Jump to content

مانګا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مانګا
漫画 (جاپاني) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ټاټوبی هېواد
ځانګړې وېشنيزه
comics (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
نور اړين مالومات
برخه د

مانګا هغه کمیک یا ګرافیکي ناولونه دي چې منشا یې جاپان دی. زیاتره مانګا له هغه سبک څخه پیروي کوي چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې په جاپان کې رامنځته شو کوم چې دا په جاپاني پخواني هنر کې اوږده مخینه لري. د مانګا اصطلاح په جاپان کې کمیک او کارتون ته اشاره کوي. له جاپان څخه بهر، دا کلیمه په معمول ډول هغو کمیکونو ته د اشارې لپاره کارول کېږي چې په لومړي سر کې په جاپان کې خپاره شوي و.[۱][۲][۳]

په جاپان کې خلک په هر عمر او طبقې کې چې وي مانګا لولي. دا رسنۍ د پراخو ژانرونو لرونکي اثار لري لکه اکشن، ماجراجويي، سوداګري، کمیډي، پولیسي، ډرامه، تاریخي، ډاروونکي، معمايي، عاشقانه، علمي تخیلي او فانتزي، شهواني (هینټای او ایچي)، سپورټي او د لوبو او داسې نور. زیاتره مانګا په نورو ژبو هم ژباړل شوي دي.[۴][۵][۶]

له ۱۹۵۰یمې لسیزې راهیسې، مانګا د جاپاني د خپرندوی صنعت یو مخ پر زیاتیدونکي برخې باندې اوښتی ده. په ۱۹۹۵ کال کې، په جاپان کې د مانګا بازار ارزښت ۵۸۶.۴ میلیارد ین (۶-۷ میلیارد امریکايي ډالر) و، چې په کلنۍ توګه ۱.۹ میلیارد ډالره د مانګا کتابونه او د مانګا مجلې پلورل شوي وي (دا مبلغ د سړي سر لپاره ۱۵ ګڼې وي). په ۲۰۲۰ کال کې د جاپان د مانګا د بازار ارزښت نوی ریکارډ ټینګ کړ او هغه د ډیجیټل مانګا خرڅلاو او همداشان د چاپي خرڅلاو په برخه کې د زیاتوالي له کبله ۶۱۲.۶ میلیارد ین ته ورسېد. په ۲۰۲۰ کال کې د جاپان د مانګا بازار د ۶۷۵.۹ میلیارد ین په ارزښت یو بل ریکارډ پسې ټینګ کړ. مانګا همداشان په نړیواله کچه د پام وړ لوستونکي تر لاسه کړل. د ۲۰۱۰مې لسیزې په وروستیو کې مانګا له حد نه زیات امریکايي کمیکونو پر پلور باندې پیل وکړ.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، په نړیواله کچه څلور ستر په کومیک اثارو کې د مانګا خپرونکي دي لکه Shueisha، Kodansha، Kadokawa او Shogakukan. په ۲۰۲۰ کال کې په شمالي امریکا کې د مانګا د بازار ارزښت نږدې ۲۵۰ میلیون امریکايي ډالر و. د NPD BookScan د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې په امریکا کې د ټولو کمیک او ګرافیکي رومانونو له ډلې مانګا ۷۶ سلنه جوړاوه. په شمالي امریکا کې د مانګا د بازار چټکه وده د دې جوګه وګرځېدله تر څو دا اثر په ډیجیټال لوستونکو پروګرامونو، د کتاب په زنځیري پلورنځیو لکه Barnes & Noble او د امازون په څېر په انلاین پلورنځي کې زیاته پراختیا ومومي. په فرانسه کې په ۲۰۰۵ کال کې مانګا د فرانسې د کمیک بازار ۳۸ سلنه جوړوله. دا رقم د امریکا په پرتله دری ځلې زیات و چې شاوخوا ۴۶۰ میلیون یورو (۶۴۰ میلیون امریکايي ډالر) ارزښت یې درلود. په اروپا او منځني ختیځ کې په ۲۰۱۲ کال کې د دې بازار ارزښت ۲۵۰ میلیون امریکايي ډالر و. د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې، د جاپان سوداګریز فدراسیون د جاپان د اقتصادي ودې د هڅوونې په موخه له هېواد څخه بهر د همدې صنعت د محتوی د لا زیاتې دودیدو په خاطر یو وړاندیز ورکړ چې له هېواد څخه بهر د دې صنعت کارپوهانو ته یې بلنه ورکړه څو جاپان ته راشي او دلته خپل کار پر انیمه، مانګا او ویډیويي لوبو باندې متمرکز کړي. دا فدراسیون پلان لري چې له هېواد څخه بهر بازارونو کې تر راتلونکو ۱۰ کلونو پورې د دې صنعت خرڅلاو څلور ځلې نور هم زیات کړي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د مانګا داستانونه معمولاً په تور او سپین رنګ کې چاپیږی – هغه هم د زماني محدودیتونو، هنري لاملونو (ځکه چې رنګ امیزي کولای شي د هنري اثر اغېز را ټیټ کړي) همداشان د چاپ د لګښتونو د ټيټ ساتلو په خاطر- که څه هم د مانګا ځینې اثرونه ټول رنګه دي. په جاپان کې مانګا کې معمولاً د مانګا په سترو مجلو کې په سریالي بڼه سره خپریږي، چې زیاتره یې زیات شمېر داستانونه لري چې هر یو یې په یوه برخه کې وړاندې کېږي تر څو پاتې برخه یې په بله خپرونه کې چاپ شي. د مانګا یو داستان تل د لویدیځ تر یوه کمیک ډېر اوږد وي. را ټول شوي څپرکي یې معمولاً په تانکوبون ټوکونو کې بیاځلي خپریږي. د مانګا یو هنرمند (چې په جاپاني کې ورته مانګاکا وايي) معمولاً له څو مرستیالانو سره په یوه وړه سټډیو کې کار کوي او د یوه سوداګریز خپروونکي شرکت د یوه نوښتګر ایډیټر له خوا یې د اثر کتنه کېږي. که چېرې د مانګا یو سریال په کافي اندازه سره محبوب وي، نو ښايي په هغه مهال یا لږ وروسته د هغه لپاره انیمیشن هم جوړ شي. ځینې وختونه مانګا د ژوندیو فلمونو یا پخوانیو انیمیشنونو له مخې وي.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

