Jump to content

مارګاریت هاملتون د سافت ویر انجنیره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مارګاریت هامیلتون د سافت ویر انجنیره چې د کال ۱۹۳۶ د اګست په ۱۷ زېږېدلې ده یوه امریکایۍ کمپیتور پوهه، د سیستم انجنیره او د تجارت څښتنه ده. هغه د ام آی ټي آلاتو جوړولو د لابراتوار د سافت انجنیرۍ د برخې مشره چې د اپولو ناسا پروګرام کې یې د الوتنې سافت ویر جوړ کړل. هغې وروسته د سافت وېر دوه کمپنۍ جوړې کړې چې یوه یې هایر آردر سافت ویر کمپنۍ وه چې په کال ۱۹۷۶ کې یې تأسیس کړه او بله د هامیلټون د تکنالوزۍ په نامه کمپنۍ وه چې په کال ۱۹۸۶کې یې تأسیس کړه او دواړه کمپنۍ یې کمبریج ماساچوسیت کې تأسیس کړې. هامیلتون د ۶۰ پروژو او شپږو سترو پروګرامونو په هکله څه د پاسه ۱۳۰ مقالې، راپورونه او مذاکراتي شرحې خپرې کړې. هغې د سافت ویر انجنیری اصطلاح کشف کړه، هغه وایي (( ما د سافت ویر انجنیری اصطلاح کارول پیل کړل تر څو هغه له هارد وېر او نورو ډولونو انجنیریو څخه جلا کړل شی او د انجینیرۍ هر ډول لاتراوسه د انجینیرۍ د عمومې سیستم د پروسې په توګه په پام کې لرم. د کال ۲۰۱۶ د نومبر په ۲۲ هغې ته د ناسا اپولو د ماموریت لپاره پروازته سافت ویر جوړولو کې د کار کولو په پار  ولسمشر بارک اوباما له خوا د آزادۍ و لسمشریزمدال ورکړل شو. [۱][۲][۳]v[۴] 

د ژوند لومړې وختونه او زده کړې

[سمول]

مارګاریت الین د کال ۱۹۳۶ د اګست په ۱۷ د اندیانا په پاولې کې وزېږېده د هغې مور او پلار کنیت هیفلد او روت ایستر هیفلد نومیدل. دهغې کورنۍ وروسته مشیګن ته ولېږدېدل چې هلته مارګاریت په کال ۱۹۵۴ کې د هانکاک له لېسې څخه فارغه شوه. مخکې له دې چې هغه ایرل هام کالج ته چې هلته یې یووخت مور هم زده کړه کوله لاړه شي هغې په کال ۱۹۵۵ کې د مشیګن په پوهنتون کې د ریاضیاتو زده کړه وکړه او په کال ۱۹۵۸ کې په ریاضیاتو کې د بې اې سند تر لاسه کړ او څه زده کړه یې په فلسفه کې  هم وکړه. هغه فلورینس لانګ چې د ایرلهام د کالج د ریاضاتو برخې مشر و هغه څوک ښیي چې د اختصارې ریاضیاتو په اړوند یې د دې  د هیلې په لاس ته راوړلو کې مرسته وکړه او دا د ریاضیاتو یوه پروفېسوره شوه. دا وایي چې دهغه شاعر پلار او نیکه یې چې د مکتب مدیر و دا وهڅوله چې په خپلو زده کړو کې کمه فلسفه هم شامله کړي.   [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

مسلک

[سمول]

په بوسټون کې، هاملتون په پیل کې قصد وکړ ځان د برندیس د پوهنتون د اختصاري ریاضیاتو په تکمیلې زده کړو کې شامل کړي، خو د کال ۱۹۵۹ په نیمایي کې ادوارد نورتون لورینز ( یو امریکایي ریاضي پوه و) لپاره د ماساچوست د تکنولوژۍ انستیتوت (ام آی ټي) کې د هوا پېژندنې په څانګه کې کار پیل کړ. هغې د هوا د وړاندوېنې لپاره سافت وېرونه، اود ماروین مینسکي ( یو امریکایی کمپیوتر پوه و) د مک په پروژه کې یې د LGP-30 او PDP-1 کمپیوترونو لپاره  پروګرامونه جوړ کړل . دهغې کار د لورینز په خپرونو کې چې د chaos theory ( کمپیوتري ګډوډۍ) نظریې په اړوند یې کولې برخه در لوده . په دې وخت کې کمپیتور ساینس او د سافتوېر انجنیري دسیلینونه نه و ایجاد کړي، او په ځای یې پروګرامرانو  د دندې په مهال په فزیکې ډول د کمپیوتري سیستم په کار اچول زده کول. هغې د کال ۱۹۶۱ په دوبې  کې بله پروژه پیل کړه او الین فېتر ( داهم یوه امریکایۍ کمپیوتر پوهه وه) یې د ځان د ځای ناستې په توګه وروزله او وګومارله. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د سېج  (SAGE)پروژه

