Jump to content

مارينر 2

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مارينر 2 (Mariner-Venus 1962) د زهره سيارې په لور استول شوې يوه امريکايي تشيالي څېړنيزه وسيله وه، دا لومړی روباتي تشيالي وسيله وه، چې له سياروي تصادم څخه يې په برياليتوب سره راپور واستاوه. د ناسا په «مارينر» پروګرام (NASA Mariner program) کې لومړۍ بريالۍ تشیالي بېړۍ وه، دا رينجر پررګرام د Block I تشيالي بېړۍ ساده شوې بڼه او د Mariner 1 بشپړه کاپي وه.مارينر 1 او 2 تشيالي بېړۍ کله کله د مارينر R د ماموريت په نوم پېژندل کېږي. په اصلي طرحو کې د Atlas-Centaur په اړه د څېړنو پيل کولو غوښتنه شوې وه، خو په هغې وسيله کې د جدي پرمختيايي ستونزو له امله ډېرې کوچنۍ Agena B دويم پړاو ته بدليدو ته اړ کړ. په دې ډول، د Mariner R وسيلو ډيزاين ډېر ساده کړای شو. د هغه پړاو د شوروي د وينيرا څېړنيزو وسيلو په پرتله په دې کې ډېر کم وسايل وړل شوي وو – د بېلګې په ډول، د تلويزيون کامره پرېښودل – ځکه چې Atlas-Agena B کې د شوروي د 8K78  د بوسټر په پرتله يوازې له نيمايي څخه د زياتو وړلو وړتيا موجوده وه. مارينر 2 تشيالۍ بېړۍ د 1962ز کال د اګست په مياشت کې د «کيپ کيناويرل» څخه وتوغول شوه، او د 1962ز کال د ديسمبر په څوارلسمه نېټه د زهره سيارې څخه په 34773 کيلومتره (۲۱۶۰۷ ميله)  واټن نږدې تېره شوه. [۱]

مارينر څېړونکې وسيله د سل سانتي متره (39.4 انچه) قطر شپږ ضلعي بس څخه جوړه وه، په کومه کې چې لمريزې تختې، د وسايلو مرستندويه وسايل، او انتنونه نصب شوي وو. په مارينر تشیالۍ پېړۍ نصب کړای شوي ساينسي وسيلې دا وې: دوه راډيو ميټرونه (هر يو يې د مايکروويو او د سپکټرم د انفراريد برخو لپاره)، د کوچنيو شهاب ثاقب يو کشف کونکی، يو د لمريزې پلازما کشف کونکی، د چارج شويو ذرو يو کشف کونکی، او يو ميګنو ميټر. دا وسايل د زهره په سطحه د تودوخې د وېش د اندازه کولو او د زهره د اساسي اتموسفير د اندازه کولو لپاره طرحه شوي وو.

اساسي ماموریت د زهره په شا او خوا کې د تشيالي بېړۍ څخه د اړيکو تر لاسه کول او د دې سيارې د راډيو ميټرک تودوخې درجې اندازه کول و. دويمه موخه يې د سيارو تر منځ د مقناطيسي برخې او چارج شويو ذرو د چاپېريال اندازه کول و.[۲][۳]

زهره ته پر لاره، مارينر 2 لمريزه هوا اندازه کړه، کوم چې له لمر څخه دباندې لور ته بهېدونکې چارج شويو ذرو يوه پرله پسې لړۍ ده، له کوم څخه چې په 1959ز کال کې د Luna 1 له خوا شوې اندزه کېدل تايید شول. د سيارو تر منځ شته ګرد يې هم اندازه کړ، کوم چې له وړاندوينه شوې څخه کمې وموندل شو. سربېره پر دې، مارينر 2 له لمر څخه راتلونکي د لوړې انرژۍ څخه چارج شوي ذرې هم وموندلې، د لنډو لمريزو بڅرو (اورينو بڅرو) او همدا راز له شمسي نظام څخه دباندې کايناتي وړانګو په ګډون. کله چې د 1962ز کال د ديسمبر په څوارلسمه نېټه له زهره څخه پورته شوه، مارينر 2 د خپلې راډيو ميټر د جوړې په مټ دا سياره سکين کړه، له کوم څخه چې روښانه شوه چې زهره يخې وريځې او ډېره توده سطحه لري.

مخينه[سمول]

د سړې جګړې په منځ ته راتګ سره، د هغه مهال دوه زبرځواکونو، چې متحده ايالات او شوروي اتحاد وو، دواړو د پوځي، ټيکنالوژيکي او سياسی پياوړتيا د ښکاره کولو په موخه تشيالي هيله من پروګرامونه پيل کړل. شورويانو د 1957ز کال د اکتوبر په څلورمه نېټه، Sputnik 1 وتوغوله، کومه چې له ځمکې څخه څرخېدونکې لومړۍ مصنوعي سپوږمکۍ وه. امريکايانو د 1958ز کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه Explorer 1 فضا ته وتوغاوه، تر کومه وخته چې شورويانو له مخکې څخه لومړي څرخېدونکي animal, Laika او Sputnik 2 توغولي وو. د ځمکې مدار ته له رسېدو وروسته، سپوږمۍ ته د لومړي رسېدلي په لور تمرکز زیات شو. د سپوږمکيو Pioneer program په 1958ز کال کې له درې برياليو سپوږميزو هڅو جوړ و. د 1959ز کال په لومړيو کې، د شوروي اتحاد Luna 1 لومړی څېړنيز پروګرام و چې د سپوږمۍ لور ته والوت، له دې وروسته Luna 2 و، او دا لومړی مصنوعي جسم و چې له سپوږمۍ سره وجنګېد. [۴][۵]

سپوږمۍ ته په رسېدو سره، زبرځواکونو خپلې سترګې د سيارو لور ته واړولې. ځمکې ته تر ټولو د نږدې سيارې په توګه، زهره د يو زړه راښکونکې بين السياروي تشيالي الوت موخه وړاندې کړه. په هرو نولسو مياشتو کې، زهره او سپوږمۍ د لمر په شا اوخوا کې په خپل مدار کې پرتليزو موقعيتونو ته رسېږي، په کومو کې چې د Hohmann Transfer Orbit په مټ له يوې سيارې څخه بلې سيارې پورې د سفر کولو لپاره تر ټولو کمو سون توکو ته اړتيا وي. دا فرصتونه د اکتشافي تشيالې بېړۍ د توغولو لپاره تر ټولو غوره وخت ښودنه کوي، او د دې سفر تر سره کولو لپاره تر ټولو کمو سون توکو ته اړتيا لري. [۶][۷]

په تشيال کې د سيالۍ لومړی فرصت د 1957ز کال په وروستيو کې منځ ته راغی، مخکې تر دې چې دواړه زبرځواکونه داسې ټيکنالوژۍ ولري چې ګټه ځينې واخلي. دويم فرصت د 1959ز کال د جون د مياشتې په شا او خوا کې د ټيکنالوژيکي شونتياوو د موجوديت په څنډه کې و، او د متحده ايالاتو د هوايي ځواک قراردادي تشيالي ټيکنالوژۍ لابراتوار (Space Technology Laboratory (STL)) له هغې څخه د ګټې اخيستو نيت درلود. د 1959ز کال د جنورۍ په مياشت کې چمتو شوې يوه طرحه کې دوه تشيالي بېړۍ شاملې وې چې د لومړيو مخکښو څېړنيزو وسيلو څخه جوړې شوې وې، يوه بېړۍ د Thor-Able توغندي په مټ توغول کېده، او بله د Atlas-Able په مټ توغول کېده چې تر اوسه ازمويل شوې نه وه. STL نه شول کولای چې د جون له مياشتې مخکې څېړنې بشپړې کړي، او د توغولو کړکۍ يې له لاسه ورکړه. د Thor-Able څېړونکې وسيلې د ژور تشيالي څېړونکي د Pioneer 5 په توګه بيا چمتو کړای شو، کوم چې د 1960ز کال د جون په يوولسمه نېټه وتوغول شو، او په دې ډول جوړ شوی و چې له ځمکې سره اړيکو ته د 20000000 ميله (32000000 کيلو متره) واټن څخه اړيکې وساتلای شي، ځکه چې د زهره پر لور يې سفر کاوه. (Atlas Able څېړونکی تصور د ناکام Pioneer Atlas Moon د څېړنکو په توګه بيا وړاندې کړای شو). د 1961ز کال په لومړي فرصت کې هېڅ امريکايی ماموريتونه وانه استول شول. شوروي اتحاد د 1961ز کال د فبرورۍ په دولسمه نېټه Venera 1 او وتوغاوه، او د مۍ د مياشتې په 19-20 نېټه، لومړۍ هغه څېړونکې وسيله شوه چې د زهره سره نږدې يې الوتنه وکړه؛ په هر حال، دې څېړونکې وسيلې د فبرورۍ په شپږويشتمه نېټه د معلوماتو استول بند کړل. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د 1962ز کال د دوبي په موسم کې د توغندي د توغولو د فرصت پر مهال، ناسا د 1960ز کال د جولای په مياشت کې د Jet Propulsion Laboratory (JPL) سره تړون وکړ، تر څو " Mariner A" جوړ کړ، کومه چې يوه 1250 پاونډه (570 کيلو ګرامه) تشيالي بېړۍ جوړه کړي، او د ناپرمختللې Atlas-Centaur په استعمال سره وتوغول شوه. د 1961ز کال د اګست تر مياشتې پورې دا روښانه شوې وه چې Centaur به په خپل وخت چمتو نه وي. JPL ناسا ته وړانديز وکړ چې دا ماموريت د لږ ځواکمن* خو عمل کونکي Atlas-Agena په استعمال سره د سپکې تشيالي بېړۍ په کارولو بشپړېدای شي. د Mariner A او د JPL اړوند Block 1 Ranger سپوږميزې څېړونکې وسيلې، چې له مخکې څخه تر جوړېدو لاندې وه، د يوې ګډولې وړانديز وشو. ناسا دا وړانديز ومانه، او JPL د "Mariner R" د چمتو کولو لپاره د يوولسو مياشتو چټک پروګرام يې چمتو کړ (دې ته ځکه دا نوم ورکړل شو چې دا له Ranger څخه اخيستل شوی و). Mariner 1 به لومړی Mariner R وای، چې له Mariner 2 وروسته به توغول کېدو.[۱۳][۱۴]