له مانګا څخه اغېزمن کمیکونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې شته، په تېره بیا په هغو هېوادونو کې چې خلک یې په چینايي ("manhua")، کوریايي ("manhwa")، انګریزې ("OEL manga") او فرانسوي ("manfra") ژبو خبرې کوي. همداشان د الجزایر ("DZ-manga") په هېواد کې هم شته.[۳۷][۳۸]

رېښه پېژندنه

[سمول]

د مانګا کلیمه له جاپانۍ کلیمې 漫画 (کاتاکانا: マンガ؛ هیراګانا: まんが) څخه را اخیستل شوې ده چې له دوو کانجي 漫 (سړی) څخه جوړه شوې ده چې معنی یې «بداهه» او 画 (ga) چې معنی یې «انځورونه» دي جوړه شوې ده. همدا اصطلاح د کوریایي کمیک کلیمې manhwa او چینايي کلیمې manhua رېښه هم ده.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

دا کلیمه د لومړي ځل لپاره د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې د Santō Kyōden Shiji no yukikai مصور کتاب او د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې د Aikawa Minwa په څېر اثارو په خپرولو سره وکارول شوه. Manga hyakujo او د Hokusai Manga مشهور کتابونه د بېلابېلو نقاشیو او د ukiyo-e د وتلي هنرمند هوکوسای د ډیزاینونو لرونکي دي. د لومړي ځل لپاره راکوټن کیتازاوا (۱۸۷۶-۱۹۵۵) د نننۍ مانګا کلیمه وکاروله.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

