Jump to content

ماډراټا فاونټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ماډراټا فاونټ د «موډيسټا ډي پوزو ډي فورزي» مستعار نوم (يا زورزي) همدا راز د «موډيسټو پوزو» په نوم هم پېژندل کېږي (يا موډيسټا چې د موډيسټو نوم ښځينه شوې بڼه ده) (۱۵۵۵ز کلونه) يوه وينشي ليکواله اوشاعره وه. د « Giustizia delle donne » او « Il merito delle donne » (چې د ښځو ارزښت په نوم په ۱۶۰۰ کې رايو ځای شول) په نومونو له مرګ څخه وروسته د خپرو شويو ويناوو تر څنګ، نوموړې عشقي او مذهبي شاعري هم کړې وه. د هغې د ژوند تفصيلات د «جيواني نيولو ډوګليوني» (۱۵۴۸-۱۶۲۹) له ژوندليک څخه روښانه شوي چې د هغې تره او د هغې په ويناوو کې د سريزې په توګه ځای ورکړل شوی.[۱][۲][۳]

ژوند اوتاريخ

[سمول]

د پوزو مور او پلار هر يو «جيرولامو ډای پوزو» او «ماريټا ډا پوزو» (née dal Moro) په ۱۵۵۶ز کال کې د وبا له امله مړه شول، دا مهال نوموړې یواځې يو کلنه وه، د هغې او مشر ورور «ليونارډو» پالنه يې مورنۍ نيا او د هغې دويم مېړه په غاړه واخسته. هغې د «سانټا مارتا» په عبادتځای کې څو کاله تېر کړل، چېرې چې هغې د خپل خارق العاده يادښت له امله بيا بيا خپل ځان د ماشومې اعجوبې په توګه وښود. نوموړې کولای شول چې هغه اوږدې خطبې بيا تکرار کړي چې يواځې يو ځل به يې اورېدلې يا لوستلې وې. په نهه کلنۍ کې بېرته د خپلې نيا کورنۍ ته ستنه شوه او له خپل نېکه «پروسپيرو ساراسيني» څخه يې لاتيني ژبه او ليکل زده کړل، نېکه يې د ليکنو سړی و، تر څنګ يې له ورور ليونارډو څخه زده کړه وکړه. د هغې ورور همدا راز په لاتيني ژبه لوستل او ليکل، انځورګري، سندرې ويل او د عود او هارپسيکورډ غږول هم ورزد کړل (هارپسيکورډ د موسيقۍ يوه اله ده لکه پيانو).[۴][۵][۶][۷]

د ۱۵۸۲ز کال د فبرورۍ په پنځلسمه نېټه په اوه وېشت کلنۍ کې «ماډراټا» له «فلپو ډي زورزي» سره واده وکړ. د دوی واده د برابرۍ او دوه اړخيز درناوي ښودنه کوي او دا هغه مهال وليدل شول، کله چې د دوی له واده يو نيم کال وروسته «زورزي» نوموړې ته ولور بېرته ورکړ. د ۱۵۸۳ز کال د اکتوبر د مياشتې يو رسمي سند ښيي چې «زورزي» ولور بېرته ستنوي «د هغه د سوچه مهربانۍ او ډېرې مينې او ښه نيت څخه مننه چې هغه نوموړې احساس کړه او د هغې لپاره احساس لري». په همدې ډول ماډريټا فاونت په خپله یوه ليکنه کې خپل مېړه د «زهد، ښېګڼې او سپېڅلتيا» سړی بللی دی.[۸][۹]

په دې پړاو کې دا کارونه مهم و، ځکه چې ښځو به عمومي توګه په خپل نوم شتمنۍ نه درلودې چې د هغې په مرسته وپايېږي. سربېره پر دې، د ښځمنپالنې په پلوۍ کې د ښځو لپاره د خپلې شتمنۍ درلودلو غوښتنه د اوږدې مودې بحث و.

کارونه

[سمول]

د فاونټ يو له لومړيو پېژندل شويو کارونو څخه د سرود يوه ډرامه وه چې په ۱۵۸۱ز کال کې د سينټ سټيفين ورځې په ميله کې د «ډوګ ډا پونټي» په مخ کې وړاندې شوه. Le Feste  [اخترونه] کې د ګڼو سندريزو برخو په ګډون شا او خوا ۳۵۰ بندونه شامل دي. همدا راز په ۱۵۸۱ز کال کې، هغې د « I tredici canti del Floridoro» (د فلوريډورو ديارلسم کانټوس) په عنوان خپل لومړی حماسي «بوللـه» شعر خپور کړ چې «بيانکا کوپيلو» او د هغې نوي مېړه «فرانسسکو ای دی ميډيکي» ته ډالۍ شوی دی، څوک چې د «ټسکني» لوی ډيوک و. اټکلاً دا شعر دويمه ښايسته لیکنه ده چې يوې ايټالوۍ مېرمنې خپره کړې ده، د « Tullia d’Aragona's» د « Il Meschino» وروسته، کوم چې په ۱۵۶۰ز کال کې خپور شوی و.