[سمول]

له کال ۱۹۶۱ څخه تر ۱۹۶۳ پورې، هامیلتون د ماساچوست د تکنالوژۍ د انستیتوت د لینکولن په لابراتوار کې د نیمه اتوماتیک ځمکني چاپېریال Semi-Automatic Ground Environment (SAGE) په پروژه کار وکړ. په دې پروژه کې دا یو له هغو پروګرام جوړونکو وه چې د AN/FSQ-7  لومړۍ نمونې کمپیوتر لپاره د the XD-1 سافت وېر چمتو کړ چې د امریکا د هوایي قواوو له خوا د دښمن د الوتکو د لټولو لپاره کارول کېده. هغې د کمبردیج د تحقیقاتي لابراتوار لپاره د ستلایت د څرک لګولو یو سافت ویر هم چمتو کړ. د سېج پروژه د ویرل ویند د پروژې دوام و چې د ماساچوست د تکنالوژۍ د انستیتوت له خوا پیل شوې وه تر څو داسې یو کمپیوتري سیستم جوړ کړي چې د هوا د وړاندوېنې سیستمونه پېشبینی کړي او د مشابه جوړونکو آلاتو په کارونې سره د دې سیستمونو څرک ولګوي. د سېج پروژې ته ډېر ژر د هوایي دفاع په برخه کې د الوتکو ضد لپاره پراختیا ورکړل شوه. [۲۲][۲۳]

هاملتون به ویل: کله چې تاسو دې مؤسسې ته د تازه کار په توګه راشۍ، نو هغه څه چې دوی یې تر سره کوي هغه داده چې هغوی به تاسو ته داسې پروګرام  درکړی چې هېچا نشو کشف کولای او نه به یې پر مخ بیولای شو. کله چې په دې مؤسسه کې تازه کاره وم، دوی ماته همداسې پروګرام راکړ، هغه څه چې پېښ شول هغه دا وه چې دا يوه پېچلې پروګرام ليکنه وه، اوهغه چا چې دالیکلی وه په دې خوښ و چې ټول نظریات یې په لاتینه او یوناني ژبه وي. ماته دا پروګرام وسپارل شواو ما داسې جوړ کړ چې کار یې وکړ. دې پروګرام حتی خپل ځوابونه په لاتینې او یوناني ژبه چاپ کړل. زه لومړی څوک وم چې دا پروګرام مې په کار واچاوه. په دې پروژه کې د هامیلتون هڅې د دې لامل شوې چې هغه په ناسا کې د اپولو د الوتنې د سافت وېر جوړونکې موقف ته کاندیده وي. [۲۴][۲۵]

د ماساچوست د تکنالوزۍ د انستیتوت د اندازه اخیستلو د آلاتو د کارونې لابراتوار او د اپولو لارښود کمپیوتر

[سمول]

هامیلتون له دې وروسته، د ماساچوسیت د تکنالوژۍ په انستیتوت کې د انداز اخیستلو د آلاتو د کارونې په لابراتوار کې کار پیل کړ چې دې لابراتوار په سپوږمي که د اپولو د اکتشافي پروګرام لپاره کمپیوتر جوړ کړ. هامیلتون هغه لومړۍ پروګرامره وه چې د اپولو د پروژې لپاره وګومارل شوه او په کال ۱۹۶۵ کې د سافت وېر انجنیري برخې مشره شوه. هغه د هغه ټیم مسؤله وه چې د اپولو د هوایي بېړۍ د پرواز ، قوماندې، د سپوږمۍ مودیول او له هغه وروسته د سکېلاب د فضایي ستشن سافت وېرونه چمتو او ازمایل. د هغې د ټيم بلې برخې د سیستم سافت وېرونه دیزان او جوړ کړل چې په دې سافت وېرونو کې د بیا چالانولو او د ربط ورکوونکو روتینونو  په څیر د تېروتنو موندلو او رغولو سافت وېرونه  چې د لومړیتوب ښودونکو په نامه هم یاديږې شامل و، دې ټولو سافت ویرونو ته هامیلتون پراختیا ورکړه. کله چې د کمپوتر ساینس کورسونه غیر معمول و او د سافت انجنیری کورسونه نه وه هغې هڅه وکړه چې په فزیکی ډول د کمپیوترې پروسې کارولو کې تجربه لاس ته راوړي. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