په جاپاني ژبه کې د مانګا کلیمه هر ډول کارتون، کمیک او انیمیشن ته کارول کېږي. د انګریزې ژبې په ویونکو کې بیا مانګا یوازې د جاپاني کمیک لپاره کارول کېږي. د اني-مانګا اصطلاح بیا د انیمیشن په بڼه تولید شوو کمیکونو ته کارول کېږي. [۴۹]

تاریخچه او ځانګړنې

[سمول]

مانګا له emakimono (طومارونو)، Chōjū-jinbutsu-giga څخه سرچینه اخیستې ده، چې لرغونتوب یې ۱۲مې پېړۍ ته رسیږي. د اډو د دورې په اوږدو کې (۱۶۰۳ – ۱۸۶۷) د توبا ایهون تر نوم لاندې د نقاشیو کتاب، چې وروسته ورته مانګا وویل شول، پسې پراختیا ومونده. دا کلیمه د لومړي ځل لپاره په ۱۷۹۸ کال کې دود شوه. په ۱۷۹۸ کال کې د Santō Kyōden د مصور کتاب Shiji no yukikai په څېر د اثارو خپریدل او د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې د Aikawa Minwa د Manga hyakujo په څیر د اثارو خپریدل او بیا په ۱۸۳۴ کال کې د د هوکوسای مانګا کتابونه خپاره شول. Adam L. Kern وړاندیز کوي چې د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې د کیبیوشي مصور کتابونه کېای شي د نړۍ لومړني کمیک کتابونه وي. دا ګرافیکي حکایتونه د مډرن وخت د مانګا طنزي، ټوکي او عاشقانه موضوعات و. ځینې اثار بیا په سریالي بڼه د لرګي نه په ګټنې سره په پراخه کچه تولید شول. سره له دې هم، د ختیځ کمیکونه د لویدیځ د کمیکونو له تکامل څخه په بېله بڼه تر سره کېدل، چې د لویدیځ کمیک هنر په زیات احتمال سره په اوولسمه پېړۍ کې په ایټالیا کې رامنځته شول.[۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

