لیو زیلارد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیو زیلارد ( فبروري ۱۱ ۱۹۸۹- مې ۳۰ ۱۹۶۴  یو هنګری، جرمنی او امریکایی فزیک پوه او مخترع و. هغه په کال ۱۹۳۳ کې د هستوي کړۍ د غبرګون مفکوره ایجاد کړه، او دا مفکوره یې په کال ۱۹۳۶ کې ثبت کړه او په ۱۹۳۹ کې  یې په اړه البرت انشتاین ته  د لاسلیک لپاره یو لیک ولیکه چې د منهاتان د پروژې Manhattan Project( دا یوه تحقیقي او پراختیا پروژه وه چې په دویمه نړیواله جګړه کې په لاره واچول شوه چې لومړنۍ اتومي وسلې یې تولید کړې، دا پروژه د امریکا له خوا د برتانیا سره په همغږۍ  او د کانادا په ملاتړ رهبري کېده) لامل شوه او په پای کې اتومي بم جوړ شو. د ګورګي مارکس په وینا هغه یو له هغو ساینسپوهانو څخه وه چې په مریخې مشهور و.  [۱]

په کال ۱۹۴۴ کې، هغه له انریکو فرمي سره یوځای د اتومي ریاکتور د اختراع د حق لپاره غوښتنه وکړه. د اتومې ریاکتر سره سره، لیو زیلارد د ا ختراع د حق لپاره غوښتنه ، په کال ۱۹۲۸ کې یې د الکترونیکې میکروسکوپ لپاره لومړنۍ خپرونې، په کال ۱۹۲۸ خطي ګړندې کوونکی، او په جرمني کې یې په کال ۱۹۲۹کې سیکلوتون ( هغه ګړندۍ کوونکې دستګاه ده چې په هغه کې بار لرونکي ذرات له منبع څخه له وتلو وروسته د الکترونیکي میدانونو په واسطه چټک کېږي.) ثبت کړل او په دې توګه یې ځان د دې آلاتو د کشف د مفکورو پیلوونکی ثابت کړ. د ۱۹۲۶ او ۱۹۳۰ کلونو تر منځ هغه له انشتاین سره د انشتاین د یخجال په جوړولو کار وکړ. د هغه اختراعات، کشفونه او بیولوژۍ په علم کې برخه اخیستنې هم په ورته ډول مهمې دي په دې برخه اخیستنو کې د د فید بک د مخنیوی کشف او کیموستات ( هغه سیستم ده چې د حجراتو بیومس د غذایی موادو کموونکو په جوړښت تنظیميږي)  په واسطه  اختراع شامله ده. د  تیودور ( یو امریکایيي عالم چې په جنیتیکي علومو کې  یې لاس درلود) او فلیپ مارکوس په وینا ، لیو زیلارد داسې لومړنۍ اړینه مشوره ورکړه چې له مخې یې د بشر د حجرې غیر جنسي تولید د یوه واقعیت په توګه ومنل شو.

زیلارد په پیل کې په بوداپست کې پلاتین جوزف تخنیکي پوهنتون کې شامل شوو خو د لومړۍ نړیوالې جګړې په مهال په آستریا او هنګري کې د خدمت کولو له امله د هغه د انجنیرۍ برخې زده کړې له خنډ او ځند سره مخامخ شوې. هغه په ۱۹۱۹ کې له هنګري څخه جرمني ته لاړ او هلته یې د برلېن په چارلوتنبرګ کې د تکنولوژۍ په انستیتوت کې ځان شامل کړ خو له انجینرۍ مسلک څخه ستړي شو او د فریدیرک ولیهلم پوهنتون ته لاړ او هلته یې د فزیک په زده کړه پیل وکړ. هغه د خپلې دوکتورا تیزس د  ماکس وېل دیمون ( دا د فکر یوډول تجربه ده چې په فرضي ډول د ترما دینامیک قانون ماتوي) په اړه ولیکه چې دا د حرارتي او احصایوي فزیک په فلسفه کې یوه معما ده ولیکه. زیلارد د مشهورو ساینسپوهانو څخه لومړنی و چې  ویې کولای شود ترما دینامیک او معاوماتو د تیورۍ تر منځ رابطه وپېژني.

له هغه وروسته چې ادولف هتلر د جرمني صدراعظم شو هغه خپلې کورني او ملګرو ته ټینګار وکړ چې اروپا څخه چې لا یې کولای شو وتښتي. هغه انګلند ته لاړ، او هلته یې د علمي مرستې شورا په جوړولو کې مرسته وکړه دا داسې یو سازمان و چې مهاجر شویو عالمانو ته به یې مرستې وقفولې او هغوی ته به یې کار پیدا کاوه. کله چې هغه په انګلند کې و ، نو هغه د ایزوتوپ د جدایۍ یوه وسیله کشف کړه چې د زیلارد چالمر اېفکت په نامه وپېژندل شوه. په اروپا کې د یوې بلې جګړې په وړاندوينې هغه په کال ۱۹۳۸ کې امریکا ته لاړ چې هلته یې  له انریکو فرني ( یو ايتالوی فزیک پوه چې وروسته د امریکا تبعه شو) او والتر زین ( یو کانادي الاصله امریکایی داتوم فزیکپوه و) سره د اتومې کړۍ د غبرګون د وسایلو په جوړولو کار وکړ. کله چې دا کار د کال ۱۹۴۲ د دسمبر په ۲  په بریالیتوب د شیکاګو په پایل ون ( د توروخښتو کنده چې یورانیوم لري)  کې ترلاسه شو هغه حاضر و. هغه د منهاتان د پروژې لپاره د شیکاګو د پوهنتون د میتالورجیکل په لابراتور کې د اتومي ریاکتور د دیزاین په جنبو کار وکړ.  هغه د زیلارد د عریضې په نامه د یوه سند مسوده جوړه کړه چې د یو اتومې بم له ښودلو یې ملاتړ کاوه خو مؤقتې کمېټې دا پرېکړه وکړه چې له خبرتیا پرته یې د ښارونو په وړاندې وکاروي.  

هغه په ډاګه سره د مالګین حرارتي اتومې بمونو ممکنه جوړېدو په اړوند چې  د هستوي وسلو یو نوی ډول دی او بشریت له منځه وړي د خطر زنګ وغږاوه. په کال ۱۹۶۰ کې، هغه کې د مثانې سرطان تشخیص شو او د کوبالت ۶۰ تر ازمایښت لاندې راغی چې ده پخپله دیزاین کړی و. هغه د بیولوژیکي مطالعاتو لپاره د سالک په نامه یو انستیتوت جوړ کړ چې هلته دی هستوګن همکار شو. زیلارد دژوند وړ نړۍ په نامه یوه شورا په کال ۱۹۶۲ کې جوړه کړه چې د (( د عقل خوږ غږ)) په نامه د اتومې وسلو په اړوند سپينې مانۍ، کانګرس او عامو امریکایانو ته بیغام وړاندې کړي. هغه د خوب په مهال په کال ۱۹۶۴ کې د زړه د حملې له امله مړشو.  

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

هغه د لیو سپیتز په نامه په کال ۱۸۹۸ د فبرورۍ په ۱۱ د هنګري په بوداپست کې وزیږېد. د هغه منځنۍ طبقه  یهودي مور اوپلار لاجوس لویس سپیتز  (یو ساختماني انجنیز) او د هغې مور تیکلا ویدور وه چې لیو زیلارد یې د پیست په واروس لیګیتي کې وروزه. هغه یو ځوان ورور درلوده چې بیلا نومېده او په کال ۱۹۰۰ کې زېږېدلی و او خور یې روزسي نومېده چې په کال ۱۹۰۱ کې زېږېدلی وه. د کال ۱۹۰۰ د اکتوبر په ۴، دې مورنۍ خپل نوم له جرمني نوم سپیتز څخه هنګري نوم زیلارد ته واړاوه چې معنې یې په هنګرې ژبه کې ټینګ ته ویل کېږيږ د یوې مذهبې مخینې له درلودلو سره سره، زیلارد یو اګنوستیک ( دهغې عقيدې پیرو چې وایي موږ د خلقت او ماورا، طبیعت په حقیقت نشو پوهیدای) شو. له کال ۱۹۰۸ تر ۱۹۱۶ پورې هغه  په خپل ښارګوټي لوتران د جمناستیک مکتب کې له خپلو نورو ملګرو لکه ادوارد تېلر سره شامل شو. په فزیک کې دعلاقې د درلودلو او په ریاضیاتو کې د مهارت له امله په کال ۱۹۱۶ کې هغه د ایتووس جایزه چې یوه ملي جایزه ده یووړه. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د لومړۍ نړیوالې جګړې په مهال، هغه  د کال ۱۹۱۶ د جنورۍ په ۲۲ یوه خبرتیا تر لاسه کړه چې دی د پنځم لښکرکوټ په  کڼدک کې د خدمت  لپاره جلب شوی دی خو ده و کولای شو چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړې. هغه د پلاتین جوزف په تخنیکي پوهنتون کې د انجینیرۍ د برخې د یوه زده کړیال په توګه ځان شامل کړ او د کال ۱۹۱۶ په سپتمبر کې نوموړي پوهنتون ورغی. په راتلونکې کال کې هغه د استریا او هنګري د پوځ د څلورم غرنۍ توپخانې له کنډک سره یو ځای شو خو ژر بوداپست ته د یوه مدیر په توګه واستول شو. هغه بېرته له خپل کنډک سره د کال ۱۹۱۸ د مې په میاشت کې یوځای شو، خو مخکې له دې چې هغه جبهې ته واستول شي، هغه په هسپانوۍ انفلواېنزا باندې اخته شو او د بستر کېدو لپاره کورته واستول شو. له دې وروسته هغه ته خبر ورکړل شو چې د هغه کنډک تقریبا ټول په جګړه کې له منځه تللی نو د ده ناروغۍ د ده ژوند بچ کړ. هغه د جنګ له متارکې وروسته په احترام سره د کال ۱۹۱۸ د نومبر په میاشت کې په درناوي سره رخصت کړل شو.    [۸][۹][۱۰]

