Jump to content

لیونارډو ټورېس کیوویډو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیونارډو ټورېس کیوویډو (زوکړه: د ۱۸۵۲ زکال د ډسمبر ۲۸مه – مړینه: د ۱۹۳۶ زکال د ډسمبر ۱۸مه نېټه) د نوولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې مخکښ هسپانوي ساختماني انجینر، ریاضي پوه او مخترع و. دی له ۱۹۲۰ زکال راوروسته د نورو بنسټونو سربېره د هسپانیا د سلطنتي اکاډمۍ غړی او د فرانسې د علومو د اکاډمۍ مکاتبه کوونکی غړی و. ټورېس د میخانیک، هوایي چلن او اټوماسیون د برخو په ګډون د انجینرۍ په بېلابېلو برخو کې یو پیاوړی او مخکښ نوښتګر و. د هغه یوه لویه لاسته راوړنه د ۱۹۱۲ زکال پر مهال د شطرنج لوبې د داسې یو الکترومقناطیسي لوبونکي وړاندې کول وو چې کولای یې شو د شطرنج د لوبې محدود ډولونه ترسره کړي؛ ده په دغې چارې سره څرګنده کړه چې ماشینونه د ځانګړو حرکاتو د ترسره کولو په موخه پروګرام کېدای شي او په دې سره یې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا په برخه کې د څېړنو پیل ټکی کېښود. [۱]

د هغه لومړنۍ لویه پروژه د ۱۸۸۷ زکال پر مهال د خلکو د خوندي لېږد په موخه د کیبلي ټرانسپورټ د سیسټم د جوړولو په برخه کې وه چې پر مټ یې په ۱۹۱۶ زکال کې د ویرل پول هوايي نقلیه وسیلې په واسطه د نیګارا افشارونو څخه ۳۵ تنه سورلۍ په ولاړه توګه د یو کیلومتر په فاصله کې ولېږدوله. د دغې مودې په اوږدو کې نوموړي همدارنګه د الجبري جوړښت لرونکو ماشینونو (Sur les machines algébriques؛ ۱۸۹۵ زکال) او محاسبوي ماشینونو (Machines à calculer؛ ۱۹۰۱ زکال) په نومونو تخنیکي اثار خپاره کړل چې له امله یې ده په فرانسه کې پریمانه شهرت وموند او پر مټ یې د الجبري معادلاتو د حل لپاره څو انالوګ ماشینونه جوړ شول. [۲][۳]

تورېس له ۱۹۰۲ زکال څخه تر ۱۹۱۱ زکال پورې د هوايي چلن په برخه کې پام وړ مرسته وکړه؛ په دغو کې د لوري نیولو په موخه په آزاده فضا کې د لنګر اچولو عالي محوري جوړښت او استرا ټورېس هوايي بېړۍ شامله وه چې درې لوبي مقطعي جوړښت یې درلود او په لومړۍ نړیواله جګړه کې په پراخه کچه د متفقینو ځواکونو له خوا وکارول شوه. نوموړی همدارنګه د ۱۹۰۱ زکال پر مهال د ټیلیکین پر مټ د راډیويي کنټرول د پراختیا یو له کلیدي څېرو څخه و چې د معاصرو بي سیمه ریموټ کنټرول عملیاتو اصول یې رامنځته کړل. [۴][۵][۶][۷]

د ټورېس په نورو پام وړ پرمختګونو کې د ځانګړې موخې لپاره د یو الکترومیخانیکي کالکولېټر طراحي شامله وه چې د ۱۹۱۴ زکال پر مهال یې د اتوماتیک توکو اړوند مقاله کې وړاندې کړه؛ دغه مقاله د بریتانوي تاریخ لیکونکي برایان رانډل له خوا د «هغه جذاب اثر په توګه توصیف شوې چې آن نن ورځ هم په ښه توګه پام ځانته اړوي»، ده په دغه مقاله کې د لامبو وهونکو ممیزاتو (floating point values) د محاسبې د لومړنیو او د هغو د تشخیصي ظرفیت لرونکو اتومات ډولونو وړاندیز وکړ. همدارنګه یې په ۱۹۲۰ زکال کې په بریالیتوب سره د یو الکترومیخانیکي تحلیلي ماشین د جوړېدو شونتیا د یو ټایپ کوونکي محاسباتي کنټرول شوي ماشین په تولید سره څرګنده کړه.

