ماري بیکر اډي
| ماري بیکر اډي | |
|---|---|
| [[language|]]: Mary Baker Eddy | |
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم | [[language|]]: Mary Morse Baker |
| پيدايښت | ۱۶ جولای ۱۸۲۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸] |
| مړینه | 3 ډېسمبر 1910 (89 کاله)[۱][۹][۳][۴][۵][۶][۷][۱۰] |
| د مړینې لامل | سینه بغل |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | ليکوال [۱۲][۱۳]، دينپوهنه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲] |
| د کړنې څانګه | مذهبي مشر |
| لاسليک | |
| سمول |
|
ماري بیکر اډي ( د ۱۸۲۱ م کال د جولاۍ له ۱۶ څخه تر ۱۹۱۰ م کال د ډسمبر تر ۳ نېټې پورې ژوند وکړ ) یوه امریکايي مذهبي مشره او لیکواله وه، چا چې په ۱۸۷۹ م کال کې په نوې انګلستان کې د مسیح ساینس پوه کلیسا جوړه کړه. هغې همدارنګه د عیسویانو ساینسي ورځپاڼه چې د پلیټیزر د جایزې یوه ګټونکې سیکولر ورځپاڼه وه تاسیس کړه، او په ۱۹۰۸ م کال کې یې درې مذهبي مجلې جوړې کړي چې نومونه یې : عیسوي ساینسي مجله، د عیسویانو ساینسي ورځپاڼه او د عیسوي ساینسي خبرتیا مجله وه. هاغې ګڼ شمېر کتابونه او مقالې لیکلي چې تر ټولو نامتو کتاب یې (ساینس او روغتیا د مقدسو کتابونو په لاره) و، چې په ۲۰۰۱ م کال کې یې د نهه میلیونو څخه ډېري کاپي وپلورل شوي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
د مسیح ساینس پوه لومړنۍ کلیسا غړې اډي د عیسوي ساینسي کلیسا د جوړونکې په توګه پيژندل کېـږي. نو له همدې امله د دې کلیسا پیروان د عیسوي ساینس پوهانو یا د عیسوي ساینسي کلیسا د زده کوونکو په توګه پېژندل کېـږي. دا کلیسا ځينې وختونه په غیر رسمي ډول د عیسوي ساینسي کلیسا په نامه یادېـږي. [۱۸]
اډي په ۲۰۱۴ م کال د سمیت سونیان د مجلې لخوا ( د تل لپاره د سلو مهمو امریکايي شخصیتونو ) په ډله کې راغلې وه. د هغې کتاب ( ساینس او روغتیا د مقدسو کتابونو په لاره ) د ښځو د کتاب د ملي ټولنې لخوا د هاغو ۷۵ کتابونو په جمله کې چې د ( ښځو لخوا لیکل شوي و او د چا خبرو چې دنیا بدله کړه ) وشمېرل شو. [۱۹][۲۰]
د ژوند لومړنۍ دوره
[سمول]بوو، نوې همپشایر
[سمول]کورنۍ
[سمول]اډي د ماري مورس بیکر په نوم په بوو، نوې همپشایر کې د کروندې سره نژدې د بزګر مارک بیکر ( ۱۸۶۵ م کال کې ومړ ) او د هغې د ښځې ابیګیل بارنارد بیکر چې د پیغلتوب نوم یې امبروز و ( ۱۸۴۹ م کال کې مړه شوه ) په کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګي پرانیستي. اډي د بیکر د شپـږو اولادنو تر ټولو کوچنۍ وه، د بیکر اولادونه ۳ هلکان او ۳ انجونې وي چې د هلکانو نومونه یې سومیل ډاو ( ۱۸۰۸ م کې وزېـږېد)، البرایټ ( ۱۸۱۰ م کال کې وزېـږېد ) او جورج سالیوان ( ۱۸۱۲ م کال کې وزېـږېد ) او د انجونو نومونو یې ابیګیل بارنارد ( ۱۸۱۶ م کال کې وزېـږېده )، مارتا سمیت ( ۱۸۱۹ م کال کې وزېـږېده ) او ماري مورس ( ۱۸۲۱ م کال کې وزېـږېده ) و. [۲۱]
