ماګنوس هیرشفېلډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ماګنوس هیرشفېلډ (زوکړه: د ۱۸۶۸ زکال د مۍ ۱۴مه – مړینه: د ۱۹۳۵ زکال د مۍ ۱۴مه) جرمنی ډاکټر او سکسولوژېست و.

هیرشفېلډ د فسلفې، ژبپوهنې او طبابت په برخو کې زده کړې کړې وې. نوموړی چې د جنسي لږکیو یو له پیاوړو څرګندو مدافعینو څخه و د جنسي اصلاحاتو نړیواله ټولنه او همدارنګه یې علمي – بشرپالونکې کمېټه تاسیس کړه. هغه د خپلو علمي چارو بنسټ د وایمار دورې پر مهال په برلین- شارلوټنبورګ کې کېښود. تاریخ لیکونکی ډاسټین ګلټز د هغه له خوا تاسیس شوې کمېټه د «همجنس بازانو او درې جنسه وګړو د حقونو» لومړنی ملاتړ کوونکی بنسټ بولي. له همدې امله نوموړی د شلمې پېړۍ یو له اغېزمنو سکسولوژېستانو (جنسیت پوهانو) څخه ګڼل کیږي. [۱][۲]

هیرشفېلډ د یهودي توب او همجنس بازۍ له امله لومړۍ د فاشېستانو او بیا هم د نازیانو له خوا په نښه کړای شو. نوموړی په ۱۹۲۰ زکال کې د فلکیش فعالینو له خوا ووهل شو او بیا په ۱۹۳۳ زکال کې د جرمني د جنسیت پوهنې له انستیتیوت څخه وشړل شو او کتابونه یې هم د نازیانو له خوا وسوزول شول. نوموړی فرانسې ته تبعید او په ۱۹۳۵ زکال کې همالته ومړ. [۳]

د جنسي حقونو په برخه کې فعال توب[سمول]

علمي – بشرپالونکې کمېټه[سمول]

ماګنوس هیرشفېلډ د طبابت په برخه کې د چارو او د خپلو موندنو اړوند د لیکوالۍ ترمنځ تعادل رامنځته کړ. دغه مهال د ۱۸۹۶ زکال د مۍ له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ۱۵مې نېټې پورې د برلین لوی سوداګریز نندارتون (Große Berliner Gewerbeausstellung) جوړ شو چې په دغه نندارتون کې ۹ «انساني ژوبڼونه» نندارې ته وړاندې شول؛ د دغو ژوبڼونو لپاره په افریقا کې د جرمني مستعمرو او نوې ګینې څخه وګړي راغونډ کړای شوي وو چې خلکو هم په احمقانه توګه د هغو ننداره کوله. دغه مهال په صنعتي نندارتونونو کې دغه ډول استعماري چارې معمولې وې. وروسته له هغې چې چینګ دائو، ماریانا ټاپوګان او کارولین ټاپوګان هم د جرمني د سترواکۍ برخه وګرځېدل؛ چینایان، شاموریان او مایکرونیزي وګړي هم د افریقا او نوې ګینې د وګړو په خوا کې په دغو انساني ژوبڼونو کې زیات شول. هیرشفېلډ چې په ځانګړې توګه یې د نورو کلتورونو په جنسي تمایلاتو باندې د پوهېدو سره لېوالتیا لرله د برلین له نندارتون او ورپسې یې له نورو نندارتونو څخه لیدنه وکړه او هڅه یې وکړه چې د ژباړونکو په مرسته په دغو انساني ژوبڼونو کې د شته کسانو څخه د هغوی په کلتورونو کې د جنسیتي چارو اړوند معلومات راغونډ کړي. نوموړي په ۱۸۹۶ زکال کې د برلین په لوی نندارتون کې د انساني ژوبڼونو څخه له لیدنې وروسته د یو اثر په لیکلو پیل وکړ چې په ۱۹۱۴ زکال کې یې د دغه کتاب نوم د ښځو او نارینه وو ترمنځ همجنس بازي (Die Homosexualität des Mannes und des Weibes) وټاکه. دغه کتاب په ټوله نړۍ کې د همجنس بازۍ یوه جامعه ارزونه وه او هڅه یې وکړه څو دا ثابته کړي چې دغې چارې په ټولو کلتورونو کې شتون لرلی دی. هیرشفېلډ په خپل دغه اثر کې ثابته کړې چې انګلستان له نورو ټولو هېوادونو څخه په زیاته کچه د همجنس بازانو لرونکی هېواد دی. [۴][۵][۶][۷]