هغې په لاندې برخو کې مهارتونه درلودل: د سیستمونو دیزاین او د سافت وېر پراختیا، تجارت او دپروسې مودل جوړول، د نمونې پراختیا، درسمي سیستونو د مدل جوړولو ژبې، دسیستم د مودل جوړولو او پراختیا لپاره په سیستم ولاړ اشیاء، د ژوند د دوران اتومات چاپېریالونه، د سافت وېرونو باوري کېدو او بیا کارونې د ډېرولو متودونه، د سیستمونو د حوزې تحلیل، د داخلي ژبې د خصوصیاتو په واسطه اصلاح کول، د ځواکمنو سیستمونو لپاره د پرانستې معمارۍ تخنیکونه، د ژوند د بشپړ دوران اتومات کول، د کیفیت تضمین، بې درزه یوه ټوټه کول، د تېروتنې د کشف او رغونې تخنیکونه، د بشر او ماشین ربط ورکوونکي سیستمونه، عملیاتي سیستمونه، سر تر پایه ازمایښت کوونکي سیستمونه او د ژوند د دوران د مدیریت تخنیکونه. دا تخنیکونه د دې لپاره په پام کې نیول کیږي چې کودونه نور هم د باور وړ شي ځکه کودونه پروګرام جوړونکو سره مرسته کوي چې تېروتنې د پرمختیا په پروسه کې  ژر تشخیص کړي او ورغوي.  [۳۴][۳۵]

د اپولو ۱۱ ناسته

[سمول]

د اپولو ۱۱ د ماموریت په یوه حساسه شېبه کې، د اپولو د لارښودنې کمپیوتر، د هوایي بیړۍ د پروار داخلي سافت وېر سره په سپوږمۍ د ښکته کېدو مخنیوی وکړ. درې دقیقي دمخه چې په سپوږمۍ کې ښکته کېدونکې هوایي بېړۍ د سپوږمۍ سطحې ته ورسيږي، د خطرڅو کمپیوترې زنګونه فعال شول. د سافت وېر انجینیر رابرت ویلز په وېنا، بوز الدرین ( دا یو امریکایي ستور مزلی او دویم کس و چې په سپوږمۍ کې یې قدم کېښود) کودونه داخل کړل ترڅو له کمپیوتر وغواړي چې د بحر له سطحې څخه ارتفاع او نورمعلومات د کمپیوټر په سکرین ښکاره کړي. د کمپيوټر سیستم داسې ديزاین شوی و چې په هم مهاله توګه اوه پروګرامونه وچلوی خو د الدرین غوښتنه اتمه غوښتنه وه. دا هغه عمل و چې ده څو ځله په داسې حال کې وغوښت چې ده په مشابه کوونکې دستګاه باندې کار کاوه. پایله د ژوندې ښکته کېدو په مهال یولړغیر متوقعه اشتیباه کودونه و. په الوتکه کې د نصب شوي کاریال ( سافت وېر) دا خبرداری (( هېڅکله د پېښېدو تمه نه درلودلو ښودنه )) له لارې ترلاسه کړل. او د ستور مزلو د لومړيتوب لرونکي خبرداري ښودلو کې یې خلل پیدا کړ.    هامیلتون کلونه پخوا د داسې شرایطو لپاره چمتو شوې وه:   [۳۶]

د سیستم د تخریب د مخنیوي لپاره یو بل څه هم و چې هامیلتون غوښتل په یاد یې ولري. د هغې له خوا د (( د لومړيتوب د ښودونکي)) نوښت دا خطر پیدا کړی و چې د ستورمزلی او کمپیوتر له همغږۍ څخه هغه وخت بهر شي چې دا همغږي ډېره مهمه وه.  څنګه چې خبرداري بند شول، او د عادي ښودنو ځای د لومړیتوب ښودنو ونیو، دسکرینونو شاته نویو پروګرامونو ته فعلي بدلون د نن ورځې په پرتله (( یو ګام کرار )) د منځ ته راتلو په حال کې و. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

هامیلتون  په دې اړوند پخوا او جدي فکر کړی و. دا په دې معنی و چې که الدرین، ډېر ژر د لومړيتوب د ښودونکې تڼۍ کېکاږي هغه به لاهم د (( نارمل ځواب تر لاسه کړي)). د هاملیتون حل لاره دا وه: کله چې تاسو د لومړیتوب ښودونکی ووينئ نو په پیل کې تر پنځو شمار وکړئ. [۴۵][۴۶]

