مایکرو بیولوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مايکرو بيولوژي په علم پوهيدل يوه ضروري خبره ده ځکه چي يو ښه سالم ژوند د ترسره کولو لپاره ضروري ده چي د مايکرو بيولوژي په برخه کي پوره معلومات ترلاسه کړو. ځکه چي دا مضمون انسانان د يوي نوي کوچني جهان سره بلد او اشنا کوي يعني داسي جهان سره په سترگو ليدل يي ممکن نه دي بلکه بي لدي ځانگړي وسيلي نه چي مايکروسکوپ نوميږي ضروري دي. د مايکروسکوپ لاندي په غور سره و وينو يوه نوي دنيا به مونږ ته را څرگنده شي چي دا نړي يو خطرناکه او د امراضو توليدونکي ضرري اجسام وي. د دي مضمون په لوستلو سره شاگردان د خپل صحي وقايع او قوانينو به پوه شي ترڅو وکولي شي چي ځان ته د ژوندانه صحي محيط برابر کړي. او زيار مي ويستلي دي ترڅو د دي کتاب په ليکلو کي د نويو، علمي او معتبرو کتابونو څخه کوم چي د اعتبار وړکتابونه وي استفاده شويده. ټول مکروبونه ، پرازيتونه او ويروسونه هم په مفصله توگه څيړل شويدي او کوښښ مي کړيدي چي گرانو لوستوونکو په زړه پوري او د هغوي په ورځني ژوند کي د گټي اخيستلو په برخه کي زيات معلومات را ټول او ليکل شويدي. اميدوار يم چي دغه کتاب گرانو لوستوونکو ته په زړه پوري او گټور وگرځي ترڅو د دي لپاره نورو علاقه مندانو او د خپل چاپيريال د وگړو سره مرسته وکړي. ترڅو چي د صحي قوانينو په رعايت کولوسره بلد شي او گرانو لوستوونکوسره به د هغي د حفظ الصحي په ساتلو کي زياته مرسته وکړي .


سريزه :[سمول]

مايکروبيولوژي عبارت له هغه علم يا پوهي څخه دي چي د ډيرو کوچنيو ژوندي اجسامو څخه کوم چي په سترگو نه شو ليدلي بلکي د هغوي د څيړني او مطالعي لپاره مايکروسکوپ ته اړتيا ده او معني يي کوچني جراسيم يا پوهه ده . د ماکروبيولوژي په هکله هغه وخت څيړونو ښه نتيجه ورکړه کوم وخت چي مايکروسکوپ اختراع شو. د مايکروبيولوژي په هکله ډيرو پوهانو او عالمانو څيړني او تحقيقات کړي دي . لاکن د لومړي ځل لپاره يو فرانسوي عالم چي ارن برگ نوميده د مايکروبيولوژي په علم کي ډيري څيړني تر سره کړيدي. پدي کتاب کي مکروبونه کوم چي نباتي ناروغي منځته راوړي په پراخه اندازه مطالعه شوي دي. همدارنگه يو شمير نور چي د پرازيتونو په نامه ياديږي هم د دي مضمون د عنوان لاندي مطالعه کيږي او د دي سره سره يو شمير نور کوچني ژوندي اجسام لکه Virus , yeast Ricktisia , هم د دي مضمون اړوندو مطالعي لاندي نيول شوي دي. پدي کتاب کي ټول مايکرو ارگانيزمونه په علمي ډول طبقه بندي شوي دي او د طبقه بندي نور علمي نومونه هم د څيړني لاندي نيول شوي او د هغوي په برخه کي ټولي اسانتيياوي کوم چي د بيولوژي پوهانو د بين المللي کنگرس کي رامنځته شوي دي يادونه شوي ده . همدارنگه حيوانات او نباتات په جلا جلا توگه د مطالعي لاندي نيول شوي دي چي لوستونکو سره به مرسته وشي. په پاي کي د محترمو لوستونکو څخه هيله کوم کچيري کومه غلطي او خطا د دي کتاب ليکلو په اوږدوکي شوي وي را په گوته کړي تر څو د هغوي په اصلاح کي به د زړه له کومي هلي ځلي وکړم . نوموړي مضمون د ښووني او روزني پوهنځي د کيميا او بيولوژي ځانگي څلورم ټولگي کي په اوني کي (٦) ساعتونه لوستل کيږي. او هيله من يم چي گرانو لوستونکو ته په زړه پوري وگرځي او د دي په لوستلو سره په خپل ځان کي يو څه صحي بدلون را منځته کړي . و من الله التوفيق

پوهاند محمد ظاهر ۤ” اميري” د کيميا او بيولوژي څانگي آمر

يعني

« د مايکرو بيولوژي تاريخچه »[سمول]

په اوسني وخت کي د ځينو استثناتو څخه پرته نور ټول معلوماتونه د لويديزو منابعو څخه اخيستل شويدي . نو لدي امله د مايکرو بيولوژي په تاريخ کي ليويس پاستور (فرانسوي)، ليون هوک ( هاليندي ) د مايکروسکوپ کاشف، کوخ( الماني) او نور پوهان د دي مضمون موسسين گڼل کيږي . داسي حقايق موجود دي چي د دوي علمي کارونه ثابتوي. پاستور په اول کي کيميادان او بيا د بيالوجست په حيث ډير کارونه کړيدي . د هغه اکثره نظريات تراوسه پوري صحيح گڼل کيږي. هر مملکت په خپل کتابونو کي د خپلو علماو زيات تعريف او توصيف کوي چي هر يو يي په خپل ځاي سره اهميت لري . جنر ( Janner ) يو انگليسي عالم دي چي د اطفالو چيچک Smalpox واکسين منځته راوست لاکن دي ليکوال ته محقق منابع نشته چي ايا دا قسم واکسين د مخه په ختيځ هيوادونو کي مستعمل دي او که نه؟ اوسني کتابونه جنر د واکسين کاشف گڼي . ايراني منابع وايي چي رازي نوم يو عالم لومړي شخصيت وو چي الکهول يي کشف کړي دي چي د الکهول يو عربي لفظ دي او ډير علماء عربان د الکهول جوړولو سبب گڼي. فخررازي يو افغان دي چي په هرات کي زيږيدلي ده د کيميا او طبابت په ساحه کي ډير کارونه کړيدي. په تهران کي يوه لويه موسسه د سيروم او واکسين جوړولو په نوم د فخررازي په وياړ جوړه شويده . همدارنگه عربان د شيدو د ساتلو لپاره د پنير جوړول مخترع ويل کيږي. لاکن د پخواني يوناني منابع څخه داسي معلوميږي چي يو قسم پنير د عسي ع د تولد څخه مخکي جوړيده. شايد ډير اساسي علمي شيان د ختيځ علماؤ پواسطه منځته راغلي وي. د ژونديو اجسامو منځته راتلو تاريخ 6 بيليونه کاله مخکي ټاکل شويدي . د شنو الجيانو فوسيلونه تقريباً يو بيليون کاله مخکي تخمين ( اټکل ) شويدي . لاکن د مايکرو بيولوژي تاريخ د يو څو سلگونو کاله مخکي اټکل شويدي . د دغو ژونديو اجسامو ژوندانه د تثبيت لپاره معتبره منابع موجودي دي چي مونږ دلته د هغوي څخه يادونو کوو : Jan sen : په 1546 کال کي ژوندي اجسام يي دناروغيوعاملين وگاڼه. Leouwenkock : په 1676 ع کال کي لومړني سړي ؤ چي د مايکرو ارگانيزمونو مشاهده اعلان کړه . Vonplenciz : په1762 کال کي وويل هره ناروغي د مختلفوعضويتونو پواسطه منځته راځي . Jonner : انگليسي پوه په 1796کال کي دچيچک واکسين ((Small pox وپيژنده Appent : په 1810 ع کال کي د Napoleon د غذا د ساتلو ساتل يي په قطي کي جايزه واخيسته . Pasteur : په 1857 ع کال کي د مکروبي خاصيتونو طبعيت يې د تخمر په عمليه کي اعلان کړ او د بيولوژي د پلار په نوم هم ياديږي . Lister : په 1870 ع کال کي د جراحي په عملياتوکي د مکروب ضد مواد استعمال کړل . Pasteus: په 1885 کال کي واکسين anthrax اوRabies واکسين تهيه کړل. Winogradsky : په 1890ع کال کي Nitrofyng Bacteria بکتريا يي د خاوري څخه جلا کړه . Ehrlich : په 1895 ع کال کي د انتيجن anti-gen او د انتې بادې anti body” “ د معافيت تيوري اعلان کړه .


Rabies * د ليوني سپي ناروغي څخه عبارت دي .[سمول]

«د مايکرو ارگانيزمونو طبقه بندي اونوم ايښودنه» څرنگه چي د مايکرو ارگانيزمونو تعداد او نوعيت زيات دي نو د دوي د پيژندلو لپاره يو اساسي طبقه بندي لازمه او ضرور ده . ځيني مفکر اشخاص داسي سوال منځته راوړي چي په مکروبونو او حيواناتو کي طبقه بندي مهمه نه ده ځکه چي دوه حيوانه د سلوک او شکل له رويه يو د بل سره په يو رنگ نه دي . او دا نظريه د عالمانو پواسطه هم ثابته شوي ده ( ځيني استثنا موجودي دي ). سر لدي چي طبقه بندي د مکروبونو د پيژندني او مطالعي لپاره ډيرگټور دي.ځکه بي لدي چي مکروبونه طبقه بندي شي بله چاره نه ده. د مايکرو ارگانيزمونو په طبقه بندي کي ځيني مشکلات شته دي چي د هغوي فوسيل نه پيدا کيږي چي د فوسيل ( ( Fossil له مخي د مايکرو ارگانيزمونو اجداد تعقيب او پيژندل کيږي . د مايکرو بيولوژي د مکروبونو نومونه د Genus او Species څخه جوړ شوي دي چي د علمي نوم شکل غوره کوي . دا ميتود په ټوله نړي کي استعمال لري چي د مکروبونو د پيژندلو لپاره اسانتيا برابره وي . د مثال په ډول د لاندي مکروبونو نومونه ذکر کيږي . 1 – : Penmcillium Rogue forti يو ډول فنگس دي چي راگه فورتاي (Rogue forti) پنير په جوړولو کي استعماليږي . 2 – My co bacterium tuberculosis : يو ډول مکروب دي چي توبرکلوز ناروغي منځته راوړي . 3 – Plasmodium Vi vax : يو ډول پروتوزوا ده چي د ملاريا ناروغي منځته راوړي . 4 –Neisseria gonorrheae:يوه بکترياده چي د سوزاک د ناروغي سبب کيږي. د مکروبونو نوم ايښودلو کي د Genus نوم د لاتين او د يوناني ژبي څخه اخيستل شويدي . يا دا چي د يو سړي نوم او يوناني ژبو شکل ورکړل شوي دي. چي مثالونه يي دا دي . ١ – د Pasteurilla نوم : د Pasteu څخه اخيستل شوي دي. ٢ – د Ncisseria نوم : د Albert Neisser څخه اخيستل شوي دي. ٣ – د Corryne bacterium نوم : د يوه ميله ماننده کلپ شکل معني ورکوي. ٤ – د Bacillus نوم : د وړوکي ميله معني لري. په پورتني binomail سيستم کي د genus او species اخرني حرف يا د خپل genus سره اواز ورکولو له نظره مطابقت ولري يعني کله چي genus مذکر مونث او يا بي طرفي معني ولري د species اواز او معني د خپل genus سره سمون وخوري. د genus لومړني حرف Capital او د species لومړني توري Small توري ليکل کيږي. د مکروبونو په طبقه بندي کي ځيني اختلافات وجود لري. ځيني عالمان فکر کوي چي بکتريا د نباتاتو په ډله کي شامل دي او پروتوزوا د حيواناتو په ډله کي بايد و څيړل شي. برخلاف ځيني علماء داسي فکر کوي چي د ارگانيزمونوخواص د نباتاتواوحيواناتوسره مشترک دي چي د زماني د تيريدو سره خپل شکل او خواص د اوسني مکروبونو په ډول بدل کړيدي. تراوسه پوري د binomail سيستم يو بين المللي قبول شوي علمي نوم ايښودل شوي دي چي د ټولوعلماؤ پواسطه قبول شوي دي. مايکروارگانيزمونه په خپل ځايونو کي په لاندي ډول طبقه بندي کيږي. ١ – د Bergy طبقه بندي چي د binomail په سيستم ارگانيزمونه طبقه بندي کړيدي. ٢ – د Haechel طبقه بندي چي دprotiste په ډول مايکروارگانيزمونه په جلا کنگدم کي طبقه بندي کړيدي. ٣ – د حرارت د ضرورت په هکله بکتريا په Thermophili , Psychrophilic , Mesophilic طبقه بندي شوي دي.

« مايکرو ارگانيزمونه » بکتريا د مورفولوژي له نظره په څو گروپونو ويشل شويدي : پورتني طبقه بندي په لاندي ډول په جلا جلا ډول شرح کوو : د برگي طبقه بندي : Bergy Classification پرته له ارگانيزمونو څخه پوهانو ټول ژوندي اجسام په دوه کنگدمونو ويشلي وه . ١ – د حيواناتو کنگدم . ٢ – د نباتاتو کنگدم . وروسته لدي علماو دا پريکړه وکړه چي ارگانيزمونه بايد په جلا کنگدم کي طبقه بندي شي. ځکه چي د دوي خواص د عالي حيواناتو او نباتاتو څخه توپير لري. برگي ( Bergy ) نومي يو عالم دي چي مايکرو ارگانيزمونه په لاندي ډول طبقه بندي کړيدي چي په ټوله نړي کي رواج او مستعمله ده . د برگي نومي عالم په کتاب کي ټول نباتات په پنځه ډيويژنونو ( ( Division ويشل شويدي. او مايکروارگانيزمونه د نباتاتو په ډله کي طبقه بندي شويدي او حيوانات په يوه جلا کنگدم کي راوړلي شويدي .