د اډي په وینا مارک بیکر د پروټستنټ ټولنې د مخینې درلودلو له امله یو پیاوړی مذهبي شخص و، چې په اخیري قضاوت او تلپاتې عذاب یې پوره باور درلود. د مک کلور مجلې په ۱۹۰۷ م کال کې د مقالو داسې یوه لړۍ خپاره کړه چې په شدت سره یې د اډي مخالفت کاوه ، او دا یې بیانول چې د بیکر د کور کتابخانه د مقدسو کتابونو څخه ډکه ده. خو اډي دا ادعا درواغ وګڼله او وویې ویل چې د هغې پلار یو لیواله مطالعه کوونکي و. د اډي په وینا د هغې پلار د سولې قاضي او په یو وخت کې د نوې همپشایر ایالت د ملېشو مشر و. هاغه په محلي ډول د متنازع کېدو له امله شهرت پیدا کړ تر دې چې د هاغه یو ګاونډۍ هاغه د خپل خوی او خصلت له امله د پړانګ په توګه او تر ټولو ښه یاد کړي دي. بل لورته بیا د مک کلور مجله هاغه د غلامۍ پلوی یاد کړي او ادعا کوي چې هاغه د ابراهام لینکلین د مرګ خبر اورېدو سره خوشحاله شو. اډي د دې ادعا په ځواب کې داسې وویل چې بیکر د حکومت په حقونو پوره باور درلود او غلامۍ یې د یوې لویې ګناه په توګه یاده کړي ده. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
د مک کلور د مجلې په وینا د بیکر اولادونو د خپل پلار خوی او خصلت واخېست دوی همدارنګه ظاهرا د هاغه غوندې ښکلې ښکارېدل تر دې چې اډي د کلي د ښکلا په نامه پېژندل کېده. ددې سربیره هم د دوی ژوند سخت او تکراري و. هر ورځ په اوږدو عبادتونو شروع کېده او په سختۍ سره کار دوام کاوه او یوازينې د ارام ورځ شنبه وه. [۲۹]
روغتیا
[سمول]داسې راپورنه ورکړل شوي و چې اډي او د هغې پلار بې ثباته اړیکه درلوده. ارنیسټ ساترلند بایټس او جوهان وی. دایتموارا په ۱۹۳۲ م کال کې د اډي د کاټر او میلمین تاریخ ته په تکیې داسې ولیکل، چې بیکر د دې په لټه کې و چې د اډي هیلي د سختې سزا په ورکولو سره له منځه یوسي. که څه هم د هغې مور ډېري وخت مداخله کوله. د مارک بیکر په پرتله د اډي مور یوې مذهبي، خاموشه او پاک زړه لرونکې ښځه وه . اډي څو ناڅاپۍ ناروغۍ تجربه کړي، چې ممکن دا له دې امله وي چې هغې هڅه کوله، د هغې پر وړاندې د خپل پلار چلند کنټرول کړي. هغه څوک چې دا کورنۍ پيژني هغوي د اډي په باره کې داسې وايي چې هاغه به یو ناڅاپه په ځمکه غورځيده، سر به یې چرخیده او چیغې به یې وهلي او یا به خاموشه وه او په ظاهرا به بې هوښه وه، ځینې وختونه خو ان څو ساعته داسې وه. رابرت پایل، د اډي یو ژوند لیکوونکي چې د عیسویانو ساینسي کلیسا ته یې کار کاوه، په ۱۹۶۶ م کال کې لیکلي چې : [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
دا هغه وخت و کله چې هغې ته ژوند ډېر سخت شو ، په اعصابو یې ډېر شدید فشار و، دې کار هاغه بې هوښۍ ته بوتله چې څو ساعته به یې دوام کاوه او د هغې کورنۍ یې په ډار کې اچولي وه. په داسې وضعیت کې لیمن دورګین، د بیکر د ځوان عمر هلک چا چې د ماري سره مینه درلوده، د کلي ډاکټر ته به په یوه اس تله. [۳۴]
ګیلین ګیل په ۱۹۹۸ م کال کې داسې لیکلي، چې اډي زیاتره وخت لکه د یوې ماشومې په څیر ناروغه وه او داسې ښکارېده چې خوار ځواکي یې تیره کړي وي، د دې ګډوډۍ په اړه راپورونه ممکن د هیسټریک د مبالغې تر کچې رسېدلي وي. اډي د خوړو په اړه خپلې ستونزې د ساینس او روغتیا په لومړنۍ ټولګه ( ۱۸۷۵ م کال ) کې بیان کړي دي.هغې د خپل ځان په باره کې داسې لیکلي چې هغه په ماشومتوب کې د شدیدي بد هضمي سره مخ وه، او هیله یې درلوده چې درملنه یې وکړي، هغې د اوبو، ډوډۍ او سبزیجاتو پرته هیڅ شي نه خوړل او تر سخت پرهیز لاندې وه. ځینې وختونه خو به یې د ورځې یوازې یو ځل ډوډۍ خوړله، په دې توګه موږ د ژوند ډېری لومړنې کلونو تېر کړي دي، ډېری یې د لوږې، درد، کمزورۍ شاهدان و.[۳۴][۳۵]