سرچينې

[سمول]
  1. Merriam-Webster 2009
  2. Lent 2001, pp. 3–4, Gravett 2004, p. 8
  3. Kern 2006, Ito 2005, Schodt 1986
  4. Gravett 2004, p. 8
  5. "comic book" (په انګليسي ). Encyclopedia Britannica. 30 September 2022. خونديځ د اصلي څخه ۲۲ مې ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "Manga/Anime topics". mit.edu. خونديځ د اصلي څخه ۲۲ جون ۲۰۱۷. لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Kinsella 2000, Schodt 1996
  8. (په 2 August 1997 باندې). Manga, anime rooted in Japanese history. The Indianapolis Star.
  9. (په 26 February 2021 باندې). Manga Market in Japan Hits Record 612.6 Billion Yen in 2020. Anime News Network
  10. (په 11 March 2021 باندې). Manga industry in Japan - statistics and facts.
  11. Wong 2006, Patten 2004
  12. (په 13 May 2021 باندې). Paperback manga has taken over the world.
  13. "Did manga shape how the world sees Japan?". BBC. 12 June 2019. خونديځ د اصلي څخه ۱۴ نومبر ۲۰۲۲. لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "Ghouls, demon slayers and socially anxious students: how manga conquered the world". The Guardian. 1 November 2022. خونديځ د اصلي څخه ۲۵ جولای ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "Japan's 2022 Manga Sales Reaches The Highest in History Again". Crunchyroll. 27 February 2023. خونديځ د اصلي څخه ۱۵ اپرېل ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "Manga Sales in Japan Reached Highest Point in History in 2022". Otaku USA Magazine. 27 February 2023. خونديځ د اصلي څخه ۱۷ اپرېل ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. (په 5 December 2019 باندې). Why are manga outselling superhero comics?.
  18. Schodt 1996، مم. 19–20.
  19. "Manga and Webtoon Publishers Are Dominating the Comics Industry". comicbook.com. 8 February 2023. خونديځ د اصلي څخه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. (په 2 July 2021 باندې). Manga sales hit an all time high in North America.
  21. (په 4 February 2022 باندې). Report: Graphic novel sales were up 65% in 2021.
  22. "Today's North American manga market: The wins, the losses, and everything else". Book Riot. 13 August 2021. خونديځ د اصلي څخه ۱۴ نومبر ۲۰۲۲. لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. (په 29 April 2022 باندې). Manga is Booming.
  24. (په 13 May 2022 باندې). Manga's Growth In Popularity Is Here To Stay, Industry Leaders Predict. Anime News Network
  25. Bouissou, Jean-Marie (2006). "JAPAN'S GROWING CULTURAL POWER: THE EXAMPLE OF MANGA IN FRANCE". خونديځ د اصلي څخه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۷. لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. "The Manga Market: Eurasiam – Japanese art & communication School" (په انګليسي ). Eurasiam. خونديځ د اصلي څخه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۷. لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Danica Davidson (26 January 2012). "Manga grows in the heart of Europe". Geek Out! CNN. Turner Broadcasting System, Inc. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. "Japan: Manga to spearhead nation's economic growth". DW. 23 April 2023. خونديځ د اصلي څخه ۳۰ جون ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Nguyen, Joana (10 April 2023). "Japan's leading business lobby group says anime, manga key to economic growth". South China Morning Post. خونديځ د اصلي څخه ۲۹ جون ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. "Why Are U.S. Comics Colored and Japanese Mangas Not?". Slate. 15 July 2015. خونديځ د اصلي څخه ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Katzenstein & Shiraishi 1997
  32. "Manga". The Concise Oxford Companion to English Literature (4th). (2013). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-960821-8. 
  33. Gravett 2004, p. 8, Schodt 1986
  34. Kinsella 2000
  35. Kittelson 1998
  36. Johnston-O'Neill 2007
  37. Webb 2006
  38. Wong 2002
  39. Thompson 2007, p. xiii, Onoda 2009, p. 10, Prohl & Nelson 2012, p. 596, Fukushima 2013, p. 19
  40. "Shiji no yukikai(Japanese National Diet Library)". خونديځ د اصلي څخه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۲. لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  41. Webb 2006,Thompson 2007, p. xvi,Onoda 2009, p. 10,Petersen 2011, p. 120
  42. Rousmaniere 2001, p. 54, Thompson 2007, p. xiii, Prohl & Nelson 2012, p. 596,Fukushima 2013, p. 19
  43. Prohl & Nelson 2012, p. 596,McCarthy 2014, p. 6
  44. "Santō Kyōden's picturebooks". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جنوري ۲۰۱۶ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  45. "Shiji no yukikai(Japanese National Diet Library)". خونديځ د اصلي څخه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۲. لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  46. "Hokusai Manga (15 Vols complete)". خونديځ د اصلي څخه ۰۹ اپرېل ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  47. Shimizu 1985, pp. 53–54, 102–103
  48. Bouquillard & Marquet 2007
  49. "Inu Yasha Ani-MangaGraphic Novels". Animecornerstore.com. 1 November 1999. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  50. Kageyama, Y. (24 September 2016). "A Short History of Japanese Manga". Widewalls.ch. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ مې ۲۰۲۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  51. "MedievalManga in Midtown: The Choju-Giga at the Suntory Museum". Dai Nippom Printing Co., Ltd. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  52. Bouquillard & Marquet 2007
  53. (Kern 2006، pp. 139–144, Fig. 3.3)
  54. Kern 2006
  55. Round, Julia (12 February 2014). Gothic in Comics and Graphic Novels by Julia Round page 24 and 25. McFarland. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-4980-4. خونديځ د اصلي څخه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  56. (په 2 August 1997 باندې). Manga, anime rooted in Japanese history. The Indianapolis Star.