« د نباتاتو طبقه بندي »[سمول]

هر ديويژن لرونکي د متعددو ديويژنونو دي او لرونکي د يو زيات شمير اعضاو دي چي لرونکي د مشترک خاصيتونو دي . د مثال په ډول د حيواناتو په عالم کي ټول فقاريان يې ( ( Chordata د فايلم لاندي څيړل کيږي چي لرونکي د لوړو اعضاو د جسمي اعضاو له امله دي. لاکن څرنگه چي مختلف فقاريا ن يي ( د ماهي څخه نيولي تر انسان پوري ) د دي فايلم لاندي مطالعه کيږي. نو لازم دي هغه ويشني چي د فايلم څخه وروسته موجودې دي په لاندي ډول دي . Species-Genus-Family-Order-Classes-Phylum-Kingdom د دي لپاره چي دا سيستم ښه روښانه شي انسان د مثال په ډول طبقه بندي کوو Kingdom - Animal . Phyllum - Chordata ( Vertebrates ) . Class - Mammalis ( all animals that give milk ) . Order - Primated ( all animals ranging through tree Tries m monkeys , apes and man ) . Family - Homonidae ( no tail or cheek pouch ) .

Genus - Home ( man , including early man ) . Species - Sapiens ( modern man ) . لاندي مثال د نباتاتو عالم په برخه کي مطالعه کوو : Kingdom - Plant . Phyllum - Protophyta ( blue – green algae bacteria , rickettsia and Virus . Class - Schizomy cetes – ( bacteria ) . Order - Eu bacteriales ( spherical cells or straightrods) Family - Micro coccaceae ( spherical cells in mass groups of Four or packets of eight cells ) . Genus - Staphylo coccus (spherical cells in Irregular masses Which utilinzed glucose ) . Species - Staphylo coccus aureus ( spherical cells in clusters Typically showing or cmge pigment in colonies )

« د نباتاتو د عالم مايکرو ارگانيزمونه »[سمول]

د نباتاتو په عالم کي د فايلم په عوض د Division اصطلاح استعماليږي چي په لاندي ډول په عمومي ډول د هغوي طبقه بندي صورت نيسي : Division I – Protophyta ( Primative plants ) . Division II – Thallophyta ( Thalus plants , etc ) . Division III – Bryophyta - ( mosses , etc ) . Division IV – Pterophyta ( Ferns , etc ) . Division V – Spermatophyta ( seed and flowering plants ) . د پورتني پنځو ديويژنونو له جملي څخه Spermatophyta مکمل دي چي لرونکي د گل او تخم دي او همدارنگه شين رنگ ( کلوروفيل ) هم لري يعني د کلوروفيل پواسطه د نور په موجوديت کي گلوکوز جوړوي . او د ټولو څخه ابتدايي ډيويژن پروتو فايتا دي چي عبارت له بکتريا ( ويروسونه او رکتسيا rickttsia ) څخه دي . دا ديويژن د مايکرو بيولوژي له رويه ډير مهم دي چي مونږ ورته خپل پام اړه وو . د تيلو فايتا په ديويژن کي الجيان او فنجيان شامل دي . الجيان کلوروفيل لري او فنجيان کلوروفيل نه لري او بي رنگه دي پدي نباتاتو کي خميرمايه ، مرخيړي ، پوپنک او نور شامل دي چي په طبابت کي پوپنک او خميرمايه yeast , mold ډير مهم دي . خمير مايه مايکروسکوپي نباتات دي چي لرونکي د واحدي حجري دي چي په عمومي ډول په خوږو اوبو ، غذا ، شيدي او نورو کي پيدا کيږي . دا مايکروسکوپي نباتات د تخمر عمليي Fermentation سبب کيږي چي په خپل ذات کي يو ډول تجزيه ده چي د Wine او د beer په جوړه ولو کي مهم رول لري. او علاوه لدي د ناک ، کيلي په جوړه ولو کي په ډيره اندازه استعماليږي . په عمومي ډول خميرمايه د انسانانو لپاره بي ضرره دي لاکن يو ډير کم شمير يي مضر او ناروغي منځته راوړي.

« پوپنکونه ( Molds ) »[سمول]

په گرمه او مرطوبه هوا کي د غذايي موادو له پاسه د کتابونو په پوښ ، تکو ( ټوټو ) ، کاغذي ديوالونو او نورو کي په شين ، سپين رنگونو سره د رشتو په شکل څرگنديږي . پوپنکونه مختلف د استعمال ځايونه لري د مثال په ډول ځيني انواع يي د پنير په خوش مزه کولو کي استعماليږي. لاکن يو نوع يي چي Pencillium notatum نوميږي له هغه څخه د Pencillin دوا جوړيږي او يو شمير نور يي د انسانانو لپاره خطرناکه ناروغي منځته راوړي . بکتريا وحيدالحجروي نباتات دي او دغټوالي له امله نسبت پروتوزوا او فنجيانو ته ډير کوچني دي نو نه شو کولي چي په سانتي متر ، انچ او نورو اندازه کړو بلکه دوي په مايکرون اندازه کيږي . يو مايکرون د ملي متر زرمي برخي سره مساوي وي.او ١ = 1M Rickettsia د شکل او د غټوالي له رويه د بکتريا سره ورته والي لري او يواځي د نمو له رويه د بکتريا څخه توپير لري. يعني بکتريا کولي شي په ژوندي اجسامو کي نمو وک‌رې لاکن رکتسيا د خپل نمو لپاره ژوندي موجود ته اړتيا لري. نو له همدي امله دوي دطفيلي Parasite په نوم ياديږي. رکتسيا د محرقه Typhus ناروغي د تبي سبب کيږي .

»د ارگانيزمونو طبقه بندي د مورفولوژي له نظره »[سمول]

Morphological classification » »

د ارگانيزمونو شکلونه د مايکروسوپ لاندي ليدل کيږي او د رنگ اخيستلو نوعيت او خواص پدي قسم طبقه بندي کي ډير اهميت لري . پدي سيستم کي ټول بکتريا وي په لاندي ډول طبقه بندي کيږي . الف – ابتدايي بکتريا : هغه بکترياو ته وايي چي بسيط ، واحدالحجروي ساختمان ولري او هيڅکله د Mycelium شکل نه غوره کوي . ١) کاکس (Coccus) :کروي شکل او يا تقريباً کروي ډوله شکل لرې. ٢) بسيل ( Bacil ): سلندري يا ميله يي شکل لري ځيني يي د سگريټ شکل لري ځيني يي زنځيرډوله دي چي sterpto bacilli نوميږي ځيني دوه جوړه يي يا Diplo bacilli دي . ٣) ويروسونه (Vibrio ): منحني په شان شکل لري. دا د کامه ( ،) شکل هم لري او ځيني يي د “ S “ شکل لري . ٤)Spirilla :دا بکتريا فنري شکل لري او ځيني تاوشوي استوانه يي شکل لري. ٥) Spirochaetes : تاوشوي تار او يا فنري شکل لري. لاکن د فنري بکترياو څخه د ارتجاعي کيدو له امله توپير لري پدي معني چي يي خپل بدن ته يو خوا او بلي خوا ته حرکت ورکولي شي .


ب – عالي بکتريا : دا بکترياوي د څانگو په شان شکل لري. غير متحرک دي او مايسيلونه منځته راوړي د ( actinomycetes ) ارگانيزم د يوه ښه مثال په ډول دلته ذکر کيږي. ج – مدور ( Coccus ) بکتريا : د دي مفرد Coccus او جمع يي د Cocci په نوم ياديږي. دا بکتريا د تلوين په لحاظ او يا د دوي خواص څرنگه او يا څو څو بکترياوي سره يو ځاي ليدل کيداي شي طبقه بندي کيږي . مدور بکترياو په لاندي ډول نومونه غوره کړيدي : ١) Diplo coccus: هغه مدورگرام مثبت بکتريا ته وايي چي دوه دوه سره يوځاي ليدل کيږي چي Diplo د دوه چنده معني لري لکه Diplo coccus pheumonia . ٢) Strepto coccus : هغه مدور گرام مثبت بکتريا ته ويل کيږي چي د زنځير په شان يو ځاي ليدل کيږي او په عمومي ډول د انگورو د وږي په شان شکل لري . لکه Strepto coccus pygon او Strepto د زنځير معني لري. ٣) Staphylo coccus : دا بکتريا د يوي ټولني په شکل ليدل کيږي لکه Staphylo coccus aures . ٤) Gaffkye : هغه گرام مثبت بکتريا ته وايي چي څلور ، څلور ارگانيزمونه سره يو ځاي وليدل شي لکه Gaffkya tetra gina . ٥) Sarcina : دا بکترياوي د مکعبي يا مستطيل په شکل ليدل کيږي چي سارسينا د بندل يا د گروپ معني لري او همدارنگه هغه گرام مثبت بکتريا ته ويل کيږي چي اته ، اته ارگانيزمونه سره يو ځاي وليدلي شي لکه Sarcina litea . ٦) Neisseria : هغه گرام منفي مدور ارگانيزمونه دي چي دوه دوه يو ځاي ليدل کيږي لکه Veilonella pavula . د – بسيل Bacil شکله بکتريا : سلندر شکله بکتريا د ځينوخواصو د لرلوله امله په لاندي ډول ويشل شويدي. ١) اسيد فاسټ بسيلAcid Fast bacil : دا ډول بکتريا اسيد فاسټ دي او د نورو بکترياو څخه جلا خواص لري لکه توبرکلوز بسيل او نور . ٢) گرام مثبت سپور لرونکي بسيل : پدي گروپ کي دوه ډوله ارگانيزمونه ليدل کيږي . الف – بسيل : سلندر شکل ان روبيک بکتريا ته Clostrikium وايي . ٣) گرام مثبت سپورنه لرونکي بسيل: هغه بکتريا ته ويل کيږي چي سلندري شکل لري لاکن سپور منځته نه راوړي لکه Coryne bacterium ارگانيزم . ٤) گرام منفي بسيل : هغه بکتريا ته وايي چي گرام منفي سلندري شکل لري او ځيني حرکت هم کوي.

Spirilla » او Vibro ارگانيزمونه » گرام منفي او لنډ سلندري شکله بکتريا چي د منحني شکل يي غوره کړي وي پدي قسم بکتريا کي شامل دي . د وبريو څخه V.Cholera او د سپيريلا څخه Sp. Minus د مثال په ډول ذکر کوو.

Spiro chaetes » سپايرو کيټس » دا ډول ارگانيزمونه سلندري شکل لري لاکن د فنر په شان تاو شويدي . ځيني يي لنډ او ځيني اوږده جسمونه لري . د دوي حرکت بي له لکي څخه صورت نيسي. د پتوجنک اتواع يي په دري جنرا (Genera ) ويشل شويدي . ١) بوريلا ( Borrella ) : دا قسم ارگانيزمونه اوږد مارپيچي شکل لري چي په اساني سره رنگ اخلي او د پيچونو امواج يي پراخه دي . ٢) تري پيونيما ( Trreponema ) : د دغو ارگانيزمونو څخه نري او تاو شوي موجونه سره نږدي واقع شويدي. د دي ډول ارگانيزمونو تلوين مشکل دي اوT. Palidum يي يو ښه مثال دي . ٣) ليپتوسپايرا ( Leptospira ) : دا ډول ارگانيزمونه د فنر په شان تاو شويدي چي د سلندر شکل يي غوره کړي او د سلندري قطر او د منځني موجونو يي د دواړو پورتني ارگانيزمونو څخه نري او لنډ دي. د دي ارگانيزمونو مشخصاتو څخه يو يي دا دي چي د پورتني ارگانيزمونو په توگه مستقيم فنر ماننده شکل نه جوړوي. ليکتروهيموريجي Lecterohaemorrhogeas) ) ارگانيزم د دي جنرا ښه مثال دي .اکتي نوماسيت ( Actinomycetes ) ارگانيزم د دي جنرا ښه مثال دي . ٤) اکتي نوماسيت ( Actinomycetes ): دا ډول ارگانيزمونه د فنگس په شان شکل لري لاکس بکتريا دي. د دي په ډله کي Streptomycos , Nocardia او Actinomyces شامل دي .


What is Gram Positive and gram negative ? * گرام ( Gram ) د يو عالم نوم دې معني يي رنگ دي . هغه بکتريا ته چي د گرام پواسطه رنگ ورگړل شي او آبي رنگ واخلي ورته گرام مثبت ويل کيږي او هغه بکتريا ته چي د گرام رنگ ورکړل شي او گلابي رنگ واخلي نو د گرام منفي په نوم ياديږي . او نور مايکرو ارگانيزمونه دا ډول رنگ نه اخلي .

