لېن مارګولیس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لېن مارګولیس (لېن پیټرا مارګولیس؛ زوکړه: د ۱۹۳۸ زکال د نومبر ۵مه – مړینه: د ۲۰۱۱ زکال د نومبر ۲۲مه) امریکایي تکاملي ژوند پوهه او همدارنګه په تکامل کې د ګډ ژوند (په دري: همزیستي؛ په انګریزي: سیمبویوژنز) له پام وړ معاصرو  پلویانو څخه وه. تاریخ لیکونکی جان ساپ څرګندوي چې «د لېن مارګولیس نوم د ګډ ژوند سره دومره تړلی و لکه څومره چې د تکامل سره د چارلز داروین نوم تړلی دی». مارګولیس په ځانګړې توګه له هستو سره د حجراتو د تکامل موجود درک ته د باکتریا ګانو د ګډ ژوند په وړاندیز کولو سره داسې اډانه جوړه او دومره تغیر یې ورکړ – هماغه ډول چې ارنست مایر «د ژوندانه په تاریخ کې د مهمې او ډراماټیکې پېښې په توګه بللی دی».[۱][۲][۳][۴][۵]

مارګولیس همدارنګه له بریتانوي کیمیا پوه جیمز لاولاک سره په ګډه د ګایا فرضیه ابداع کړه او وړاندیز یې وکړ چې ځمکه د یو واحد ځان تنظیم کوونکي سیسټم په توګه عمل کوي، نوموړې همدارنګه د رابرټ ویټاکر د پنځو پاچاهیو د طبقه بندۍ (five-kingdom classification) ترویج کوونکې او اصلي مدافعه وه.

نوموړې د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې د خپلو چارو له امله له پام وړ مخالفتونو سره مخ شوه (هغې د خپلې یوې څېړنې لپاره د مالي مرستو د غوښتنې اړوند ځواب ترلاسه کړ چې، «ستاسو څېړنه ملنډې دي، هېڅکله ځان په دې مه ستړي کوۍ چې بیاځلي غوښتنه وکړۍ»). ورته مهال د «میټوسینګ حجراتو د ریښې» اړوند د هغې بله مهمه مقاله چې په ۱۹۶۷ زکال کې خپره شوه د شاوخوا ۱۵ علمي ژورنالونو له خوا رد کړای شوه. هغه مهال چې نوموړې د بوسټون پوهنتون د علمي پلاوي له ځوانو غړو څخه وه، د هغې دغه نظریه چې د میتوکندریا او کلروپلاست په څېر سلولي جوړښتونه یو مهال خپلواکې باکټریا ګانې وې د یوې لسیزې لپاره له پامه وغورځول شوه، خو وروسته له هغه چې د ژنټیکي شواهدو پر مټ اثبات شوه په پراخه کچه ومنل شوه. [۶][۷][۸]

مارګولیس په ۱۹۸۳ زکال کې د متحده ایالاتو د علومو د ملي اکاډمۍ غړې وټاکل شوه. ولسمشر بیل کلېنټون ورته په ۱۹۹۹ زکال کې د علومو ملي مډال ورکړ. سربېره پر دې په ۲۰۰۸ زکال کې د لندن لېنه یي ټولنې ورته د داروین – والاس مډال هم ورکړ.

مارګولیس چې «د ځمکې د سرکښو علومو مور»، «اثبات شوې بدعت کوونکې» او یا هم علمي «یاغي» مېرمن ګڼل کېږي، د نیوداروینېزم یو له جدي منتقدینو څخه وه. د هغې دریځ د ریچارډ ډاوکینز، جورج سي. ویلیام او جان مینارډ سمیت په ګډون د نیوداروینېزم د مکتب د ژوند پوهانو د تل پاتې بحثونو موضوع جوړه کړه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د هغې ډېری اصلي اثار، په ځانګړې توګه هغه اثار یې چې د عامه لوستونکو لپاره درک وړ بلل کېږي، د هغې د زوی ډوریون ساګان (پلار یې کارل ساګان و) په مرسته لیکل شوي دي.

