مايکروسکوپي (ذره بيني)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


مايکروسکوپي د شيانو او د شيانو د سيمو د ليدلو په موخه د مايکروسکوپونو په کارونې سره هغه تخنيکونه دي، چې په سترګو سره نه ليدل کېږي (هغه شيان چې د عادي سترګې په ژورليد کې نه دی). د مايکروسکوپي درې نامتو او پېژندې شوې څانګې دي: optical يا رڼا اړوند، الکترون او د انځور اخيستلو (scanning probe) مايکروسکوپي، چې د X وړانګې مايکروسکوپي هم ورسره په يوه برخه کې راڅرګندېږي. [۱]

د سترګو يا Optical او الکترون مايکروسکوپي له نوعو يا خلکو سره د تعامل کوونکو الکترومقناطيسي وړانګې يا الکتروني شعاع ماتېدنه، غبرګون يا انکسار او د خپرو شویو وړانګو يا انځورنو جوړولو په موخه د نورو اشارو ټولګه رانغاړي. دا پړاو د نمونې (لکه د معياري رڼا مايکروسکوپي او د الکترون لېږد مايکروسکوپي) د پراخې رڼا په واسطه او يا پر نمونه باندې (لکه: confocal لېزر په واسطه د انځور اخيستنې مايکروسکوپي او د اکترون سکن کولو مايکروسکوپي) د ښې رڼا اچونې د سکن کولو په واسطه تر سره کېدای شي. Scanning probe مايکروسکوپي د مطلوب جسم له سطحې سره د سکن کېدونکې جراحي ميلې تعامل رانغاړي. د مايکروسکوپي پرمختګ بيولوژي ته بيا بشپړتيا ورکړه، د هستولوژي څانګې ته يې لوړوالی ورکړ او په دې ډول په ژوند او فزيکي پوهو کې يو اړين تخنيک پاتې کېږي. X-ray مايکروسکوپي درې اړخيزه (درې بعدي) او نه ورانېدونکې ده، چې د in situ يا څلور اړخيزو څېړنو لپاره د ورته نمونې پرله پسې انځور اخيستلو ته لاره هواروي او د څېړل کېدونکې نمونې «دننه کتلو» وړتيا برابروي، مخکې له دې چې ياده نمونه د يو لوړ ژورليد تخنيکونو پر وړاندې راوړل شي. د درې اړخيز ايکسری يو مايکروسکوپ نمونه د ۳۶۰ درجو په تاوولو او د انځورونو په بيا جوړولو سره، د ګڼلو (محاسبې) tomography تخنيکونو (microCT) څخه ګټه اخلي. CT په نمونه يې ډول په يوې هموارې پلنې ښودنې سره تر سره کېږي. د درې اړخيزې ايکسری يو مايکروسکوپ څخه د يو لړ شيانو لپاره کارول کېږي. لکه: له 4X څخه 40X ته او يوه همواره تخته هم لري.

تاريخچه[سمول]

د ليدلو يا سترګو مايکروسکوپي تاريخ لږ تر لږه ۱۷ پېړۍ ته ورګرځي. د پخوانيو مايکروسکوپونو تاريخ د يوه عدسيه ذره بين او ټاکلې لوی ښودلو وړتيا سره په ۱۳ پېړۍ کې له هغو وختونو څخه مخکې ته ورګرځي چې په عينکو کې د عدسيو پراخه کارونه پيل شوه، مګر يو څه پرمختللي مرکب مايکروسکوپونه په لومړي ځل نږدې ۱۶۲۰ ز کال اروپا کې راڅرګند شول. د مايکروسکوپي په برخه لومړني کارکوونکي Galileo Galilei، Cornelis Drebbel او Antonie van Leeuwenhoek وو. ګاليله په ۱۶۱۰ ز کې وموندل چې د کوچنيو شيانو د نږدې کتلو په موخه خپل دوربين باندې نږدې تمرکز کولی شي. ډرېببل کېدای شي په ۱۶۲۰ز کې ترکيبي يا مرکب مايکروسکوپ رامنځته کړی وي او انټونيو په ۱۶۷۰ ز لسيزه کې د لوی ښودنې يو خورا لوړ ساده مايکروسکوپ جوړ کړ او زياتره وختونه ورته د لومړني فضيلت ورکړل شوي مايکروسکوپ پوه او مايکروبيولوژی پوه په توګه کتل کېږي. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د رڼا مايکروسکوپي[سمول]