سرچينې

[سمول]
  1. Cameron, Lori (2018-10-05). "First Software Engineer". IEEE Computer Society. نه اخيستل شوی 2023-03-25.
  2. Thereon, Bradley, ed. (2003). "The NASA Heritage Of Creativity" (PDF). 2003 Annual Report of the NASA Inventions & Contributions Board. NASA. Archived (PDF) from the original on May 29, 2016. نه اخيستل شوی June 16, 2023.
  3. Hamilton, Margaret oral history - 102738243. Computer History Museum. 2017-04-13. نه اخيستل شوی 2023-03-25.
  4. "President Obama Names Recipients of the Presidential Medal of Freedom". whitehouse.gov (په انګليسي). 2016-11-16. نه اخيستل شوی 2022-07-26.
  5. Spicer, Dan (April 27, 2017). "2017 CHM Fellow Margaret Hamilton". Computer History Museum. Archived from the original on February 12, 2019. نه اخيستل شوی February 11, 2019.
  6. Welch, Rosanne; Lamphier, Peg A., eds. (February 28, 2019). Technical Innovation in American History: An Encyclopedia of Science and Technology (په انګليسي). Vol. 3. ABC-CLIO. p. 62. ISBN 978-1-61069-094-2.
  7. "Ruth Esther Heafield". Wujek-Calcaterra & Sons – Tributes.com. Archived from the original on December 16, 2014. نه اخيستل شوی December 15, 2014.
  8. "Commings, Goings and Events". The Evening News. Sault Ste Marie, Michigan. December 10, 1952.
  9. "Pioneers in Computer Science". Utah State University. Archived from the original on September 17, 2016. نه اخيستل شوی May 25, 2019.
  10. "Former Earlham Student Had Role in Moon Flight". Palladium-Item. Richmond, Indiana. August 15, 1969 – via Newspapers.com.
  11. "Pioneers in Computer Science". Utah State University. Archived from the original on September 17, 2016. نه اخيستل شوی May 25, 2019.
  12. "2009 Outstanding Alumni and Distinguished Service Awards". Earlham College. Archived from the original on May 18, 2015. نه اخيستل شوی December 15, 2014.
  13. "The Woman Who Taught Me – Margaret Hamilton MAKERS Moment". Makers.com (په انګليسي). Archived from the original on May 25, 2019. نه اخيستل شوی May 6, 2019.
  14. "Margaret Hamilton: The Untold Story of the Woman Who Took Us to the Moon". Futurism (په انګليسي). July 20, 2016. Archived from the original on December 20, 2016. نه اخيستل شوی December 12, 2016.
  15. Welch, Rosanne; Lamphier, Peg A., eds. (February 28, 2019). Technical Innovation in American History: An Encyclopedia of Science and Technology (په انګليسي). Vol. 3. ABC-CLIO. p. 62. ISBN 978-1-61069-094-2.
  16. Lorenz, Edward (March 1962). "The statistical prediction of solutions of dynamic equations" (PDF). Proceedings of the International Symposium on Numerical Weather Prediction in Tokyo, November 7–13, 1960. The Meteorological Society of Japan: 629–635. Archived from the original (PDF) on May 23, 2019. نه اخيستل شوی September 3, 2019. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  17. Wayne, Tiffany K. (2011). American Women of Science Since 1900. ABC-CLIO. pp. 480–82. ISBN 978-1-59884-158-9. Archived from the original on March 17, 2015. نه اخيستل شوی April 29, 2016.
  18. Levy, Steven (1984). Hackers: Heroes of the Computer Revolution. Doubleday. pp. Chapter 5:The Midnight Computer Wiring Society. ISBN 0-385-19195-2.
  19. Sokol, Joshua (May 20, 2019). "The Hidden Heroines of Chaos". Quanta Magazine. نه اخيستل شوی May 25, 2019.
  20. "About Margaret Hamilton". klabs.org. Archived from the original on December 6, 2010. نه اخيستل شوی May 25, 2019.
  21. Sokol, Joshua (May 20, 2019). "The Hidden Heroines of Chaos". Quanta Magazine. نه اخيستل شوی May 25, 2019.
  22. Wayne, Tiffany K. (2011). American Women of Science Since 1900. ABC-CLIO. pp. 480–82. ISBN 978-1-59884-158-9. Archived from the original on March 17, 2015. نه اخيستل شوی April 29, 2016.
  23. Spicer, Dan (April 27, 2017). "2017 CHM Fellow Margaret Hamilton". Computer History Museum. Archived from the original on February 12, 2019. نه اخيستل شوی February 11, 2019.