نوموړې په ۲۰۰۲ زکال کې د ډیسکوور مجلې له خوا د علومو په برخه کې د ۵۰ مخکښو مېرمنو په کتار کې شامله شوه. [۱۵]

ژوند[سمول]

مارګولیس د شیکاګو په یوه یهودي، صهیونېستي کورنۍ کې وزیږېده. د هغې پلار موریس الکساندر او مور یې لیونا وایز الکساندر نومېده. دا د خپلو څلورو خویندو مشره وه. پلار یې وکیل و او همدارنګه یې په واټ جوړونه کې د کارېدونکو رنګونو تولیدي شرکت هم درلود. مور یې بیا د ټکټونو د پلورنې یو دفتر مخته ووړ. نوموړې په ۱۹۵۲ زکال کې د هایډې پارک اکاډمۍ په نامه عالي لیسې ته ولاړه او ځان یې د هغې ټنبلې زده کوونکې په توګه توصیف کړی چې هر مهال به د ټولګي په ګوټ کې ولاړه وه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

مارګولیس د ۱۵ کلنۍ په عمر په داسې حال کې چې لا بالغه نجلۍ نه وه، د شیکاګو پوهنتون د لابراتواري چارو په پوهنځۍ کې ومنل شوه. نوموړې په ۱۹۵۷ زکال کې د ۱۹ کلنۍ په عمر د شیکاګو له پوهنتون څخه د لیبرال هنرونو لیسانس سند ترلاسه کړ. ورپسې د ویسکانسین پوهنتون ته ولاړه څو د هانس ریس او والټر پلاټ تر نظر لاندې ژوند پوهنه ولولي چې بیا یې له دغه پوهنتون څخه په ۱۹۶۰ زکال کې د ژنټیک او ژوو پوهنې په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. (له پلات سره د نوموړې لومړنۍ لیکنه په ۱۹۵۸ زکال کې په پروتوزولوژي مجله کې خپره شوه چې د یو سلولي ژوندي موجود اوګلنا اړوند وه، هغه تاج لرونکی ژوندی موجود چې د حیواناتو او نباتاتو دواړو ځانګړنې لري). نوموړې وروسته بیا د برکلي په کالیفورنیا پوهنتون کې د ژوي پېژندونکي ماکس الفرت تر نظر لاندې څېړنې ته مخه کړه. وړاندې له دې چې خپل پای لیک پای ته ورسوي، د ماساچوستس په برنډیس پوهنتون کې یې لومړی د څېړنیزې همکارۍ او بیا د تدریس وړاندیزونه ترلاسه کړل. دلته د کار پر مهال نوموړې په ۱۹۶۵ زکال کې په برکلي کې د کالیفورنیا له پوهنتون څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړ. د هغې پای لیک په اوګلنا کې د تیمیدین د غیر معمول ادغام تر عنوان لاندې و. نوموړې په ۱۹۶۶ زکال کې د بوسټون پوهنتون ته ولاړه او هلته یې د ۲۲ کلونو لپاره د ژوند پوهنې تدریس وکړ. دا په پیل کې د تدریسي همکارې او په ۱۹۶۷ زکال کې د مرستیال ښوونکې په توګه وټاکل شوه. مارګولیس په ۱۹۷۱ زکال کې نیم مهالې پروفیسورۍ، په ۱۹۷۷ زکال کې بشپړ مهالې پروفیسورۍ او په ۱۹۸۶ زکال کې د پوهنتون د پروفیسورۍ څوکۍ ته ارتقا وکړه. په ۱۹۸۸ زکال کې په آمهرست کې د ماساچوستس د پوهنتون د بوټو پوهنې د پوهنځي د مخکښې استادې په توګه وګمارل شوه. نوموړې په ۱۹۹۷ زکال کې د یاد پوهنتون د ځمک پوهنې پوهنځي ته ولاړه څو «په بشپړې علاقې» سره د ځمک پوهنې تر ټولو مخکښه ښوونکې شي. نوموړې بیا تر مړینې پورې په دغې څوکۍ کار وکړ. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

شخصي ژوند[سمول]

مارګولیس د لیسانس له سند ترلاسه کولو ډېر ژر وروسته له ستوري پېژندونکي کارل ساګان سره واده وکړ. ساګان دغه مهال د شیکاګو پوهنتون په فیزیک برخه کې د ماسټرۍ زده کړې کولې. دوی دواړه په ۱۹۶۴ زکال کې هغه مهال چې مارګولیس د دوکتورا په کچه زده کړې نږدې پای ته رسولې وې، له یو بل جلا شول. دوی دوه ماشومان لرل، ډوریون ساګان چې بیا مخکښ عالم او د دې همکار وګرځېد او همدارنګه جرمي ساګان، چې د سافټویرونو جوړونکی او د ساګان ټکنالوژۍ بنسټ ګر دی.