ماډراتا فاونټ د « La Passione di Cristo» [د عيسی مصيبت] او « La Resurrezione di Gesù Cristo nostro Signore che segue alla Santissima Passione in otava rima da Moderata Fonte  » [د عيسی مسيح بیا راتګ، زموږ رب، څوک چې د سپېڅلو مصيبتونو پيروي کوي په اوکتاو کې، د ماډراتا فاونټ اثر] په نومونو دوه اوږده مذهبي شعرونه وليکل. په دې آثارو کې هغه په تفصيل سره د عيسی (ع)د مړيني او بيا راکوزېدو په اړه د پېغلې مريم او مريم مجدلي احساساتي غبرګونونه تشريح کوي او د عيسی مسيح د مصيبتونو او بيا راکوزېدو په پېښو کې د ښځو د فعالې ونډې په اړوند خپله ژوره ګروهه انځوروي.[۱۰]

کېدای شي، هغې تر ټولو زيات د « Il Merito delle donne» [د ښځو د غوراوي په اړه] په نوم د خپلې لیکنې له امله زيات شهرت موندلی وي، کوم چې د هغې له مړينې وروسته په ۱۶۰۰ز کال کې خپور شو، په کوم کې چې هغې له ښځو سره د نارينه وو پر چلند نيوکه کړې، په داسې حال کې چې د ښځو د ښېګڼو او ځيرکتيا ستاينه کوي او استدلال کوي چې ښځې له نارینه وو پیاوړې دي، خو دومره مخکې هم نه ځي چې د جنسي برابرۍ غوښتنه وکړي. شونې ده چې د شعور پيدا کولو يوه مخکښه وه چې هڅه يې کړې وه، د ښځو په مسئله کې د نارينه وو د ونډې په اړوند بيداري راولي يا د « quelles des femmes» د ښځو موضوع.

کله چې هغه په ۱۵۹۲ز کال کې په اووه دېرش کلنۍ کې مړه شوه، د هغې د پالونکي او ژوندليک ليکونکي په وينا نوموړې څلور بچيان درلودل، «جيواني نيکولو ډوګليوني» چې تر ټولو مشر او لس کلن و، د دويم عمر يې اته کاله، درېیم يې شبږ کلن او بل يې نوی زېږېدلی و چې د هغه زېږون د هغې د لامل شو. مېړه يې د هغې په قبر د مرمرو ډبرليک نصب کړ چې پوزو په کې د « femina doctissima» په توګه معرفي شوې [يعنې ډېره پوهه ښځه].[۱۱]

  • د ښځو ارزښت: په کوم کې چې په څرګند ډول د هغوی شرافت او په نارینه وو باندې د هغوی د غوراوي څرګندونه شوې، د ماډارتا فاونټ اثر (۱۹۹۷ز کال) «ورجينيا کاکس» ژباړلی دی. OCLC 44959387.
  • ماډريټا فاونټ (ماډريټا پوزو). فلوريډورو: يو مودب رمان. سمون. والريا فيونچي. ژباړه. جوليا کسکي. شيکاګو: د شيکاګو پوهنتون چاپ ځای، ۲۰۰۶ز کال. Pp xxx, 493 (د مودرنې اروپا په لومړيو کې يو بل اواز). OCLC 614478182.

« Giustizia delle donne» (د ښځې ارزښت: چېرې چې د ښځو اشرافيت او په نارينه وو د هغوی پياوړتيا په څرګند ډول ښودل شوې ده)

[سمول]

« Giustizia delle donne» او « Il merito delle donne» آثار د فاونټ له مړينې وروسته خپاره شول. دواړه ادبي آثار د «بوکاچيو» له «ډيکامریون» څخه اغېزمن دي: دا غبرګې کيسې دي چېرې چې کردارونه خپلې ويناوې او بېلګې په خپله جوړوي.[۱۲]