اپټيکل يا د رڼا مايکروسکوپي د ليدلو وړ رڼا تېرېدل رانغاړي، چې د يوې يا ګڼو عدسيو په واسطه د نمونې په واسطه لېږدول شوی يا ورڅخه راغبرګ (منعکس) شوی وي او د نمونې يوې پراخه کتنې ته لاره هواروي. پايليز انځور په سيده ډول د سترګې، په انځوريز پلېټ باندې انځور شوي يا په ګڼيالي (ډيجيټلي) ډول اخيستنې په واسطه تر لاسه کېدلی شي. مفرده يا يوه عدسيه په خپلو ضميمو سره يا د عدسيو نظام او د انځور اخيستلو توکي د رڼا مناسبو توکو، ساده تخت يا stage او ملاتړ سره يو ځای د بنسټيزې رڼا مايکروسکوپ جوړوي. تر ټولو وروستی پرمختګ ګڼيال يا ډيجيټل مايکروسکوپ دی، چې پر موخه نندارې [د کتنې برخه يا نمونه] باندې د تمرکز کولو په موخه CCD کمرې کاروي. انځور يې د کمپيوټر پر پرده ښودل کېږي، چې د سترګې برخې په کې اړينې نه دي؟. [۱۱]

محدوديتونه[سمول]

د معياري رڼا مايکروسکوپي (روښانه مايکروسکوپي) محدوديتونه په درې برخو کې پېښېږي:

  • ياد اسلوب يا تخنيک يوازې د تياره يا په پياوړي ډول ماتېدونکو شيانو په ګټور يا اغېزناک ډول انځورولی شي.
  • د پېښې د څپې اوږدوالی باندې متکي د ټاکلې يا محدودې ماتېدنې يو ژورليد شته، د ليدلو وړ برخه يا لړۍ کې د رڼا مايکروسکوپي ژور ليد تر نږدې 0.2 مايکروميتر پورې ټاکلی دی او عملي لوی ښودنه يا magnification يې تر ~1500x پورې ټاکل کېږي. [۱۲]
  • له مرکزي هموارې سطحې څخه د باندې ټکو څخه بې تمرکزه رڼا د انځور روښانتيا کموي. [۱۳]

ژوندۍ حجرې په عمومي ډول د پام وړ توپير نه لري، چې له امله يې په برياليتوب سره نه شو څېړلی، ځکه چې د حجرې دننني جوړښتونه بې رنګه او روښانه (شفاف) دي. د توپير زياتولو په موخه تر ټولو عامه لاره دا ده چې په انتخابي رنګونو سره يې جوړښتونه په نښه (رنګ) کړل شي، مګر دا چاره ډ‎ېری وختونه د نمونې يا سمپل د مړينې يا تثبيتولو لامل کېږي. په نښه کول يا رنګول کېدای شي په لاس جوړ شوي مهارتونه وړاندې کړي، چې د نمونې د پروسس کولو له امله روښانه جوړښتي جزيات دي او په همدې ډول د نمونې بڼې نه دي. دا اسلوبونه په ټوله کې د حجروي جوړښتونو په انکساري (د ماتېدنې) لړيال کې د توپيرونو څخه کار اخلي. Bright-field مايکروسکوپي د کړکۍ له ښيښې څخه کتلو سره د پرتلنې وړ ده: يو څوک ښيښه نه وينې، يوازې پر ښيښې باندې خيری يا داغ ويني. يو توپير يې تر منځ شته، ښيښه يو څه غليظه ماده ده او همدا د رڼا تېرېدلو د لارې په برخه يا سيمه کې يو توپير رامنځته کوي. د انسان سترګه په ياده برخه کې دې توپير ته حساسه نه ده، مګر د رڼا ځيرک حل لارې په سيمه کې دا توپير په پراخوالي (د رڼا زياتوالی) کې يو توپير ته د بدلولو په موخه رامنځته شوي دي. [۱۴]

تخنیکونه[سمول]

په يوه نمونه کې د نمونې توپير ته د ودې ورکولو يا جوړښت په نښه کولو لپاره بايد ځانګړي لارې چارې وکارول شی. د توپير زياتولو يا يوې نمونې په نښه کولو لپاره د مايکروسکوپي پراخ تخنيکونه شته.

روښانه سيمه يا ډګر[سمول]

د روښانه سيمې مايکروسکوپي د رڼا مايکروسکوپي اسلوبونو تر ټولو ساده اسلوب دی. ساده رڼا د سپينې رڼا له لارې لېږدول شوې ده، يعنې له لاندې څخه رڼا ورکول کېږي او له پورته څخه کتل کېږي. خنډونه يې د زياتره بيولوژيکي نمونو ټيټ يا لږ توپير او له تمرکز څخه د باندې مادې د تتوالي له امله لږ روښانه ژورليد دی. د دې اسلوب ساده والی او د غوښتل شوې کوچنۍ نمونې چمتووالی يې د پام وړ ګټې دي.