په ماګدبورګ کې د داخلې د ډاکټر په توګه له دندې ترسره کوله وروسته نوموړي د همجنس بازانو د مینې اړوند د سافو او سقراط په نامه رساله د ټي اېچ رامین په مستعار نامه خپره کړه. هغه په ۱۸۹۷ زکال کې له خپرونکي ماکس سپور (۱۸۵۰ – ۱۹۰۵ زکال)، وکیل اډوارډ اوبرګ (۱۸۵۸ – ۱۹۱۷ زکال) او لیکوال جوزف فون بولو (۱۸۶۱ – ۱۹۱۵ زکال) سره په ګډه علمي – بشرپالونکې کمېټه جوړه کړه. د دغې کمېټې موخه د همجنس بازانو د حقونو د دفاع په برخه کې څېړنې او همدارنګه د جرمني د جزایي قانون د ۱۷۵ مې مادې لغو کول و چې همجنسګرایي یې جرم بللی و. دوی استدلال کاوه چې دغه قانون باج اخیستنې ته لار برابروي. د دغې کمېټې شعار «د علم له لارې عدالت» و او د هیرشفېلډ د هغه باور څرګندويي یې کوله چې له همجنسګرايي څخه غوره علمي درک د همجنس بازانو پر وړاندې ټولنیز ګواښونه له منځه وړي. [۸][۹][۱۰]

په دغه ډله کې دننه یو شمېر غړو یې د هیرشفېلډ (او اورلېش) دغه نظر چې نارینه همجنس بازان په ذات کې ښځینه دي رد کړ. د بنډیکټ فریډلنډ په څېر یو شمېر نورو کسانو دغه کمېټه خوشې کړه او د نارینه کلتور د اتحادیې (Bund für männliche Kultur) په نامه یې بله ډله جوړه کړه چې د ډېر مهال لپاره یې دوام ونکړ. دوی استدلال کاوه چې له نارینه سره د نارینه مینه د نارینه د نارینه توب یو اړخ دی، نه دا چې ځانګړو شرایطو ته اړوندېږي.

د هیرشفېلډ په مشرۍ یادې علمي – بشرپالونکې کمېټې د جرمني د جزایي قانون د ۱۷۵مې مادې د لغو کولو په موخه د ۶۰۰ مخکښو جرمنانو لاسلیکونه راغونډ کړل. په لاسلیک کوونکو کې یې البرټ انشټاین، هرمان هسه، کته کولویتس، توماس مان، هاینریش مان، راینر ماریا ریلکه، اګوست ببل، ماکس بروډ، کارل کائوتسکی، سټیفان تسوایګ، ګرهارت هاوپټمن، مارتین بوبر، ریچارډ فون کرافت-ایبنګ او اډوارډ برنشټاین شامل وو.[۱۱]

د نوي قانون لایحه په ۱۸۹۸ زکال کې د جرمني پارلمان یا رایشتاګ ته وړاندې شوه خو یوازې د جرمني اقلیت ګوند، سوسیال دیموکرات یې ملاتړ وکړ. د هیرشفېلډ د پوهنتون د دورې ملګري اګوست ببل هوکړه وکړه چې د یادې مادې د لغو کولو له هڅو څخه به ملاتړ کوي. هیرشفېلډ له دې وروسته داسې پلان ونیو چې په راتلونکې دوره کې د «اوټېنګ» په توګه توصیف شوی: یعنې په پټ ډول د هغو مخکښو قانون جوړونکو هڅول چې خپله هم همجنس بازان و خو د دغې لایحې اړوند یې چوپتیا غوره کړې وه. هغه لار برابره کړه څو دغه لایحه بیاځلي پارلمان ته ولاړه شي او د دغې چارې په برخه کې یې د ۱۹۲۰مې لسیزې پر مهال یو لړ پرمختګونو ته هم لاسرسی وموند خو د نازي ګوند په واکمنۍ سره د دوی ټولې اصلاحاتي هڅې په اوبو لاهو شوې. [۱۲]

هیرشفېلډ د عامه تعصب سره د مقابلې په موخه د خپلو هڅو د برخې په توګه د ځان وژنې د تابو موضوع اړوند خبرې وکړې او لومړنی کس و چې داسې شمېرې لرونکي شواهد یې وړاندې کړل چې څرګندوله یې همجنس بازان د څو جنسه وګړو څخه په زیاته کچه ځان وژنه کوي او یا هم د ځان وژنې هڅې کوي. هیرشفېلډ داسې یو پوښتنلیک جوړ کړ چې په هغو کې همجسن بازانو نارینه وو کولای شوای د خپلې همجنس بازۍ او یا هم د ځان وژنې د فکر اړوند په نامالومه توګه ځواب ورکړي. هیرشفېلډ د خپلو پایلو په راغونډولو سره اټکل وکړ چې هر کال له هرو ۱۰۰ همجنس بازانو څخه درې یې ځان وژنه کوي، یو پر څلورمه برخه همجنس بازان د خپل ژوند په اوږدو کې یوځل د ځان وژنې هڅه کوي او درې پر څلورمه برخه بیا د ځان وژنې افکار په سر کې لري. هغه له دغو شواهدو څخه په ګټنې استدلال وکړ چې د جرمني اوسنيو ټولنیزو شرایطو د همجنس بازانو لپاره ژوند نه زغمل کېدونی کړی دی.[۱۳][۱۳]

فیمنېزم[سمول]