  24. "AGC – Conference 1: Margaret Hamilton's introduction". authors.library.caltech.edu. Archived from the original on January 31, 2016. نه اخيستل شوی ډيسمبر 9, 2015.
  25. Welch, Rosanne; Lamphier, Peg A., eds. (February 28, 2019). Technical Innovation in American History: An Encyclopedia of Science and Technology (په انګليسي). Vol. 3. ABC-CLIO. p. 62. ISBN 978-1-61069-094-2.
  26. Magazine, Smithsonian; George, Alice. "Margaret Hamilton Led the NASA Software Team That Landed Astronauts on the Moon". Smithsonian Magazine (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2023-03-05.
  27. "Margaret Hamilton 2017 Fellow". Computer History Museum. Archived from the original on June 29, 2017. نه اخيستل شوی June 26, 2017.
  28. "NASA Engineers and Scientists-Transforming Dreams Into Reality". NASA. Archived from the original on June 29, 2010. نه اخيستل شوی July 29, 2010.
  29. Hoag, David (September 1976). The History of Apollo On-board Guidance, Navigation, and Control (PDF) (Report). Charles Stark Draper Laboratory. Archived (PDF) from the original on November 5, 2016. نه اخيستل شوی September 10, 2016.
  30. "About Margaret Hamilton". klabs.org. Archived from the original on December 6, 2010. نه اخيستل شوی May 25, 2019.
  31. Michael Braukus NASA News "NASA Honors Apollo Engineer" Archived November 24, 2010, at the Wayback Machine. (September 3, 2003)
  32. Green, Alan (June 1967). Keyboard and Display Program and Operation (PDF) (Report). Charles Stark Draper Laboratory. p. 29. Archived (PDF) from the original on July 17, 2016. نه اخيستل شوی September 10, 2016.
  33. "About Margaret Hamilton". klabs.org. Archived from the original on December 6, 2010. نه اخيستل شوی May 25, 2019.
  34. "About Margaret Hamilton". klabs.org. Archived from the original on December 6, 2010. نه اخيستل شوی May 25, 2019.
  35. Weinstock, Maia (August 17, 2016). "Scene at MIT: Margaret Hamilton's Apollo code". MIT News. Archived from the original on August 18, 2016. نه اخيستل شوی August 17, 2016.
  36. "Moon landing memories:'Apollo 11 changed civilisation and I had a part in it'". The Times of London. July 15, 2019.
  37. Eyles, Don. "Tales from the Lunar Module Guidance Computer". 27th Annual Guidance and Control Conference of the American Astronautical Society. Archived from the original on July 20, 2016. نه اخيستل شوی July 22, 2016 – via DonEyles.com.
  38. Blair-Smith, Hugh (November 7, 2011). "System integration issues in Apollo 11". IEEE Aerospace and Electronic Systems Magazine. 26 (11): 16–24. doi:10.1109/MAES.2011.6065654. S2CID 13420135.
  39. Hamilton, Margaret; Hackler, William (December 12, 2008). "Universal Systems Language: Lessons Learned from Apollo". IEEE Computer. 41 (12): 34–43. doi:10.1109/MC.2008.541. ISSN 1558-0814. S2CID 15870726.
  40. Wills, Robert (October 26, 2019). "Light-years ahead". Archived from the original on 2021-12-21 – via The National Museum of Computing.
  41. Collins, Michael; Aldrin, Edwin E. Jr. (1975). "A Yellow Caution Light". In Cortright, Edgar M (ed.). Apollo Expeditions to the Moon. Washington, D.C.: NASA. OCLC 1623434. NASA SP-350. Archived from the original on February 19, 2008. نه اخيستل شوی June 13, 2013. Chapter 11.4.
  42. Hayes, Brian (May–June 2019). "Moonshot Computing". American Scientist.
  43. Eyles, Don. "Tales from the Lunar Module Guidance Computer". 27th Annual Guidance and Control Conference of the American Astronautical Society. Archived from the original on July 20, 2016. نه اخيستل شوی July 22, 2016 – via DonEyles.com.
  44. Mindell, David A. (2011). Digital Apollo. MIT Press. p. 149.
  45. Michael Braukus NASA News "NASA Honors Apollo Engineer" Archived November 24, 2010, at the Wayback Machine. (September 3, 2003)
  46. Lickly, Dan (July 17, 2009). "Recalling the 'Giant Leap'". MIT News. Archived from the original on September 15, 2016. نه اخيستل شوی September 8, 2016.