تشيالي بېړۍ[سمول]

درې Mariner R تشيالي بېړۍ جوړې شوې: دوه د توغولو او يوه د ازموينې تر سره کولو لپاره، کومه به چې همدا راز د احتياطي په توګه هم کارول کېده. د دې د ساينسي وړتياو تر څنګ، Mariner همدا راز بايد بېرته ځمکې ته له 26000000 ميله (42000000  کيلو متره) څخه زيات واټڼ څخه معلومات را استولي وای، او د ځمکې په مدار کې راتلونکي لمريزو وړانګو څخه دوه ځلې زيات شدت کې روغه پاتې شوې وای.[۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. "Mariner 2". US National Space Science Data Center. خونديځ د اصلي څخه April 15, 2019. لاسرسي‌نېټه September 8, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Jet Propulsion Laboratory (under contract for NASA) (June 15, 1962). Tracking Information Memorandum No. 332-15: Mariner R 1 and 2 (PDF) (Report). California Institute of Technology. خونديځ (PDF) د اصلي څخه June 26, 2008. لاسرسي‌نېټه January 24, 2008. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Renzetti, N.A. (July 1, 1965). Technical Memorandum No. 33-212: Tracking and Data Acquisition Support for the Mariner Venus 1962 Mission (PDF) (Report). NASA. خونديځ (PDF) د اصلي څخه June 26, 2008. لاسرسي‌نېټه January 24, 2008. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Mitchell Sharpe (1989). "2". In Kenneth Gatland (سمونګر). The Illustrated Encyclopedia of Space Technology. New York: Orion Books. مخونه 28–31. OCLC 19520816. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "The Space Race". history.com. February 22, 2020. خونديځ د اصلي څخه March 30, 2022. لاسرسي‌نېټه July 25, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. J.N.James (1965). "The Voyage of Mariner II". In Harlow Shapley; Samuel Rapport; Helen Wright (سمونګران). The New Treasury of Science. New York: Harper & Row. مخونه 171–187. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "How do spacecraft use an orbit to move from planet to planet?". Northwestern University. خونديځ د اصلي څخه June 27, 2020. لاسرسي‌نېټه June 11, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "A Development Plan for 2 Interplanetary Probes" (PDF). Space Technology Laboratories. January 14, 1959. خونديځ (PDF) د اصلي څخه September 20, 2021. لاسرسي‌نېټه July 25, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Development Plan for Able 3-4" (PDF). Space Technology Laboratories. June 1, 1959. مخونه 2. خونديځ (PDF) د اصلي څخه September 20, 2021. لاسرسي‌نېټه July 25, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Project Thor Able-4 Final Mission Report" (PDF). Space Technology Laboratories. May 25, 1960. مخونه 9, 17. خونديځ (PDF) د اصلي څخه September 20, 2021. لاسرسي‌نېټه July 25, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Adolph K. Thiel (May 20, 1960). "The Able Series of Space Probes" (PDF). Space Technology Laboratories. خونديځ (PDF) د اصلي څخه September 20, 2021. لاسرسي‌نېټه July 25, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Venera 1". NASA Space Science Data Coordinated Archive. خونديځ د اصلي څخه November 26, 2020. لاسرسي‌نېټه August 15, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. J.N.James (1965). "The Voyage of Mariner II". In Harlow Shapley; Samuel Rapport; Helen Wright (سمونګران). The New Treasury of Science. New York: Harper & Row. مخونه 171–187. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Jet Propulsion Laboratory (various) (1965). Mariner-Venus 1962: Final Project Report (PDF). Washington, D.C.: NASA. OCLC 2552152. خونديځ (PDF) د اصلي څخه December 20, 2021. لاسرسي‌نېټه July 25, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. J.N.James (1965). "The Voyage of Mariner II". In Harlow Shapley; Samuel Rapport; Helen Wright (سمونګران). The New Treasury of Science. New York: Harper & Row. مخونه 171–187. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)