مالي سياست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مالي سياست انګلیسي: Fiscal Policy د سياست او اقتصاد د تاليف له ټكو څخه دى، ځكه سياست د موخې يا موخو د ټاكلو په برخه كې مهم رول لري. كله چې دولت له ټولنيزو مسايلو او له هغو څخه د زېږیدلو سياسي مسايلو سره لاس او گرېوان وي، داسې لاره غوره كوي، چې د هغو په حل يا تخفيف باندې تمامه شي. د بېلگې په توگه ځينې دولتونه د ټاكنو پر مهال د تورم د كمښت او د عامه سوكالۍ او بالعوضه مرستو د ډېروالي سياست غوره كوي. په هغه صورت كې چې د دولت مهمه موخه د اقتصادي تړاو كمښت او د خپلواكۍ ساتنه وي، دوي هڅه كوي په خپلو اسعاري لگښتونو كې په داسې ډول سپما وكړي، چې تر ډېره بريده بهرنيو هېوادونو ته د تادياتو د بيلانس له كسر سره مخ نه شي او په هغه صورت كې چې بېكاري يوه لويه ستونزه وي، اصلي موخه د استخدام رامنځ ته كول او د توليد ډېرول په پام كې نيسي او يادو موخو ته د رسېدو لپاره مناسب مالي سياست غوره كوي او په هغه صورت كې چې لويه ستونزه تورم وي، مالي سياست تورمي ضد بڼه ځان ته غوره كوي.

سرچینې[سمول]

  • سيد مسعود (پول و کرديت) پوهنتون کابل 1387