اډي په ماشومتوب کې د ژوند ډېری برخه په بې وزلۍ کې تېري کړي ترهغې چې د عیسويت ساینسي کلیسا یې جوړه کړه. د ژوند د ډېرو تجربو په شان، هاغه د مسلسل تکلیفونو څخه د ځان ژغورنې په لټه کې وه چې دا د دې لامل شوه چې هاغه اوږد ژوند وکړي. اډي په خپله ژوند نامه کې لیکي: زه د ډېر ماشومتوب څخه د الهي شیانو پسې وږۍ او تږي وم، او د مادي څخه لوړو او بهترینو شیانو هیله مې درلوده، له دې ور هاخوا کوښښ مې کاوه چې د خدای علم ترلاسه کړم ترڅو د انساني خفګان او مصیبتونو څخه په تلپاتې توګه ارامه شم. هغې همدارنګه هلته لیکلي : زه د مدیکا موادو ته په کږو او پېچلو لارو کې سرګردانه شوم تر څو چې په عملي مسایلو کې له اټکل کولو ستړې شوم. لکه څنګه چې مشهوره ده ، ما په بیلابېلو مکتبونو کې د علم لټه وکړه. او د هغوی د خوښي پرته د الوپاټي، هیموپاټي، هیدروپاټي او بریښنا په مکتبونو کې د علم پسې وګرځيدمه. [۳۶]
ټیلټون ، نوې همپشایر
[سمول]په ۱۸۳۶ م کال کې کله چې اډي د ۱۴ یا ۱۵ کلونو وه، هغه د خپلې کورنۍ سره د نوې همپشایر د سنبورنتون بریج ښار ته یعنې کابو ۲۰ میله ( ۳۲ کیلومتره ) د شمالي بوو طرف ته کډه وکړه. د سنبورنتون بریج ښار وروسته په ۱۸۶۹ م کال ټیلټون ونومول شو. [۳۷]
زما پلار ته داسې ویل شوي و چې زما مغزه زما د عمر څخه لوی دي او له همدې امله یې د ښوونځي څخه لیري ساتلم، خو ما د کتاب څخه ډېر لږ څه زده کړل او څومره چې اړتیا وه له هغه کم و. په لس کلنۍ کې زه د لیندلی موری د ګرامر سره همدومره اشنا وم لکه څومره چې د ویسټ منسټر دعیسویت د لارښوونې کتاب سره اشنا وم. او هر شنبه مې باید بیا ځلي درس ویلي وای. زما د خوښي مطالعه طبي فلسفه، منطق او اخلاقي علوم و. زما ورور البرایټ به ماته په لرغونو ژبو کې لکه لاتیني، یوناني او عبراني ژبو کې درس راکاوه. [۳۸]
ارنیسټ بیټس او جوهان دایتموارا لیکلي چې هغه وخت کله چې د اډي کورنۍ هلته کډه ویې وړه . اډي نشوای کولای چې د سنبورنتون اکاډمۍ کې ګډون وکړي، نو مجبوره شوه چې د دې پرځای د ولسوالۍ ښوونځۍ ته ( په همدې ځای کې شتون درلود ) د کم عمره انجونو سره لاړه شي. هغې یوه میاشت وروسته د روغتیا د خرابیدو له امله ښوونځي پرېښود، خو بیا یې د ریوریند اینوک کورسر څخه په شخصي ډول درس لوسته، هغې په ۱۸۴۲ م کال کې د سنبورنتون په اکاډمۍ کې ګډون وکړ. [۳۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118687778 — خپرېدونېټه: ۲۷ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119015412 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Mary-Baker-Eddy — سکالو پېژند: Mary Baker Eddy — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6p561gq — سکالو پېژند: Mary Baker Eddy — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/312 — سکالو پېژند: Mary Eddy — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/eddy-mary — سکالو پېژند: Mary Eddy
