ماریان کروګر کافین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ماریان کروګر کافین (زوکړه: د ۱۸۷۶ زکال د سپټمبر ۱۶ مه – مړینه: د ۱۹۵۷ زکال د فبروري ۲ مه) د مناظرو امریکايي معماره وه چې د ختیځ ساحل اشرافیانو ته یې د ګڼ شمېر باغونو د طراحۍ له امله شهرت وموند. د ماشومتوب پر مهال هغې تر ډېره پورې هېڅ رسمي زده کړې وه نه کړې، خو هغه مهال چې د نیویارک په شمال کې یې د خپلې مور له خپلوانو سره ژوند کاوه؛ په کور کې یې زده کړې کولې. کافین هوډ درلود چې د هغو ټولنیزو ستونزو سربېره چې د هغې د هم دوره ښځینه و پر وړاندې یې شتون درلود یو کسب ته مخه کړي او له همدې امله یې د ماسوچوست د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې نوم ثبت کړ؛ چېرې چې نوموړې له ۱۹۰۱ زکال څخه تر ۱۹۰۴ زکال پورې د معمارۍ او طراحۍ په برخو کې د یوازنیو څلورو ښځینه زده کړیالانو په خوا کې زده کړې وکړې. [۱]

له فراغت وروسته کافین د هغه پراخ تبعیض له امله چې د ښځو پر وړاندې د نارینه و په کاري برخو کې یې شتون درلود؛ وه نه توانېده د معمارۍ په معتبرو شرکتونو کې ځانته دنده ومومي. هغې په ۱۹۰۵ زکال کې خپل ودانیز شرکت په نیویارک ښار کې جوړ کړ او خپلې چارې د لانګ آیسلنډ په چاپېر کې د باغونو په طراحۍ پیل کړې. نوموړې یو له هغو لومړنیو امریکايي ښځینه و څخه وه چې د مناظرو د حرفوي معمارې په توګه یې کار وکړ. د هغې مخ پر زیاتوالي شهرت د دې لامل وګرځېد چې د ختیځ ساحل له ځواکمنو مالداره کورنیو څخه د خپل کار په بدل کې پریمانه مزد ترلاسه کړي. په ۱۹۲۰ مه لسیزه کې هغه د متجده ایالاتو په ختیځ کې د مناظرو یو له مخکښو معمارانو څخه شوه. د کافین د چارو په پیرودونکو کې د دغه هېواد بډایه او مشهورې کورنۍ له دې ډلې د فریک، ونډربیلټ، هوټون او دو پانت کورنۍ شاملې وې. [۲]

په داسې حال کې چې په ۱۹۳۰ زکال کې د لوی اقتصادي ناورین په پیلېدو سره د هغې چارو کمښت وموند، خو هغې په ۱۹۵۷ زکال کې د اتیا کلونو په عمر د خپلې مړینې تر مهاله کار ته دوام ورکړ. هغې د خپل حرفوي ژوند پر مهال له ۱۳۰ څخه زیاتې د باغونو او املاکو د معمارۍ پروژې ترسره کړې. د نوموړې په پام وړ چارو کې کولای شو د ویلمینګټون په ډېلور کې د ګیبرالټر باغونو، د ډېلور د پوهنتون د ودانۍ پلان، د کومسټ املاکو باغونو (اوس مهال د کومسټ ایالت تاریخي پارک دی) او همدارنګه د وینټرټور املاکو باغونو (اوس مهال د وینټرټور موزیم، باغ او کتابتون دی) ته اشاره وکړو.

لومړنی ژوند[سمول]

کافین د نیویارک د سکاربرو سیمې په یوه منځنۍ کچه کورنۍ کې وزېږېده، خو هغه مهال چې اووه کلنه وه د خپل پلار جولیان راونل کافین د مړینې له امله یې تر ډېره پورې بېوزله ژوند وکړ. هغې د خپل ماشومتوب پر مهال له خپلې مور آلیس (کورنی نوم یې چرچ و) سره یوځای د نیویارک په جینوا کې د خپلو خپلوانو سره ژوند کاوه. هغې په پورتني نیویارک کې د فینګر جهیلونو له ښکلو مناظرو څخه الهام واخیست چې بیا یې وروسته د هغو اړوند ولیکل، «په داسې حال کې چې ماشومه وم، ما له خپل هېواد سره مینه لرله، نه له باغونو او یا هم له وده کوونکو شیانو سره ځکه ما د هغې هېڅ تجربه نه لرله ... خو په ساده ډول ما له لویې بیرونۍ نړۍ سره مینه لرله».[۳][۴]

