مارلین هېکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مارلین هیکر چي یوه امریکایي شاعره، لیکواله، ژباړنه او نقاده بلل کیږي د1942 زیږدیزکال دنومبر پر27 نېټه په متحده ایالاتو کي زېږېدلې ده . نوموړې د نیویارک د ښار په کالج کې د انګلیسي امیریتا پروفیسره ده.

د هغې د شعرونو په کتابونو کې پریزنټیشن پیس شتون لري کوم چي د ملي کتاب جایزه یې ګټلې ده، مینه، مرګ، او د موسمونو بدلول دهیکر مشهوره کتابونه بلل کیږي . هیکر په 2003 کي د ویلیس بارنسټون د ژباړې جایزه ترلاسه کړه، اوپه 2009 کي یې د ماری ایټین لخوا د (Hundred Horsmen) لپاره د ژباړې په برخه کې د شعر د PEN جایزه وګټله، [۱] چې د ملي شعري لړۍ څخه یې د رابرټ فاګلز د ژباړې لومړۍ جایزه هم ترلاسه کړه. هیکر په 2010 کي د شعر لپاره د PEN/Voelcker جایزه ترلاسه کړه. [۲]

ژوند او زدکړي[سمول]

مارلین هیکر داوخت تر 80 کلونو ډېر عمر لري اودژوند لویه برخه یې په علمي فعالیت کي تېره کړې ده . دهیکر خاوند سیمویل ډیلاني نومېدی اوله هغه څخه یې دایوا په نوم یوه لور زوکړې ده . هیکر دنیویارک له پوهنتون څخه په 1964 کال کي فارغه سوې ده .

  1. "Marilyn Hacker: King of a Hundred Horsemen". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "PEN Winners Announced". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)