ميتابوليزم په عمومي ډول په څلورو مرحلو کي صورت نيسي:[سمول]

١ – هغه غذايي مواد چي غټوالي يي زيات او د سلول د غشا څخه د تيريدلو وړ نه وي د انزايم په ذريعه په واړو وړو اجزاؤ بدليږي . ٢ – د غذايي موادوجذب کيدل:دتجزيه شووموادود بدن پواسطه جذب کول دي ٣ – جذب شوي غذايي مواد د اکسيديشن لپاره اماده کول: ځيني بکترياوي دا خواص لري چي د خپل انزايم پواسطه مستقيماً جذب شوي گلوکوز اکسيدايز کوي او په گلوکانولکتون ( gloconolacton ) يي بدلوي . ٤ – اکسيديشن: اکسيديشن يو کيمياوي عمل دي چي د سبستريت الکترون سره د مربوطه هايدروجن ايون ايستل کيږي. په بيولوژي کي عموماً هايدروجن ورکوونکي ته اکسيدايز مواد او هغه شي چي د هايدروجن ايون قبلوي ورته ريديوسيد ( reduced) مواد ويل کيږي . د دي نتيجه دا ده کله چي يو شي اکسيدايز شي نو په مقابل کي يوه بله ماده ريديوسيد کيږي او پدي عمل کي انرژي منځته راځي .

« تخمر Fermentation »[سمول]

داسي يوعمل دي چي وروستي هايدروجن قبلونکي عضوي مرکبات وي، پدي صورت کي مختلف کيمياوي موادلکه الکهل lactic acid, ethanol فاميک اسيد Succinic acid او نورمواد لاسته راځي، پدي صورت کي کاربنداي اکسايد او ځيني وخت ازاد هايدروجن منځته راځي. تخمر يو ډول اکسيديشن دي چي انرژي ورڅخه لاسته راځي، لاکنaerobic respiration څخه انرژي د توليدولو مقدارسره فرق لري. په مکمل اکسيديشن کي د يو ماليکول گلوکوز څخه 67 k cal اود lactic acid په تخمرکي 22.5 k cal لاسته راځي. همدارنگه د acetic acid توليد کي د يو ماليکول گلوکوز څخه 15 کيلو کالوري لاسته راځي.

« د بکترياو انزايمونه »[سمول]

انزايمونه عبارت له هغو موادو څخه دي چي د کيميا له نظره د کتلست په نوم ياديږي . کتلست Catalist : عبارت له يوي مادي څخه دي چي کيمياوي تعامل چټک کوي او يا بطي کوي. پداسي حال کي چي پخپله د تعامل په پاي کي د کوم کمي او زياتوالي څخه پرته بدون لدي چي تغير وکړي باقي پاتي کيږي. نو پس ويلي شو چي انزايمونه عضوي کتلستونه دي چي د ژوندي جسم په دننه کي فعاليت کوي . ټولي ژوندي حجري لرونکي د مختلف ډولونوانزايمونودي. څرنگه چي بکتريا د ژونديو اجسامو له ډلي څخه دي لرونکي د مختلفو انزايمونو دي چي هر ډول يي په يوي مخصوصي مادي باندي تاثير کوي او يواځي يو ډول کيمياوي تعامل صورت نيسي. د انزايمونو دا مشخص خواص د Specificity په نوم ياديږي . د انزايم وظيفه په عمومي ډول د هغه د نامه څخه معلوميږي پدي معني چي وروستاړي يي د انزايم والي څخه نماينده گي کوي او پا تي يي يا د هغه له وظيفي څخه او يا داچي د انزايم د تعامل له نوعيت نماينده گي کوي.مونږ په لاندي ډول يو شمير انزايمونه کوم چي تعاملات سرته رسوي يادونه کوو. Oxidase * : د تحمض د عملي سبب ( Oxidation ) کيږي .

  • Dehydrogenase : د هايدروجن د ازاده کيدو سبب کيږي .

Reductase *: د هايدروجن دعلاوه کولوسره د ارجاع عمل سبب کيږي

  • Decarboxylase : د کاربنداي اکسايد د ازاديدو سبب کيږي .
  • Amylase : د نشايستي د ټوټه کيدوسبب په ساده قندونو ( گلوکوز ) بدليږي.
  • Lipase : د تيزابي شحمونو د ازاديدو او پارچه کيدوسبب په شحمي

تيزابونو گلسرول کيږي .

  • Protase : د پروتينونو پارچه کيدل په امينواسيدونو سبب کيږي .

د بکتريا انزايمونه په دوه عمده گروپونوEndo enzyme او Exo enzyme ويشل کيږي . ١ – داخلي انزايم Endo enzyme : څرنگه چي د نامه څخه يي معلوميږي د دي د حجري په داخل کي فعاليت کوي، د دي انزايم اساسي او عمده وظيفه د پروتينونو ترکيب او د انرژي ازادول دي . ٢ – خارجي انزايم Exo enzyme : دا انزيمونه د حجري پواسطه چي په هاضموي بکترياو کي دي وظيفه يي د غذايي موادو پارچه کول په ډيرو کوچنيو او ساده ماليکولونو دي چي د هضم لپاره اماده کيږي. دي انزايمونو ته Hydrolase هم ويل کيږي ځکه چي دا انزايمونه په غذا باندي اغيزه کوي او د کيمياوي تعاملاتو پواسطه غذا د محلول په شکل راوړي چي وروسته د حجري پواسطه (بکتريا) جذب او انرژي توليدوي. همدارنگه بکتريا تليفونو،تلگراف ، برق اوکاغذ لرگني اجسام ، د کورونو په کټارو، عضوي موادو ، قيرسرکونو، د حيواناتوپه اجسامو باندي کوم چي له منځه تللي وي ، په پطرولي محصولاتو او نور پطرولونو په شمول او په نورو حمله کوي او هغه خرابوي او د پام وړتاوان ورته اړوي. همدارنگه بکتريا مختلف حيواني او نباتي ناروغي منځته روړي او حتي گدامونو ته اور لمبي ورکوي. او د غنمو درمندونه هم له منځه وړي. او ځيني ناروغي لکه Salmonella typhoid (محرقه) او همدارنگه Escherichia coli د انسانانو په کولمو کي ژوند کوي . په عمومي صورت هغه انزايمونه چي د بکترياو پواسطه ترشح کيږي ټول يي زهري دي او د ناروغيو د منځته راوړلو سبب کيږي. علاوه لدي بکتريا له ځانه زهري مواد هم ترشح کوي چي د Toxin په نوم ياديږي .

« په بکترياو کي نشونما او د خواصو انتقال »[سمول]

د بکترياو نشونما: نشونما د يوه ژوندي جسم د حجرو د شمير د زياتوالي او د جسم د لوئيدو څخه عبارت دي. لاکن تکثرد خپله جسم د زياتوالي څخه عبارت دي چي په مختلفو طريقو صورت نيسي. مونږ دلته د ساده تکثرڅخه چي د بکتريا پدي طريقي سره خپل شمير زياتوي بحث کوو . ساده تکثرSimple fission : په بکترياو کي تکثر په غيرزوجي ډول صورت نيسي پدي معني چي نوموړي حجري پدي کي مونث او مذکر حجري موجودي نه دي او د القاح عمليه صورت نه نيسي. کله چې مورني حجره خپل وروستي غټوالي ته ورسيږي د هغه په عرض کي يو درز منځته راځي او په دوه حجرو ويشل کيږي. دي ډول ويش ته ساده انقسام يا Binary fission او يا د Simple transverse fission په نوم ياديږي. بايد يادونه وکړو چي د انقسام په وخت کي سايتوپلازم او هسته دوه چنده کيږي او هستوي مواد په دوه مساوي برخو ويشل کيږي چي هره برخه يي نوي حجري ته انتقاليږي. نوي حجري د خپلي نهايي غټوالي پوري نمو کوي او کچيري شرايط ورته اماده شي هريويي يوه نوي حجره منځته راوړي. نوي حجري دخپل والدينو سره ورته والي لري. لاندي شکل په يوه بکتريا کي ساده تکثرښئي او دا بکتريا دschizomycetes په نوم ياديږي په بکتريا کي د تکثر چټکوالي ( سرعت ): د بکتريا تکثر په مختلفو جنسونو کي نظرمحيطي شرايطو ته توپيرلري. د تکثر لپاره د محيطي شرايطود برابريدو په وخت کي چي د نيم ساعت څخه موده يي کمه وي پدي معني چي کچيري يو ځانگړي بکتريا د سهار په ( ٩) بجود نسل په توليد شروع وکړي د غرمي په (12) بجو پوري د حجروشميريي (٦٤) او د شپي په (٩) بجو د هماغه ورځي د حجروشمير (١٧) ميليونوته او په (٢٤) ساعتونوکي د بکتريا د حجري شمير تقريباً تر (٢٨٠) بليونو 280٠000٠000٠000 ته به ورسيږي . بايد و وايو چي نوموړي محاسبه تر اوسه نظري شکل لري او په عمل کي ثابته شوي نه ده .

« اميونالوژي Immunology »[سمول]

د اميونالوژي تاريح : اميونالوژي او د هغي علم حقايق تر ډيري مودي پوري د علماو پواسطه پيژندل شوي نه وو. د (16) پيړي په اخره کي د هغه وخت عالمانو پواسطه اميونالوژي مطالعه او ځيني حقايق منځته راغله، هغه عالمانو چي پدي لاره کي ډيرخدمتونه کړيدي مهم شخصيتونه يي پاستور، البرگ ، مچنيکاف او کوخ دي. ډيره موده وروسته د ساري ناروغيو د مجادلي لپاره يي د انسانانو پخواني دښمن دي د معافيت Immunity علم باندي نورو پوهانو رڼا واچوله. ډير هغه مسايل چي زمونږ په اوسني وخت کي د علماو په نزد مهم ښکاري د پخواني عالمانو پواسطه د تيوري په شکل څرگند شوي وه. که څه هم ځيني پخواني نظريات چي په هغه زمانه کي د علماو په نزد کي صحيح ښکاره کيدل. زمونږ په عصر کي داسي نظريات د ځينو حقايقو د څرنگوالي له کبله غير حقيقي ثابت شويدي. د ځيني علمي نظرياتو او پراختيا هغه پخواني غير حقيقي عقيدي ورځ په ورځ له منځه وړي. ځيني پخواني عقيدي چي د انساجو پيوند او د متنوع پروتينونو ساختمان چي اوس معلوم شويدي د حقيقت ميدان ته راغلي نه وه. اوسني اميونالوژي معلوماتونه د بيولوژي عالمان او ټول د طب داکتران، حياتي کيميادانان او د وراثت عالمانو ته ډيرمهم او د استفادي وړگرځيدلي دي. لدي کبله ډير عالمان د اميونالوژي په باره کي څيړل کوي. دا ليکونکي د اميونالوژي هغه موضوعاتو ته په خلص ډول اشاره کوي د طب په لحاظ مهم دي .

« اميونالوژي Immunology »[سمول]

اميونالوژي يوعلم دي چي د حيواناتود وجود مقاومت د ناروغيوپه مقابل کي معلومات ورکوي . « اميونيټي Immunity » يو ډول مقاومت دي چي د بدن د ناروغيوپه مقابل کي لري. اميونيټي پدي لاندي نومونو ويشل شويدي. ١ – طبعي معافيت Natural Immunity : يعني يو انسان يا حيوان طبعي د يو مرض په مقابل کي مقاومت لري. دا معافيتونه په لاندي ډول طبقه بندي کيږي الف – Species Immunity . ب – Race Immunity . ج – Individual Immunity . د – عمر ، ځوان او زوړ. ه - عادت ، جغرافيايي محدوديتونه . ٢ – کسبي معافيت Acquired Immunity : داسي معافيت انسان اويا حيوان په طبعي صورت سره نه لري بلکه د دي په وجود کي د يوه سبب پواسطه معافيت په لاس راغلي دي. دغه معافيت په لاندي ډول طبقه بندي کيږي . الف – اکتيو معافيت Active Immunity : په خپله بدن کي داسي معافيت د خپل انساجو پواسطه منځته راوړي، چي يو انسان د طبعي سلسلي په ذريعه په يوه ناروغي مبتلاء کيږي او بدن يي دهغه په مقابل کي معافيت پيداکوي. فعاله يا اکتيومعافيت بلل کيږي. ب – مصنوعي معافيت Artificial Immunity : په مصنوعي ډول د يو انسان اويا حيوان په وجودکي د لانديني موادو د زرق کولو له کبله منځته راځي – ١ – مړه شوي مايکروارگانيزمونه killed micro organism : واکسين لکه د محرقي واکسين . ٢ – ضعيف شوي ارگانيزم Attenuate organism: د اطفالو د چيچک واکسين. ٣ – توکسايد Toxoid : واکسين د مثال په ډول tetnnus Toxoid واکسين . ٤ – ژوندي ويرولنت ارگانيزم: ځيني وخت ارگانيزم لکه رنجوترافي آتس ويروس د کلوکا په حصه کي د Scarification په طريقه کي د چرگانو واکسين کيږي چي په نتيجه کي چرگانوته د دي ناروغي په مقابل کي معافيت ورکوي. د اکتيو معافيت اوصاف: دا ډول معافيت د بدن پواسطه ورو ورو منځته راځي لاکن تر ډيروخته پوري دوام کوي. داسي معافيت د تداوي لپاره نه استعماليږي بلکه د حفظ ماتقدم (Prophylaxis ) لپاره تطبيقيږي . ٣ – پاسيو اميونيټي Passive Immunity : داسي يو معافيت دي چي د وجود له خوا منځته نه راځي بلکه د يوه بل انسان په بدن کي جوړيږي او وروسته د بل حيوان په بدن کي د معافيت د توليدولوپه مقصد تزريق کيږي. مونږ کولي شو چي دا معافيت په لاندي ډول تصنيف کړو . الف – طبعي پاسيواميونيټيNatural passive Immunity : د انسانانو او د حيواناتو بچي وروسته د زيږيدلو په لومړيو دوو مياشتو کي د ډيرو مرضونو په مقابل کي مقاومت د مور نه کسب کوي. داسي معافيت د ويني پوسيله د پلاسنتا څخه تيريږي او بچي تري استفاده کوي. انسان ، بيزو او ځيني نور حيوانات داسي خواص لري، د غواگانو پلاسنټا ضخيم دي او انتي باډي ورڅخه تيريدلي نشي . لدي کبله د غوا فيتس( Fetus ) څخه په تشو کلچر کي استفاده کيږي. ب – مصنوعي پاسيو اميونيټيArtificial passive Immunity : پدي صورت کي د يو انسان او يا حيوان جوړشوي انتي باډي ( معافيت ) تزريق کيږي. دمثال په ډول دا لاندي شيان ذکر کوو . انتي توکسين Anti toxin : کله چي انسان او يا حيوان قصداً او په طبعي صورت د تيتانوس په ناروغي مبتلا شي. تيتانوس انتي توکسين Anti toxin Tetanus په خپل بدن جوړ وي او د دي حيوان سيروم د تداوي په شکل د يوه ناروغ انسان چي د تيتانوس په مرض مبتلا وي تزريق کيږي . همدارنگه اميون سيرومImmun serum او کانولسنته سيرومConvalescent serum او گاما گلابيولينGama globulin د پاسيو معافيت په ډول د مريضانو په تداوي کي استعماليږي .

