Jump to content

مارسل ډوشمپ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هینري-رابرټ-مارسل ډوشمپ (8 جولای 1887 – 2 اکتوبر 1968) یو فرانسوی رسام، مجسمه جوړونکی، د سطرنج لوبغاړی او لیکوال و، د چا کارونه چې د کیوبیزم، دادا او تصوراتي هنر سره تړاو لري. هغه په عام ډول د «پابلو پیکاسو» او «هنري ماتیس» سره یو له هغو دریو هنرمندانو شمیرل کیږي چې د شلمې پیړۍ په لومړیو لسیزو کې یې د پلاستیکي هنرونو کې د انقلابي پرمختګونو په تعریف کې مرسته کړې وه، او د نقاشۍ او مجسمې په برخه کې هم د پام وړ پرمختګونو مسؤل و. هغه د شلمې او يو ويشتمې پیړۍ په هنر خورا لوی اغیز درلود، او د تصوراتي هنر په پراختیا کې یې اصلي اغیزه درلوده. د لومړۍ نړیوالې جګړې په وخت کې، هغه د خپلو ډیرو ملګرو هنرمندانو (لکه هینري ماتیس) کار د "شبکيه" په توګه رد کړی و (شبکيه هغه هنر دی چې بصري تاثير لري نه تصوراتي)، د کوم هنر موخه چې یوازې د سترګو خوشحاله کول وي. د دې پر ځای، هغه غوښتل چې د ذهن خدمت لپاره هنر وکاروي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه[سمول]

ډوشمپ د فرانسې د «نورمنډي» په «بلینویلی-کریون» کې زیږیدلی و، پلار یې «ایوګني ډوشمپ» او مور یې «لوسي ډوشمپ» (پخوانی نوم یې لوسي نیکول و) نومېدل، او په داسې کورنۍ کې لوی شوی و چې کلتوري فعالیتونه يې خوښول. د هغه د مورني نېکه «ايميل فريډريک نيکول» کور د انځورګرۍ او نقاشۍ له هنر څخه ډک و، او کورنۍ یې د شطرنج لوبه کول، کتابونه لوستل، رسامي کول او په ګډه موسیقي جوړول خوښول.

د یوجین او لوسي ډوشمپ له اوو ماشومانو څخه، یو یې په ماشومتوب کې مړ شو او څلور یې بریالي هنرمندان شول. لاندې کسان د مارسل ډوشمپ وروڼه وو:

  • ژاک ويان (1875-1963) رسام، رنګ جوړونکی
  • ريمنډ ډوشمپ ويان (1876-1918) مجسمه جوړونکی
  • سوزان ډوشمپ کراټي (1889-1963) انځورګره.

په ماشومتوب کې، کله چې د هغه دوه مشران وروڼه له مخکې څخه په «روين» ښوونځي کې له کوره لېرې وو، ډوشمپ له خپلې خور سوزاني سره ډېر نږدې و، څوک چې د هغه د ښېرازه تخیل په مټ په لوبو او فعالیتونو کې د هغه د خوښې شریکه وه. په اته کلنۍ کې، ډوشمپ د خپل ورور پر پل پښه کیښوده، کله چې هغه کور پریښود او د «روین» په «Pierre-Corneille» لېسه کې يې زده کړې پيل کړې. د هغه په ټولګي کې دوه نور زده کونکي هم مشهور هنرمندان او د هغه هميشني ملګري شول، چې هغه «رابرټ انټوني پینچون» او «پیری ډومانټ» وو. د راتلونکو اتو کلونو لپاره، هغه په یو تعلیمي نظم کې تړلی و، کوم نظم چې په فکري ودې تمرکز درلود. که څه هم هغه یو غوره زده کونکی نه و، د هغه غوره مضمون ریاضی و، او په ښوونځي کې یې د ریاضیاتو دوه جایزې وګټلې. هغه په 1903ز کال کې د رسامۍ لپاره جایزه هم وګټله ، او په 1904ز کال کې د خپل کار په بيل سره نوموړي هغه لومړۍ جايزه تر لاسه کړه چې هيله يې درلوده، او په دې ډول يې د هنرمند کېدو لپاره د هغه وروستۍ پرېکړه تاييد کړه.[۱۰]

هغه د یو ښوونکي څخه اکاډميکه رسامي زده کړه، چا چې له اغېزمنتيا، ځنډي اغېزمنتيا (وروستموندنه) او نويو نظریاتو له اغېزو څخه د خپلو زده کونکو د خوندي کولو ناکامه هڅه وکړه. په هر حال، په هغه وخت کې د دوشمپ ریښتینی هنري لارښود د هغه ورور «ژاک ويان» و، چې هڅه يې کوله د هغه روان او نافذ سبک تعقيب کړي. په څوارلس کلنۍ کې، د هغه لومړۍ جدي هنري هڅې هغه انځورونه او د اوبو رنګونه و چې خپله خور سوزان يې په بېلا بيلو حالتونو او فعالیتونو کې انځور کړې وه. په همدې دوبي کې هغه د تېلو په کارولو سره په تاثراتي سبک کې منظرې هم رسامي کړې.