د ښځو يوه ډله په وينشين باغ کې خبرې کوي، په دې حال کې «پاسکال» رارسېږي او ارامه فضا د خپل مېړه سره د خپل وروستي بحث په يادولو سره له منځه وړي. همدا چار د «نارينه چلند» په اړه د يو اغېزناک بحث لامل ګرځي، په کوم کې چې دوی له هغه ناسم حالت څخه شکايت کوي چې دوی ورسره هره ورځ مخ دي؛ دوی په نارينه وو کې د بيدارۍ پیدا کولو لپاره د دولسو سزاګانو په اړه فکر کوي (هره مياشت یو). دې طريقه، دوی بايد له عام سپکاوي وځوريږي، دوی بايد قرباني ورکوونکي والدين و اوسي او له خپلو ملګرو او کورنۍ څخه جلا کړای شي. تر ټولو زيات د يادولو وړ سزا يې چوپتيا ته ډالۍ ده: يواځې ښځې يو غږ لری، هغه اواز چې بالاخره دوی ته اجازه ورکړي چې خبرې وکړي او ټولنه منظمه کړي.

په دې اثر کې تر ټولو مهم ادبي ادوات پېغور، ټکرونه او لوستلو ته حوالې ورکول دي (چې دا په لرغونو ناولونو کې زيات وو). هغه د اپلاتون د مکالمو له سر او تار څخه ډېره اغېزمنه وه او د دې ټولو کړنلارو په مټ د شپاړسمې پېړۍ د ټولنيزو اندېښنو د يوې دقيقې انځورګرۍ په وړاندې کولو بريالۍ شوه.

دا کتاب په څوارلسو څپرکو وېشل شوی دی: لومړی يې د پېژندګلو يا چوکاټ په ډول دی، ورپسې دولسو کې يې سزاګانې او په نارينه څېرو بريدونه نغښتي دي او په وروستي کې دوی له خپل خيالي سفر څخه حقيقي ژوند ته راستنېږي، خو لکه څنګه چې په دې هر سفر کې کېږي، دوی ډېرې هوښيارې او له هيلې څخه ډکې راستنيږي.

سرچينې

[سمول]
  1. Paola Malpezzi Price, "Pozzo, Modesto," Mary Hays, Female Biography; or, Memoirs of Illustrious and Celebrated Women, of All Ages and Countries (1803). Chawton House Library Series: Women's Memoirs, ed. Gina Luria Walker, Memoirs of Women Writers Part II (Pickering & Chatto: London, 2013), vol. 10, 79-80, editorial notes, 571.
  2. Spencer, Anna Garlin in Kennerley, Mitchell (ed.) (1912). "The Drama of the Woman of Genius". The Forum. 47. New York: Forum Pub. Co.: 41. {{cite journal}}: |author= has generic name (help)CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  3. Cox, Virginia.Fonte, Moderata (1555-1592), Italian women writers, University of Chicago library, 2004.
  4. Doglioni, Giovanni Niccolo (1997), "Life of Moderata Fonte", in Fonte, Moderata (ed.), The worth of women: wherein is clearly revealed their nobility and their superiority to men, The Other Voice in Early Modern Europe, Chicago, Illinois: University of Chicago Press, pp. 31–42, ISBN 9780226256825. Preview.
  5. Paola Malpezzi Price. Moderata Fonte: Women and Life in Sixteenth-century Venice (Madison (N.J.): Fairleigh Dickinson University Press, 2003), 28.
  6. Malpezzi Price, "Pozzo, Modesto," vol. 10, 79-80, editorial notes, 571; and Malpezzi Price. Moderata Fonte, 149.
  7. Malpezzi Price, Paola, 1948- ... (2003). Moderata Fonte : women and life in sixteenth-century Venice. Fairleigh Dickinson University Press. ISBN 0838639984. OCLC 469346548.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link) CS1 maint: numeric names: authors list (link)
  8. Malpezzi Price, Paola. Moderata Fonte : Women and Life In Sixteenth-century Venice.Madison: Fairleigh Dickinson University Press, 2003, 33.
  9. Russell, Rinaldina. (1994). Italian women writers : a bio-bibliographical sourcebook. Greenwood Press. ISBN 0313283478. OCLC 925190535.
  10. Malpezzi Price, Paola. Moderata Fonte : Women and Life In Sixteenth-century Venice.Madison: Fairleigh Dickinson University Press, 2003, 35.
  11. G. Doglioni, ‘Vita della Sig.ra Modesta Pozzo de Zorzi nominata Moderata Fonte descritta da Gio’, in M. Fonte, Il merito delle Donne, ed. Adriana Chemello (Venice: Eidos, 1988), pp. 3–10.
  12. The Worth of Women: Wherein is Clearly Revealed Their Nobility and Their Superiority to Men By Moderata Fonte (1997) translated by Virginia Cox. OCLC 44959387.