د پاسيواميونيټي خواص Passive Immunity properties :[سمول]

١ – فوراً معافيت منځته راځي. ٢ – د معافيت مدت يي کم وي ( د يوه څخه تر دوه هفتو پوري) . ٣ – د تداوي د پاره استعماليږي .

« د طبعي معافيت ځيني تشريحات »[سمول]

١ – طبعي معافيتNatural Immunity : دا يو ډول معافيت دي چي په طبعي ډول د يوحيوان په بدن کي موجود وي دا معافيت په لاندي ډول دي- الف – Species Immunity : دا يو داسي مقاومت دي چي طبعاً په يو قسم حيوان کي موجود وي. دامقاومت په لاندي ډول دي . الف – Species Immunity : دا يو داسي مقاومت دي چي طبعاً په يو قسم حيوان کي موجود وي او په يوه بل ډول حيوان کي وجود نه لري. په انسانانو کي يو مرض ليدل کيږي چي غواگاني پدي مرض نه مبتلا کيږي. يا داچي د دي عمل معکوساً مشاهده کيداي شي . ب – نژادي مقاومت Racial Immunity: پدي وروستيو وختونو کي معلومه شويده هغه انسانان چي د پوستکي رنگ يي غنم رنگ لري نسبت سپين پوستو ته Coccidion Iodomycosis مرض په مقابل کي لس چنده دمبتلاکيدوچانس لري. دا موضوع بايد واضح شي چي د نژادي توپير د مقاومت له نظره ډيرمعلوماتونه خپاره شوي دي چي اکثره يي وروسته د مکملي څيړني څخه په عملي او صحيح توگه نه دي معلوم شوي . پورتني ناروغي که څه هم په معتبرو کتابونو کي چاپ شويدي لاکن حقيقت داسي دي چي تورپوستکي او غنم رنگه انسانان په غربي هيوادونو کي په عمومي ډول هغه کارونه کوي چي د صحي شرايطو سره موافق نه وي، يعني په عمومي توگه سپين پوستکي انسانان شاقه کارونه چي د صحت د پاره مضروي نه کوي که څه هم يو تعداد يي په نسبي صورت نسبت نوروته لږ وي چي د مريضانو په حسابولو سره عملي نه ښکاري. ځيني انفرادي اشخاص چي په خپلو سروکروياتو کي Glucose 6 – phosphate dehydrogenase نه لري چي د دغو موادو نشتوالي د P. Falciparm په مقابل کي مقاومت ورکړي. ج – انفرادي توپيرIndividual difrenclos: ځيني انسانان په يوه نژادي مرض په مقابل کي مقاومت لري. لاکن يو شمير يي په همدي نژاد کي داسي خواص نه ښکاره کوي. ډير ځوان يا ډير زاړه خلک په زياتو ناروغيو مبتلا کيږي همدارنگه ډير ځوانان د ويروسي ناروغيوپه مقابل کي لږ مقاومت لري. چي په بل حالت کي زاړه وگړي د ويروسي امراضوپه مقابل کي په نسبي ډول مقاومت لري. لاکن د رکتسيايي امراضو په مقابل کي ډير حساس دي. حال داچي ځوانان د رکتسيايي امراضو په مقابل کي په نسبي ډول سره د زاړه اشخاصو په نسبت ډير مقاومت لري. هغو کسانو چي عمر يي د 5 – 15 پوري وي نسبت نورو ته د توبرکلوز په مقابل کي ډير مقاومت لري. همدارنگه نجوني پخوا د بلوغ څخه په Gonococcal Vaginaless نسبت بالغو نجونو ته ډير مبتلا کيږي چي پدي موضوع کي د Estrogen موجوديت د مقاومت په هکله ډير اهميت لري.

٢ – غيرخصوصي عوامل Nonspecific factor: الف – ځيني چاق سړي د يوه ډنگرسړي په نسبت ژر ناروغه کيداي شي. ب – عادت: د فريکتوزTrichimosis ناروغي په خنزير کي پيدا کيږي . مسلمانان چي د خنزير غوښه نه خوري د تريکينوسزپه ناروغي نه مبتلا کيږي. ج – جغرافيايي محدود: ځيني ناروغي په يوشميرخاصوهيوادونوکي وجودلري چي دلته yellow fever او د حماې لکه دار Typhus مرض د مثال په ډول تري يادونه کوو.

٣ – د ارگانيزمونو په مقابل کي د وجود مدافعي : الف – څنگه چي پوستکي د بدن په خارجي برخه کي موقعيت لري نو د مکروبونو د داخليدو مخنيوي کوي، په پوستکي کي دHorny layer چي په ابي درجي کي ځاي لري داسي خواص لري چي تيزاب پدي برخه کي لږ تاثيرلري. همدارنگه د مکربونو د داخليدو څخه پدي طبقه کي مخنيوي کيږي. ب – Mucus membrane: پدي ابي تيلوم نسج کي د مکروبونو د داخليدو څخه مخنيوي کيږي. کوم وخت چي مکروبونه پدي طبقه کي تماس پيدا کړي د ميوکس په لرلوسره مکروبونه چاپيره اوبيا Cillary)) ياperistalsis په عمل سره د بدن څخه خارجيږي . ج – Conjunctiva: د بدن د سلولونو پواسطه يوډول مواد ترشح کيږي چي د مکروب د خپريدني څخه مخنيوي کوي لکه څرنگه چي د سترگوپه اوښکوکي يو ډول انزايم د لايسوزايم lysozome په نامه وجود لري چي دBacteriocidal خواص لري. او نه پريږدي چي په سترگو کي د بکترياو شميرزيات شي . د – معده او امعا : د معدي او همدارنگه کولمو کي ځيني انزايمونه شته دي چي د بکترياو د تکثر څخه مخنيوي کوي. يعني د ارگانيزمونو د ژوندانه لپاره مساعد ځاي نه دي په پوستکي کي د بدن څخه ځينيacid longchainfatty لکه oleic acid پيدا کيږي چي مکروبونوته د ژوندانه شرايط نا مساعده گرځوي . د خولي Streptococcus بيټاهيمولتيکو نه دي او هايدروجن پراکسايد منځته راوړي چي دا مواد د Diptheria او meningococcus ارگانيزمونو ته وژونکي Lethal دي. يو ارگانيزم چي Lacto bacillus acidophilus په نوم ياديږي. Glycogen ته په Vagina کي تخمر ورکوي او په تيزاب يي بدلوي. د تيزابو دا تشکيليدل د ډيرو ارگانيزمونو د موجوديت مخه نيسي . Commensal ارگانيزمونه په Vagina او کولموکي له منځه ځي چي وروسته د ډيرو ارگانيزمونو لکه Streptococcus او Staphylococcus Camdida albica لپاره زمينه برابروي چي ناروغي منځته راوړي. د انسان او د غوا په شيدو کي يوډول مواد ( Actinin ) په نامه وجود لري چي د Neonatal د ستوني انفکشن مخه نيسي. همدارنگه Lactenin په اختصاصي ډول سره د strep , pyogen ارگانيزمونوبانديBacteriocidal خواص لري.

٤ – د بدن داخلي مدافعي : الف – غير خصوصي مدافعه . التهاب ؛پړسوب؛Inflammation)) يوډول مدافعه ده چي بدن د ارگانيزمونو په مقابل کي غوره کوي او غيرخصوصي مدافعه بلل کيږي. په زخمي شوي حجراتوکي ارگانيزمونه تکثرکوي. د همدغه ځاي Capillary Artericles پراخه کيږي. پدي حالت کي غير طبعي مايع په Intercellular کي جمع کيږي چي وروسته د فبرين Fibrin سره د لمف Chanal تړل کيږي. پدي صورت کي د بدن د مکروبونو د پراختيا مخه نيسي . پورتني عمل ته Edema وايي او Edema سبب دځيني اوږده زنځيري شحمي اسيدونو ( (longcham fatty Acidد توليديدو څخه منځته راځي. کله چي Anti Inflammatory دواگاني استعمال شي د داډول شحمي اسيدونوتوليد کولو مخه نيسي . ځيني ارگانيزمونه لکهStaphylococcus وجود لري چي خپل انزايم پواسطه د Inflammatory دفاعي حالت تخريب کولي شي. تبه Fever : امکان لري چي تبه د بدن دفاعي سيستم وي. ځيني پوهان وايي چي د بدن دفاع لپاره تبه کوم اهميت نه لري. لاکن داسي عقيده موجوده ده چي د بدن د دفاع لپاره اهميت لري. په عمومي ډول سره په بدن کي د دوه ډوله موادو څخه تبه منځته راځي. د pyrogenic مواد د دفاع Thermo regulator تبه کوي چي د بدن حرارت توليدکړي اوتبه پيدا کوي.

داخلي مدافعي په لاندي ډول دي – ==== د بدن د داخلي مدافعيتونو څخه لومړني مدافع پوستکي دي چي بدن ته د اجنبي يا بيگانه مکروبونو د داخليدو څخه مخنيوي کوي او نه پريږدي چي ناروغي منځته راوړي. د دي څخه وروسته د بدن داخلي برخه کي هم يو شمير د بدن مدافعين شته چي خارجي مکروبونو ته د ننوتو مخ نيسي. لکه ځگر د زهري موادو يواسطه مکروبونه له منځه وړي. په دوهمه مرحله کي د بدن حرارت درجه ( 37 c ) يعني د حرارت درجه هم يوډول مدافعه ده چي ځيني بکترياوي پدي حرارت درجه کي له منځه ځي. او وروپسي وينه (Blood) ده چي هلته سپين کرويات Leukocyte دي چي د اجنبي موادو يا مکروبونو په مقابل کي مقاومت کوي او هغه فيگوسايت بلع Phagocyte کوي. او د مکروبونود خپريدني مخه نيسي. کچيري د مکروب قوه زياته وي او د بدن مدافعين د دفاع څخه عاجز پاتي شول نو په فعاليت پيل کوي او اړونده ناروغي منځته راوړي. « مهم دفاعي سيستم » پدي قسم مدافعه کي اختصاصي انساج رابطه لري او ډيرخصوصي (Specific ) دي چي په عمومي صورت سره په دوه ډوله دي اول ډول: د سلولو پواسطه مکروب بلع ( Phagocytosis ) کيږي چي د مثال په توگه د رتيکولو اندوتيليل سيستم Reticulo Endothelil ذکر کولي شو. دا حجرات په طحال ( توري )، د هډوکو په مغزLyphoid Tissue ، ځگر، سږي او په نورو ځايونو کي وجود لري چي ارگانيزمونه بلع کوي او بدن د هغوي د ضرر څخه ساتي . رتيکولو اندوتيليل يوډول غيرمتحرک او په يوه مخصوصه برخه کي ځاي په ځاي شويدي چي د ويني اوLymph مکروبونه له منځه وړي. يو ډول بلع کوونکي حجرات چي پدي سيستم کي شامل دي د رگونو په داخلي طبقه کي ځاي په ځاي شويدي چي مکروبونه د ويني د جريان سره پدي حجراتو کي په تماس راځي او د دغو حجرو پواسطه بلع کيږي چي يوډول يي Kupfeer cell په نوم ياديږي. دا ډول حجرات په Liver sinus کي ډيرليدل کيږي. همدارنگه نوري حجري چي د Histocytes يا Macro phage نومونه لري دبلع کولووظيفه سرته رسوي. د ويني سپين کرويات چي د بلع کولو خواص لري او Reticulo Endothelil حجرو په ډله کي شامل نه دي. په عمومي صورت سره هغه حجري چي د هډوکو په مغزکي Bone Marrow ، لمف نود (Lymph node) ، يوشميرنوري حجري چي د ځگراو طحال په Sinusoid کي واقع شويدي. د Marophage حجرو سره يوځاي په مجموعي د Reticulo Endothelil سيستم په نوم ياديږي. دا حجرات ټول هغه مواد دي چي د Colloid په شکل په وينه کي وي بلع کوي. او همدارنگه ټول پارچه شوي سره او سپين کرويات د ويني څخه له منځه وړي. دوهم ډول: د ويني دفاعي سيسيتم دي چي د ويني Leucocytes مکروبونه بلع کوي سربيره د ويني سيروم Gama Globulin وجود لري چي توکسين او انتيجن خنثي کولي شي.

