مالديپ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له مالدیف نه مخ گرځېدلی)

په رسمي ډول د مالدیف جمهوریت، د هند په نیمه وچه او د آسیا په نیمه وچه کې یو لرغونی هېواد دی. چې د هند په بحر کې موقعیت لري. مالديف د سریلانکا او هند سویل لویدیځ کې پروت دی، د آسیا د لویې وچې څخه شاوخوا ۷۵۰ کیلومتره (۴۷۰ میل؛ ۴۰۰ سمندري میل) کې موقعيت لري. د ۲۶ ټاپوګانو سلسله يي چې د ايهون دحيپپولحو جزيره شمال پورې او د اډو جزيره سويل (د‌ استوا په اوږدو کې) پورې غځيږي.

د سمندر په شمول شاوخوا ۹۰۰۰۰ مربع کیلومتره (۳۵۰۰۰ مربع میل) مساحت لري، د ټولو ټاپوګانو ځمکنۍ مساحت ۲۹۸ مربع کیلومتره (۱۱۵ مربع میل) دی. مالدیف د نړۍ یو له جغرافیایي پلوه ویشل شوی او ترټولو کوچنی خپلواک هیواد دی. همدا راز یو له کوچنیو مسلمان اکثریت لرونکې هیوادونو څخه دی او د شاوخوا  ۵۵۷۷۵۱ اوسیدونکو په لرلو سره په آسیا کې دویم لږ نفوس لرونکی هیواد دی. ميل يي پلازمینه او ترټولو نفوس لرونکی ښار دی. چې په دودیز ډول د "پاچا ټاپو" په نوم یادیږي، چیرې چې پخوانیو شاهي سلطنتونو د مرکزي موقعیت لپاره واکمني کوله.[۱]

د مالدیو ټاپو وزمه په چاګوس لاکاديف ریج کې موقعیت لري، د هند په سمندر کې یوه پراخه د سمندر لاندې غرنۍ لړۍ ده؛ د مالدف ټاپووزمه د چاګوس آرکیپیلاګو او لکشادویپ سره یوځای یو ځمکنی اکوریزون هم جوړوي. د ځمکې د سطحې په اوسط ډول او د سمندر له سطحې څخه د ۱،۵ مترو (۴ فټ ۱۱ انچ) لوړوالی سره،  همدارنګه یوازې ۲،۴ متره لوړې طبیعي نقطې په لرلو سره دا د نړۍ ترټولو ټیټ هیواد دی.[۲][۳]

اسلام په دولسمه پیړۍ کې د مالدیف ټاپوګانو ته ورسیده، چې د سلطنت په توګه پیاوړې شو، د آسیا او افریقا سره يي پیاوړې سوداګریزې او کلتوري اړیکې رامنځ ته کړې. د شپاړسمې پیړۍ له نیمایي څخه، دا سیمه د اروپایي استعماري قدرتونو د نفوذ لاندې راغله، مالدیف په ۱۸۸۷ ز کال کې د بریتانیا ترسرپرستۍ لاندې راغی. په راتلونکو لسیزو کې سیاسي بې ثباتي، د دیموکراتیکو اصلا حاتو هڅې او د اقلیم د بدلون له امله د چاپیریال ننګونې لیدل شوې دي.[۴][۵]

مالدیف د جنوبي آسیا د سیمه ییزو همکاریو ټولنې (سارک) بنسټ ایښودونکی غړی شو. تر څنګ يي د ملګرو ملتونو، د ملګرو ملتونو د مشترک المنافع، د اسلامي همکارۍ ټولنې او د ناپییلو غورځنګ غړیتوب هم لري. نړیوال بانک مالدیف د لوړ منځني ​​عاید لرونکي اقتصاد په توګه طبقه بندي کوي. په مالديف کې د اقتصادي فعاليتونو پياوړتيا په کب نیونې ولاړه ده او تر دې دمه ترټولو لوی سکټور پاتې شوی دی. ورپسې ګرځندوی صنعت ګړندی وده کوي. مالدیف د بشري پرمختیا په برخه کې "لوړ" دی، د مالديف سرانه عاید د نورو سارک هیوادونو په پرتله ډير لوړ دی.[۶][۷][۸]