مارګولیس بیاځلي په ۱۹۶۷ زکال کې له بلورنګار یا کریسټالوګرافر توماس ان. مارګولیس سره واده وکړ. دوی د ذاخاری مارګولیس-اوهانوما په نامه یو زوی او د جنیفر مارګولیس په نامه یوه لور لرله؛ زوی یې په نیویارک ښار کې د جنايي جرمونو څارنوال او لور یې هم ښوونکې او لیکواله ده. دوی دواړه په ۱۹۸۰ زکال کې له یو بل جلا شول. [۲۷][۲۸]

هغې څرګنده کړې، «ما دوه ځله د مېرمنې په توګه خپله دنده خوشې کړه» او «له انساني پلوه دا شونې نه ده چې زه دې یوه ښه مېرمن، یوه ښه مور او لومړۍ درجه عالمه واوسم. هېڅوک داسې چاره نه شي ترسره کولای – یو څه خپله ترسره کېږي». [۲۹]

په ۲۰۰۰مه لسیزه کې هغې له ژوند پوه ریکارډو ګوئررو سره اړیکه لرله.

د هغې خور جوآن الکساندر د نوبل د جایزې له ګټونکي شلډون ګلاشو او بلې خور یې، شارون، له ریاضي پوه ډانیل کلیټمن سره واده وکړ. [۳۰]

هغه له مذهبي پلوه اګنوسټېزم پالونکې او سخت دریځه تکامل پالونکې وه، خو معاصر تکاملي سنتېز یې رد کاوه او څرګندوله یې چې: «زما په یاد دي چې یوه ورځ د یوه ویرونکي کشف سره له خوبه راپاڅېدم: زه نیو داروینېزم پالونکې نه یم! ما خپلې پخوانۍ تجربې ته مخه کړه، هغه مهال مې دې ته پام شو چې یوه انسان پالونکې یهودي نه یم، په داسې حال کې چې د داروین هڅې ډېرې ستایم او د هغه له ډیری نظری تحلیلونو سره موافقه یم او یوه داروینېسته یم، خو نوې داروینېسته نه یم». هغې استدلال کاوه چې «طبیعي انتخاب کېدای شي یو څه لرې او یا هم وساتي، خو جوړول نه شي کولای»؛ دې باور درلود چې همزیستي (ګډ ژوند) د تکاملي بدلون اصلي محرک دی. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

مارګولیس په ۲۰۱۳ زکال کې د زده کړو د ملي مرکز د مشورتي شورا د غړو په کتار کې شامله وبلل شوه.[۳۵]

نوموړې د هموراژیک مغزي سکتې څخه پنځه ورځې وروسته د ۲۰۱۱ زکال د نومبر میاشتې په ۲۲مه نېټه د ماساچوستس په امهرست کې په خپل کور کې مړه شوه. د هغې د وصیت له مخې مړی یې وسوزول شو او ایرې یې هم کور ته څېرمه د هغې په خوښې وړ څېړنیزې سیمې کې وپاشل شوې. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

سرچينې[سمول]

