مایکرو وېو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مایکرو وېو د الکترو مقناطیسي وړانګو یو ډول دی چې د څپو اوږدوالی یې شاوخوا یو متر تر یو ملي متر پورې دی او په ترتیب سره له ۳۰۰ مېګاهرټز او ۳۰۰ ګېګاهرټز تر منځ فریکونسیو سره مطابقت لري. بېلابېلې سرچینې د فریکونسۍ بېلابېلې محدودې د مایکرو وېو څپو په توګه تعریفوي. په پورتني پراخ تعریف کې دواړه بانډونه یعنې UHF او EHF (ملي متري څپې) شاملېږي. د رادیويي فریکونسۍ په انجنیرۍ کې څه ناڅه معمول تعریف دا دی چې محدوده د ۱ تر ۱۰۰ ګېګاهرټز (د ۰.۳ متر او ۳ ملي متر تر منځ څپه) ده. په ټولو مواردو کې په مایکرو وېو څپو کې د SHF ټول بانډ (له ۳ تر ۳۰ ګېګاهرټز یا له ۱۰ تر ۱ سانتي متر) پورې شامل دی. د مایکرو وېو په محدوده کې ټولې فریکونسۍ معمولاً د راداري بانډ په S، C، X، Ku، K او Ka نومونو یا NATO او EU ته په ورته نومونو یادېږي.[۱][۲][۳][۴][۵]

په مایکرو وېو کې د مایکرو مختاړی په دې معنا نه دی چې د مایکرومتر په محدوده کې د څپې اوږدوالی وښيي، بلکې په دې معنا دی چې مایکرو وېو څپې د هغو رادیویي څپو په پرتله کوچنۍ دی (د څپو اوږدوالی یې لنډ دی) چې د مایکرو وېو تر ټکنالوژۍ مخکې کارول کېدې. د لرې انفرارېډ، ټراهرټز وړانګو، مایکرو وېو څپو او هغو رادیویي څپو تر منځ سرحدونه چې فریکونسي یې لوړه ده، نسبتاً یواړخیز دي او د بېلابېلو څېړنیزو څانګو تر منځ په متفاوتو ډولونو کارول کېږي.

د مایکرو وېو د کارولو ځایونه[سمول]

د مایکرو وېو ټکنالوژي په پراخ ډول د ټکی تر ټکی اړیکو (یعنې نه خپرېدونکو استفادو) لپاره کارول کېږي. مایکرو وېو څپې د دغه ډول استفادې لپاره مناسبې دي، ځکه چې د رادیویي څپو په پرتله په اسانۍ سره په نریو رڼاګانو کې متمرکزېدای شي او له فریکونسۍ څخه د بیاځلي استفادې شونتیا برابروي. د دغو څپو نسبتاً لوړې فریکونسۍ د براډ بنډ اوږدوالی او د لوړې ډېټا لېږد ممکنوي، همدا راز د انتنونو اندازه تر فریکونسیو ټيټه ده، ځکه چې د انتن اندازه له لېږل کېدونکې فریکونسۍ سره معکوسه اړیکه لري. مایکرو وېو څپې د فضايي بېړیو په اړیکو کې کارول کېږي او په لرې واټنونو کې د نړۍ ډېری ډېټا، تلویزیوني او ټېلېفوني اړیکې د ځمکنیو او سپوږمکیزو سټېشنونو ترمنځ د مایکرو وېو څپو په مرسته تبادله کېږي. مایکرو وېو څپې په مایکرو وېو دستګاوو او د رادار په ټکنالوژۍ کې هم کارول کېږي.