رېونده يا مايله رڼا[سمول]

د رېونده (له اړخ څخه) رڼا انځور ته درې اړخيزه بڼه ورکوي او نورې نه ليدونکې بڼې روښانه کولی شي. د دې اسلوب پر بنسټ يو وروستی اسلوب د Hoffmann د برابرونې توپير دی، چې په حجروي کرنه کې د کارونې لپاره په سرچپه مايکروسکوپونو کې موندل شوی نظام دی. رېونده يا مايله رڼا د روښانه سيمې مايکروسکوپي ته ورته خنډونو څخه کړېږي (د زياتره بيولوژيکي نمونو لږ توپير، له تمرکز څخه د باندې شيانو له امله ټيټ روښانه ژورليد).

تياره سيمه[سمول]

د تياره سيمې مايکروسکوپي د داغ يا خيرې نه لرونکي روښانه نمونو توپير ته د ودې ورکولو يو اسلوب دی. د تياره سيمې رڼا اچونه د انځور هموارې سطحې ته په سيده ډول د لېږل شوې رڼا ننوتلو د اندازې کمولو په موخه په پوره پام سره د رڼا واحده سرچينه کاروي، چې يوازې د نمونې له خوا خپره شوې رڼا راټولوي. تياره سيمه په ناڅاپي ډول د انځور توپير ته وده ورکولی شي، په ځانګړي ډول د رڼو شيانو، په داسې حال کې د لږو تجهيزاتو ځای پر ځای کولو يا ساده چمتووالي ته اړتيا لری. که څه هم دا اسلوب د زياتو بيولوژيکي نمونو په وروستي انځور کې د ټيټې [لږې] رڼا له سختۍ يا زياتوالي څخه کړېږي او د لږ روڼ ژورليد يا resolution له لوري اغېزمنېدلو ته ادامه ورکوی. [۱۵]

Rheinberg illumination د تياره سيمې رڼا اچونې يوه بدله شوې بڼه ده، چې له کاندنسر څخه لږ مخکې په کې راڼه او رنګ لرونکې چاڼ (تصفيه کوونکي) داخلېږي، نو په يوه لوړه دريڅه يا سوري کې د رڼا وړانګې د ښکته دريڅې (لکه: د نمونې شاليد کېدای شي اسماني رنګه او جسم ځاني رڼا ورکوونکی سور ښکاره کېږي) په پرتله په بېلابېل ډول رنګ شوې دي. د نور رنګ ترکيبونه شوني دي، مګر ګټورتوب يې بشپړ د بدلون وړ دی. [۱۶]

سرچینې[سمول]

  1. The University of Edinburgh (March 6, 2018). "What is Microscopy?". The University of Edinburgh. د لاسرسي‌نېټه April 9, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Albert Van Helden; Sven Dupré; Rob van Gent (2010). The Origins of the Telescope. Amsterdam University Press. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-6984-615-6. مؤرشف من الأصل في 15 فبروري 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. William Rosenthal, Spectacles and Other Vision Aids: A History and Guide to Collecting, Norman Publishing, 1996, page 391 - 392
  4. Atti Della Fondazione Giorgio Ronchi E Contributi Dell'Istituto Nazionale Di Ottica, Volume 30, La Fondazione-1975, page 554
  5. Ford, Brian J. (1992). "From Dilettante to Diligent Experimenter: a Reappraisal of Leeuwenhoek as microscopist and investigator". Biology History. 5 (3). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lane, Nick (6 March 2015). "The Unseen World: Reflections on Leeuwenhoek (1677) 'Concerning Little Animal'." Philos Trans R Soc Lond B Biol Sci. 2015 Apr; 370 (1666): 20140344. [doi:10.1098/rstb.2014.0344]
  7. Robert D. Huerta, Giants of Delft: Johannes Vermeer and the Natural Philosophers : the Parallel Search for Knowledge During the Age of Discovery, Bucknell University Press - 2003, page 126
  8. A. Mark Smith, From Sight to Light: The Passage from Ancient to Modern Optics, University of Chicago Press - 2014, page 387
  9. Raymond J. Seeger, Men of Physics: Galileo Galilei, His Life and His Works, Elsevier - 2016, page 24
  10. J. William Rosenthal, Spectacles and Other Vision Aids: A History and Guide to Collecting, Norman Publishing, 1996, page 391
  11. Abramowitz M, Davidson MW (2007). "Introduction to Microscopy". Molecular Expressions. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Abbe, E. (1874) A contribution to the theory of the microscope and the nature of microscopic vision. Proc. Bristol Nat. Soc. 1, 200–261.
  13. Pawley JB (editor) (2006). Handbook of Biological Confocal Microscopy (3rd ed.). Berlin: Springer. کينډۍ:ISBN.
  14. Lakowicz, Joseph R. (1999) Principles Of Fluorescence Spectroscopy. New York: Kluwer Academic/Plenum.
  15. Abramowitz M, Davidson MW (2003-08-01). "Darkfield Illumination". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Abramowitz M, Davidson MW (2003-08-01). "Rheinberg Illumination". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)