ده په ۱۹۳۰ زکال کې د خپل تقاعد تر مهاله د خپلو نظریاتو د اصلي طرحو جوړونې ته دوام ورکړ؛ دغه چارې په ځانګړې توګه د کمپ ویسل (هوايي بېړۍ) او بیناوې (څو باډۍ لرونکو فولادي بېړۍ) بېړیو په څېر د سمندري انجینرۍ په برخه کې وې. ټورېس د خپلو اختراعي چارو سربېره د لیکوالۍ په برخه کې یو له مخکښانو څخه و؛ دی پیاوړی ویناوال او د اېسپرانټو له ملاتړو څخه و. [۸][۹][۱۰]

مسلک

[سمول]

ټورېس د یو ساختماني انجینر په توګه د خپل پلار په څېر د اوسپنۍ د پټلۍ په پروژو کې په کار بوخت شو، خو د زده کړې او پوهېدو په برخه کې د هغه لېوالتیا لامل وګرځېده څو له پوځ سره له یوځای کېدو تېر او د خپلو هیلو په فکر کې شي. د یو ځوان کار برابرونکي په توګه چې پریمانه کورنی میراث ورته په برخه رسېدلی و، په ۱۸۷۷ زکال کې یې له ځنډ پرته اروپا ته اوږد مهالی سفر پیل کړ. دی ایټالیا، فرانسې او سویس ته لاړ څو هلته په ځانګړې توګه د برېښنا په برخه کې د ورځې په علمي او تخنیکي پرمختګونو باندې ځان خبر کړي. هسپانیا ته له راګرځېدو وروسته په سانټانډر کې استوګن شو او خپلو څېړنیزو چارو ته یې دوام ورکړ.[۱۱][۱۲][۱۳]

ځایګي او ویاړونه

[سمول]

ټورېس له کلونو څېړنیزو چارو او اختراعاتو وروسته د هسپانیا د علومو سلطنتي اکاډمۍ ته لار ومونده او بیا یې له ۱۹۲۸ زکال څخه تر ۱۹۳۴ زکال پورې د هغو مشري هم وکړه. سربېره پر دې نوموړي له ۱۹۱۰ زکال راوروسته د ارجنټاین د علمي ټولنې غړیتوب هم درلود. په ۱۹۱۶ زکال کې د هسپانیا پاچا دیارلسم الفونسو ورته اچګارای مډال ورکړ، خو په ۱۹۱۸ زکال یې د پراختیا د وزیر په توګه د دندې ترسره کولو وړاندیز وه نه مانه. نوموړي د ۱۹۲۰ زکال پر مهال هسپانوي سلطنتي اکاډمۍ ته لار ومونده څو د بنیټو پرز ګالدوس له مړینې وروسته د هغه تشه څوکۍ ډکه کړي؛ ده دلته د خپلې لومړنۍ وینا پر مهال په متواضعانه بڼه وویل: «تاسو زما په ټاکنه کې تېروتنه کړې، ځکه چې زه لږ تر لږه د یو علمي کس په توګه د دندې ترسره کولو لازم کلتور نه لرم. زه به تل ستاسو په پوهه او ځیرکه ټولنه کې بېوزلی وم. زه له ډېر لرې ځایه راغلی یم. زه په ادبیاتو، هنر، فلسفې او آن ساینس کې لږ تر لږه د هغو لوړې درجې نه لرم... زما چارې ډېرې کوچنۍ دي. ما خپل ټول بوخت ژوند د عملي میخانیکي ستونزو په حل کولو تېر کړی. زما لابراتوار د قلف جوړولو یو دکان دی، خو له هغو څخه چې په دغه نوم پېژندل کېږي لږ زیات وسایل لري چې په نظم سره ترتیب شوي. دا ټول یوازې د میکانېزمونو د طرحې او جوړولو لپاره کارول کېږي...». [۱۴]

همدغه کال نوموړی د هسپانیا د سلطنتي ریاضیکي ټولنې مشر وټاکل شو، هغه ځایګی چې تر ۱۹۲۴ زکال پورې یې وساته او بیا د پاریس په اکاډمۍ کې د میخانیکي ډیپارټمنټ غړی شو. ده له ۱۹۲۱ زکال څخه تر ۱۹۲۹ زکال پورې د وزن او معیارونو په نړیواله کمېټه کې د هسپانیا د برخې مشري وکړه. په ۱۹۲۳ زکال کې د پاریس پوهنتون (سوربون) ورته افتخاري دکتورا ورکړه او بیا د فیزیک او طبیعي تاریخ په برخه کې د جنیوا د ټولنې افتخاري غړی شو. په ۱۹۲۵ زکال د امریکا د هسپانوۍ ټولنې مکاتبوي غړی او په ۱۹۲۷ زکال کې د فرانسې د علومو د اکاډمۍ له دولسو بهرنیو غړو څخه شو. د ۱۹۰۶ زکال او ۱۹۳۴ زکال ترمنځ ده ته د ورکړل شوو نورو ویاړونو څخه یو شمېر یې په لاندې ډول دي: [۱۵]

  • د پاچا دوولسم الفنسو له خوا د لوی صلیب ملکي نښان (۱۹۰۶ زکال)
  • د فرانسې د علومو د اکاډمۍ پارویل جایزه (۱۹۱۶ زکال)
  • د دریم چارلز له خوا د لوی صلیب نښان (۱۹۲۱ زکال)
  • د سنټ جیمز د تورې لوی پوځي نښان (۱۹۲۱ زکال)
  • د لژیون ډونور د قومندانی نښان (۱۹۲۲ زکال)
  • د کلمبیا له پوهنتون څخه افتخاري دوکتورا (۱۹۲۵ زکال)

