مایکرو فلویید پوهه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مایکرو فلویید پوهه (Microfluidics) د مایعاتو دندې، دقیق کنټرول، او کارونې ته اشاره کوي چې له هندسي اړخه په کوچنۍ کچه (معمولا نیم ملی متر) محدوده وي، چې په کې د سطحې قواوې د حجم د سنجش (volumetric) په قواوو غلبه کوي. دا یوه کثیر الرشتوي ساحه ده چې انجنیري، فزیک، کیمیا، حیاتي کیمیا، نانو ټکنالوژي، او حیاتي ټیکنالوژي په کې ګډون لري. دا پوهه د هغو سیسټمونو په ډیزاین کې عملي کارونه لري چې په ټيټه کچه فلویید پروسس کوي ترڅو متعدد، اتومات کېدنه، او د لوړې کچې د لېږد نمایش یا مشاهده را منځ ته کړي. مایکروفلویید پوهه د ۱۹۸۰ کلونو په پیل کې راڅرګنده شو او د انک جیټ پرنترونو په چاپ څوکو، DNA چېپونو، په-چپ-لابراتوار ټیکنالوژۍ ، مایکرو خوځوونکې قوه، او مایکرو حرارتي ټیکنالوژیو کې کارول کېږي.

معمولاً، مایکرو د لاندې ځانکړتیاوو په معنی دی:

  • لږ حجم (μL, nL, pL, fL)
  • لږ سایز
  • د لږ انرژي مصرف
  • د مایکرو ډومېن اغېزې

معمولاً، مایکرو فلوییدي سیسټمونه فلویید لېږدوي، مخلوط کوي، جلا کوي، یا بل ډول پروسس کوي. ډول ډول کارونې د وېښته رګ په کچه قواوو په کارولو سره، یعنې د وښته رګ د جریان په بڼه د تنظیم د اجزاوو په څېر، چې د فلویید په غیر فعال کنټرول باندې تکیه کوي، د جریان مقاومت کونکو او جریان سرعت کونکو ته ورته دی. په ځینو کارونو کې، د بهرنه متحرکه وسیله د معلوماتو د لارښوونې د لېږد لپاره هم کارول کېږي. بېلګې یې چرخشي محورونه دي چې په غیر فعال چېپونو کې د فلویید د لېږد لپاره د مرکز څخه د تېښتې قوه کاروي. فعاله مایکرو فلویید پوهه د فعالو (مائیکرو) اجزاوو لکه مایکرو پمپونو یا مایکرو والانو پر مټ د فعالو فلویید تعریف شوې کارونې ته اشاره کوي. مایکرو پمپونه په دوامداره توګه فلویید رسوي یا د ډوز لپاره کارول کېږي. مایکرو والاونه د پمپ شوو مایع جریان یا حرکت حالت تنظیموي. زیاتره، هغه بهیر چې معمولا په لابراتوار کې ترسره کېږي، په یو واحد چپ کې، چې موثریت او خوځښت زیاتوي، کوچني کېږي او د نمونې او یا کیمیاوي عامل حجم کموي.

په مایکرو کچه د فولویید دندې[سمول]

په مایکرو کچه د فلویید دنده کېدای شي د "ماکرو فلوییدي" دندې څخه د سطحې فشار، د انرژي انتشار په شان فکتورونو کې توپیر ولري او د فلوییدي مقاومت په سیسټم باندې برلاسی کېږي. مایکرو فلوییدې پوهه د دې دندو د بدلون څرنګوالی مطالعه کوي او یا دا چې دا دندې څنګه حل لاره وړاندې کوي، یا د نویو کارولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېدای شي.  [۱][۲][۳][۴][۵]

په کوچنیو کچو کې (چې د چینل اندازه شاوخوا له ۱۰۰ نانومیتو څخه تر ۵۰۰ مایکرو میترو وي) ځینې جالبې او ځینې وختونه غیر درک کېدونکې ځانګړتیاوې څرګندېږي. په ځانګړې توګه، د رینولډ عدد (چې د فلویید د حرکي قوې اغیز د غلظت له اغیز سره پرتله کوي) کېدای شي ډېر ټیټ شي. کله چې جریان کرارېږې، نه دا چې څپاند او ناکرار شي، یوه مهمه پایله دا ده چې ګډ-جریانه فلویید په دودیز مفهوم کې نه ګډېږي، د دوی ترمنځ مالیکولي لېږد باید زیاتره د انتشار له لارې وي. [۶]

د کیمیاوي او فزیکي خاصیتونو لوړه ځانګړتیا (غلظت، pH، تودوخه، غوڅوونګې قوه، او داسې نور) هم کېدای شي د غبرګون د ډېرو یوشکل شرایطو او په څو-پراړه تعاملاتو کې د لوړې درجې د حاصلاتو لامل شي. [۷][۸] 

سرچينې[سمول]

  1. Terry SC, Jerman JH, Angell JB (December 1979). "A gas chromatographic air analyzer fabricated on a silicon wafer". IEEE Transactions on Electron Devices. 26 (12): 1880–6. Bibcode:1979ITED...26.1880T. doi:10.1109/T-ED.1979.19791. S2CID 21971431. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Kirby BJ (2010). Micro- and Nanoscale Fluid Mechanics: Transport in Microfluidic Devices. Cambridge University Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Karniadakis GM, Beskok A, Aluru N (2005). Microflows and Nanoflows. Springer Verlag. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Bruus H (2007). Theoretical Microfluidics. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Shkolnikov V (2019). Principles of Microfluidics. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1790217281. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Tabeling P (2005). Introduction to Microfluidics. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-856864-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Chokkalingam V, Weidenhof B, Krämer M, Maier WF, Herminghaus S, Seemann R (July 2010). "Optimized droplet-based microfluidics scheme for sol-gel reactions". Lab on a Chip. 10 (13): 1700–1705. doi:10.1039/b926976b. PMID 20405061. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Shestopalov I, Tice JD, Ismagilov RF (August 2004). "Multi-step synthesis of nanoparticles performed on millisecond time scale in a microfluidic droplet-based system". Lab on a Chip. 4 (4): 316–321. doi:10.1039/b403378g. PMID 15269797. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)