« انتيجن Antigen »[سمول]

هرشي چي د انسان او يا حيوان په بدن کي د انتي باډي د جوړولو تنبه سبب شي او بيا دا مواد د خپل هومولاگس Homo logous انتي باډي سره پداسي طريقه يو ځاي شي چي د سترگو پواسطه وليدل شي انتيجن بلل کيږي. د انتيجن خواص: ١ – په عمومي صورت سره انتيجن د پروتين څخه جوړشويدي، کله کله کاربوهايدريت د انتيجن په مثال خواص لري ، اما کله چي کاربوهايدريت د نورو شيانو سره يوځاي شي د مکمل انتيجن خواص پيدا کوي . ٢ – حيواني پروتين د خپل خاوند په بدل کي د انتي باډي سبب نه گرځي. ٣ – د انتيجن او انتي باډي ( Antigen and antibody ) عکس العمل ډير خصوصي دي. پدي صورت کي هريو انتيجن د خپل هومولاگس انتي باډي سره يوځاي کيږي او د بل انتي باډي سره نه يوځاي کيږي. ځيني وختونه انتيجن او انتي باډي عکس العمل د دي قانون څخه بل خواص غوره کوي چي انتيجن د غير هومولاگس انتي باډي سره عکس العمل ښئيي چي دي پيښي ته Cross Reaction ويل کيږي. د مثال په ډول د نمونياټايپ Pneumonia type انتي باډي د گروپ RBC.A سره او د Beta Hemolytic strepto coccus انتي باډي د خپل بدن حجرو سره په Rheumatic Fever کي عکس العمل ښيئي ٤ – مخلوط انتيجنونه Mixed Antigen : د راز راز انتي باډي توليدولو سبب گرځي. ځيني انتيجن په مخلوط انتيجنونو کي د انتي باډي د توليد سبب کيږي. په استثنايي توگه مختلف انتيجنونه لکه DPT واکسين چي يوځاي او په يو وخت کي زرق شي بدن د ټولو انتيجنونو په مقابل کي مقاومت پيدا کوي. ځيني مخلوط انتيجنونه هيڅ انتي باډي توليدول نه تحريک کوي چي ممکن په ټول مخلوط انتيجنونو صرف يويي د انتي باډي د توليدولو خواص غوره کوي .

د انتيجن خصوصيت Specifity of AG:[سمول]

انتيجن په ډير خاص صورت سره خپله انتي باډي اويا داچي ډير نږدي همنوعه سره يوځاي عکس العمل ښئيي. اکثره انتيجن په خپل Species کي خاص وي او ځيني يي د Species په منځ کي حتي د هرعضوي ( Organ ) انتي باډي سره د انتيجن په ډول عکس العمل ښئيي يعني د کليه پروتين د سږي پروتين څخه د د سيرالوجي پواسطه بيليداي شي . دانسان پروتين دنورو حيواناتو(په استثناديوقسم بيزو) څخه په اساني سره فرق اودتميزوړدي. دانتيجن خصوصيت دانتيجن کيمياوې ساختمان سره رابطه لري. که چيري يوانتيجن دسيرالوجې په لحا ‌‌‌ظ دبل نږدې انتيجن سره فرق و لرې معلوميږې چي ددوې کيمياوې ترکيب سره توپيرلرې.

« د وينې گروپونه او Iso antigen »[سمول]

Iso antigen : په عادي صورت سره انتيجن هغه موادو ته ويل کيږي چي په بدن کي اجنبي يعني د خپل Species څخه جلا د بل حيوان په عضويت کي د انتي باډي تشکيل کولو سبب گرځي . په ځينو وختونو کي د يو انسان پروتين په بل انسان کي د انتيجن خواص غوره کوي چي دي قسم انتيجن ته Iso antigen ويل کيږي. د مثال په ډول دلته د ويني گروپونو څخه يادونه کوو. د ويني په Erythrocyte کي دوه ډوله انتيجن وجود لري چي مخلوط په حال کي څلور ډوله گروپونه جوړ وي يعني O – A – B AB د ويني په سيروم کي دهغه انتيجن په مقابل کي انتي باډي لري چي همغه وينه پکي وجود نه لري. د دي لپاره چي د ويني انتقال د يو انسان څخه بل انسان ته کومه حادثه پيښه نه کړي. لازم دي چي وينه په غور سره معاينه او لازمي گروپ سره د ويني ورکولو عمليه اجرا شي د انسانانو وينه په لاندي ډول په گروپو ويشل شويدي. Antibody in plasma Antigen in RBC Blood Groups ab …… O b A A a B B …… ab AB

ځيني خلک د A انتيجن په ځاي يو بل انتيجن په خپل RBC کي لري چه هغه ته Ag ويل کيږي او خپله A د AI په نوم ياديږي لدي کبله د ويني گروپونه د څلور په شپږو گروپونو ويشل شويدي. د هغو گروپونو نومونه د BAI – BA2 – AI – O او A2 B2 څخه عبارت دي O ab Ab Ba

AB

کچيري د ويني مخالف گروپ د انسان په بدن کي داخل شي د انتيجن او انتي باډي د يوځاي کيدو پواسطه د ويني عادي جريان مانع کوي او د مرگ سبب کيږي علاوه لدي په وينه کي يوبل ډول مواد هم پيدا کيږي چي د بدن د انتي باډي جوړولوته تحريکوي . کله چي د Rh مثبت سړي وينه د Rh منفي سړي ته ورکړله شي د Rh مثبت په مقابل کي د Rh منفي سړي وجود انتي باډي جوړوي. د Rh مثبت انتيجن : Rh انتيجن په نوم ياديږي. په وينه ورکولو کي د Tran fusion حادثه هغه وخت پيدا کيږي چي Rh منفي مريض پخوا د Rh مثبت وينه اخيستي وي او بيا دوباره Rh مثبت واخلي . د نيويارک % 85 خلک Rh دي. همدارنگه Rh منفي حامله ښځه چي Fetus يي Rh مثبت وي د ښځي وجود د Rh مثبت په مقابل کي انتي باډي جوړوي چي پدي وخت کي دا لاندي واقعات منځته راځي . ١ – Erythro plastosis : يو ډول ناروغي ده چي د تل لپاره هسته لرونکي سره کرويات پدي ناروغي کي موجود وي. ٢ – د جنين سقط . ٣ – مړ بچي زيږول Stil birth . ٤ – نوي زيږيدلي بچي د زيړي سره مبتلا کيږي. ٥ – ځيني نور غير عادي نقايص په اولاد کي يا Congena Talabnoramalities منځته راوړي. Auto Antigen: کله چي يو مواد د خپل خاوند په وجود کي د انتي باډي د توليدولو سبب شي دا ډول موادو ته Auto Antigen ويل کيږي. د مثال په ډول د سترگي د عدسي پروتين سيروم اود ماغزو پروتين څخه يادونه کوو. هيپتين Hapten : يو نا مکمل انتيجن دي چي يواځي د انتي باډي د توليدولو سبب نه کيږي او کچيري د يو بل پروتين سره يوځاي شي يو مکمل انتيجن منځته راوړي. هيپتين د کاربوهايدريت کيمياوي موادو د ذراتو څخه جوړ شويدي. په عادي حالت کي چي هيپتين په بدن کي داخل شي د بدن د پروتين سره يوځاي کيږي او يو مکمل انتيجن جوړوي . هيپتين + پروتين هيپتين پروتين کمپلکس دانتي باډي دتوليدولو سبب گرځي. « انتي باډي Antibody » يو تغير ورکړل شوي گابيولين دي چي د انتيجن د تحريک کولو پواسطه د حيوان په بدن کي جوړ شويدي او د انتي باډي خواص لري. دا انتي باډي خپل هومولاگس انتيجن سره د ليدلو وړ عکس العمل ښئيي. ممکن انتي باډي د سيروم 10 – 20 فيصده پوري تشکيل کړي. د انتي باډي اوصاف : ١ – انتي باډي د ويني د پروتين څخه جوړ شوي وي او په عادي ډول سره د Gama Globulin او Blobulin څخه جوړ شويدي. لاکن په لږ مقدار يي په الفا گلابيولين کي شامل دي . ٢ – د پلازما په حجره کي جوړيږي . ٣ – انتي باډي خپل هيمولاگس انتيجن سره سيرالوجيکي عکس العمل ښئيي. ٤ – د انتي باډي Half life ( نيمايي عمر ) د هغوتايپونو له نظره يود بل سره فرق لري. د مثال په د IgG امينوگلابيولين نيمايي عمر( ٢٣)ورځي د Igm پنځه ورځي د IgA او IgD ( ٣ ) او د IgE ( 2.0 ( ورځي دي. ٥ – يو مخصوص امينو گلوبين د توليد کولو قدرت په بدن کي د وجود د ارثي خواصو پوري اړه لري. يعني ځيني حيوان يا انسان يو مخصوص امينوگلابيولين جوړولي شي او بل يي دارنگه پروتين جوړولي نه شي. دا خواص د معافيت ورکولو قدرت تعينوي. د انتي باډي هيتروجينس : پدي وروستيو وختونو کي معلومه شويده چي ټولي انتي باډي گاني ترکيب د مختلفو انتيجنونو په مقابل کي يو شان خواص نه لري. د انتي باډي پروتينونه په عمومي ډول د کيمياوي ترکيب په لحاظ سره ډيرنژدي دي.

« د انتي باډي د توليد کولو څرنگوالي »[سمول]

ډيرو علماو په وروستيو کلونو کي د انتي باډي د توليدولو څرنگوالي په باره کي مطالعي کړيدي. لاکن تر اوسه پوري يوه ځانگړي تيوري وجور نه لري چي ټولو پوښتنو ته ځواب و وايي. دلته يو شمير معتبرو تيوري گانو څخه يادونه کوو: يو ماليکول فعال انتيجن په کافي اندازه انتي باډي منځته راوړي ( 600 ) بکترياگان اگلو تنيست کوي. په لنډه توگه بايد و وايوچي دا لاندي تيوري گاني تراوسه پوري معتبرگڼل شويدي. ١ – د تمثيليت تيوري :Tamplate دا تيوري وايي چي په وينه کي هميشه انتيجن موجود وي چي انتي باډي بايد منځته راشي. يعني وجود د انتيجن له مخي انتي باډي حوړ وي. پدي تيوري کي انتيجن د خښتو قالب په شان د انتي باډي په جوړولو کي مرسته کوي . ٢ – د انزايم تيوري Enzyme theory : پدي تيوري کي داسي نظريه ورکړل شويده چي د انزايم پواسطه پيپتايد ( Peptide ) په انتي باډي بدليږي ٣ – د طبعي انتي باډي موجوديت : په طبعي توگه انتي باډي په Reticulo Endothelial system کي وجود لري او د انتيجن د داخليدو څخه وروسته په بدن کي د مطلوبه انتي باډي جوړول زياتيږي. ٤ – Colonal selection theory : يو ډول مخصوص حجرات دي چي د وجود د پروتين څخه په انتخابي ډول د ټولو انتيجنونو په مقابل کي انتي باډي جوړوي. د انتيجن موجوديت په وجود کي هغه حجرات چي دا ډول انتي باډي جوړوي د تکثر په صورت کي زياتوي او په نتيجه کي د مطلوبه انتي باډي توليد هم زيا تيږي . د انتي باډي د توليدولو ځاي Site of Antibody formation : اخرني نظريات پدي باره کي دا دي چي انتيجن Reticulo endothelial حجراتو پواسطه نيول کيږي. او د پلازما حجري او نورو Lymphoid tissues کي انتي باډي جوړ وي . اوس system Reticulo endothelial نوم په Mono Nucleal phagocyte system بدل شويدي. دا نوم ټولو هغو حجراتو ته ورکړل شويدي چي خارجي او غير مطلوب شيان په وينه او په بدن کي بلع کوي او د Mono. Nuc. System په نوم ياديږي . پدي نوي نوم کي ټول حجرات لکه Free او Fixed مکروفاج Lymphoid tissue او Sinus پکي شامل دي .

« د انتي باډي د توليد موده »[سمول]

د انتيجن د زرق کولو وروسته دوه او يا دري ورځي نيسي چي د انتي باډي موجوديت اندازه شي. لاکن ځيني انتيجن وجود لري چي د ډيرو ورځو پوري د هغه انتي باډي موجوديت اندازه کيداي نه شي . ټول انتيجنونه يو ډول خواص نه لري. انتي باډي وروسته د انتيجن د زرق کولو څخه د ( 1 – 10 ) هفتو کي خپل اعظمي مقدار ښئيي .

« د انتي باډي طبقه بندي »[سمول]

انتي باډي ډير ډولونه لري. علماء نظريه څرگند وي چي ټولو مختلف انتي باډي د معافيت د پاره مؤثره برخه نه لري. اکثره انتي باډي معافيت منځته نه راوړي. ټولي انتي باډي گاني په لاندي ډول طبقه بندي شويدي. ١ – انتي توکسين Anti Toxin . ٢ – اگلوتينين Aglutinin . ٣ – پرتيپين Pereitipin . ٤ – لايسين Lysin . ٥ – اپسونين Opsonin . ٦ – نيوتراليزيشن Neutralization . ٧ – بلاکين انتي باډي Blokin Anti body . ٧ – Complement fixing Anti body .

