Jump to content

مارټين بوسر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مارټين بوسر (11 نومبر 1491 – 28 فبروري 1551) په «سټراسبرګ» کې مېشت يو المانی پروټسټانټ سمونپال و چې په لوتري، کالونيستي او اينجليکي عقايدو او اعمالو يې اغېز درلود. «بوسر» په اصل کې د ډومينيکي رهبانيت غړی و، خو په 1518ز کال کې له لوتر سره تر ليدلو او له هغه څخه تر متاثره کېدو وروسته يې خپل نذرونه منسوخ کړل. نوموړي له دې وروسته د «Franz von Sickingen» په ملاتړ، د اصلاحاتو لپاره په کار پيل وکړ. [۱][۲]

په «ويسمبرګ» کې د کليسا د اصلاح لپاره د «بوسر» د هڅو له امله نوموړی د کاتوليکې کليسا له خوا تکفير (اخراج) او هغه اړ شو چې «ستراسبرګ» ته وتښتي. هلته نوموړي د سمونپالانو له يوې ډلې سره يوځای شو، چې «ميتيو زيل، وولف ګينګ کيپټو»، او «کيسپر هډيو» يې هم غړي وو. نوموړي د مارتټن لوتر او هلډريچ زوانګلي تر منځ د منځګړي په توګه کار وکړ، چې دواړو د شکر او لمانځنې د ورځ (رباني عشاء/سپېڅلې قرباني) د عقيدې په اړه اختلاف درلود. وروسته «بوسر» د څلورګونو ښارونو د اعتراف او «ويټينبرګ» د تړون په څېر د عقيدې د شریکو مادو په اړوند د توافق هڅه وکړه، او د وروستۍ مادې په اړه يې له «فليپ ميلانشتن» سره يوځای کار وکړ.

«بوسر» باور درلود چې کېدای شي په سپېڅلې رومي سترواکۍ کې شته کاتوليکان قانع شي، تر څو له اصلاح سره يوځای شي. د پنځم چارلس له خوا د تنظيم شويو يو لړ کنفرانسونو په مټ، نوموړي د کاتوليکانو او پروټسټانو د متحد کولو هڅه وکړه، تر څو له روم څخه جلا يوه الماني ملي کليسا جوړه کړي. نوموړی دې موخې ته ونه رسېد؛ ځکه چې د سياسي پېښو له امله «شملکالډک» جګړه پېښه او په سترواکۍ کې پروټسټانټ مذهب شاتګ وکړ. په 1548ز کال کې، «بوسر» د فشارونو په پايله کې د «اګسبرګ» لنډمهالي تړون لاسليک ته چمتو کړای شو، کوم چې د کاتولیک عبادت يو شمېر بڼې تحميل کړې. په هر حال، نوموړي تر هغه وخته د اصلاحاتو ترويج ته دوام ورکړ، تر څو «سټراسبرګ» ښار لنډمهالی تړون ومانه او هغه يې اړ کړ چې هېواد پرېږدي.

په 1549ز کال کې، «بوسر» انګلستان ته تبعيد کړای شو، چېرته چې نوموړي د «تاماس کرينمر» تر لارښونې لاندې، وکولای شول، د «ايډوارډي» لارښونو پر کتابونو او د عامې دعا د کتاب پر دويم تجديد نظر دواړو اغېز پيدا کړي. نوموړی په نهه پنځوس کلنۍ کې د انګلستان په کامبريج کې مړ شو. که څه هم د نوموړي مذهبي مشري د يوې نوې فرقې د جوړېدو لامل ونه ګرځېده، خو ډېرو پروټسټانټ ډلو ادعا کړې وه چې هغه د دوی له ډلې څخه و. د «ايکومينيزم» (د نړۍ د کليساګانو د اتحاد اصل ته تبليغ کول) د ابتدايي مخکښ په توګه د هغه يادونه کېږي.

تاريخي شاليد

[سمول]

په شپاړسمه پېړۍ کې، سپېڅلې رومي سترواکۍ تش په نوم مرکزي دولت و. دا سترواکي په ډېرو خپلواکو او ښاري دولتونو وېشل شوې وه، کوم چې د سپېڅلې رومي سترواکۍ په واکمنۍ کې پياوړی وېش راوستی و. د سترواک او ګڼو ايالتونو تر منځ د واک وېش په المان کې د اصلاحاتو امکان پیدا کړ؛ ځکه چې ايالتونو په خپلو تر واک لاندې سیمو کې له سمونپالانو څخه دفاع وکړه. د «سيکسيني» په ټاکنيزه حوزه کې، ټاکونکي درېیم فريډريک او د هغه ځای ناستي «جان» او «جان فريډريک» له مارټين لوتر څخه ملاتړ وکړ. فليپ اول، د «هيسي» والي – د چا ځمکې چې د «سيکسيني» او «راين» تر منځ پرتې وې – هم له اصلاحاتو څخه ملاتړ وکړ، او هغه د لوتر او بوسر دواړو په ژوند کې د پام وړ ځای تر لاسه کړ. سترواک پنځم چارلس بايد د خپلې سترواکۍ د رعيت غوښتنو ته ځواب ويلی وای. په ورته وخت کې، د فرانسې او عثماني سترواکۍ او په ايټاليه کې د جګړو له امله د هغه پام بل لور ته اوښت. د ټولو لوبغاړو په منځ کې سياسي دوښمنۍ په سترواکۍ کې په کليسايي پرمختګ ډېر اغېز وکړ.[۳]

پر خپلواکو دولتونو سربېره، ازاد شاهي ښارونه، چې عموماً به د سترواک تر واک لاندې وو، خو په حقيقت کې به د شوراګانو له خوا اداره کېدل، او د خپلواکو حکومتونو په توګه به يې عمل کاوه، په ټولې سترواکۍ کې خپاره وو. څومره چې د اصلاحاتو رېښې خپرې شوې، په ډېرو ښارونو کې د سمونپالانو او محافظه کارو ښاري قاضيانو تر منځ نښتې پيل شوې. په يو ازاد شاهي ښار «سټراسبرګ» کې مارټين بوسر خپل کار پيل کړ. «سټراسبرګ» چې د سترواکۍ په لوېديځ سرحد کې يې موقعيت درلود، د سويس له ښارونو سره نږدې ايتلاف درلود، کومو چې شاهي جغ له اوږو غورځولی و. يو شمېر خلکو له لوتري مذهب څخه جلا يو اصلاح شوی دين ومانه، په کوم کې چې بشرپالو ټولنيزو اندونو او فرقه يي اخلاقياتو ستره ونډه درلوده. د المان د ځمکې په سويل او لوېديځ کې يو شمېر ازادو شاهي ښارونو تر څنګ، «سټراسبرګ» هم د اصلاح دا طريقه تعقيب کړه. دا د يو پېچلي سيمه ييز حکومت له خوا اداره کېدو، کوم چې په پراخه پيمانه د یو شمېر ځواکمنو کورنيو او شتمنو ډلو په واک کې و. د «بوسر» په وخت کې، ټولنيزه ناکراري مخ پر زياتېدو وه، ځکه چې د ټيتې کچې کاريګر د ټولنيزې بې ثباتۍ او د عايد د مخ پر زياتېدونکي توپير څخه خوښ نه وو. ښايي چې خلکو انقلاب نه وي پيل کړی، خو دوی داسې نوي اندونه تر لاسه کول، چې کېدای شوای د دوی ژوند ته بدلون ورکړي.[۴][۵][۶]

د ژوند لومړي کلونه (1491-1523)

[سمول]

مارټين بوسر د سپېڅلې رومي سترواکۍ په يو ازاد شاهي ښار Sélestat (Schlettstadt) کې زېږېدلی و. پلار او نيکه يې چې د دواړو نوم «کلاز بټزر» و، دواړه سوداګر او د بيلرونو جوړونکي وو. د «بوسر» د مور په اړه تقريباً هيڅ معلوم نه دي. احتمالاً «بوسر» د Sélestat په مشهور ښوونځي لاتين کې زده کړې کړي وي، چېرته چې کاريګرو خپل بچيان د زده کړې لپاره استول. نوموړي د 1507ز کال د دوبي په موسم کې خپلې زده کړې بشپړې کړې، او د نوي روزل کېدونکي په توګه په ډومينيکي فرقه کې شامل شو. بوسر وروسته ادعا کړې وه چې د هغه نېکه اړ کړی و، تر څو له دې فرقې سره يوځای شي. يو کال وروسته د «وليمايټس» په «سټراسبرګ» کليسا کې سپېڅلی کړای شو، او هغه د بشپړ ډومينيکي روحاني په توګه لوړه وکړه. په 1510ز کال کې، نوموړی د روحاني پادري په توګه وټاکل شو.[۷][۸][۹][۱][۱۰]

