman in Space". Makers.com. AOL/PBS. c. 2012. خونديځ د اصلي څخه March 2, 2017. لاسرسي‌نېټه March 1, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Katz, Jesse (July–August 1996). "Shooting Star: Former Astronaut Mae Jemison Brings her Message Down to Earth" (PDF). Stanford Today. خونديځ (PDF) د اصلي څخه June 28, 2011. لاسرسي‌نېټه September 14, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. "Mae C. Jemison". Biography.com. خونديځ د اصلي څخه May 26, 2015. لاسرسي‌نېټه March 1, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. (په December 1992 باندې). Mae Jemison: coming in from outer space. Ebony.
  13. "Mae Jemison: First African-American Woman in Space". Makers.com. AOL/PBS. c. 2012. خونديځ د اصلي څخه March 2, 2017. لاسرسي‌نېټه March 1, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. (په September 16, 1992 باندې). Chronicle: A memento of the Alvin Ailey dance company goes into space. The New York Times.
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. "Interview with Mae". Scholastic. March 15, 2001. خونديځ د اصلي څخه August 22, 2011. لاسرسي‌نېټه September 14, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Barrett, Michelle (March 17, 2003). "Earth lover, space voyager Dr. Mae Jemison". Jamaica Gleaner. خونديځ د اصلي څخه September 14, 2017. لاسرسي‌نېټه September 17, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. (په December 1992 باندې). Mae Jemison: coming in from outer space. Ebony.
  19. Katz, Jesse (July–August 1996). "Shooting Star: Former Astronaut Mae Jemison Brings her Message Down to Earth" (PDF). Stanford Today. خونديځ (PDF) د اصلي څخه June 28, 2011. لاسرسي‌نېټه September 14, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Finnerty, Amy (July 16, 2000). "Outnumbered: Standing Out at Work". The New York Times. خونديځ د اصلي څخه February 4, 2009. لاسرسي‌نېټه September 14, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. (په October 16, 2008 باندې). First black woman astronaut tells insight. Des Moines Register.
  22. (په May 21, 1977 باندې). Stanford Original By Blacks. The Times.
  23. "Mae C. Jemison". Biography.com. خونديځ د اصلي څخه May 26, 2015. لاسرسي‌نېټه March 1, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Jemison, Mae C.; Olsen, Patricia R. (February 2, 2003). "Executive Life: The Boss; 'What was Space Like?'". The New York Times. خونديځ د اصلي څخه March 27, 2019. لاسرسي‌نېټه September 14, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Frazer, Jendayi; Jemison, Mae C. (1993). "Advancing African Health Care through Space Technology: An Interview with Dr. Mae C. Jemison". Africa Today. 40 (3): 70–71. ISSN 0001-9887. JSTOR 4186922. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. Hine, Darlene Clark, سمونګر (2005). Black Women in America. 2 (چاپ 2nd). Oxford: Oxford University Press. مخونه 140–41. OCLC 57506600. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195156775. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Frazer, Jendayi; Jemison, Mae C. (1993). "Advancing African Health Care through Space Technology: An Interview with Dr. Mae C. Jemison". Africa Today. 40 (3): 70–71. ISSN 0001-9887. JSTOR 4186922. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. (په September 16, 1992 باندې). Chronicle: A memento of the Alvin Ailey dance company goes into space. The New York Times.
  30. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  31. Greene, Nick (October 17, 1956). "Dr. Mae C. Jemison: Astronaut and Visionary". ThoughtCo. Dotdash. خونديځ د اصلي څخه September 12, 2017. لاسرسي‌نېټه September 14, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Jemison, Mae C.; Olsen, Patricia R. (February 2, 2003). "Executive Life: The Boss; 'What was Space Like?'". The New York Times. خونديځ د اصلي څخه March 27, 2019. لاسرسي‌نېټه September 14, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. Hine, Darlene Clark, سمونګر (2005). Black Women in America. 2 (چاپ 2nd). Oxford: Oxford University Press. مخونه 140–41. OCLC 57506600. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195156775. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. (په September 13, 1992 باندې). Woman in the News; A Determined Breaker of Boundaries – Mae Carol Jemison. The New York Times.
  35. "Mae C. Jemison". Biography.com. خونديځ د اصلي څخه May 26, 2015. لاسرسي‌نېټه March 1, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. (په July 28, 1987 باندې). Astronaut Stresses Establishing Goals. Longview News-Journal. Associated Press
  37. (په February 28, 1989 باندې). Best Catches. Southern Illinoisan.