مخابرات[سمول]

د نوري فایبر تر راتلو مخکې له لرې ځایونو څخه ډېری ټېلیفوني اړیکې د مایکرو وېو رادیويي لېږدونو د شبکو له لارې نیول کېدې چې د AT&T Long Lines په څېر لېږدوونکو په مرسته اجرا کېدې. د ۱۹۵۰مې لسیزې له لومړیو څخه د فریکونسۍ د وېش تسهیم یا ملټي فلېکسېنګ وکارول شو چې د مایکرو وېو په هر چینل کې تر ۵۴۰۰ پورې ټېلیفوني چینلونه لېږدولی شي، د دې تر څنګ تر ۷۰ کیلومترۍ پورې بل سایټ ته د تلو لپاره په یوه انتن کې د ترکیب شویو لسو چینلونو د لېږدولو وړتیا لري.

وایرلېس یا بې سیمه LAN پروتوکولونه لکه بلوتوت او د IEEE 802.11 مشخصات چې د وای فای لپاره کارول کېږي، په ISM 2.4 ګېګاهرټز بانډ کې د مایکرو وېو څپې کاروي، که څه هم 802.11a له ISM بانډ او U-NII فریکونسیو څخه په ۵ ګېګاهرټز محدوه کې کار اخلي. له کابو یوې لسزې راهیسې په ډېریو هېوادونو کې وایرلېس یا بې سیمه انټرنېټ ته د لاسرسي خدمتونه (تر شاوخوا ۲۵ کیلومترو پورې) په ۳.۵ تر ۴.۰ ګېګاهرټز محدوده کې کارول کېږي. د فدرالو ارتباطاتو کمیسیون یا (FCC) په دې وروستیو کې د هغو اپراتورونو لپاره یو طیف رامنځته کړی دی چې په متحدو ایالتونو کې د دې محدودې تر منځ خدمتونو وړاندې کولو ته لېوال دي. په دغه هېواد کې د خدمتونو لسګونه وړاندې کوونکي دا مهال د فعالیت جوازونه اخلي یا یې هم په دې بانډ کې له FCC څخه مخکې له مخکې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي. د WIMAX خدمتونو وړاندې کول چې د ۳.۶۵ ګېګاهرټز بانډ پر مخ لېږدېدای شي، سوداګریزو مشتریانو ته د نښلون یو بل انتخاب په لاس ورکوي.[۶]

پر روغتیا اغېزې[سمول]

مایکرو وېو څپې نا ایونایز وړانګې دي، یعنې د مایکرو وېو په فوتونونو کې د مالیکولونو د ایونایز کولو یا کیمیاوي رابطو د ماتولو او یا هم د ډي.اېن.اې د زیانمنولو لپاره هغه کافي انرژي نشته لکه د اېکسرې یا ماورای بنفش په ایونایز وړانګو کې چې موجوده وي. د وړانګې کلمه راډیو اکټیوېټۍ ته نه، بلکې له یوې سرچینې څخه منعکسې شوې انرژۍ ته کارول کېږي. د مایکرو وېو څپو اصلي اغېزه ګرمول یا تودول دي. الکترو مقناطیسي میدانونه یا ساحې د قطبي مالیکولونو د خپرېدو لامل کېږي. پوره څرګنده نه ده چې مایکرو وېو څپې (یا نورې نا ایونایز الکترو مقناطیسي وړانګې) په ټيټو کچو کې ناوړه بیولوژيکي اغېژې لري که نه. ځينې څېړنې ښيي چې له دغو وړانګو سره اوږدمهالې مخ کېدنه ښايي سرطان زیږوونکې اغېزې ولري.[۷][۸]

د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې د رادار لرونکو تاسیساتو د وړانګو په مسیرونو یا لارو کې اشخاصو د کلېکونو او بز بز غږونه اورېدل. په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې د ناسا څېړنو وښوده چې دغه غږونه د حرارتي انبساط له امله د غوږ په داخلي برخو کې رامنځته کېږي. په ۱۹۵۵ کال کې «ډاکتر جېمز لاولاک» د مایکرو وېو ډیاترمي په کارولو سره وکولای شول هغه صحرايي موږک چې په ۰ او ۱ سانتي ګراد درجو (۳۲ او ۳۴ درجو فارنهایټ) کې کنګل شوي وو، بېرته د ژوند عادي حالت ته راولي.[۹]