تر 1515ز کال پورې، «بوسر» د «هيډلبرګ» په ډومينيکي خانقا کې دينپوهنه لوستله. له دې وروسته کال کې، نوموړي په «مينز» کې عقايدو (ډګميټکس-د دينپوهنې هغه څانګه چې د خدای او د خدای د کارونو په اړوند د عقايدو د رېښتېنولۍ په اړه بحث کوي) درسي دوره پيل کړه، چېرته چې هغه د پادري په توګه وټاکل شو، او په 1517ز کال کې «هايډلبرګ» ته ستون شو، تر څو په پوهنتون کې داخله وکړي. دا مهال، نوموړی له بشرپالنې اغېزمن شو، او د «جوهانس فروربين» له خوا د خپرو شويو کتابونو په رانيولو پيل وکړ، د ستر بشرپال «ايراسمس» له خوا ځينې لیکل شوي کتابونه يې هم راونيول. د «بوسر» د کتابونو د 1518ز کال په زېرمه کې د ډومنيکي فرقې د منځنیو پېړيو د تعلیمي سيستم د لارښود «تامس ايکويناس» مهم اثار هم شامل دي.[۱۱][۱۲]

د 1518ز کال د اپريل په مياشت کې، «Johannes von Staupitz»، چې د اګسټين مرستيال پادري و، د «ويټنبرګ» سمونپال «مارټين لوتر» ته بلنه ورکړه چې د «هايډلبرګ» په مناظره کې د خپلې دينپوهنې په اړه بحث وکړي. «بوسر» دلته په لومړي ځل له لوتر سره ولیدل. د «بياټس رينانس» په نوم خپل لارښود ته په يو اوږد ليک کې، «بوسر» هغه څه ولیکل چې زده کړي يې و، او د لوتر د پنځه نوي (95) رسالو څخه په ډېرو يې تبصره وکړه. نوموړي تر ډېره بريده له دوی سره موافقه څرګنده کړه، او د لوتر او «ايراسمس» اندونه يې سره همغږي وبلل. دا چې د لوتر سره د لیدنې له امله له يو لړ ګواښونو سره مخ و، نوموړي «رينانس» ته وويل بايد ډاډ تر لاسه کړي چې د هغه ليک غلطو لاسونو ته نه لوېږي. نوموړي خپل وصيبت هم ولیکه، چې د کتابونو فهرست هم پکې موجود و. د 1519ز کال په لومړيو کې، «بوسر» د لسانس سند تر لاسه کړ، او د همدې کال د دوبي په موسم کې يې د «هايډلبرګ» د پوهنځي په وړاندې په يوه مناظره کې خپل مذهبي اندونه روښانه کړل، او په دې ډول يې له «ايکويناس» او علميت سره خپل جلاوالی څرګند کړ.[۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Selderhuis 1999، م. 51.
  2. Greschat 2004، مم. 10, 273.
  3. Greschat 2004، مم. 87–9.
  4. Greschat 2004، مم. 47–50, 89.
  5. Dickens 1974، مم. 146, 190–3.
  6. Dickens 1974، م. 134.
  7. Greschat 2004، مم. 11–2.
  8. Eells 1931، م. 1.
  9. Greschat 2004، مم. 12–6.
  10. Greschat 2004، مم. 1, 10–1.
  11. Greschat 2004، م. 17.
  12. Greschat 2004، م. 25.
  13. Eells 1931، م. 4.
  14. Greschat 2004، مم. 27–9.
  15. Greschat 2004، مم. 26–7.