د کال ۱۹۱۹ په جنورۍ کې، زیلارد خپلې د انجنیرۍ زده کړې بیا پيل کړې، خو هنګري د بلا کون ( دا یو کمونیست هنګری سیاست وال او انقلابی و چې هنګري یې په کال ۱۹۱۹ کې اداره کاوه) د هنګري سوسیالیستي جمهوریت په رابرسېره کېدو له سیاسي اړودوړ سره مخامخ و. زیلارد او دهغه ورور بلا خپله سیاسي ډله جوړه کړه چې نوم یې د هنګرې د سوسیالیستو زده کوونکو اتحادیه و او د هغه پلت فورم یې د زیلارد د مالیاتو په سمون ولاړ و. هغه په دې ملزم و چې سوسیالیزم په هنګري کې تر جګړې وروسته ستونځو ته یو ځواب و نه د بلاکون هنګری سوسیالیست ګوند چې له شوروې اتحاد سره یې نژدې اړیکې درلودې. کله چې د بلاکون حکومت کاواکه شو، نو دواړو ورونو په رسمي توګه خپل مذهب له اسرایلیت څخه کالوینیست ( د عیسوي جان کالوین د مفکورې ملاتړي چې وایي په نړۍ کې پېښې د خدای له لورې کنترول کېږي او د بشر په واسطه تغیر نه مومي)  ته تغیر کړ، خو کله چې هغوی هڅه وکړي چې هغوی ځانونه په هغه څه کې شامل کړي چې اوس د بوداپست د تکنولوژۍ انستیتوت بلل کېږي، دهغوی مخه د ملتپالو زده کوونکو له لوري په دې ونیول شوه چې هغوی یهودان و. [۱۱][۱۲]

په جرمني کې وخت[سمول]

هغه پوه شوی و چې دهغه لپاره په هنګري کې هیڅ راتلونکې نه وه، نو د استرلیا له لارې د کال ۱۹۱۹ د دسمبر په ۲۵ جرمني ته لاړ او د برلېن په چارلوتینبرګ کې د  د تکنالوژۍ په انستیتوت کې شامل شو.  دهغه ورور له هغه سره یوځای شو او زیلارد له انجینری مسلک ستړی شو او خپل پام یې فزیک ته واړاوه چې د تکنالوژۍ په انستیتوت کې نه تدریس کېده نو دې د فریدیرک ویلهلم پوهنتون ته لاړ اوهلته یې هغو لکچرونو کې یې حضور ساته چې د البرت انشتاین، مکس پلانک، والتر نرنست، جېمس فرنک او مکس وون لاو له خوا ورکول کېدل. هغه له خپلو هنګرې ټولګیوالو لکه ثیوګین ویګنر، جان وون نیومن او دنیس ګابور سره وليدل. [۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Marx, György. "A marslakók legendája". د اصلي آرشيف څخه پر April 9, 2022 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 7, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lanouette او Silard 1992، ص. 167.
  3. Byers, Nina. "Fermi and Szilard". د لاسرسي‌نېټه May 23, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Frank 2008، صص. 244–246.
  5. Blumesberger، Doppelhofer او Mauthe 2002، ص. 1355.
  6. Lanouette او Silard 1992، صص. 13–15.
  7. Lanouette او Silard 1992، صص. 10–13.
  8. Lanouette او Silard 1992، ص. 42.
  9. Bess 1993، ص. 44.
  10. Lanouette او Silard 1992، صص. 36–41.
  11. Lanouette او Silard 1992، صص. 44–46.
  12. Lanouette او Silard 1992، صص. 44–49.
  13. Lanouette او Silard 1992، صص. 56–58.
  14. Lanouette او Silard 1992، صص. 49–52.
  15. Hargittai 2006، ص. 44.