Jump to content

مارټين لوتر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مارټين لوتر (10 نومبر 1483 – 18 فبروري 1546) يو المانی پادري، دينپوه، لیکوال، د مذهبي سرودونو (حمد) لیکونکی، پروفيسر او اګستي راهب و. لوتر د پروټسټنټ د اصلاح مهمه څېره وه، او د هغه مذهبي عقايد د لوتريزم اساسات دي. نوموړی په لوېديځ او مسیحي تاریخ کې تر ټولو اغېزناک شخص بلل کېږی. [۱][۲][۳][۴]

لوتر په 1507ز کال کې د پادري په دنده وګومارل شو. نوموړي د رومي کاتولیکې کليسا ګڼې لارښونې او کړنې رد کړې؛ په ځانګړي ډول، د ګناهونو د بښنې لپاره له نظريې سره يې اختلاف څرګند کړ. لوتر په ښې طريقې سره د دې اختلافاتو د حل هڅه وکړه، لومړی يې په پنځه نوي (95) مقالو کې د ګناهونو د بښنې او اغېزناکتيا په اړه د يو علمي بحث وړاندېز وکړ، کومې مقالې چې نوموړي په 1517ز کال کې لیکلې وې. په 1520ز کال کې، پاپ «لیو» لسم له لوتر غوښتنه وکړه چې له خپلو ټولو لیکنو تېر شي، خو کله چې لوتر دا غوښتنه رد کړه، نوموړی يې د 1521ز کال د جنورۍ په مياشت کې له کليسا څخه اخراج کړ. د همدې کال په وروستيو کې، سپېڅلي رومي سترواک پنځم چارلس د «ورمز» په مجلس کې له قانون څخه د سرغړونکی په توګه وغانده. کله چې په 1546ز کل کې لوتر مړ شو، د پاپ لسم ليو اخراج (له کليسا څخه منع کول يا تکفير کول) لا هم نافذ و.

د لوتر ښوونه دا وه چې نجات او د هغې په پايله کې ابدي ژوند د ښو کړنو په مټ نه شي تر لاسه کېدای، بلکې يوازې پر عيسي مسيح د مؤمن د ايمان په مټ د خدای په فضل سره د يوې وړيا ډالۍ په توګه تر لاسه کېدای شي، څوک چې د ګناه يوازينی ژغورونکی دی. د لوتر دينپوهنې د پاپ واک او دنده د دې تعليم په ورکولو سره ونګوله، چې بايبل د اله له خوا د نازل کړای شوي علم يوازينۍ لاره ده، او د يو سپېڅلي پادري په توګه د ټولو تعميد شويو مسيحيانو په منلو سره يې د پادري واکۍ (مسيحي ملاکراسي يا هغه مذهبي باور چې کشيش د خدای او بنده تر منځ منځګړی بولي) مخالفت وکړ. هغه خلک لوتريان بلل کېږي چې د لوتر پراخه تعليمات مني، که څه هم لوتر خپله د دې نوم مخالفت کړی و، د هغه باور و هغه خلک چې پر مسیح د ايمان ادعا لري هغوی ته مسيحيان يا ايونجلیکيان ويل کېږي.[۵][۶]

کله چې لوتر بايبيل له لاتيني څخه الماني ژبې ته وژباړه نو، ډېرو عامو خلکو ورته لاسرسی پيدا کړ، کوم چې په کليسا او الماني کلتور دواړو سخت اغېز درلود. دې د الماني ژبې د معياري بڼې وده پياوړې کړه، د ژباړې هنر ته يې ګڼ اصول ورزيات کړل، او د انګليسي ژباړې، په لیکنو يې اغېز وکړ، چې د «ټينډيل» بايبل په نوم ده،. د هغه سرودونو په پروټسټانټ کليسګانو کې پر سرود ويلو هم اغېز وکړ. له پخوانۍ راهبې «کاترينا وان بورا» سره د هغه واده، د مذهبي واده د دود لپاره يوه بېلګه وړاندې کړه، او پروټسټانټ مذهبي اشخاصو ته يې د واده کولو اجازه ورکړه.[۷][۸][۹][۱۰]

په وروستيو دوه اثارو کې، لوتر د يهوديت مخالف اندونه څرګند کړل، د يهوديانو د ايستلو او عبادتځايونو د سوځولو غوښتنه يې وکړه. په دې اثارو کې يې رومي کاتوليکان، اناباپټسټان او غېر تثليثي مسيحيان هم هدف وګرځول. د هغه د ښوونو پر اساس، د دې حقيقت سره سره چې لوتر د يهوديانو د وژلو پلوي نه کوله، يو شمېر تاريخپوهان وايي چې د هغه ويناوو په المان کې د سام دوښمنۍ ته وده ورکړه، له پېړيو وروسته، يې د نازي ګوند په راڅرګندېدو کې مرسته وکړه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه

[سمول]

زېږېدل او د ژوند لومړی پړاو

[سمول]

مارټين لوتر د 1483ز کال د نومبر په لسمه نېټه د «هانس لوډر» (چې وروسته لوتر شو) او د هغه د مېرمنې «مارګریټ» (د لینډمين په نوم پېژندل کېده) کره د «مينسفلډ» ولسوالۍ په «ايسلبن» کې زېږېدلی و چې دا د سپېڅلې رومي سترواکۍ برخه وه. د زېږېدو په سبا سهار د «تورز» د «مارټين» د جشن په ورځ د تعميد غسل ورکړل شو.[۱۹]

په 1484ز کال کې، د هغه کورنۍ «مينسفلډ» ته ولاړه، چېرته چې د هغه پلار د مسو په کانونو او د مسو د ویلې کولو کارخانو کې اجاره دار و. هلته يې په سيمه ييزه شورا کې د څلورو ښاري استازو څخه د يو په توګه خدمات وړاندې کړل؛ په 1492ز کال کې، نوموړی د ښاري شورا د غړي په توګه وټاکل شو. مذهبي عالم «مارټن مارټي» د لوتر مور "د سوداګريزې طبقې او منځنۍ کچې د سرچينو لرونکې" يوې خواريکښې ښځې په توګه ښودلې ده، خو د لوتر دوښمنان هغه يوه فاحشه او د حمام مزدوره بلله.[۲۰][۲۱][۲۲]

هغه ګڼ وروڼه او خوېندې درلودل، او د «جيکب» په نوم له يو سره ډېر نږدې بلل کېږي.[۲۳]

زده کړه

[سمول]

د مارټين پلار «هانس لوتر»، د خپلې کورنۍ او ځان لپاره لوړې هيلې درلودلې. هغه پرېکړه کړې وه چې خپل مشر زوی لوتر د يو قانون پوه وکيل په توګه وويني. نوموړي مارټين په «مينسفلډ» کې لاتيني ښوونځيو ته واستواوه، او بيا يې په 1497ز کال کې «ماګډبرګ» ته واستاوه، چېرته چې هغه د «Brethren of the Common Life» «د شریک ژوند وروڼه» په نوم ښوونځي کې زده کړې وکړې، دا ښوونځی د عامو خلکو (غېر روحاني) له خوا اداره کېدو، او په 1498ز کال کې يې په «ايزناخ» کې زده کړې وکړې. دې درې ښوونځيو د درې ګونو مضامينو پر نصاب تمرکز درلود: ګرامر، ويناوالي او منطق. لوتر وروسته دلته خپلې زده کړې د برزخ او جهنم سره پرتله کړې.[۲۴][۲۵]

په 1501ز کال کې، کله چې هغه اولس کلن و، مارټين د «ايرفرټ» په پوهنتون کې داخل شو، دا پوهنتون هغه وروسته د شرابخانې او فاحشه خانې په توګه بيان کړ. هغه بايد «په يادو د زده کړې او د ستومانونکو معنوي تمريناتو د ورځې لپاره" د سهار په څلور بجې راوېښ شوی وای. نوموړي په 1505ز کال کې د ماسترۍ سند تر لاسه کړ.[۲۶][۲۷]

د خپل پلار د هيلو سره سم، لوتر د قانون په زده کړه کې داخله واخيسته، خو په دې باور چې قانون يو بې باوره مسلک دی، تقريباً سملاسي يې د قانون زده کړه پرېښوده. د دې پر ځای لوتر د ژوند په اړه د باورونو لټون پيل کړ، او د ارستو، وليام اف اوکم، او «ګيبرايل بيل» کې د لېوالتيا په څرګندونو سره د دينپوهنې او فلسفې پر لور واوښت. دوه خصوصي ښوونکو هر يو Bartholomaeus Arnoldi von Usingen او Jodocus Trutfetter په هغه ډېر ژور اغېز پرېښود، چا چې ده ته په تر ټولو سترو انديالانو (مفکرینو) هم د شک کول، او د تجربې له لارې د هر څه ازمويل وښودل.[۲۸][۲۹]

فلسفې لوتر قانع نه کړای شو، ځکه چې فلسفې د عقل د استعمال په اړه باور وړاندې کړی و، خو د خدای سره د مينې په اړه هيڅ نه و، کوم څه چې د لوتر په باور زيات مهم و. لوتر احساس کړه چې عقل انسانان د خدای په لور نه شي بوتللای، او له همدې امله يې وروسته د ارستو د استدلال په ټينګار کولو سره له ارستو سره د مينې او نفرت اړيکه پیدا کړه. د لوتر په باور عقل د خلکو او ادارو څخه د سوال کولو لپاره استعمالېدای شي، نه د خدای څخه. هغه باور درلود، چې انسانان د خدای په اړه يوازې د الهامي وحی په مټ زده کړه کولای شي، او له همدې امله نوموړي صحيفې ډېرې مهمې بللې.[۳۰]

د 1505ز کال د جولای په دويمه نېټه، کله چې لوتر د کور له سفر څخه وروسته د اس پر شا پوهنتون ته د ستنېدو په حال کې و، د تالندې (رعد او برق) پر مهال د هغه سره نږدې تندر (برېښنا) وغورځېد. وروسته هغه خپل پلار ته وويل چې له مرګ او د خدايي قضاوت څخه په وېره کې دی، او هغه په ژړا شو، "مرسته وکړه سينټ انا، زه به يو راهب شم!". نوموړي د مرستې لپاره خپلې ژړا ته د يو سوګند په توګه کتل، چې هيڅکله يې نه شي ماتولای. هغه له پوهنتون ووت، خپل کتابونه يې وپلورل، او د 1505ز کال د جولای په اولسمه نېټه په «ايرفرت» کې د سينټ اګسټين خانقا ته داخل شو. يو ملګري يې د دوه ملګرو د مړينې له امله د لوتر خفګان د ې پرېکړې لامل وباله. لوتر خپله هم په دې اقدام خفه وبرېښېد. د مخه ښې په ماښامنۍ کې ګډون کونکو نوموړی د بليک کلسټر تر دروازې پورې بدرګه کړ. هغه وويل، "په دې ورځ تاسو زه وليدم، او له دې وروسته، بيا هڅکله نه". پلار غوصه و، او دا يې د لوتر د زده کړې ضياع بلل. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې

[سمول]
  1. "Luther" Archived 27 December 2014 at the Wayback Machine.. Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  2. Luther himself, however, believed that he had been born in 1484. Hendrix, Scott H. (2015). Martin Luther: Visionary Reformer. Yale University Press. مخونه 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-16669-9. لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Luther consistently referred to himself as a former monk. For example: "Thus formerly, when I was a monk, I used to hope that I would be able to pacify my conscience with the fastings, the praying, and the vigils with which I used to afflict my body in a way to excite pity. But the more I sweat, the less quiet and peace I felt; for the true light had been removed from my eyes." Martin Luther, Lectures on Genesis: Chapters 45–50, ed. Jaroslav Jan Pelikan, Hilton C. Oswald, and Helmut T. Lehmann, vol. 8 Luther's Works. (Saint Louis: Concordia Publishing House, 1999), 5:326.
  4. Hillerbrand, Hans J. (14 February 2024). "Martin Luther". Encyclopædia Britannica. لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Ewald M. Plass, What Luther Says, 3 vols., (St. Louis: CPH, 1959), 88, no. 269; M. Reu, Luther and the Scriptures, (Columbus, Ohio: Wartburg Press, 1944), 23.
  6. Luther, Martin. Concerning the Ministry (1523), tr. Conrad Bergendoff, in Bergendoff, Conrad (ed.) Luther's Works. Philadelphia: Fortress Press, 1958, 40:18 ff.
  7. Fahlbusch, Erwin and Bromiley, Geoffrey William. The Encyclopedia of Christianity. Grand Rapids, MI: Leiden, Netherlands: Wm. B. Eerdmans; Brill, 1999–2003, 1:244.
  8. Tyndale's New Testament, trans. from the Greek by William Tyndale in 1534 in a modern-spelling edition and with an introduction by David Daniell. New Haven, CT: Yale University Press, 1989, ix–x.
  9. Bainton, Roland. Here I Stand: a Life of Martin Luther. New York: Penguin, 1995, 269.
  10. Bainton, Roland. Here I Stand: a Life of Martin Luther. New York: Penguin, 1995, p. 223.
  11. "The assertion that Luther's expressions of anti-Jewish sentiment have been of major and persistent influence in the centuries after the Reformation, and that there exists a continuity between Protestant anti-Judaism and modern racially oriented antisemitism, is at present wide-spread in the literature; since the Second World War it has understandably become the prevailing opinion." Johannes Wallmann, "The Reception of Luther's Writings on the Jews from the Reformation to the End of the 19th Century", Lutheran Quarterly, n.s. 1 (Spring 1987) 1:72–97.
  12. For similar views, see:
    • Berger, Ronald. Fathoming the Holocaust: A Social Problems Approach (New York: Aldine De Gruyter, 2002), 28.
    • Rose, Paul Lawrence. "Revolutionary Antisemitism in Germany from Kant to Wagner," (Princeton University Press, 1990), quoted in Berger, 28;
    • Shirer, William. The Rise and Fall of the Third Reich, (New York: Simon & Schuster, 1960).
    • Johnson, Paul. A History of the Jews (New York: HarperCollins Publishers, 1987), 242.
    • Poliakov, Leon. History of Anti-Semitism: From the Time of Christ to the Court Jews. (N.P.: University of Pennsylvania Press, 2003), 216.
    • Berenbaum, Michael. The World Must Know. (Baltimore: Johns Hopkins University Press and the United States Holocaust Memorial Museum, 1993, 2000), 8–9.
  13. Grunberger, Richard. The 12-Year Reich: A Social History of Nazi Germany 1933–1945 (NP:Holt, Rinehart and Winston, 1971), 465.
  14. Martin Brecht, Martin Luther (Minneapolis: Fortress Press, 1985–1993), 3:336.
  15. Luther's letter to Rabbi Josel as cited by Gordon Rupp, Martin Luther and the Jews (London: The Council of Christians and Jews, 1972), 14. According to "Luther and the Jews". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ نومبر ۲۰۰۵ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود), this paragraph is not available in the English edition of Luther's works.
  16. Sydow, Michael (1 December 1999). "Journal of Theology: Martin Luther, Reformation Theologian and Educator" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Schaff, Philip: History of the Christian Church, Vol. VIII: Modern Christianity: The Swiss Reformation, William B. Eerdmans Pub. Co., Grand Rapids, Michigan, US, 1910, page 706.
  18. Hendrix, Scott H. "The Controversial Luther" Archived 2 March 2011 at the Wayback Machine., Word & World 3/4 (1983), Luther Seminary, St. Paul, MN. Also see Hillerbrand, Hans. "The legacy of Martin Luther" Archived 16 July 2011 at the Wayback Machine., in Hillerbrand, Hans & McKim, Donald K. (eds.) The Cambridge Companion to Luther. Cambridge University Press, 2003. In 1523, Luther wrote that Jesus Christ was born a Jew which discouraged mistreatment of the Jews and advocated their conversion by proving that the Old Testament could be shown to speak of Jesus Christ. However, as the Reformation grew, Luther began to lose hope in large-scale Jewish conversion to Christianity, and in the years his health deteriorated he grew more acerbic toward the Jews, writing against them with the kind of venom he had already unleashed on the Anabaptists, Zwingli, and the pope.
  19. Marty, Martin. Martin Luther. Viking Penguin, 2004, p. 1.
  20. Brecht, Martin. Martin Luther. tr. James L. Schaaf, Philadelphia: Fortress Press, 1985–93, 1:3–5.
  21. "Martin Luther | Biography, Reformation, Works, & Facts". 17 May 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Marty, Martin. Martin Luther. Viking Penguin, 2004, p. 1.
  23. Marty, Martin. Martin Luther. Viking Penguin, 2004, p. 3.
  24. Marty, Martin. Martin Luther. Viking Penguin, 2004, pp. 2–3.
  25. Rupp, Ernst Gordon. "Martin Luther," Encyclopædia Britannica, accessed 2006.
  26. Marty, Martin. Martin Luther. Viking Penguin, 2004, p. 4.
  27. Marty, Martin. Martin Luther. Viking Penguin, 2004, p. 5.
  28. Marty, Martin. Martin Luther. Viking Penguin, 2004, p. 5.
  29. Marty, Martin. Martin Luther. Viking Penguin, 2004, p. 5.
  30. Marty, Martin. Martin Luther. Viking Penguin, 2004, p. 6.
  31. Brecht, Martin. Martin Luther. tr. James L. Schaaf, Philadelphia: Fortress Press, 1985–93, 1:48.
  32. Brecht, Martin (1985). Google Books Archive of Martin Luther: His road to Reformation, 1483–1521 (By Martin Brecht). Fortress Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4514-1414-1. لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. Schwiebert, E.G. Luther and His Times. St. Louis: Concordia Publishing House, 1950, 136.
  34. Marty, Martin. Martin Luther. Viking Penguin, 2004, p. 7.
  35. Marty, Martin. Martin Luther. Viking Penguin, 2004, p. 6.