لومړي اثار[سمول]

د ډوشمپ لومړي هنري کارونه د ځنډي اغېزمنتيا له سبکونو سره سمون لري. نوموړي له کلاسیکو او تخنیکي شیانو سره تجربه کوله. کله چې وروسته له هغه څخه وپوښتل شول چې هغه مهال پر ده څه شي اغېز کړی و، ډوشمپ د سمبولیست انځورګر «اوډیلون ریډون» کار ته اشاره وکړه، د چا چې د هنر په اړوند ليدلوری په څرګند ډول د اکاډميک مخالف نه، بلکې په چوپتيا سره انفرادي و.

هغه د 1904 څخه تر 1905ز کال پورې په جولیان اکاډمۍ کې هنر زده کړ، خو په ټولګیو کې د ګډون کولو پر ځای یې د بلیارډ لوبې کولو ته ترجیح ورکوله. په دې جريان کې، ډوشمپ کارتونونه رسمول او پلورل یې چې د هغه مزاحيه مزاج ته يې انعکاس ورکاوه. ډیری انځورګري يې شفاهي توريې (کله کله په څو ژبو کې وي)، بصري توريې يا دواړه کاروي. له کلمو او سمبولونو سره دا ډول لوبو، د پاتې ژوند لپاره د هغه تخيل بوخت وساته.[۱۱][۱۲]

په 1905ز کال کې، هغه خپل اجباري پوځي خدمت په نهه دېرشم پلي کنډک کې پيل کړ، چې په «روین» کې یې د يو چاپګر لپاره کار کاوه. هلته يې د ټایپوګرافۍ او چاپ کولو پروسې زده کړې – دا هغه مهارتونه و چې په خپلو راتلونکو اثارو کې به يې کار ځينې اخيست.[۱۳]

په معتبره «Académie royale de peinture et de sculpture» کې د نوموړي د مشر ورور «جاکس» د غړيتوب په برکت، په 1908ز کال کې د ډوشمپ اثار په «Salon d'Automne» کې او راتلونکی کال په «Salon des Indépendants» نندارې ته وړاندې شول. د «پاول سيزان» (Paul Cézanne) «پروټو-کیوبزم» (proto-Cubism) د هغه په انځورګريو اغېز درلود، که څه هم نقاد «ګیلوم اپولینیر» (Guillaume Apollinaire) - چې وروسته يې ملګری شو – نيوکه وکړه او دا يې د "ډوشمپ خورا بد لوڅ انځورونه" ("les nus très vilains de Duchamp") وبلل. په 1911ز کال کې په «Salon d'Automne» کې له ملاقات وروسته ډوشمپ د مستانه هنرمند «فرانسس پيکوبيا» (Francis Picabia) سره د ژوند تر پايه ملګری و، او «پيکوبيا» هغه د ګړندي موټرو او "لوړ" ژوند طرزالعمل ته معرفي کړ.[۱۴][۱۵][۱۶]

په 1911ز کال کې، په پیوتو (Puteaux) کې د «جاکس» په کور کې، دې وروڼو د «کیوبیسټ» هنرمندانو سره په منظم ډول د ډله ييزو بحثونو کوبه توب کاوه، په دې ډله کې Picabia, Robert Delaunay, Fernand Léger, Roger de La Fresnaye, Albert Gleizes, Jean Metzinger, Juan Gris او Alexander Archipenko هم شامل وو. شاعرانو او لیکوالانو هم پکې ګډون درلود. دا ډله د «Puteaux Group»، یا «Section d'Or» په نوم پېژندل کېده. له دې امله چې د کیوبیسټانو له جديت يا په بصري موضوعاتو د هغوی له تمرکز سره يې لېوالتيا نه درلوده، ډوشمپ د کیوبیسټ تیورۍ په بحثونو کې برخه نه اخيسته، او د يو شرمېدونکي چا په توګه مشهور شو. په هر حال، په همدې کال نوموړي په کيبويست سبک کې انځورګري وکړه، او د تکرار انځورونو په استعمال سره يې په هغې کې د خوځښت تاثر شامل کړ.