په داسې حال کې چې دوی بې وزله و، خو د خپلې مور له لوړې طبقې خپلوانو سره ژوند هغې ته تقریبا اشرافي تربیت ورکړ او هغه یې د ختیځ ساحل له اشرافي ټولنې سره بلده کړ او پر مټ یې وکولای شول د ځان لپاره ټولنیزې اړیکې جوړې کړي، چې بیا ورته د ژوند په اوږدو کې دېرې ګټمنې تمامې شوې. له دې سره هغې هیڅ رسمي زده کړې وه نه کړې او همدغه کمبود ورته په پوهنتون کې د زده کړو پر مهال پام وړ ستونزې راوپارولې. پر ځای یې هغې په کور کې زده کړې وکړې، چېرې چې هغې له ښکلو هنرونو او همدارنګه له موسیقۍ خوند اخیست او په یوې ماهرې آس زغلونکې واوښته. [۵][۶]

کافین د خپلې کورنۍ د نسبتا بې وزلې لوړې طبقې لرونکې غړې په توګه هیڅ عاید نه درلود او اړ وه څو د یو بډایه مېړه او یا هم حرفوي کار ترمنځ یو وټاکي. هغې دویمي خوښ کړ، د دې واقعیت سربېره (هماغه ډول چې د مناظرو یو له لومړنیو ښځینه معمارانو څخه مارتا بروکس هاچسون ورته اشاره کړې) «دا تر یوه بریده ټولنیزه ځان وژنه او په بشپړه توګه له ګډ ژوند څخه د خلاصون ځان وژنه ده چې یوه ښځینه دې حرفوي ژوند ته مخه کړي». هغې هیله لرله خلاقانه رول ځانته ومومي خو دې هغه ستونزې وموندلې چې ورسره مخ کېدونې وه، هماغه ډول چې وروسته یې بیا ولیکل: [۷][۸]

ما په پټه سره د لویې هنرمندې کېدو هیله په خپل ذهن کې ساتله ... خو داسې ښکارېده چې دغه هیله هېڅکله پوره کېدونې نه وه ... [په داسې حال کې چې] د ښکلا د رامنځته کولو سره زما لېوالتیا پیاوړې وه خو داسې نه ښکارېده چې زه دې د موسیقي، لیکوالۍ، نقاشۍ او مجسمې جوړونو په برخو کې کومه وړتیا ولرم؛ هغه مهال دا یوازنۍ لارې وې چې یوې ښځینه کولای شو د خپلو هنري وړتیاو د څرګندولو په موخه له هغو کار واخلي. زما هنري لیوالتیا تر هغه مهاله شتون درلود چې پام مې شو زه د خپل ژوند لپاره مالي امکاناتو ته اړتیا لرم. [۸]

زده کړې[سمول]

د هغې یو معمار ملګري ورته وړاندیز وکړ چې کولای شي د «مناظرو باغواني یا landscape gardening » (هغه اصطلاح چې هغه مهال د مناظرو د معماري لپاره کارول کېده) امتحان کړي چې په ۱۸۹۰ مه لسیزه کې بئاتریکس جونز فارنډ په دغه څانګه کې مخکښه مېرمن و. کافین همدارنګه کېدای شي د خپل ماما بنجامین چرچ تر اغېز لاندې راغلې وي چې د نیویارک ښار د مرکزي پارک په جوړولو کې یې د فریدریک لا اولمستډ تر لاس لاندې کار کړی و. په دغه مهال کې ښځې تر ډېره پورې په خپلو سنتي دندو لکه د ښوونځي د ښوونکو، نرسانو او یا هم اداري کارمندانو په توګه په کار بوختې وې، خو ډېر کم شمېر روزنیزو بنسټونو نارینه و ته په ځانګړو څانګو لکه معمارۍ یا باغوانۍ کې ښځو ته درس ورکاوه. له دغو بنسټونو څخه یو یې هم د ماساچوست د ټکنالوژۍ انستیتیوت و چې د خپل تاسیس څخه یوازې ۹ کاله وروسته یې له ۱۸۷۰ زکال څخه په دغه برخو کې د ښځو نوم ثبتونه کوله. کافین دلته خپل نوم ثبت کړ، خو په پیل کې ورته له دې امله چې رسمي ابتدايي زده کړې یې نه لرلې د زده کړو د پیلولو اجازه ورنه کړل شوه. له دې سره د دغه انستیتیوت د علمي پلاوي څو تنو غړو له هغې سره مرسته وکړه او هغه یې زغم ته وهڅوله. هغې د ریاضیاتو په برخه کې ډېرې لنډې زده کړې وکړې او په ۱۹۰۱ زکال کې یې په MIT کې د ځانګړې زده کوونکې په توګه نوم ثبت کړ؛ چې په دې سره د مناظرو د معمارۍ په برخه کې له څلورو ښځینه زده کړیالانو څخه یوه هم دا شوه. په دغه څانګه کې د ۵۰۰ نارینه زده کوونکو په خوا کې یوازې دوی څلورو ښځینه و زده کړې کولې. [۹][۱۰]