په ۱۹۰۵ زکال کې هیرشفېلډ د میندو د ملاتړیزې ډلې (Bund für Mutterschutz) په نامه فیمینېستي سازمان سره مل شو چې د هلن سټوکر له خوا تاسیس شوی و. نوموړې د جنین د سقط د قانوني کولو او همدارنګه د ښځینه ښوونکو او دولتي ښځینه مامورینو د نه واده کولو او ماشوم نه لرلو د سیاستونو پر ضد مبارزه کوله. دواړو هیرشفېلډ او سټوکر باور درلود چې د همجنس بازانو او د ښځو د حقونو ترمنځ نږدې اړیکه شتون لري له همدې امله سټوکر د جزایي قانون د ۱۷۵مې مادې او شفیلډ د جزایي قانون د ۲۱۸مې مادې د لغو کولو په مبارزو کې ونډه اخیسته چې وروستۍ یې د جنین سقط ناقانونه چاره ګڼله. سربېره پر دې له ۱۹۰۹ زکال څخه تر ۱۹۱۲ زکال پورې سټوکر، هیرشفېلډ، هډویګ ډوم او نورو د ۱۷۵مې مادې له نورو هغو بندونو سره هم مبارزه وکړه چې د ښځو همجنس بازي یې ناقانونه بلله. [۱۴][۱۵]

په ۱۹۰۶ زکال کې د یو ډاکټر په توګه له هیرشفېلډ څخه وغوښتل شول چې په نیومونسټر کې یو بندي معاینه کړي چې ایا هغه «د ملاریا، تورې تبې او مادرزادي جنسي ستونزې له ترکیب څخه د رامنځته شوو شدیدونو عصبي اختلالاتو» څخه رنځېږي. دغه کس چې د هیرشفېلډ له خوا جرمني ته په اړونده سویل لویدیځه افریقا (ننۍ نامیبیا) کې د هیریرو پاڅون پر مهال پخوانی سرتېری و، ښکارېده چې له داسې یو څه رنځېږي چې اوس مهال له پېښې وروسته د اروايي ستړیا په توګه پېژندل کیږي او څرګندوله یې چې ده په سویل لویدیځه افریقا کې وحشتناکې چارې ترسره کړي او نه شي کولای د هغو په یاد کې ژوند وکړي. [۱۶][۱۷]

په ۱۹۰۴ زکال کې د هیریرو او ناما وګړو پاڅون وکړ دغه وګړي له خپلو سیمو څخه شړل شوي و څو د جرمنیو کډوالو لپاره ځای پیدا شي؛ د پاڅون کوونکو د ځپلو په موخه دویم قیصر ویلهلم، جنرال لوتار فون تروتا ته دنده وسپارله چې د دغو سیمو ټول وګړي له منځه یوسي چې بیا وروسته دغه چاره د هیریرو او ناما وګړو عام وژنه بلل کېده. دغه عام وژنه هغه مهال پام وړ وګرځېده چې د سوسیال دیموکرات ګوند مشر اګوست ببل په پارلمان کې له دولت څخه نیوکه وکړه او څرګنده یې کړه چې حق نه لري هیریرو وګړي یوازې د خپل تور رنګ لرلو له امله ووژني. [۱۸][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Goltz, Dustin (2008). "Lesbian, Gay, Bisexual, Transgender, and Queer Movements", In Lind, Amy; Brzuzy, Stephanie (eds.). Battleground: Women, Gender, and Sexuality: Volume 2, pp. 291 ff. Greenwood Publishing Group, کينډۍ:ISBN
  2. Sigusch, Volkmar (2012). "The Sexologist Albert Moll – between Sigmund Freud and Magnus Hirschfeld". Medical History (په انګلیسي ژبه کي). 56 (2): 184–200. doi:10.1017/mdh.2011.32. ISSN 2048-8343. PMC 3381530. PMID 23002292. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "The great hunt for the world's first LGBTQ archive". History (په انګلیسي ژبه کي). 2022-06-28. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ جون ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hirschfeld, M.; Lombardi-Nash, M.A.; Bullough, V.L. (2000). The Homosexuality of Men and Women. Prometheus Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57392-705-5. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bauer 2017، ص. 23.
  6. Bauer 2017، صص. 22–23.
  7. Bauer 2017، ص. 22.
  8. Franz Vollrath Carl Wilhelm Joseph von Bülow (1861–1915)
  9. Heinrich Gerhard Eduard Oberg (1858–1917)
  10. Sengoopta, Chandak (1998). "Glandular Politics: Experimental Biology, Clinical Medicine, and Homosexual Emancipation in Fin-de-Siecle Central Europe". Isis. 89 (3): 445–473. doi:10.1086/384073. ISSN 0021-1753. JSTOR 237142. PMID 9798339. S2CID 19788523. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په October 3, 2013 باندې). Henry Gerber: Ahead of his time. The Washington Blade.
  12. Bauer 2017، ص. 25.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Bauer 2017، ص. 49.
  14. Elena Mancini, Magnus Hirschfeld and the Quest for Sexual Freedom, Palgrave Macmillan, 2010, p. 25
  15. Bauer 2017، ص. 80.
  16. Bauer 2017، صص. 28–29.
  17. Bauer 2017، ص. 28.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Dickinson 2002، ص. 272.