« د انتي باډي دندي » ١ – Phagocytosis : د پاره کومک کوي لاکن Salmonela , Brucela organism ، Tubercle ارگانيزمونه پکي په استثنايي ډول وده کوي او د فايگوسايتوزس څخه ځان ساتي . ٢ – د ناروغي خپريدو مخه نيسي . ٣ – مايکرو ارگانيزم Lyse کوي . ٤ – د ناروغيو په تشخيص کي د سيرالوجي علومو سره مرسته کوي .


« رکتسيا Rickttsiae »[سمول]

کشف : Howard Eylor Rickttsiae په 1909 ع کال کي لومړني سړي وو چي دا کوچني مايکروسکوپي ژوندي اجسام يي د يوه ناروغ سړي په وينه کي وليده. څرنگه چي دا کوچني موجوديت لکه بکترياو په شان معلوميدل لاکن هغوي په يوه مصنوعي محيط کي (څرنگه چي بکتريايي زرع کړل) کومه نتيجه يي ورنه کړله . Rickttsiae او Wildet په 1910 ع کال کي د يوه ناروغ په وينه کي چي همايي لکه دار په ناروغي اخته وه او همدارنگه د هغه سپږي چي د نوموړي ناروغ ويني څخه يي تغذيه کړي وه د دوهم ځل لپاره يا نوموړي کوچني اجسام يي وليدل. د دريم ځل لپاره نوموړي اجسام دProwazek پواسطه پداسي حال کي چي د همايي لکه دار په باره کي مطالعي او څيړني کولي په 1912 ع کال کي په سايبريا کي وليدل شو او د نوموړي عالم پواسطه هم تائيد شو . په 1916 ع کال کي يو شمير نورو څيړونکو لکه De Rocha – Lima په احترام Rickttsiae او Prowazek دا کوچني ذره بيني اجسام يي د Rickttsiae Prowazekii په نامه ياد کړل . بايد دا ښه روښانه کړي شي چي نوموړي دوه عالمانو يعني Rickttsiae او Prowazek دواړو د دغو اجسامو په باره کي مطالعي او څيړني کولي چي د همايي لکه دار د ناروغي پوسيله يي خپل ژوند له لاسه وړکړل. لاندي شکلونه په ترتيب سره رکتسيا پرواز کي په حجرو باندي د تهاجم په وخت کي ښئيي. پدي شکل کي Rickttsiae Prowazekii د همايي لکه دارعامل دي. په حجره کي د حجري دسايتوپلازم په بخه کي حمله کوي. په چپ خواشکل کي Rickettsia rickettsii چي د Spotsled Fever عامل دي دحجري په داخل کي حمله کوي ليدل کيږي.

« د رکتسيا طبعيت »[سمول]

دا اجسام د بکترياو څخه کوچني دي او د نورو مايکروسکوپ پواسطه نه ليدل کيږي. دوي د حيواني حجرو په دننه کي نشونما کوي او په عمومي ډول د حجر په دننه کي Obligat پرازيتونو په نامه ياديږي. په لابراتوارکي په مصنوعي محيط کي ( شيدي- اگر- اگر او نور) نه زرع کيږي. د دغو اجسامود کرني محيط ژوندي حيواني انساج دي. کولي شو چي دا ژوندي اجسام په حيواني حجرو او يا د چرگانو په القاح شوي هگي کي ( د چرگانو القاح شوي هگي ) ښه زرع کيږي. معلوميږي دوي د حجرو دننه کي ښه وده کوي او لابراتواري عملياتونه اماده کيږي. د رکتسيا ښه عاملين ارتروپودا ( سپږي- کيک- کنه او نور ) دي چي د نوموړي حشراتو د چيچلو پواسطه د انسانانو او د نورو حيواناتو په دننه کي داخليږي. دا کوچني ذره بيني اجسام د 0.5 – 0.2 ميلي مايکرون قطر او د 1 – 0.3 مايکرون پوري اوږدوالي لري.

« ساختمان او ميتابوليزم »[سمول]

د کوچني جسامت او کرني مشکلاتو له امله يو شمير ستونځي موجودي دي چي اوس هم د ميتابوليزم د حقيقي جوړښت په هکله يو شمير ستونځي شته دي او کافي معلومات په لاس نه لرو. په عمومي توگه دا اجسام معين شکل نه لري لاکن ځيني يي لرونکي يي ميله کره وي شکله وي کپسول او قمچين پکي تر اوسه نه دي ليدل شوي. حجري يي لکه د بکترياو حجرو په شان په ښه ډول نه رنگ کيږي د دوي رنگولو لپاره Giemsa , macchiaia villos او نور استعماليږي . دا ژوندي موجودات د پايرويک اسيد د اکسيديشن سبب کيږي. د Sulfonmids د استعمال په صورت کي نشونما يا وده يي د دي په عوض کي چي بطي شي چټکه کيږي. نو ويلي شو چي د Sulfonmids د استعمالول گټور دي او تعداد يي زياتيږي. او له بلي خوا څخه د Para – amino benzoic acid استعمالولو سره د هغوي د رنگ د توقف کولو سبب کيږي او د Tetracyclin د استعمالول په دوي تاثير کوي او د هغوي د انزايمي فعاليتونه دره وي. Bacteriaell * د بکتريا معني لري او Phage خوړونکي ته وايي.

« پــلــيــورونــمـــونــيــا ډولــه اجــســـام »[سمول]

دا اجسام د Roux او د No Card فرانسوي پوهـانو پواسطه په 1898 ع کال کي کشف شويدي. نوموړي اجسام په مواشي کي د سينه بغل ناروغي منځته راوړي. لومړي داسي خيال کيده چي دا ويروس دي ځکه چي د فلتر څخه تيريږي او په بکترياو باندي حمله کوي. له بلي خوا څخه دا اجسام په مصنوعي محيط کي زرع کولو وړدي. نو پس دوي ويروسونه نه دي بلکه يو شمير نور اجسام دي چي د Pleuropneumonia په نوم ياديږي . او مخفف يي Pplo ) ) دي. دا موجودات وروسته انسانانو ته هم تيريږي او ناروغي د منځته راوړلو سبب کيږي. په عمومي ډول دا اجسام د انسانانو په غاښونو کي پيدا کيږي. او علاوه پردي د ښځو او نرانو په تناسلي جهاز کي هم ليدل کيږي . چي د دي جهاز د تخريش سبب گرځي.

« مــــورفـــولــــوجـــــي Morphology »[سمول]

دا اجسام مختلف شکلونه لري او د توالد سيستم کي پيچلي دي. تجربو ښودلي ده چي دوي دا دايري په شکل راځي او د دوي څخه نور اجسام خارجيږي. دا نوي اجسام لرونکي د ميله اي- حلقه اي- فنري- رشته اي او د دانو په شان دي او د شکل تغيريي د محيط پوري اړه لري چي جسم په هغه کي کرل کيږي. په عمومي توگه په جامد محيط کي کرل يي د Cocci کوکسي په شکلونه ليدل کيږي.د دغو اجساموحجروي پوښ ډيرپوست وي اود حجري داخل لخوا څخه يوه ارتجاعي نازکه طبقه لري چي يوه نيمه قابل نفسوذ غشاء جوړوي. حجري يي د anailine رنگ پواسيله ښه نه رنگيږي لاکن د Giemsasetain پواسطه ښه رنگيږي. د حجرو غټوالي يي د 125 او د 150 ملي مايکرون په منځ کي دي.

« مــيــتـــابــولــيــزم Metabolism »[سمول]

څرنگه چي Pplo لرونکي د ډير کوچني جسامت دي. کوم کيمياوي مواد او انزايمونه په عمومي ډول د هغوي په لويو اجسامو او مکروبونو کي موجود وي. په دغو اجسامو کي هم موجود دي. پس ويلي شو چي دوي لکه د نورو ژونديو اجسامو په شان لرونکي د مستقل ميتابوليزم دي. علاوه لدي په خپله حجره کي DNA او RNA دواړه لري. د تيتراسيکلين- کلورامفنيکول او د نورو انتي بيوتيک ( anti biotic ) په وړاندي حساسيت لري. لاکن د پنسلين- ايروتيرومايسين Erythromycine او Bactracine په مقابل کي مقاومت له ځانه ښئيي .

« حــــقــيــقــــي فـــنـــجـــيـــــــان Eumycota »[سمول]

فنجيان د بکترياو په شان د نباتاتو په عالم کي طبقه بندي شويدي. د عالي نباتاتو څخه د انتقالي انساجو او د کلوروفيل د نه لرلو له امله توپير لري. څرنگه چي دوي کلوروفيل نه لري. نو خپله غذا جوړولي هم نه شي. له بلي خوا نسبت بکترياو ته لوي دي او پيچلي جوړښت لري. حقيقي فنجيان عبارت دي له گلسنگونه ، مرخړي ، پوپنکونه او خميرمايه يا yeast څخه. څرنگه چي اکثره پوپنکونه او خميرمايه د ډول ډول ناروغيو د منځته راوړلو سبب کيږي. نولدي امله د څيړني لاندي نيسو. د فنجيانو ناروغي گاني د Myceses او د هغوي څيړنه د Medicalmycology په نوم ياديږي. فنجيان د اقتصاد له نظره د هر هيواد لپاره خاص اهميت لري او په هر کال کي يو زيات مقدار لرگي ، پنبه ، کتان او نور د حملي لاندي نيسي او دهيواد اقتصاد ته لوي تاوانونه اړوي .

« پــــوپـــنـــکــــونــــه Molds »[سمول]

پوپنکونه د اوږدو رشتو څخه جوړشويدي. او حجري يي په دواړو خواو کي سره نښتي دي. رشتي د Hyphae په نوم ياديږي. د پوپنکونو زياتي حجري په هايفا کي لرونکي د متقاطع ديوالونو دي چي هر هايفا په مختلفو حجرو يي ويشي او هره حجره لرونکي د هستي دي. په پوپنکونو کي د حجري دا ډول ترتيب د سپټيټ هايفا Septate hyphae په نوم ياديږي. د فنجيانو په يوه ټولگي کي هستي نه لري او د يوي حجري په شان څرگنديږي چي لرونکي د يو زيات شمير هستودي. دا ډول جوړښتونه د Coenouytic hyphae په نوم ياديږي. کومي حجري چي هايفا جوړوي غټوالي تشکيلوي په مختلفو پوپنکونو کي توپير لري چي د هغوي د ټولو څخه لوي يي د ( 10 – 20 ) مايکرون پوري قطر لري. د هغوي تر ټولو کوچني يي يو مايکرون قطر لري. د رشتو اوږدوالي يي هم سره توپير لري. او د هغه محيط پوري اړه لري کوم چي يي نمو کړي وي. هايفا ډيرماتيدونکي دي او د کوچنيو رشتو سره د تماس په صورت کي هايفا ټوټه ټوټه کيږي. د هايفا رشتو مجموعي ته Mycelium ويل کيږي. چي د مايکروسکوپ د ليدلو څخه به غير هم ليدل کيږي. Mycelium د پنبي د يوي ټوټي په شان او يا د وريځي څاڅکي په شان ليدل کيږي. پوپنکونه مختلف رنگونه لکه سپين- تور- ژيړ- آبي- شين او نور دي چي د پوډر يا د گرد په شکل ليدل کيږي. دا نباتات په عمومي ډول په وچو ډوډۍ ، ميوو او په نورو شيانو کي څرگنديږي. د خپلي نمو لپاره د اکسيجن لندبل ، عضوي موادو او تياره ته اړتيا لري. څرنگه چي ځيني پوپنکونه د کوټي د حرارت په درجه ( 22c ) کي وده کوي لاکن يو زيات شمير يي د نوموړي درجي په کمه اندازي سره وده کوي. په عمومي صورت سره تود او مرطوب محيط د پوپنکونو نشونما لپاره چټکوالي بښي نو همدا علت دي چي پوپنکونه نسبتاً په تياره او مرطوب محيط کي او يا په اوړي کي په ډوډۍ ، ميوو او په بوټانو کي په ازاده هوا کي ښه څرگنديږي. پوپنکونه په هغو محيطونو کي چي زيات مقدار قندونه او کاربوهايدريتونه موجود وي وده کوي او په نسبتاً تيزابي محيط کي هم وده کوي. د دي په خلاف بکتريا په تيزابي محيط کي نمو نه شي کولي. همدا علت دي چي پوپنکونه په څپليو ، مربا او په ترشي شيانو باندي ښه وده کوي. کوم فنجيان چي زوجي او غير زوجي دواړه ډوله تکثر لري د مکمل فنجي يا Perfect Fungi په نوم ياديږي. پدي گروپ کي Ascomycetes , Phycomycetes او Basidiomycetes شامل دي .

« زوجـــي تـــکـــثــر پــواســطـه د ســــپــور تــشــکـيـــل » د Phycomycetes مهم انواع عبارت دي له Mucor او د Rhizopus څخه.د دغو پوپنکونو سپورد Zygospore په نوم ياديږي. او زوجي دي چي د عين نبات دوه مشابه يا د مختلفو رشتو د نږدي کيدو پواسطه صورت نيسي. د Ascomycetes ټولگي د aspergillus او د penicillin له امله ډير اهميت لري. زوجي سپورونه تشکيلوي چي د ascospore په نوم ياديږي. او د ascus په يوه کڅوړه کي تشکيليږي.