مالدیف د ۱۹۸۲ ز کال د جولای څخه د ملګرو ملتونو د مشترک المنافع غړی و، خو د ۲۰۱۶ ز کال په اکتوبر کې له دې سازمان څخه د نورو هیوادونو له خوا  د بشري حقونو څخه د سرغړونې او د ډیموکراسۍ د ناکامۍ په اړه د تورونو په اعتراض کې وايستل شو. مالدیف د ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ په لومړۍ نیټه د دیموکراتیکو پروسو د فعالیت او د خلکو د ملاتړ له ښودلو وروسته له مشترک المنافع هيوادونو سره یوځای شو.[۹]

روغتیا

د بلومبرګ له خوا ترتيب شوي ارقامو سره سم په تيرو ۷ او ۱۴ ورځو کې د هر ميليون خلکو تر ټولو لوۍ شمير سره د ۲۰۲۱ ز کال د مې په ۲۴، مالدیف د نړۍ ترټولو ګړندۍ کووید-۱۹ ناروغي درلوده،  ډاکټرانو خبرداری ورکړ چې د کوويد-۱۹ پاملرنې لپاره د غوښتنې زیاتوالی کولی شي، په مالدیف کې د نورو روغتیایی بیړنیو حالتونو اداره کولو مخه ونیسي. د خپریدو لامل یی د ډیلټا ډول و.[۱۰][۱۱]

کلتور

د مالدیف کلتور، د مختلفو قومونو د خلکو د کلتورونو له خوا اغېزمن شوی دی، چې د وخت په اوږدو کې په ټاپوګانو کې میشته دي.

داسلام  سپېڅلي دین د منلو او د مرکزي هند بحر کې د يوې لارې په توګه د موقعيت له امله، له دولسمې ميلادي پېړۍ را هيسې، د عربستان نفوذ هم د مالدیف په ژبه او کلتور کې شتون درلود. له بلې خوا دا نفوذ د لرې ختیځ او منځني ختیځ ترمنځ د اوږدې سوداګرۍ تاریخ له امله هم و.

دا حقیقت دی چې د څو لسیزو راهیسې مالديف په نړۍ کې د طلاق ترټولو لوړه ملي کچه لري. د دې طلاق علتونه په لاندی ډول انګیرل شوي دي: د طلاق په اړه د لیبرال اسلامي اصولو يوځای کول او تر يوه حده د بی ثباته واده اړیکو جوړول، د‌ هغو جوړو ترمنځ چې په دايمي او غيري دايمي ډول په يوې سيمي‌ کې ميشت وي، چې په بشپړه ډول پرمختلللۍ ځمکني ملکیت نه لري او د خپلوۍ اړیکې یی هم تر منځ شتون نه لري.[۱۲]

ښوونه او روزنه

د مالدیف ملي پوهنتون د هیواد د لوړو زده کړو له درېو مؤسسو څخه یو دی. د دې ماموریت بیان په لاندې ډول ده:

د علم ،لاسته راوړل، ساتل او خپرول چې د خلکو د ژوند او معیشت د لوړولو او د ټولنې د کلتوري، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دي، ترڅو دا ملت د تل لپاره آزاد او اسلامي پاتې شي.[۱۳]

په ۱۹۷۳ ز کال کې، د روغتیایی خدماتو روزنیز مرکز (د روغتیا علومو پوهنځی مخکښ) د روغتیا وزارت له خوا تاسیس شو. د حرفوي زده کړو مرکز په ۱۹۷۴ ز کال کې تاسیس شو، چې د میخانیکي او بریښنایی تجارتونو لپاره روزنه چمتو کوي. په ۱۹۸۴ ز کال کې، د ښوونکو د زده کړې انسټیټیوټ جوړ شو او په ۱۹۸۷ ز کال کې د هوټل او خوړو خدماتو ښوونځی تاسیس شو، ترڅو د ګرځندوی صنعت لپاره روزل شوي پرسونل چمتو کړي. په ۱۹۹۱ ز کال کې، د مدیریت او ادارې انسټیټیوټ د عامه او خصوصي خدماتو لپاره د کارمندانو روزنې لپاره رامنځ ته شو. په ۱۹۹۸ ز کال کې، د مالدیف د لوړو زده کړو کالج تاسیس شو. د شرعیاتو او حقوقو انستیتیوت د ۱۹۹۹ ز کال په جنورۍ کې تاسیس شو. په ۲۰۰۰ ز کال کې دې کالج د هنرونو د لیسانس په نوم د لومړۍ درجې پروګرام پیل کړ. د ۲۰۱۱ ز کال د جنوري په ۱۷ د مالدیف ملي پوهنتون قانون د مالدیف د ولسمشر له خوا تصویب شو، د مالدیف ملي پوهنتون د ۲۰۱۱ ز کال د فبرورۍ په ۱۵ مه ونومول شو. په ۲۰۱۵ ز کال کې د ولسمشر د یوه فرمان له مخې د اسلامي مطالعاتو کالج د مالدیف په اسلامي پوهنتون بدل شو.[۱۴]

تاریخ

د مالدیف جمهوریت پلازمېنه ملایه د نړۍ یو له هغو ښارونو څخه دی چې د اقلیم بدلون لپاره زیانمنونکي دي. د سمندر له سطحې یو متر لوړوالی کې موقعیت لري. دغه هیواد د اوبو لاندي غرکیدونکي هیواد ګڼل کیږي


دا ملایه ښار د نیویارک په پرتله ډیر آباد دی، ملایه د نړۍ په کوچنیو پلازمینو کې ځای لري او د هیواد له پاتې خلکو سره یې توپیر لري.

مالدیف په نړۍ کې څلورم هیواد دی چې له سعودي، سومالیا او لیبیا وروسته سل فیصده مسلمان اکثریت لري.

مالدیف نه یوازې مسلمان اکثریت لري، بلکې مورنۍ ژبه یې "ډیویي ژبه" عربي حروفو ته ورته ده.

مالديپ د هند په سمندر کې پروت يو ټاپوییز هېواد دی. د مالدیف پلازمینه ماله او رسمی ژبه یې ډیوه ژبه ده، یاد هیواد ۲۹۸ کیلومتره مساحت او کابو نیم میلیون ۰۰۰'۵۰۰ زره وګړي لري.

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

  1. "Male | Geography, Facts, & Points of Interest". مؤرشف من الأصل في ۱۴ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:NatGeo ecoregion
  3. (په 11 November 2008 باندې). The last days of paradise. The Guardian.
  4. کينډۍ:Cite report
  5. "Maldives – Country report – Freedom in the World – 2015". 21 January 2015. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اگسټ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "2016 Human Development Report Statistical Annex" (PDF). United Nations Development Programme. 2016. د کتاب پاڼې 13. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Human Development Report 2020 The Next Frontier: Human Development and the Anthropocene (PDF). United Nations Development Programme. 15 December 2020. د کتاب پاڼي 343–346. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-1-126442-5. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۲ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Upper middle income Archived 28 September 2015 at the Wayback Machine. World Bank. Retrieved 18 September 2015.
  9. "Maldives rejoins Commonwealth after evidence of reforms". The Guardian. February 2020. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Maldives reports 61st Covid-19 death in ongoing month of May". raajje.mv. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "With Highest Covid Rate, Maldives Imposes 16-Hour Curfew". BloombergQuint. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Marcus, Anthony. 2012. Reconsidering Talaq: Marriage, Divorce and Sharia Reform in the Republic of Maldives Archived 10 October 2017 at the Wayback Machine. in Chitra Raghavan and James Levine. Self-Determination and Women's Rights in Muslim Societies. Lebanon, NH: Brandeis University Press
  13. "The Maldives National University". mnu.edu.mv. مؤرشف من الأصل في ۲۳ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "About". Islamic University of Maldives (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جنوري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)