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0023447.xml — سکالو پېژند: Mary Baker Eddy — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ Notable Names Database: https://www.nndb.com/people/814/000031721/
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119015412 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ سکالو پېژند: Mary Baker Eddy — BIU Santé person ID: https://www.biusante.parisdescartes.fr/histoire/biographies/index.php?cle=48857 — خپروونکی: Bibliothèque interuniversitaire de Santé
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/EBchecked/topic/115181/Christian-Science — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ سرليک: American Women Writers
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ Stark, 1998, p. 189.
- ↑ Mary Baker Eddy. Manual of the Mother Church. 89th ed., Boston: The First Church of Christ, Scientist, 1908 [1895], pp. 17–18.
- ↑ "Pulitzer Prizes". Christian Science Monitor. December 21, 2018.
- ↑ Paul C. Gutjahr. "Sacred Texts in the United States", Book History, 4, 2001 (335–370), 348. کينډۍ:Jstor
- ↑ Abbott, Deborah. "The Christian Science Tradition" (PDF). Park Ridge Center for the Study of Health, Faith, and Ethics (PDF). بياځلي په March 8, 2020.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ "100 Most Significant Americans of All Time". Smithsonian.
- ↑ "75 Books by Women Whose Words Have Changed the World" (PDF).
- ↑ Bates and Dittemore, 1932, p. 3.
- ↑ Mary Baker Eddy, Retrospection and Introspection, Christian Science Publishing Society, 1891, 13.
- ↑ Cather and Milmine, McClure's, January 1907, p. 232.
- ↑ Mary Baker Eddy, "Reply to McClure's Magazine" Archived April 2, 2017, at the Wayback Machine., Christian Science Endtime Center, undated.
- ↑ Mary Baker Eddy, The First Church of Christ, Scientist, and Miscellany, Christian Science Publishing Society, 1913, 308.
- ↑ Eddy, The First Church of Christ, Scientist, and Miscellany, 309.
- ↑ Bates and Dittemore 1932, 4–5.
- ↑ Cather and Milmine, p. 229.
- ↑ Cather and Milmine, McClure's, January 1907, pp. 230, 234.
- ↑ Bates and Dittemore 1932, 7.
- ↑ Fraser, 1999, p. 35.
- ↑ Cather and Milmine, McClure's, January 1907, p. 236.
- ↑ Bates and Dittemore 1932, p. 7.
- ↑ ۳۴٫۰ ۳۴٫۱ Gill, 1998, pp. 39–47.
- ↑ Mary Baker Eddy, Science and Health, 1st edition, Christian Science Publishing Company, 1875, 189–190.
- ↑ کينډۍ:Ws
- ↑ Cather and Milmine, McClure's, January 1907, p. 235.
- ↑ Eddy, Retrospection and Introspection, 10.
- ↑ Bates and Dittemore 1932, 16–17, 25.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1910ز مړينې
- 3 ډېسمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه

