لېبراله سوسیالیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لېبراله سوسیالیزم یوه سیاسي فلسفه ده چې لېبرالي اصول له سوسیالیزم سره ګډوي. دا ترکیب لېبرالیزم یوه داسې سیاسي نظریه بولي چې د انسان د اروا داخلي آزادي یو ورکړل شوی امر او آزادي د ګډ بشري ژوند یوه موخه، وسیله او قانون ګڼي. سوسیالیزم د خپلواکې سیاسي، اقتصادي او له مادي اړتیاوو څخه د خلاصون له لارې د آزادۍ داسې رسمیت پېژندنې ته د رسېدو لپاره یوه طریقه ده.[۱][۲]

لېبراله سوسیالیزم په ځانګړې توګه د بریټانیا او ایټالیا په سیاست کې نامتو وو. د هغه اصلي نظریې کولی شو په جان استوارت میل کې وڅارو، چا چې داسې نظریه ورکړه چې سرمایه داره ټولنې باید د ټولنیز کېدو تدریجي پروسه د هغو شرکتونو له لارې تجربه کړي چې د کارګرانو لخوا کنټرول کېږي، ترڅو وکولی شي له خصوصي شرکتونو سره سیالي وکړي. میل د سوسیالیزم متمرکزه موډلونه چې د هغه په اند کولی شي د سیالۍ او خلاقیت مانع شي، رد کړل، خو هغه استدلال وکړ چې په یو آزاد دولت کې استازیتوب اړین دی او که اقتصادي فرصتونه په سمه توګه ونه ویشل شي، ډیموکراسي دوام نشي کولی، نو ځکه ډیموکراسي ته نه یوازې د دولت استازیتوب په توګه بلکه د یوه بشپړ ټولنیز نهاد په توګه ګوري. په داسې حال کې چې ځینې سوسیالیستان له لېبرالیزم سره دښمن دي، او «د سرمایه دارۍ د تخریب لپاره د آیډیولوژيک پوښښ په وړاندې کولو» تورن دي، دې ته هم اشاره شوې چې «د لېبرالیزم موخې د سوسیالیستانو له موخو سره ډېر توپیر هم نه لري»، که څه هم دا ورته والی په دې دلیل دروغجنې بلل شوي چې لېبرالیزم او سوسیالیزم آزادي، مساوات او یووالي ته بېلابېلې معناوې ورکوي. په هرحال، لېبرال سوسیالیزم ځینې وخت د عصري سوسیال لېبرالیزم یا ښي اړخې سوسیالې ډیموکراسۍ سره په عین معنا کارول کېږي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د یان هانټ په وینا، لېبراله سوسیالیزم یو بدیله ټولنیزه بېلګه ده چې هم د کارل مارکس په سوسیالیستي او هم د جان رالز په لېبرالي کې ځای پرځای شوې. هغه اصول چې کولی شو ورته لېبرال سوسیالیسټ ووایو د لېبرال، کین اړخه لېبرال، رادیکال، سوسیالیست او آنارشیست اقتصادپوهانو او فیلسوفانو لکه روبرټو آردیګو، اډوارډ برنشټاین، هنري چارلس کاري، جي ډي اچ کول، جین هیپولیټ کولین دې هام (فرانسوی)، جان ډیوي، ایوګن ډوهرېنګ، فرانکوس هوټ (فرانسوی)، جان سټوارټ میل، د پیتنسار ویلیام اوګیلوي، ټوماس پاین، کارل پولانی، پیره – جوزف پروډون، کارلو روسلي، ټوماس سپنس، هربرټ سپنسر او لېون والراس په کارونو پورې تړلې دي. نورې مهمې لېبراله سوسیالیستي څېرې عبارت دي له: نوربرټو بابیو، ګویډو کالوګېرو (ایټالیوی)، آنټوني کراسلنډ، پیرو ګابټي، ټېوډور هرتزکا، لېونارډ هابهوز، اوسکار جاسزي، جوزف ماسېک، چانتال موفې، فرانز اوپن هایمر، جان راولس او آر اچ ټاوني. د هنري جورج او آدام سمېټ په شان اقتصادپوهان او فیلسوفان چې، که څه هم لېبراله سوسیالیستان نه وو خو د هغوی نظریو په لېبراله سوسیالیستي دود باندې اغیزه وکړه. د پولاني له نظره، د لېبرال سوسیالیزم موخه د ځمکې خاوندانو څخه د مالکیت د اخیستلو له لارې د سرمایه دارۍ په استثماري اړخ باندې برلاسي کېدل او د ځمکې د مالکیت لپاره د فرصت پیدا کول دي. دا د دودونو د پای ښکارندویي کوي چې له نورو څخه زیات د فیزیوکراټانو له لورې پیل شوي. [۱۱] [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

ارژنټاین[سمول]

د ملي خودمختاره ګوند دولتونو په لړ کې، لېبراله سوسیالیزم د آرژنټاین په سیاست کې حاکم د خولیو آرژنټینو روکا د محافظه کاره لېبرالیزم په وړاندې راښکاره شو، که څه هم ولسمشر دومینګو فاوستینو سارمینتو مخکې له دې د جان اسټوارټ میل د لیکنو تر اغیز لاندې یوه آجنډا پلي کړې وه. د دې نوي خوځښټ ویاند لیانډرو ان آلم، د رادیکالې مدني اتحادیې بنسټګر، وو. لېبراله سوسیالیستانو هیڅکله په ارژنټاین کې حکومت ندی کړی، خو هغوی له ۱۸۸۰ تر ۱۹۱۴م کال پورې او بیاځلې د ۱۹۳۰م کال نه د پرونیسم تر ظهور پورې، اصلي اپوزیسیون جوړ کړی وو. آډولفو ډیکمان، انریکه ډیکمان، جوزه اینګنیروس، خوان بي جوسټو، مویزس لبنسون، آلیسیا مورایو دې جوسټو، او نیکولاس رپېټو د Decada infame په لړ او په ۱۹۳۰مې لسیزې کې د رادیکالې مدني اتحادیې یا سوسیالیست ګوند د برخې په توګه د دې خوځښت د استازو له ډلې څخه وو.[۲۰]

د Ingenieros کار په ټوله لاتینه امریکا کې خپور شوی. د ارژنټاین د ۲۰۰۳م کال په عمومي ټاکنو کې، ریکارډو لوپز مورفي (چې د خوان باوتیستا آلبردي او آلم په دود کې یې ځان یو لېبراله سوسیالیسټ معرفي کړی) د خلکو له ۱۶.۳ سلنه رایو سره یې دریم ځای خپل کړ. ارژنټایني معاصر لېبراله سوسیالیسټان عبارت دي له ماریو بونګه، کارلوس فایټ او خوان خوزه سبرېلي.[۲۱][۲۲]

بلجیم[سمول]

شانتال موفه د لېبراله سوسیالیزم له نوم وتو بلجیمي مدافعانو څخه ده. هغه لېبراله سوسیالیزم داسې تعریفوي:[۲۳]

د لېبرال سوسیالیزم د کثرت ګرایانه فتوحاتو د ژورولو او غني کولو لپاره، د فردګرایۍ او سیاسي لېبرالیزم ترمنځ اړیکه باید له منځه لاړه شي ترڅو د انفرادیت لپاره د یوې نوې لارې رامنځته کېدو لاره هواره شي او وکولی شي د هغه ټولنیز طبیعت پرته له دې چې د ارګانیک ټولیز یو ساده جز شي، ترلاسه کړي. دا هغه ځای دی چې ښکاري سوسیالیستي فکري دود کېدای شي د ډیموکراسۍ‌ پروژې سره د مرستې لپاره یو څه ولري او دلته د یوه لېبراله سوسیالیزم زیری شته دی.[۲۳]

برتانیه[سمول]

جان سټوارټ میل[سمول]

د جان سټوارټ میل، اصلي لېبراله انګلیسی متفکر، لومړۍ اقتصادي فلسفه د آزادو بازارونو څخه یوه وه. په همدې حال کې، هغه په اقتصاد کې مداخلې ومنلې. هغه همدارنګه د حیواناتو د هوساینې لپاره د قانوني مداخلې اصل ومانه. میل په اصل کې باور درلود چې د مالیاتو برابري د قربانۍ برابري په مانا ده او پرمختللي مالیات، هغه کسان چې ډېر کار کوي او ډېرې پیسې ساتي، جریمه کوي او له همدې کبله «د غلا خفیفه بڼه» ده.[۲۴]

پرته له دې چې عاید په پام کې ونیول شي د مساوي مالیاتو نرخ ته په کتو سره، میل ومنل چې له میراث څخه باید مالیه واخیستل شي. یوه ګټوره ټولنه باید ومني چې ټول باید له یوبل سره په یوه شکل د اشکالو برابر وي. له همدې کبله، د میراث اخیستل د دې لامل کېږي چې کس له ټولنې څخه مخته شي، مګر دا چې له میراث نه مالیه واخیستل شي. هغه کسان چې مالي مرستې کوي باید پام وکړي او په دقت وټاکي چې د هغوی پیسې چېرته ځي – ځینې خیریه موسسې له نورو څخه ډېرې مستحقې دي. د عامه خیریه موسسو هیاتونه لکه دولت (یعنې ټولنیزه هوساینه) دا پیسې په مساویانه ډول توزیع کوي. په داسې حال کې چې، د خصوصي خیریه موسسو هیات لکه یوه کلیسا، دا پیسې په عادلانه ډول هغو کسانو ته چې د نورو په پرتله ډېره اړتیا لري، توزیع کوي.[۲۵]

میل وروسته خپل لیدلوري د سوسیالیستي نظر په لور بدل کړل او د سوسیالیستي لیدلوري د دفاع او د ځینو سوسیالیستي موخو څخه د دفاع لپاره یې خپل د سیاسي اقتصاد اصولو کې ځینې څپرکي ور زیات کړل. په دې اصلاح شوي کار کې، هغه همدارنګه یو بنسټیزه سپارښتنه وړاندې کړه چې د معاش ټول سیسټم دې لغوه شي او پرځای دې یې د کوپراتیف معاش سیسټم جوړ شي. سره له دې، د مالیاتو نظریې په هکله د هغه ځینې لیدلوري ثابت پاتې شول، که څه هم د سیاسي اقتصاد اصولو په دریمه نسخه کې یې بدلون وموند ترڅو د نه ترلاسه شوي عاید په اړه چې د هغه د خوښې وړ وو، او د ترلاسه شوي عاید په اړه چې هغه ورسره علاقه نه درلودله، د محدودیتونو تفکیک ښکاره کړي.[۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. Rosselli, Carlo (2017). Liberal Socialism. William McCuaig, Nadia Urbinati. Princeton, NJ. د کتاب پاڼي 85–88. OCLC 1004884044. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4008-8730-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Gaus او Kukathas 2004، ص. 420.
  3. Thomas Cate, المحرر (2012). Keynes' General Theory: Seventy-Five Years Later. Edward Elgar Publishing. د کتاب پاڼې 251. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781781001035. ... pacific transition to socialism, which led Hollander (2008) to call him the first revisionist. And, on different occasions, Keynes evoked a 'socialism of the future' which is sometimes called social-liberalism or liberal socialism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Keith Clements, المحرر (2015). The Moot Papers: Faith, Freedom and Society 1938-1944. A&C Black. د کتاب پاڼې 552. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780567198310. Hobhouse was a Liberal politician who argued for 'social liberalism' or 'liberal socialism', i.e. a qualified acceptance of government intervention in the economy. Tillich's point of the impotence of the Idea apart from The Moot Papers ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Fred Dallmayr, المحرر (2015). Freedom and Solidarity: Toward New Beginnings. University Press of Kentucky. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780813165790. Hence, the remedy for social ills envisaged by Dewey is a regime that might be called “liberal socialism” or “social liberalism,” but preferably “social democracy”—that is, a regime where all members enjoy freedom in solidarity. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Pierre Pestieau, Mathieu Lefebvre, المحرر (2018). The Welfare State in Europe: Economic and Social Perspectives. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780192549068. ... and welfare programs, and liberal socialism, or social democracy, that supports economic interventions to promote social justice within the framework of a capitalist economy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. James Crotty, المحرر (2019). The Welfare State in Europe: Economic and Social Perspectives. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780429877056. Liberal Socialism was Keynes's particular version of social democracy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Brilhante او Rocha 2010، صص. 17–27.
  9. Miller 2003، صص. 213–238.
  10. Bastow او Martin 2003، ص. 72.
  11. Dale 2016.
  12. Dale 2016، ص. 61.
  13. Kates 1989.
  14. Doležalová 2018، صص. 95–96.
  15. Fried 2004، ص. 66.
  16. Dale 2016، صص. 49–53.
  17. Baum 2007، ص. 101.
  18. Rosselli 1994، ص. 51.
  19. Hunt 2015، ص. 112–113.
  20. Rodríguez Braun 2019.
  21. Rey 2003.
  22. Morales Brito 2014، صص. 115–118.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Coperías-Aguilar 2000، ص. 39.
  24. Pellerin 2009.
  25. Strasser 1991.
  26. Mill 1852. The passage about flat taxation was altered by the author in this edition which is acknowledged in this edition's footnote 8: "This sentence replaced in the 3rd ed. a sentence of the original: "It is partial taxation, which is a mild form of robbery."
  27. Wilson 2007.
  28. Bentham او Mill 2004، ص. 11.