مارکس وروڼه (مارکس برادرز)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارکس وروڼه (مارکس برادرز)
مارکس وروڼه (مارکس برادرز)
مارکس وروڼه (مارکس برادرز)

د شخص معلومات
عملي ژوند
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مارکس وروڼه (په انګلیسي:  Marx Brothers) یوه امریکایي کومېډین تمثیل کوونکې کورنۍ وه چې، د ۱۹۰۵ز او ۱۹۴۹ز کلونو ترمنځ په وېډویل (یو ډول ننداره او تمثیل دی چې ډول-ډول سندرې، نڅاوې او اکټونه لري)، براډوې (سینمایي نندارې یا نمایشات دي چې د نیویارک ښار په منهاتن کې د براډوې سړک تر څنګ او د لینکون سنټر په سینمایي سیمه کې په ۴۱ سینماوو کې چې هره یوه یې ۵۰۰ څوکۍ لري نندارې ته وړاندې کېږي) او خوځنده انځوروڼو (ّmotion pictures) کې بریالۍ وه. د مارکس وروڼو له ۱۳ هنري فلمونو یې ۵ هغه د امریکایي فلمونو موسسې (AFI) لخوا په ۱۰۰ غوره کومیډي فلمونو کې انتخاب شول، چې دوه فلمونه یې ډک سوپ [Duck Soup (1933)] او اې نایټ اټ اوپیرا [A Night at the Opera (1935)] د ۱۵ غوره فلمونو په لېست کې شامل شول. ډېری نقادان، څېړونکي او مینوال دوی د شلمې پېړۍ ترټولو غوره او خورا اغېزناک کومېډینان ګڼي. یاد وروڼه د هالیووډ کلاسیک سینما د ۲۵ غوره ستورو په فهرست د AFI  ۱۰۰ کالونه... ۱۰۰ ستوري (AFI's 100 Years... 100 Stars) کې شامل دي، دوی یوازېني هغه اجرا کوونکي او هنرمندان دي چې په ډله ییزه توګه په یاد فهرست کې شامل کړل شوي دي.

یاد وروڼه تقریباً د ټولې نړۍ په کچه د دوی د صحنې په نومونو: چیکو، هېرپو، ګروچو، ګومو او زیپو پېژندل کېږي. دوی د مېنفریډ (مېني) په نامه یو شپږم ورور هم درلود، چې په ماشومتوب کې ومړ؛ زیپو ته یې د متوفي په یاد کې د مېنفریډ کورنی نوم ورکړ.

د تمثیل اصلي برخه درې مشران وروڼه: چیکو، هېرپو او ګروچو وو، چې هر یوه یې خورا متمایز صحنوي شخصیت درلود. وروسته له هغې چې یاده ډله په بنسټیزه توګه په ۱۹۵۰ز کال کې منحله شوه، ګروچو په تلویزون کې خپلې دویمې بریالۍ حرفې ته ادامه ورکړه، په داسې حال کې هېرپو او چیکو لږ شهرت ومونده. دووو کشرانو وروڼو هیڅکله د مشرانو وروڼو په اندازه د صحنوي شهرت ترلاسه نه شو کړلای. دواړو تمثیل پرېښود ترڅو د سوداګرۍ په مسلک کې کار وکړي، چې دواړه په کې بریالي هم شول او تر یوه وخته یې د نندارتون ستره اېجنسي چلوله، چې له طریقه یې د خپلو وروڼو او نورو هنرمندانو تمثیل په پرده ښوده. ګومو په یوه فلم کې هم نه و؛ زیپو په لومړنیو پنځه فلمونو کې نسبتاً ساده (غیر-کومېډي) رول ولوباوه. د وروڼو د اجرا لومړني وختونه تر ډېره د دوی د مور میني مارکس (د واډویل کومېډین ال شاین خور) د لارښوونې پوروړی دي، چې تر ۱۹۲۹ز کال پورې یې د دوی د مدیرې په توګه کار کاوه.

کورنۍ مخینه او د ژوند لومړني وختونه[سمول]

مارکس وروڼه د جرمني او فرانسې د یهودو مهاجرینو زامن، په نیویارک ښار کې زېږېدلي دي. د دوی مور میېن "میني" شونګر (په مسلکي ژوند کې د میني پالمر په نامه مشهوره وه، وروسته د وروڼو مدیره شوه) د ختیځې فریزیا له ډورنوم څخه وه. هغې د اجرا کوونکو د کورنۍ سره تړاو درلود. د نوموړې مور یوډلینګ هارپ غږوونکې (د موسیقۍ اله ده) وه او پلار يې ودنټریوکویسټ (د غږېدلو یو ډل هنر دی چې له ستوني څخه له خبرو کولو سره تړاو لري) و؛ دوی دواړه فنفیر (د اجرا د تنوع یا سوداګریزو فعالیتونو لپاره د خلکو راټولېدنه) اجرا کوونکي و. د ۱۸۸۰ز کال په شاوخوا کې یاده کورنۍ نیویارک ښار ته ولېږدیده، چېرې چې میني په ۱۸۸۴ز کال کې د سېم مارکس سره واده وکړ.

سېمویل ("سېم"؛ زیږون نوم سیمون) مارکس د السېټیان د یو کوچني کلي میرټزویر اصلي اوسېدونکی و او خیاطي یې کوله. د هغه نوم سېمویل مارکس ته بدل شو او د "فرینچي" لقب ورکړل شو. یاده کورنۍ د نیویارک ښار پورته ختیځ لور ته د منهاتن په یارک ویلي سیمه کې مېشته وه، یاده سیمه د ایرلنډي، الماني او اېټالوي پناه اخیستونکو مرکز و. [۱][۲][۳]

مارکس وروڼو یوه مشره "خور" هم لرله—چې په حقیقت کې یې د تره لور وه، د ۱۸۸۵ز کال په جنوري کې زېږېدلې وه—چې میني او فرینچي په لورتوب نیولې وه. د هغې نوم پاولین  یا "پولي" و.  [۴]   

لیونېرډ جوزف "چیکو" مارکس د وروڼو ترمنځ ترټولو مشردی، په ۱۸۸۷ز کال کې زېږېدلی دی. اډولف "هېرپو" مارکس په ۱۸۸۸ز کال کې، جولیوس هنري "ګروچو" مارکس په ۱۸۹۰ز کال کې، میلټون "ګومو" مارکس په ۱۸۹۳ز کال کې او تر ټولو کوچینی هربرټ مېنفریډ "زیپو" مارکس په ۱۹۰۱ز کال کې زېږېدلي وو.[۵]

یاده کورنۍ په شفاهي ډول وایي چې، د دوی مشر زوی، مېني په ۱۸۸۶ز کال کې زېږېدلی خو یوازې درې میاشتې ژوندی و او توبرکلوز رنځ له امله ومړ. د مارکس کورنۍ ځینې غړي د متوفي په اړه شکمن و، خو د مېنفريډ د مړینې سرټیفیکېټ د منهاتن له سیمې څخه ښیي چې، هغه د اووه میاشتو په عمر د ۱۸۸۶ز کال د جولای په ۱۷ مه نېټه د لویو او کوچینیو کولمو د التهاب له امله مړ شوی دی، چې استینیا "asthenia"  رنځ هم ورسره مل و، یعنې احتمالاً د انفلونزا رنځ قرباني شوی دی. نوموړی د واشنګټن په هدیره (بروکلین، نیویارک) کې د خپلې نیا، فاني سوفي شونبرګ تر څنګ (کورنۍ نوم یې سالمونس و) چې د ۱۹۰۱ز کال د اپرېل په ۱۰ مه نېټه مړه شوې، خاورو ته سپارل شوی.     [۶][۷][۸]

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې میني د خپل کوچني ورور ابراهام الیزر ادولف شونبرګ (چې د صحنې نوم یې ال شېن و) سره د نمایش حرفې ته په ننوتلو کې مرسته وکړه؛ هغه په وېډویل او براډوې کې د موسیقیزې کومیډۍ ګېلېر او شېن په توګه د دوه ګوني تمثیل د نیمې برخې په ترسره کولو خورا زیات بریالی شو او دا لامل شو چې وروڼه د میني په هڅونه میوزیکل، وېډویل او براډوې ته ننوځي. میني د وروڼو د مدیرې په توګه هم کار کاوه او د دې لپاره چې اېجنټان پرې پوه نه شي چې  نوموړې د وروڼو مور ده، د میني پالمر نوم یې کاراوه. ټولو وروڼو تایید کړې چې میني مارکس د کورنۍ مشره او د دوی د ډلې محرک ځواک و، هغه یوازېنۍ څوک وه چې د دوی اداره کول یې له وسه پوره وو؛ ویل کېږي چې نوموړې د تیاتر د ادارې سره کلکه چانه وهونکې وه.[۹][۱۰][۱۱]

څرنګه چې د کومېډي تمثیل پراختیا ومونده، تدریجاً یې په صحنوي کریکټرونو تمرکز وکړ چې د مشرانو وروڼو، چیکو، هېرپو او ګروچو لخوا یې تمثیل کېده، دې امر د کشرانو وروڼو د فعالیت ساحه را تنګه کړه. ګومو او زیپو بریالي سوداګران شول: ګومو ډېر ژر تمثیل پرېښود او د خپلې استعداد موندنې اېجنسۍ د فعالیتونو او د باراني کوټونو د تجارت له لارې یې خورا بریا ترلاسه کړه، زیپو د ده د براډوې کلونو تر پایه او د خپلې فیلمي حرفې تر پیله پورې د تمثیل سره پاتې شو، خو وروسته یې پرېښود او د خپلې انجنیري سوداګرۍ له لارې میلیونر شو.    [۱۲][۱۳]