Fungi Imperfecti :[سمول]

پدي لوي گروپ کي ټول مضر فنجيان شامل دي. دا فنجي غيرزوجي تکثر لري چي د غيرزوجي سپورونو پواسطه توليديږي. دا فنجيان د Imperfect fungi يا د نامکمل فنجيانو او کله د hyphae mycetes په نوم ياديږي.

« د پـــوپــنـکــونــو مـخــتــلــف ډولـــونـــه » پدي ډله کي آبي پوپنکونه او د ميوو پوپنکونه شامل دي چي مونږ د ډوډۍ پوپنک د نماينده په ډول مطالعه کوو. د ډوډۍ پــوپـــنـــک: دا پوپنک د تور، شين رنگونو سره د ډوډۍ او د نورو غذايي موادو د پاسه ليدل کيږي او د مهمو پوپنکونو څخه دي. دا پوپنکونه د سپورونو د جوانه وهلو څخه وروسته منشعبي هايفي تشکيلوي چي د هغوي څخه ساقه لرونکي سپورنجيا وده کوي. دا پوپنکونه غيرزوجي سپورونه لري او سپورنجيا يي په ډله ايزه توگه د يوه مشخص او معلوم هايفا له پاسه څرگنديږي چي د Sporangiophore په نوم ياديږي. يو گروپ سپورنجيا د يوشمير لنډو او ريشه ډوله هايفي پواسطه اوبه او غذايي مواد جذبوي ليدل کيږي. شکلونه يي په بله صفحه کي وگوري.

Columella Sporangium Rhizopus


Sporangiophore Stolon A


B C


A – structue associoted with asexual reproduction by spores B – Portion of hyphae . C – Spore germination . کله چي پوپنک خپل د پخيدو مرحلي ته ورسيده سپورنجيوفور يي ليدل کيږي. او نجيم تشکيلوي. چي د هغه په داخل کي غذايي مواد، سايتوپلازم او هسته سره را ټوليږي او سپورنجيم د گنبد په شان شکل ځان ته غوره کوي. واکيولونه همواره شکل نيسي او يو د بل سره مخلوطيږي او وروسته له هغه يو ديوال تشکيليږي چي سپورنجيم په دوه برخو ويشي ( خارجي او داخلي برخي ). خارجي برخه يي عبارت له يوي برخي څخه وي چي په هغه کي سپورونه سره راټوليږي.او داخلي برخه يي يوه شنډه برخه ده چي د Columella په نوم ياديږي. هغه رشتي چي سپورنجيوفورسره نښلوي د Stolon په نوم ياديږي. د ډوډۍ پوپنک يواځيني پوپنک دي چي خپل غذايي مواد د ژوندي او غيرژوندي انساجو څخه لاسته راوړي. په لابراتوار کي د ډوډۍ او يا کوم بل غذايي موادو له پاسه نمو کوي چي خپل غذايي مواد د انزايم عملي پواسطه لاسته راوړي. څرنگه چي انزايمونه د غذايي موادو په دننه کي ترشح کيږي. غذا د منحل کيدو څخه وروسته لاسته راوړي. د دي ډيرمضراو تباه کوونکي فنجيان دي. سبزيجات ، ميوي لکه خواږه کچالو( Sweet potato ) بادنجان رومي ، خټکي ، شفتالو، الوبالو او نوردي. خـمـيـرمـايـه yeast : خميرمايه د Ascomycetes له ډلي څخه دي او د مايکروسکوپي پوپنکونو په شان دي. لرونکي د ځانگړي بيلو حجرو دي چي په عمومي ډول بيضوي او يا دايروي شکل لري. د بکترياو څخه د دوه دلايلو له امله يو له بله توپير لري. ١ – دخميرمايه يو زيات شميرحجري دمتوسط بکترياوپه نسبت لوي دي. ٢ – دوي د مختلفو ميخانيکتونو پواسطه تکثر کوي يعني د جواني وهلو يا Budding عملي پواسطه تکثر کوي. خميرمايه نظر نورو پوپنکونو ته ډير ساده او بسيط دي. لاکن نسبت بکترياو ته پيچلي جوړښت نه لري. پوپنکونو په شان زوجي او غيرزوجي تکثرلري. په زوجي تکثرکي يي سپور تشکيليږي. چي دا عمليه د دوه حجرو د يوځاي کيدو چي کڅوړه ډوله شکل لري. چي د Ascus په نوم ياديږي. صورت نيسي. کله چي سپورونه د پخيدو مرحلي ته ورسيږي څرنگه چي اسکس يواته سپوره اله ده شکيږي اوکوم سپورونه چي دهغه څخه خارجيږي د ascospore په نوم ياديږي. هر اسکوسپور د مناسبو شرايطو لاندي جوانه وهي او يوه نوي د يسټ yeast حجره تشکيلوي.

« پــــروتــــــوزوا Protozoa »[سمول]

پروتوزوا د ابتدايي حيواناتو له ډلي څخه دي او لرونکي د يوي واحدي حجري دي. چي نوموړي حجره خپل ټول حياتي فعاليتونه سرته رسوي. د غذا د اخيستلو طرز يي نسبت بکترياو ته فرق کوي پدي معني چي بکتريا غذا د منحل په ډول او دوي غذا د جامد په شکل لاسته راوړي. پروتوزوا څلور ټولگي په لاندي ډول دي : ١ – Sarcodina اميب : اميب د دي گروپ نماينده دي د کاذبو پښو پواسطه حرکت کوي (Psupodia) اوغذايي موادهم د دي ليارلاسته راوړي. ٢ – Mastigophora قمچين لرونکي : قمچين لرونکي حيوانات Flagilla دي. د دي پواسطه لامبو وهي او غذا لاسته راوړي. دا قمچين د سايتوپلازم څخه منشاء اخلي او د حيوان د حرکي عضوي په حيث دنده سرته رسوي . ٣ – Ciliata : دا حيوانات په خپل ټول اطراف کي ويښتان لري چي د حرکت سبب يي گرځي او غذا هم د همدي پواسطه لاسته رواړي. ٤ – Sporozoa : دا پروتوزوا نسبت نورو ته کوچني دي په حيواني او نباتي حجرو کي په طفيلي ډول ژوند کوي. مذکر جنس( Gamat ) يي قمچين لرونکي د ازاد او مستقل حرکت دي. د فلاجيلاتا حيواناتو طفيلي په لاندي ډول دي : الف – trypansomiasis : پدي کي trypanosomagambiense او Trypanosomarodesiense شامل دي چي د افريقايي خوب يا ناروغي (African sleepi ngsickness) سبب کيږي. دا خطرناکه ناروغي ده د يوه سړي څخه بل سړي ته د tse tse مياشي پواسطه انتقاليږي. ب – Leishmaniasis : د leeshmania جنين د Kala-azar ناروغي د انتقال سبب کيږي او دا ناروغي Sandfly د يوه سړي څخه بل سړي ته انتقاليږي. لانديني شکل د Trypanosomagambiense دي.

Trypanosomagambiense[سمول]

د سپوروزوا Sporozoa ټولگي يي کوم حرکي عضوي نه لري او په وينه کي په ازاده توگه ژوندون کوي او سپور د تشکيل پوسيله تکثر کوي. د دي ټولگي مضرمشهور نوع يي Plasmodium دي او ډير مشهوردي . چي د انسانانو، شاديانو او په الوتونکو کي د ملاريا نو سبب کيږي. د دي ناروغي پرازيتونه د Anaphell ماشي پواسطه انتقاليږي چي د چيچلو په وخت کي ٤٥ درجي زاويه تشکيلوي. ماشي دوه مجراگاني لري. چي د يوه پواسطه د انسان وينه څکي او بلي پواسطه د ملاريا پرازيت د انسان بدن کي داخلوي. څلور ډوله ملاريايي تبي موجودي دي. ١ – ( P. V ) – Plasmodium Vivax: په 48 ساعتو کي خپله دوره تکميلوي او عامل يي Benign malaria دي . ٢ – Plasmodium malaria: د دي ناروغي ناقل Quartan malaria نوميږي او د 72 ساعتونو وروسته د تبي سبب کيږي. ٣ – Plasmodium Falciparim: د دي ناروغي د Penicious mal.. په نوم ياديږي په نا معينه وختونو کي تبه توليدوي ( د ژوندانه دوران شکل ).

  • 1) Kala-zar : د دي ناروغي پوسيله طحال او ځگر د خپل عادي حالت څخه لوئيږي.
  • 2) Sandfly : يو ډول ماشي دي چي په وچو دښتو کي چي د کښت وړ نه وي او تودي سيمي وي پيدا کيږي.

ويروسونه او بکترياگاني چي د تنفس جهاز پوسيله بدن ته داخليږي.[سمول]

ويروسونه د تنفسي جهاز له لياري د انسان بدن ته داخليږي. د دوي مختلف انواع د مختلفو مرضونو د توليد سبب کيږي چي عبارت دي له انفلوئنزا- شيري- چيچک- Chicken pox , mum ( د چرگانو چيچک ) او د ريزش ويروس توليد وي . د ريزش ويروس ( يخ وهلي ): ځيني خلک د دي ويروس په وړاندي حساس وي او د هغه څخه کوم چي د ناروغ پوسيله تنفس شويده اخلي او د يخ وهلي په ناروغي مبتلاء کيږي. له بلي خوا په ناڅاپي توگه د گرمي خوني څخه د يخي هوا ته په ناڅاپي توگه وتلو سره سړي ته د يخ وهلي ناروغي منځته راځي. د دي ناروغي اعراض عبارت دي له يخ وهل- خفيفه تبه- سردردي- د پزي روانيدل او کله کله ټوخي او ستړتيا هم منځته راځي . پخپله ناروغي دومره خطرناکه نه ده. او کچيري دوامداره شي نو د نورو خطرناکو ناروغيو د منځته راتلو سبب کيږي.

  1. انفلوئينزا : دا يوه ساري ناروغي ده او د مرگ سبب هم گرځي. د دي مختلف ډوله انفلوئينزا عبارت دي له (A,B,C ) څخه . موجود دي چي د هغوي د انتيجن د ترکيب په اساس پيژندل کيږي.Nemococci , Staphilococci,Streptococci، نيموکاکسي،Hemophyllus influenzi ( هيموفيلس انفلوئينزي ) دوهمي متعرضين دي. په ابتدايي توگه ويروس او وروسته يو له پورتني ياد شوو بکترياو څخه حمله کوي. او د مړيني سبب گرځي. د انتي بيوتيک د زيات استعمال له امله هم نوموړي ناروغ ته گټور گرځي ثابيتيږي. د epidemec parotitic mumps په نوم هم ياديږي. دا ويروس د هگي په ژيړ کي وده کوي. په انسان او شادي کي ناروغي توليد وي. د ماغزو، د پانقرانس، خصتي، د Protid غدي له پاسه او حتي په زړه کي نمو کوي. کله چي د Parotid غدي له پاسه وده وکړي. د غوږونو شاتني برخه کي پاړسوب ليدل کيږي او د غذا د تيروالو( بلع ) کولوپه وخت کي ناروغ د تکليف احساس کوي .
  2. شـــيــري: شيري چي د Morbili , Measles او Rubella په نومونو هم يايږي. دا ناروغي په پسرلي کي پيدا کيږي او ډيره شديده ناروغي ده او په عمومي ډول په کوچنيانو کي څرگنديږي.

د دي ناروغي اعراض عبارت دي له ټوخي- شديده تبه- Photophbia د سترگو ديد نه لرل د روښنايي خواته- په ټول بدن کي د کوچنيو دانو پيدا کيدل دي دي. او دا ناروغي د دوهمي حملي پواسطه شدت پيدا کوي چي د هغي پواسطه نمونيا، برانشيت ( Branchitis ) او د غوږونو درد منځته راځي. شيري يوه ساري ناروغي ده اوپه پُرنفوسه ځايونولکه مکتبونو- سينماگانو اوپه نوروځايونو کي د يوه شخص څخه بل شخص ته خپريږي. د شيري ويروس په وينه کي ، د ويني ترشحات، خوله ، ستوني، قصبة الريه او په سترگوکي پيداکيږي. او د 100 – 150 ملي مايکرون پوري قطرلري. او د نوم ( ناف ) په شان شکل لري اود چرگانود هگي په نطفه او د زرع محيط انساج يي چي لرونکي د انساني اويا د شادي انساجووي وده کوي. شادي دا ويروس په اساني سره اخلي او عين علامي چي انسانان يي ښيئي شادي يي هم له ځانه ښيئي. د دي خطرناکه ناروغي څخه د خلاصيدوپه خاطر بايد په خپل وخت کي کوچنيان واکسين کړل شي.

  1. چيچک Variola ياSmallpox : د چيچک ويروس دهگي په نطفه کي کرل کيږي او کله چي د الکترون مايکروسکوپ پواسطه مطالعه کړل شي په بيضوي نازکه شکل سره ليدل کيږي. دا ويروس د ډيري مودي لپاره د خپل ميزبان په حجره کي په غيرفعاله توگه پاتي کيږي.(او کچيري زمينه ورته مساعده نه وي).او هغه جوړښتونه يي چي د Guarnieri body په نوم ياديږي تشکيلوي. دوه ډوله ويروسونه چي په انسانانو کي د ناروغي د منځته راوړلو باعث گرځي وجود لري. يو يي د Variola major او دوهم يي د Variola minor په نوم ياديږي. لومړني يي د شديدي تبي ناروغي سبب کيږي او حتي د مړيني سبب کيږي. او دوهمي يي دومره شديد نه وي د alastriam په نوم هم ياديږي.