کافین د معمارۍ د څانګې ټولې دورې له دې ډلې د انجینري برخه، فیزیک، ریاضیات، میخانیکي نقشه جوړونه او د آزادو طراحیو دورې د طراحۍ او معمارۍ د دورو په خوا کې بشپړې کړې. هغې همدارنګه د چارلز سپراګ سرجنټ سره په ارنولډ څېړنیز باغ کې بوټي پوهنه او باغواني ولوسته. د هغې په وده کې یو له اغېزمنو کسانو څخه په MIT کې ګای لاول و چې د دغه انستیتیوت د مناظرو د طراحۍ د برخې مدیر و او د تعادل، نظم، تناسب او هماهنګي د کلاسیکو ارزښتونو پیاوړی ملاتړی و چې په بئوکس آرټس فرانسوي ښوونځي کې تدریس کېدل. لاول د امریکايي باغونو په نامه د خپل اثر له امله چې په ۱۹۰۲ زکال کې خپور شو، شهرت وموند او د مناظرو ډېری معماران یې تر خپل اغېز لاندې راوستل څو په معمارۍ کې د هغه اصول په پام کې ونیسي. د ده په اصولو کې، د ایټالوي ویلاګانو د سنتونو څخه په پیروي د چمن په کارولو سره د باغونو کلاسیکه طراحي او د معمارۍ ځانګړنې سره ترکیب کېدلې. [۱۱]

په نوموړې باندې بل مهم اغېز کوونکی چارلز پلات و چې هغه هم له ایټالوي سنتونو پیروي کوله او کور او باغ یې یو د بل بشپړونکي بلل او دواړه یې د کور دننه او بهر خونو په توګه طراحي کول. د ایټالوي باغونو په نامه د هغه کتاب چې په ۱۸۹۴ زکال کې خپور شو په کافین پام وړ اغېز وکړ، چې د دغه اغېز نښانې د هغې په چارو لکه د ویلمینګټون په ډېلور کې د ګیبرالټر په باغونو کې څرګندېږي. هغې د خپلو زده کړو پر مهال یو اوړی له هېواده بهر په فرانسه او ایټالیا کې د مناظرو د طراحي په زده کولو تېر کړل او همدارنګه په بوسټون کې د هغو املاکو لیدنې ته ورغله چې د پلات له خوا طراحي شوي و. هغې په بوټي پوهنه کې عالي مهارت درلود او له خپل یو ټولګیوال هنري فرانسیس دو پونټ سره ملګرې شوه چې وروسته هغه ورسره د وینټرټور، ډیلور د باغونو په طراحۍ کې مرسته وکړه. [۱۲][۱۳]

په پوهنتون کې د هغې د زده کړې کلونه هماغه ډول چې هغې توصیف کړي د «سخت کار یو اوږد مهاله» بې وقفې بهیر و چې یوازې د اوړي پر مهال له هېواد څخه په بهر ته تلو به یې ستړیا را کمه کېدله. [۱۴]

وورستۍ چارې او مړینه[سمول]

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته هغې د مناظرو د معمارۍ په برخه کې څو پروژې ترسره کړې او تر ۱۹۵۰مې لسیزې پورې یې په وینټرټور باندې کار ته دوام ورکړ. هغې په برانکس ښار کې د نیویارک د بوټو پوهنې د بڼ لپاره ګڼ شمېر طرحې جوړې کړې او د ۱۹۴۰مې لسیزې له وروستیو څخه یې د ۱۹۵۰مې لسیزې تر لومړیو پورې په مکرر ډول اروپا او سویلي امریکا ته سفرونه وکړل. هغې په ۱۹۴۶زکال کې د نیویارک ښار له هوبارټ او ویلیام سمیت کالجونو څخه افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه. نوموړې د ۱۹۵۷ زکال د فبروري په ۲ مه په نیوهېون کې په خپل کور کې مړه شوه. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Fleming, p. 7
  2. Ralph, p. 12
  3. Karson, p. 181
  4. Fleming, p. 8
  5. Ralph, p. 10
  6. Karson, p. 181
  7. Ralph, p. 10
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Libby, p. 70
  9. Karson, p. 182
  10. Libby, p. 69
  11. Ralph, p. 10
  12. Ralph, p. 11
  13. Libby, p. 71
  14. Libby, p. 71
  15. Doumato, p. 55
  16. Howett, p. 5
  17. Ralph, p. 11
  18. Ralph, p. 12