په دریځ د راښکاره کېدو پیل[سمول]

وروڼو د هنرمندانو د کورنۍ سره تړاو درلود او د دوی د موسیقۍ وړتیا له ماشومتوب څخه وپالل شوه. هېرپو ځانګړې وړتیا لرله، ده د خپل هنري ژوند په اوږدو کې د موسیقۍ د شپږو الو غږول زده کړل. نوموړی نامتو هارپ غږونکی شو، چې ده ته یې د ده لقب (هېرپو) ور وباښه. چیکو یو غوره پیانو غږونکی، ګریچو ګیتار غږونکی او سندر غاړی او زیپو سندرغاړی شو.[۱۴]

دوی د خپل کار پیل له وېډویل څخه وکړ، دا هغه ځای و چې، د دوی ماما البرټ شونبرګ د ګېلېګر او شېن نمایش کې د ال شېن په توګه په کې اجرا کړې وه. ګروچو په ۱۹۰۵ز کال کې د سندرغاړي په توګه خپله لومړۍ اجرا ترسره کړه. تر ۱۹۰۷ز کال پورې نوموړی او ګومو د مېبل اوډونل سره د "درې بلبلانو" په توګه په ګډه سندرې ویلې. راتلونکی کال، هېرپو څلورم بلبل شو او په ۱۹۱۰ز کال کې یاده ډله لږ پراخه شوه، ترڅو د دوی مور او ترور هېنا هم په کې ګډون وکړي. د یادې ډلې نوم هم "شپږ د نېمکرغۍ راوړونکي" ته بدل شو.    [۱۵]

کومېډي[سمول]

د ۱۹۱۲ز کال یو ماخستن، د ټاکزاس د ناکېډوچز په یوه نندارتون کې، یوه ننداره د یو تښتېدلي کچر د شورماشور له امله مختله شوه. نندارچیان د باندې لاړل ترڅو وګوري چې څه پېښه شوې ده. ګروچو د وقفي له امله غوسه شو او کله چې نندارچیان بېرته راستانه شول، د دوی په دې کار یې ورته د "ناکېډوچز د ورږو ډک دی" او "خر د ټکزاس ګل دی" په ګډون توهین آمیزه کلمې وکارولې. نندارچیانو د غوسه کېدلو په ځای وخندل. له دې وروسته کورنۍ پوه شوه چې د یوې کمېډي ډلې پټه وړتیا لري. [۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. "La famille paternelle des Marx Brothers". Judaisme.sdv.fr. د لاسرسي‌نېټه September 21, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په September 16, 1929 باندې). Mrs. Minnie Marx. Mother of Four Marx Brothers, Musical Comedy Stars, Dies..
  3. (په May 12, 1933 باندې). Samuel Marx, Father of Four Marx Brothers of Stage and Screen Fame.
  4. Simon Louvish. "Monkey Business: The Lives and Legends of the Marx Brothers: Groucho, Chico, Harpo, Zeppo with Added Gummo", The New York Times. Groucho talked about her in his 1972 Carnegie Hall concert.
  5. 1900 Census shows birth year as Oct 1892 and his WWI draft registration says 21 Oct, 1892 Roll #1613143, on his death certificate and his grave the year 1893 is given.
  6. "Family and Friends – The Marx Brothers". Marx-brothers.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Adamson, Joe (1973). Groucho, Harpo, Chico and Sometimes Zeppo: A Celebration of the Marx Brothers. New York: Simon and Schuster. د کتاب پاڼي 6–8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-340-18807-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Louvish, Simon (June 2000). Monkey Business. New York: St. Martin's Press. د کتاب پاڼي 10–11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-312-25292-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Family – The Marx Brothers". Marx-brothers.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Anstey, Robert Graham (2002). The Marx Brothers : Their World, Their Movies, Their Lives, Their Humour and Their Legacy by Robert G. Anstey. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781896779850. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  11. Louvish, Simon. Monkey Business: The Lives and Legends of the Marx Brothers. Thomas Dunne Books; 1st U.S. edition (2000). Also e-text at Google Books
  12. Current Biography, The H. W. Wilson Company, د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اپرېل ۲۰۱۲ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Motor Bikes of 1930s to 1960s". 17 July 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جولای ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Marx and Barber.
  15. "The Three Nightingales (1907) – The Marx Brothers". www.marx-brothers.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Kanfer, pp. 35–36.
  17. Marx, Harpo (1961). Harpo Speaks. New York: Limelight Editions. د کتاب پاڼي 112–113. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87910-036-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په July 20, 1930 باندې). [{{{url}}} Runaway Mules Gave Marx Bros. Cue to Comedy]. San Antonio Express.