ويروسونه د تنفسي جهاز له لياري د انسان بدن ته داخليږي. د چيچک ويروس په اوله مرحله کي د تبي، سردردي، ملادرد او د يخني احساس کوي. د چيچک علايم لومړي په مخ او بيا په مټانو اوپه پاي کي په لاسونوښکاره کيږي. او په وروستيومرحلوکي د سيني له پاسه ، په خيټي ، اوږو او ټول بدن نيسي. د دي ناروغي انتقال د مستقيم تماس پواسطه لکه د خولي ترشحات ، د پزي او هرڅه چي د دغو ترشحاتو پواسطه ککړشوي وي لکه (روجايي ، بالښت ، څادر او نور) پوسيله انتقاليږي.

د مخــنـيــوي طـريــقـــي يــــا لاري:[سمول]

هغه څوک چي د چيچک په ناروغي اخته وي د هغه څخه بايد ځان ليري وساتل شي او همدارنگه د واکسين تطبيق هم ضروري دي. رکتسيا چي د تنفسي جهاز له لياري بدن ته داخليږي او د ټولو مهم يي Coxilla burnetti دي د Q – Fever تبي عامل دي. رکتسيا ډير کوچني موجود دي د ميله ډوله او کاسي په شکلونو ليدل کيږي. دا اجسام حرکت نه کوي. د دوي د کرني لپاره ژوندي انساج په کاردي ترڅو د هغوي وده صورت ونيسي. د 60c درجي حرارت پوري د يوه ساعته پوري مقاومت کولي شي.

  • Q-Fever: يوډول تبه ده چي د ضعيف والي،سردردي، ستړتيا، د يخني احساس اوپه نتيجه کي خوله ډيره زياتيږي.

د کاکسيد ويروس بدن ته د داخليدو سره رنشي نمونيا د خفيف ټوخي سره توليديږي. د بقاء دوره يي د دوه يا دري اونيو پوري وي. د دي ويروس د توليد منبع خاوره ده او د اخته غايطه موادو پواسطه چي په ناروغي اخته وي او د پسونو وړيو پواسطه چي په ناروغي مبتلا وي دي. دناروغيوتوليدونکي کوم چي د هاضمي دستگاپواسطه انسان بدن ته داخليږي.

مايکرو ارگانيزمونه کوم چي په کولمو کي د ناروغي د توليد سبب گرځي[سمول]

د دي ناروغي عاملين د خولي له لياري معدي ته داخليږي چي په چټکي سره کولموته ځان رسوي او د کولموانساجو ته ځان رسوي. د ناروغي ميکانيزم د توليد له امله دا موجودات په دوه گروپونو ويشل کيږي. يوشميريي په کولموکي او يو شمير نوريي په وينه کي دانساجودخرابوالي باعث گرځي. د Salmonella او Shigell د انسان دکولموډيرمهم بکترياگاني دي چي هلته د ناروغي د منځته راوړلوسبب گرځي. علاوه لديEschroecbia coli هم د کولمو مضرمايکرو ارگانيزمونو له ډلي څخه شميرل کيږي. دا ارگانيزمونه لرونکي د گډ خاصيتونو دي.د مثال په ډول د ککړي غذا پوسيله بدن ته داخليږي. ټول يي گرام منفي ډوله دي او اختياري غيرهوازي دي. څرنگه چي سپور نه تشکيلوي نولدي امله د حرارت پواسطه له منځه وړل کيداي شي.

  1. Salmonella: هره ناروغي چي د سالمونيلا نوع پوسيله منځته راغلي وي د Salmonellasis په نوم ياديږي. دا يو ډيرزيات لوي گروپ دي او گرام منفي دي. دا موجودات د لکتوز د تخمرسبب نه کيږي. پس Eschroebia coli او Aerobacter aerogenes يي په ډيري اساني سره تشخيص کيږي او د سالمونيلا ځيني انواع د محرقي ( Typhoid ) او Paratyphoid ناروغي سبب کيږي.
  2. Typhoid Fever : د دي ناروغي عامل Salmonella typhsa دي. دا ناروغي ډيره شديده وي اوپه وړو کولموکي سوزش پيداکوي. دا مکروب لمفاوي سيستم ته داخليږي او دهغه لياري د ويني جريان ته داخليږي چي يو شميرمختلفو انساجو له ځگر، پښتورگو، توري، د هډوکوماغزه او کله کله د زړه د خراب والي سبب هم کيږي. د دي ناروغي پوسيله توري د خپل عادي حالت څخه لوئيږي او د پوستکي له پاسه گلابي داغونه (په خاصه توگه د بطن په پورتني برخه کي) ليدل کيږي. تبه هميشه موجوده وي. د سردرد څخه علاوه د معدي درد ، ضعيف والي هم د دي ناروغي له علايمو څخه دي .

د دي ناروغي عامل په لومړي دوه اونيوکي د ناروغ د ويني په جريان کي او په غايطه موادو کي پيدا کيږي. په عمومي ډول په غايطه موادو او په ادرارکي پيدا کيږي. کله چي غذايي مواد او مشروبات د مکروب له پاسه چي مچ يي ناقل دي ککړ يا و خوړل شي ناروغي منځته راځي. د دي ناروغي تداوي د Chloramphenicol د استعمال پوسيله کيږي. د دوه اونيو لپاره ممکن دي.

  1. Salmonella Paratyphoid د دي انواع يي (A,B,C) تراوسه پوري د Para typhoid Fever تبي د توليد کوونکي په حيث پيژندل شويدي. د خواصو او دصفتونو له رويه Salmonella typhoid سره ورته دي. لاکن د انتيجن ترکيبات يي سره توپير لري.

Para typhoid fever د Typhoid Fever سره يوشان اومشابه دي د A,B,C په مقابل کي واکسين د S.Paratyphoid په وړاندي مثبته نتيجه ورکوي.لاکن د C په وړاندي ډيرکم ليدل کيږي اوپه واکسين کي وجودنه لري.

  1. Bacillarydysentry: يوه شديده ناروغي ده چي کولمو دInflanmation سبب کيږي. او شديد اسهالات چي له ځانه سره وينه او بلغم هم ولري توليديږي او دي ناروغي سره ستړتيا، سستي، د معدي درد او نور منځته راځي او د ناروغ د تکليف سبب کيږي. څرنگه Sh.dysenterias د exotoxin په ترشح کولو باندي قادروي (نورانواع يي نه شي ترشح کولي) نو لدي امله د ناروغي شديدوالي د نورو انواعو په نسبت زيات وي. د دي ناروغي د تداوي لپاره د ځينوانتي بيوتيک استعمال لکه Tetracyclin سترپتومايسين ، کلورامفنيکول او نور په کاروړل کيږي.
  2. Vibrio Comma: دا مايکرو ارگانيزم د Asiatic cholera په نوم ياديږي. او د (،) کامه ډوله شکل لري ځيني لومړي ځانگړاو وروسته دزنځير شکل اخلي چي د فنرشکل نيسي. دا اجسام گرام منفي دي اودځانگړي قمچين پوسيله چي د مجري په قطبي برخه کي واقع کيږي حرکت کوي.

اسيايي کولرا په نږدي ختيځ اوپه ليري ختيځ کي ليدل کيږي. نوموړي مکروب د کولمومخاطي غشاتخريش وي اودخطرناکي ناروغي سبب کيږي. د دي ناروغي اعراض عبارت دي له کانگي کول، شديد اسهال، د معدي درد او تنده ده. د خيټي عمل يي ډيراوبلن وي اود وريجو اوبو په شان وي. او د ناروغ د بدن اوبه کميږي. حجره چلک کيږي اوکچيري نوموړي ناروغي په شديده توگه تر 12 ساعتونوپوري دوام ومومي د ناروغ دمرگ سبب کيږي د ناروغ څخه بايد ځان ليري وساتل شي د ناروغ د هغواسباب چي د کانگواوياد اسهال موادوسره ککړشوي وي د تماس کولوڅخه ځان وساتل شي. ناروغ بايد د کورني غړو څخه جلا وساتل شي. او ټول استعمال شوي سامان الات د هغوي پواسطه استعمال شوي وي تعقيم شي. د دي ناروغي د مخنيوي لپاره واکسين وکړل شي. س

د هغو ناروغيوتوليدونکي کوم چي د پوستکي له لياري بدن ته داخليږي:[سمول]

  1. Staphilo Coccus : دا ذره بيني بکتريا د انگورو د وږي په شان کروي او جوړه اي ليدل کيږي. او مختلف انواع يي لکه Staphylo Coccus ، Staphylo Coccus aureus ، Staph.albus, Staph.epidermidis او نوردي . او د دوي له جملي څخه Staph.epidermidis اوStaph. coccus aureus مضردي او نورو څخه زياتي شديدي ناروغي منځته راوړي. د حرارت په وړاندي زيات مقاومت لري. ستافيلو کاکس گرام مثبت دي اود تراي فينيل ميتلين رنگونو Triphenyl methanel او انتي بيوتيک په وړاندي حساسيت ښيئي. د ستافيلوکاکس ټول انواع د عادي محيطونو په کرنه کي د کوټي د حرارت په درجه کي نمو کوي او هوازي دي. او ځيني يي غيرهوازي هم دي.

ځيني انواع يي د پنسيلين په مقابل کي مقاومت لري چي دا مقاومت يي د Penicillinase انزايم د ترشح په اثر مقاومت منځته راځي. لاکن د يوشمير ستافيلوکاکس له منځه وړلو لپاره ترکيبي انتي بيوتيک ميتاکشي فينل پنسيلين dimethoxy-phenyl penicilline مؤثر دي.

  1. Strepto Coccus Pyogenes: دا مايکرو ارگانيزم هم د پوستکي د تخريش پواسطه بدن ته داخليږي. او ځيني ناروغي منځته راوړي دوي لکه د ستافيلوکاکس په شان گرام مثبت دي. چي د زنځير په شکل ليدل کيږي. کچيري د ويني په محيط کي وکرل شي د کالوني په شاوخوا کي يو روښان او صافه ساحه ليدل کيږي.

د تل لپاره بايد په ياد کي ولرو چي کچيري زمونږ په پوستکي کي کوم تخريش او يا کوچنيسوري منځته راشي. په فوري توگه د پوستکي هماغه برخه د الکهولو پوسيله مالش او پاک کړل شي. او د دي په وسيله نوموړي ارگانيزمونو داخليدل په بدن کي مخنيوي کيږي.

  1. Clostridiumtetani: دا مايکرو ارگانيزمونه د تيتانوس يا د ack Jaw سبب کيږي. د دي غيرهوازي اجباري او گرام مثبت دي او حرکت نه لري. او د سپور تشکيل کوي. ميله ډوله شکل لري. او له ځانه ايکزو توکسين ترشح کوي.
  2. د Tri chophton نوع: د پوستکي ، نوکانو د خرابوالي سبب کيږي.
  3. د Micro sporum نوع: د پوستکي او ويښتانو د خرابوالي سبب کيږي لاکن نوکان نه خرابوي .
  4. د Epidermo phytus نوع: د پوستکي او د نوکانو د خرابوالي سبب کيږي. لاکن ويښتانو ته کومه صدمه نه رسوي .

بايد په ياد ولرو چي دا فنجي د انسانانو د گنجي ( کَل) کيدو باعث کيږي. نو د دي خرابي ناروغي څخه د ځان ساتلو لپاره ټول هغو شيانو سره چي تماس لرو او په خپل ورځني ژوند کي استعمالوو پاک وساتل شي. ترڅو د داسي خطرناکه مکروبونوڅخه په آمن کي پاتي شوي. همدارنگه خپلودوستانو ته هم د پاکوالي توصيه وکړوترڅو نوروطنوال د داډول ياد شووناروغيوڅخه خلاصول ومومي. همدارنگه خپلوټولو لوستونکوڅخه هم هيله کيږي چي خپل د چاپيريال وگړي وپوهوي ترڅو د داسي ناوړه او خطرناکه مکروبونو د اخته کيدو څخه وژغورل شي.

سرچینې[سمول]

١ – اميري – محمد ظاهر – عمومي نباتات – سابي موسسه ( ننگرهار پوهنتون ) – ١٣٨٥ . ٢ – احسان الله ( ژباړونکي او انډيز ) ( اگريوا تاليف – نباتي ناروغي – کابل پوهنتون ١٣٨٦ . ٣ – نائب – محمد آصف – مايکروبيولوژي – پوهنځي تعليم و تربيه ( کابل پوهنتون ) – ١٣٥٣ . ٤ – جلال – احمد شاه – عبدالسلام قادروف – بيولوژي عمومي – کابل پوهنتون – ١٣٦٣ . ٥– دوست محمد – طبي مايکروبيولوژي – پوهنځي طب ننگرهار – ١٣٧٥ . 6 – V.B.Saweder – Microbiology – edition – frob sher - Company – London – 1965. 7 – Dr Sidiqi – Rahman – Hashumi – TH – Wabab – Sharif – Manghal Fighter – Aliz – Isoik – 14 – Pvt – cp. 8 – Peoia – illinois – Biology – Newyork – Columbus - Mission – Hills – California .

لیکوال: محمدظاهر امیری 04.02.2015 10:08