کله چې له مایکرو وېو څپو سره د مخ کېدو له امله زیان رامنځته کېږي، معمولاً یې علت هغه الکټریک حرارت وي چې په بدن کې القا کېږي. په دې میکانیزم سره مایکرو وېو وړانګو ته مخامخ کېدل ښايي د سترګې ګل یا اوره رامنځته کړي، ځکه چې د مایکرو وېو حرارت له امله د سترګې د کریسټالي عدسیې د پروتنینونو طبیعي خاصیت بدلېږي (لکه څرنګه چې تودوخه د هګۍ سپین بدلوي یا یې تتوي). د سترګې عدسیه او قرنیه ډېر زیانمنونکي دي، ځکه د وینې داسې رګونه نه لري چې تودوخه انتقال کړای شي. د مایکرو وېو وړانګو له درنو ډوزونو سره مخ کېدل په نورو بافتونو کې هم د تودوخې د زیان لامل کېدای شي، مثلاً هغه جدي سوځېدنې چې ښايي زر ښکاره نشي، ځکه چې مایکرو وېو څپې په ژورو بافتونو کې داسې تودوخه تولیدوي چې لوړ رطوبت یا نم ورسره وي.[۱۰]

تاریخچه[سمول]

مایکرو وېو څپې د لومړي ځل لپاره په ۱۸۹۰یمه لسیزه کې په یو شمېر لومړنیو رادیويي ازمېښتونو کې تولید شوې او فزیک‌پوهانو د «نامرئي رڼا» یو ډول باله. جېمز کلېرک مکسوېل په ۱۸۷۳ کال کې د الکترو مقناطیس په تیورۍ کې چې دا مهال د مکسوېل معادله بلل کېږي، وړاندوېینه کړې وه چې یو الکتریکي میدان او یوه مقناطیسي ساحه که یوځای شي، په فضا کې د یوې الکترو مقناطیسي څپې په توګه حرکت کولی شي او ویې ویل چې رڼا له داسې الکترو مقناطیسي څپو څخه جوړه ده چې څپې یې لنډې دي. په ۱۸۸۸ کال کې جرمني فزیک‌پوه «هاینرېش هرټز» لومړنی کس و چې د رادیويي څپو شتون یې د یوه رادیويي لېږدوونکي په مرسته وښوده.[۱۱][۱۲]

د ۱۸۹۴ کال په پیل کې هندي فزیک‌پوه «جاګادیش چاندرا بوز» د مایکرو وېو په مرسته لومړني ازمېښتونه وکړل. دی لومړنی کس و چې ملي متري څپې یې تولید کړې او تر ۶۰ ګېګاهرټز (۵ ملي متر) پورې فریکونسۍ یې د یوه ۳ ملي متري فلزي توپ د کارولو له لارې تولید کړې. بوز په خپلو ازمېښتونو کې د استفادې لپاره د رادیویي څپو د لېږد ټیوب، هارن انتن او نیمه هادي کریسټال کشفوونکي اختراع کړل. په ۱۸۹۴ کال کې په خپلواک ډول «الیور لاج» او «اکوسټو ریګي» په ترتیب سره د ۱.۵ او ۱۲ ګېګاهرټز مایکرو وېو څپو په مرسته ازمېښتونه وکړل چې دغه څپې د کوچني فلزي توپ په مرسته تولیدېدې.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

دا چې مایکرو وېو څپې د لید تر کرښو یا مسیرونو پورې محدودېدې، له دې امله یې تر بصري افق پورته اړیکه نه شوای ټینګولای او د سپرغۍ یا جرقې هغه کم ځواک یې عملي محدوده یوازې څو مایلونو ته راکمه کړه چې هغه مهال کارول کېده. د رادیویي اړیکو په ورپسې پراختیا کې تر ۱۸۹۶ کال وروسته ټيټې فریکونسۍ وکارول شوې چې تر افق پورته یې د ځمکنیو څپو په توګه حرکت کاوه او د یونوسفیر په منعکسولو سره یې بیا د اسماني څپو په توګه حرکت کاوه او د مایکرو وېو فریکونسۍ په دغه وخت کې ډېرې ونه وڅېړل شوې.