د دې پړاو په اوږدو کې، د لیږد، بدلون، خوځښت او واټن په اړه د ډوشمپ لیوالتیا څرګنده شوه، او د هغه مهال د ډېرو هنرمندانو په څېر، نوموړي د څلورم اړخ د انځورګرۍ له تصور سره لېوالتيا درلوده. د «Sad Young Man on a Train» په نوم د هغه انځور د دې اندېښنې ښودنه کوي:[۱۷]

لومړی، د اورګاډي د حرکت نظریه موجوده ده، او بیا د يو غمجن ځوان په اړه چې په دهلیز کې او د حرکت په حال کې دی؛ په دې ډول دوه موازي حرکتونه موجود دي چې يو له بل سره مطابقت لري. له دې وروسته، د ځوان سړي مسخ ده - ما دې ته ابتدايي موازي نوم ورکړی و. دا یو رسمي تخریب و؛ یعني خطي عناصر، چې يو بل د موازي په توګه تعقيبوي او شی مسخ کوي. دا شی په بشپړ ډول غځول شوی دی، اعتراض په بشپړه توګه غځول شوی، لکه ارتجاعي. کرښې په موازي ډول یو بل تعقیبوي، په داسې حال کې چې په مهارت سره بدلون پیدا کوي، تر څو خوځښت جوړ کړي، تر نظر لاندې ځواک څېره جوړه کړي. ما دا کړنلاره په « Nude Descending a Staircase» کې هم کارولې وه.[۱۸]

د هغه د 1911ز کال د شطرنج لوبغاړو په انځور (Portrait de joueurs d'échecs) کې، د کیوبیسټ سره یوځای شوي چوکاټونه او د سطرنج لوبې کولو پر مهال د هغه د دوه وروڼو ګڼې منظرې موجودې دي، خو ډوشمپ په دې کې د لوبغاړو د نه ليدو وړ ذهني فعاليت د پېزندلو عناصر شامل کړي دي.

د دې وخت په کارونو کې د هغه لومړی "ماشین" انځورګري، Coffee Mill  (Moulin à café) (1911)هم شامل وو، کوم چې هغه خپل ورور «ریمونډ دوشمپ-ویان" ته ورکړي وو. د 1944ز کال وروستۍ ډېره علامتي ماشین انځورګري، Chocolate Grinder  (Broyeuse de chocolat)، له مخکې څخه د هغه میکانیزم ښودنه کوي، چې په «Large Glass» کې ځای ورکړل شوی، په کوم چې هغه راتلونکی کال په نیويارک کې کار پيل کړ.[۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite EPD
  2. Ian Chilvers & John Glaves-Smith, A Dictionary of Modern and Contemporary Art. Oxford University Press, p. 203
  3. "Francis M. Naumann, Marcel Duchamp, Grove Art Online, Oxford University Press, MoMA, 2009". Moma.org. لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Marcel Duchamp". TheArtStory.org. خونديځ د اصلي څخه ۲۷ جون ۲۰۱۳. لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "Tate Modern: Matisse Picasso". Tate Etc. خونديځ د اصلي څخه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۴. لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. (په 7 May 2002 باندې). A momentous, tremendous exhibition. The Guardian.
  7. Trachtman, Paul (February 2003). "Matisse & Picasso". Smithsonian. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مې ۲۰۱۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. (په 1 December 2004 باندې). Duchamp's urinal tops art survey. BBC News.
  9. "Marcel Duchamp (1887-1968) | Thematic Essay | Heilbrunn Timeline of Art History | the Metropolitan Museum of Art". خونديځ د اصلي څخه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۳. لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) Marcel Duchamp (1887–1968) at Metropolitan Museum of Art
  10. Guy Pessiot, Histoire de Rouen volume 2 1900–1939 en 800 photographies Archived 22 January 2017 at the Wayback Machine., repr. Rouen: PTC, 2004, ISBN 9782906258877, p. 271 کينډۍ:In lang
  11. theartstory.org Archived 27 June 2013 at the Wayback Machine.
  12. (fr)Victoria Charles, Joseph Manca, Megan McShane, 1000 Chefs-d'œuvre de la peinture
  13. François Lespinasse, Robert Antoine Pinchon: 1886–1943, 1990, repr. Rouen: Association les amis de l'École de Rouen, 2007, ISBN 9782906130036 کينډۍ:In lang
  14. Pierre Lartigue, Rose Sélavy et caetera, University of Michigan, Le Passage, 2004, p. 65, کينډۍ:Isbn
  15. Judith Housez, Marcel Duchamp: biographie, Grasset, 2006, p. 93, ISBN 2246630819
  16. Bernard Marcadé, Marcel Duchamp: la vie à crédit : biographie, Flammarion, 2007, p. 28, ISBN 2080682261
  17. Ian Chilvers & John Glaves-Smith, A Dictionary of Modern and Contemporary Art. Oxford University Press, p. 204
  18. Cabanne, 1971 p.29.
  19. Calvin Tomkins, The Bride and the Bachelors, New York 1962, pp.31–2