  1. (په 24 November 2011 باندې). Lynn Margulis, evolution theorist, dies at 73.
  2. Lake, James A. (2011). "Lynn Margulis (1938–2011)". Nature. 480 (7378): 458. Bibcode:2011Natur.480..458L. doi:10.1038/480458a. PMID 22193092. S2CID 205069081. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Schaechter, M (2012). "Lynn Margulis (1938–2011)". Science. 335 (6066): 302. Bibcode:2012Sci...335..302S. doi:10.1126/science.1218027. PMID 22267805. S2CID 36800637. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mayr, Ernst (2001). What Evolution Is. New York, NY: Basic Books. د کتاب پاڼي 48. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-04426-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Sagan, Dorion, المحرر (2012). Lynn Margulis: The Life and Legacy of a Scientific Rebel. White River Junction: Chelsea Green. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1603584470. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Sagan, Dorion, المحرر (2012). Lynn Margulis: The Life and Legacy of a Scientific Rebel. White River Junction: Chelsea Green. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1603584470. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Lynn Margulis". The Telegraph (په انګلیسي ژبه کي). 13 December 2011. مؤرشف من الأصل في ۱۲ جنوري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  8. Margulis, Lynn, Gaia Is a Tough Bitch Archived 2017-11-22 at the Wayback Machine.. Chapter 7 in The Third Culture: Beyond the Scientific Revolution by John Brockman (Simon & Schuster, 1995)[مړه لينکونه]
  9. Mann, C (1991). "Lynn Margulis: Science's unruly Earth mother". Science. 252 (5004): 378–381. Bibcode:1991Sci...252..378M. doi:10.1126/science.252.5004.378. PMID 17740930. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 24 November 2011 باندې). 'Rebel' biologist and neo-Darwinian skeptic Lynn Margulis dies.
  11. Barlow, Connie (1992). From Gaia to Selfish Genes: Selected writings in the life sciences (الطبعة 1st MIT Press paperback). Cambridge, MA: MIT Press. د کتاب پاڼې 47. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-52178-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Teresi, Dick (17 June 2011). "Lynn Margulis says she's not controversial, she's right". Discover Magazine. العدد April 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) [Broken link]
  13. Gilbert, Scott F.; Sapp, Jan; Tauber, Alfred I. (2012). "A Symbiotic View of Life: We have never been individuals". The Quarterly Review of Biology. 87 (4): 325–341. doi:10.1086/668166. PMID 23397797. S2CID 14279096. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Sagan, Dorion, المحرر (2012). Lynn Margulis: The Life and Legacy of a Scientific Rebel. White River Junction: Chelsea Green. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1603584470. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Svitil, Kathy (13 November 2002). "The 50 Most Important Women in Science". Discover Magazine. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Lynn Margulis". NNDB. Soylent Communications. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lake, James A. (2011). "Lynn Margulis (1938–2011)". Nature. 480 (7378): 458. Bibcode:2011Natur.480..458L. doi:10.1038/480458a. PMID 22193092. S2CID 205069081. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Oakes, Elizabeth H. (2007). Encyclopedia of World Scientists (الطبعة Revised). New York: Facts on File. د کتاب پاڼې 484. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4381-1882-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Goldman, Jason. "Ad Memoriam: Lynn Margulis (5.03.1938 - 22.11.2011)" (PDF). Jason G. Goldman. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. di Properzio, James (1 February 2004). "Lynn Margulis: Full speed ahead". University of Chicago Magazine. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جولای ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Lynn Margulis". Encyclopedia of World Biography. (2004). 
  22. A Life With ... (interview). BBC Radio 4. 16 July 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Archibald, John (2014). One Plus One Equals One: Symbiosis and the evolution of complex life. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 50. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-966059-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Margulis, Lynn (2002). Una revolución en la evolución: Escritos seleccionados (په هسپانوي ژبه کي). Valencia: Universitat de Valencia. د کتاب پاڼي 45–48. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8-437-05494-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Lynn Petra Alexander Sagan Margulis (1938–2011)". The Embryo Project Encyclopedia. Arizona Board of Regents, Arizona State University. 
  26. Yount, Lisa (2003). A to Z of biologists. New York, NY: Facts on File. د کتاب پاڼې 198. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4381-0917-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Lynn Margulis". NNDB.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 26 November 2011 باندې). Lynn Margulis, leading evolutionary biologist, dies at 73.
  29. (په 26 November 2011 باندې). Lynn Margulis, leading evolutionary biologist, dies at 73.
  30. "Lynn Margulis". NNDB. Soylent Communications. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Lynn Margulis". NNDB. Soylent Communications. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Teresi, Dick (17 June 2011). "Lynn Margulis says she's not controversial, she's right". Discover Magazine. العدد April 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) [Broken link]
  33. Margulis, Lynn, Gaia Is a Tough Bitch Archived 2017-11-22 at the Wayback Machine.. Chapter 7 in The Third Culture: Beyond the Scientific Revolution by John Brockman (Simon & Schuster, 1995)[مړه لينکونه]
  34. Teresi, Dick (17 June 2011). "Lynn Margulis says she's not controversial, she's right". Discover Magazine. العدد April 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) [Broken link]
  35. "Advisory Council". ncse.com. National Center for Science Education. د اصلي آرشيف څخه پر 10 اګست 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه 30 اکتوبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Faulkner, Sean. "Condolences". geo.umass.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 24 November 2011 باندې). Lynn Margulis, evolution theorist, dies at 73.
  38. Lake, James A. (2011). "Lynn Margulis (1938–2011)". Nature. 480 (7378): 458. Bibcode:2011Natur.480..458L. doi:10.1038/480458a. PMID 22193092. S2CID 205069081. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. (په 26 November 2011 باندې). Lynn Margulis, leading evolutionary biologist, dies at 73.
  40. (په 11 December 2011 باندې). Lynn Margulis obituary.