سرچينې[سمول]

  1. Hitchcock, R. Timothy (2004). Radio-frequency and Microwave Radiation. American Industrial Hygiene Assn. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1931504553. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Kumar, Sanjay; Shukla, Saurabh (2014). Concepts and Applications of Microwave Engineering. PHI Learning Pvt. Ltd. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8120349353. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Jones, Graham A.; Layer, David H.; Osenkowsky, Thomas G. (2013). National Association of Broadcasters Engineering Handbook, 10th Ed. Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1136034107. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Pozar, David M. (1993). Microwave Engineering Addison–Wesley Publishing Company. کينډۍ:ISBN.
  5. Sorrentino, R. and Bianchi, Giovanni (2010) Microwave and RF Engineering, John Wiley & Sons, p. 4, کينډۍ:ISBN.
  6. "IEEE 802.20: Mobile Broadband Wireless Access (MBWA)". Official web site. د لاسرسي‌نېټه August 20, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Goldsmith, JR (December 1997). "Epidemiologic evidence relevant to radar (microwave) effects". Environmental Health Perspectives. 105 (Suppl. 6): 1579–1587. doi:10.2307/3433674. JSTOR 3433674. PMC 1469943. PMID 9467086. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Nave, Rod. "Interaction of Radiation with Matter". HyperPhysics. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Andjus, R.K.; Lovelock, J.E. (1955). "Reanimation of rats from body temperatures between 0 and 1 °C by microwave diathermy". The Journal of Physiology. 128 (3): 541–546. doi:10.1113/jphysiol.1955.sp005323. PMC 1365902. PMID 13243347. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lipman, Richard M.; Tripathi, Brenda J.; Tripathi, Ramesh C. (November–December 1988). "Cataracts Induced by Microwave and Ionizing Radiation". Survey of Ophthalmology. 33 (3): 206–207. doi:10.1016/0039-6257(88)90088-4. PMID 3068822. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hong, Sungook (2001). Wireless: From Marconi's Black-box to the Audion. MIT Press. د کتاب پاڼي 5–9, 22. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0262082983. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Roer, T.G. (2012). Microwave Electronic Devices. Springer Science and Business Media. د کتاب پاڼي 1–12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1461525004. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Emerson, D.T. (February 1998). "The work of Jagdish Chandra Bose: 100 years of MM-wave research". National Radio Astronomy Observatory. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Sarkar, T. K.; Mailloux, Robert; Oliner, Arthur A. (2006). History of Wireless. John Wiley and Sons. د کتاب پاڼي 474–486. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0471783015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Sarkar, T. K.; Mailloux, Robert; Oliner, Arthur A. (2006). History of Wireless. John Wiley and Sons. د کتاب پاڼي 474–486. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0471783015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Packard, Karle S. (September 1984). "The Origin of Waveguides: A Case of Multiple Rediscovery" (PDF). IEEE Transactions on Microwave Theory and Techniques. MTT-32 (9): 961–969. Bibcode:1984ITMTT..32..961P. CiteSeerX = 10.1.1.532.8921 10.1.1.532.8921. doi:10.1109/tmtt.1984.1132809. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر March 5, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 24, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Strutt, William (Lord Rayleigh) (February 1897). "On the passage of electric waves through tubes, or the vibrations of dielectric cylinders". Philosophical Magazine. 43 (261): 125–132. doi:10.1080/14786449708620969. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Kizer, George (2013). Digital Microwave Communication: Engineering Point-to-Point Microwave Systems. John Wiley and Sons. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1118636800. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Lee, Thomas H. (2004). Planar Microwave Engineering: A Practical Guide to Theory, Measurement, and Circuits, Vol. 1. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 18, 118. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521835268. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)