شخصي ژوند او مړینه

[سمول]

ټورېس په ۱۸۸۵ زکال کې له لوز پولانکو وناوارو سره په پورتولین (مولېډو) کې واده وکړه چې له هغې څخه یې د لئوناردو (د ۲ کلنۍ په عمر ومړ)، ګونزالو (وروسته یې همکار)، لوز، والنټینا، لوئیزا، جولیا، لئوناردو او فرناندو په نامه اته ماشومان لرل. ده په ۱۸۸۹ زکال کې د خپل زوی له مړینې وروسته په دې موخه مادرید ته کډه وکړه څو هغه پروژې عملي کړي چې وړاندې یې طرحه کړې وې. دغه مهال یې د آتنئوم د سوئیزو کافې او الیپا په ادبي غونډو کې ګډون کاوه، خو په عموم ډول یې په سیاسي طبیعت لرونکو بحثونو کې هېڅ ونډه نه اخیسته. دی د ګڼ شمېر کلونو لپاره د مادرید په والګیم ډایوس واټ کې واوسېد. [۱۶][۱۷]

ټورېس د ۱۹۳۶ زکال د ډسمبر په ۱۸مه نېټه د یوې وده کوونکې ناروغۍ له امله په مادرید کې د خپل زوی ګونزالو په کور کې د خپلې ۴۸مې کلیزې څخه ۱۰ ورځې وړاندې ومړ؛ دغه مهال د هسپانیا کورنۍ جګړه په خپل اوج کې وه. نوموړی د سنټ ایسیډورو په تاریخي هدیره کې خښ کړای شو. [۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. "Leonardo Torres Quevedo (1852-1936)" (in هسپانوي). Complutense University of Madrid. بياځلي په 27 June 2024.
  2. Randy Alfred, "Nov. 7, 1905: Remote Control Wows Public", Wired, 7 November 2011.
  3. Francisco A. González Redondo. Leonardo Torres Quevedo (1852–1936). 1ª Parte. Las máquinas algébricas., La Gaceta de la RSME, 2004.
  4. Williams, Andrew (2017). History of Digital Games: Developments in Art, Design and Interaction (in انګليسي). CRC Press. ISBN 978-1317503811.
  5. Randell 1982، مم. 6, 11–13.
  6. Torres Quevedo, L. (1914). "Ensayos sobre Automática – Su definicion. Extension teórica de sus aplicaciones". Revista de la Real Academia de Ciencias Exactas, Físicas y Naturales, 12, pp. 391–418.
  7. Hosch, William L. Leonardo Torres Quevedo. Encyclopædia Britannica, 20 March 2009.
  8. José Antonio del Barrio. Leonardo Torres Quevedo y el esperanto, 2003.
  9. Rodrigo Pérez Fernández. Francisco A. González Redondo. On the origin, foundational designs and first manufacture of the modern catamaran, International Journal of Maritime History, SAGE Publishing, Volume 34, Issue 3, February 1, 2022.
  10. Francisco A. González Redondo. Del 'buque-campamento' de Torres Quevedo (1913) al 'Dédalo' (1922) de la Armada Española pp. 645–656, Revista General de Marina, November 2017. ResearchGate.
  11. "Torres Quevedo: Pensar para Progresar". 2017-09-25.
  12. Ramón Ceres Ruiz. José Luis Pons Rovira. (2007). "Memorias de la Automática. Leonardo Torres Quevedo: el nacimiento de la Automática en España". Revista Iberoamericana de Automática e Informática Industrial.
  13. Fernández-Gallardo Alía, Juan Carlos (September 2014). "Biografía de D. Leonardo Torres Quevedo | ITEFI.csic.es". www.itefi.csic.es. بياځلي په 18 May 2020.
  14. "Un Premio Y Un Homenaje". Madrid Científico (877). {{cite journal}}: Unknown parameter |Retrieved= ignored (|access-date= suggested) (help) auto-translated by Module:CS1 translator -->
  15. Personajes españoles relevantes en el campo de la metrología,(pdf) pp. 45-49, Centro Español de Metrología, 2022.
  16. González Redondo, Francisco A.; González Redondo, Amor (1994). Actas del I Simposio «Leonardo Torres Quevedo: su vida, su tiempo, su obra». Amigos de la Cultura Científica. ISBN 84-87635-11-3.
  17. Fernández-Gallardo Alía, Juan Carlos (September 2014). "Biografía de D. Leonardo Torres Quevedo | ITEFI.csic.es". www.itefi.csic.es. بياځلي په 18 May 2020.
  18. "Cementerio Sacramental de San Isidro de Madrid. Semana de la Ciencia 2020". 2020-11-12.
  19. "Obituario en el diario ABC de Sevilla". Diario ABC. 2 January 1937. بياځلي په 16 February 2012.
  20. Fernández-Gallardo Alía, Juan Carlos (September 2014). "Biografía de D. Leonardo Torres Quevedo | ITEFI.csic.es". www.itefi.csic.es. بياځلي په 18 May 2020.