لیبرالیزم په انګلستان کې
په انګلستان کې د لیبرالیزم کلیمه ښايي څو معناوې ولري. پوهان دا اصطلاح د کلاسیک لیبرالیزم لپاره کاروي. دا اصطلاح د اقتصادي لیبرالیزم، ټولنیز لیبرالیزم یا سیاسي لیبرالیزم معنا هم ورکولای شي. دا په ساده ډول د لیبرالډیموکرات ګوند سیاست ته اشاره کولای شي،ځينې وخت له امریکا د وارد شوي معنالرلای شي، په هر حال، د سپکاوي مفهوم په انګلستان کې تر متحده ایالاتو خورا کمزوری دی او له کیڼ او ښي اړخ نه ټولنیز لیبرال په ترتیب سره د ځان او خپلو مخالفینو د تشرېح کولو لپاره لیبرال او نا لیبرال کارولو ته دوام ورکوي.
مخینه
[سمول]په تاریخي توګه دا اصطلاح د نولسمې پېړۍ د پراخ لیبرال سیاسي اتحاد ته اشاره کوي، چې د ویګس، پیلیټس او رادیکالونو له خوارامنځته شوی دی. دا اتحاد چې د لیبرال ګوند په توګه رامنځته شو، د ویکټوریا له دورې او له لومړۍ نړیوالې جګړې وړاندې کلونو کې یې په سیاست کې تسلط درلود.
بریتانوي لیبرالیزم اوس د دوو مکتبونو ترمنځ تنظیم شوی دی.
د لیبرال دیموکراتانو ټولنیز لیبرالیزم (د ایل ايي، اي ایل ډي آرغړی) او د دوی سیال د شماليایرلینډ د اتحاد ګوند ( ایل ايي، اي ایل ډي ارغړی)او د محافظه کار ګوند کلاسیک لیبرالیزم، چې د ۱۹۷۰مې لسیزې په وروستیو کې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې مارګریټ تاچر له خوا تصویب شو، چې د ګوند په تګلاره کې بنسټیز بدلونونه یې د ټيټو مالیاتو او اقتصادي بې نظمۍ په ژمنتیا سره له کلاسیک لیبرالیزم سره سمون لري. د۲۰۰۶ز کال د ګوند کنفرانس ته په خپله وینا کې یې ډیویډ کیمرون ګوند د «لیبرال محافظه کار» ګوند په توګه بیان کړ او د ۲۰۰۷ز کال د مارچ په ۲۲مه د پنجشنبې په ورځ یې په بیت کې ځان د « لیبرال محافظه کار» په توګه بیان کړ.[۱]
ګلاډسټون
[سمول]ویلیم ایوارټ ګلېډسټون (۱۸۰۹-۱۸۹۸ز کلونه) د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د لیبرالیزم او لیبرال ګوند واکمني کوله. هغه د لومړي وزیر په توګه ۱۲ کاله دنده ترسره کړه، څلورمه دوره یې په ۱۸۶۸ز کال کې پیل او په ۱۸۹۴ز کال کې پای ته ورسېده. څلور ځله یې د مالیې وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې او د شرایطو په منځ کې معمولاً د لږکیو مشر و. تاریخپوه ایچ. سي. جي میتیو وايي، چې د ګلاډسټون مشر میراث په دریوو برخو کې پروت دی: د هغه مالي تګلاره، د کور د واکمنۍ (انتقال) لپاره د هغه ملاتړ، چې د لویې بریتانیا د واحد دولت نظر یې بدل کړاو د یوه پرمختلونکي، اصلاحي ګوند په اړه د هغه مفکوره، چې په پراخه کچه ولاړه ده اوپه ډلهییزوعامه غونډو کې د هغه له وینا سره د مختلفو ګټو د ځای په ځای کولو او موافقت کولو وړتیا لري.[۲]
تاریخپوه والټر ایل آرنسټین پایله اخلي چې:
څرنګه چې د ګالډسټون اصلاحات د پام وړ وو، دوی نږدې ټول په نولسمه پېړۍ کې په تدریجي ډول د مذهبي، اقتصادي او سیاسي خنډونو د لرې کولو په برخه کې له لیبرال ګوند سره پاتې وو، چې د بېلابېلو عقیدو او طبقو نارینه د خپل ځان او ټولنې د ښه کولو لپاره د انفرادي استعدادونو د کارولو مخه نیسي. څرنګه چې د پېړۍ درېیمه ربع پای ته ورسېده، د ویکتوریازم اساسي برجونه لاهم ټینګ پاتې دي: په درناوي؛ د اشرافو او ښاغلو حکومت اوس نه یوازې د منځنۍ کچې سوداګرو او تولیدوونکو له خوا، بلکې د کارګرانو له خوا هم اغېزمن شوی دی. یوه سوکالي چې په لویه کچه د لایسز فایر اقتصاد په اصولو ولاړه بریښي او یو بریټانیا چې په څپو یې واکمني کوله او بلې خوا یې ډېر حکومتونه وو.[۳]
لارډ اکټن په ۱۸۸۰ز کال کې لیکلي وو، چې ګلاډسټون یې یو « د درېیو لویو لیبرالونو» له ډلې مطرح کړ( له اډمونډ بروک او لارډ میکاولي سره).[۳]
په ۱۹۰۹ز کال کې لیبرال چانسلر ډېوېډ لویډ جورج خپله « د خلکو بودیجه» معرفي کړه، لومړنۍ بودیجه چې موخه یې د شتمنیو بیا وېشل وو. لیبرال سیاستوال لارډ روزبیري په دې ټکي ملنډې وهلې، چې ګالډسټون به دا رد کړي،«ځکه چې د هغه او زما په نظر د هغه د عاجز شاګرد په څېر، لیبرالیزم او لیبرټي پېژندل شوي اصطلاحات وو، دوی غبرګونې خویندې وې». [۴]
لویډ جورج په ۱۹۱۳ز کال کې لیکلي و، چې لیبرالان« دګلاډسټون له کان نه څو وروستي کالمونه جوړوي».[۵]
لویډ جورج په ۱۹۱۵ز کال کې د ګالډسټون په اړه وویل:«هغه څه ډول سړی و؟ له ټولو لوړسر او اوږې لرلې، چې هېڅکله مې د کامنز په کور کې بل داسې شخص نه دی لیدلی. هغه مې ډېر خوښ نه کړ. هغه په ځانګړي توګه له نا موافقت کوونکو او د ویلش له هغو کسانو کرکه لرله، چې سازښت یې نه کاوه. له کاري طبقو سره یې رښتینې خواخوږي نه لرله، خو د پارلمان تر ټولو ښه ویناوال و، چې ما تر اوسه نه دی اورېدلی. هغه په څرګندو ټکو کې دومره ښه نه و».[۶]
په ۱۹۴۴ز کال کې کلاسیک لیبرال اقتصاد پوه فریدریش هایک د سیاسي چلند د بدلون په اړه، چې له لویې جګړې راهیسې رامنځته شوی و لیکلي:«ښايي هېڅ شی دا بدلون له دې ډېرڅرګند نه کړي، په داسې حال کې چې په معاصر انګلیسي ادب کې د بسمارک خواخوږي نشته. د ګالډسټون نوم ډېر کم د ځوان نسل له خوا د هغه د ویکتوریايي اخلاقو او ساده یوټوپینیزم ته له سپکاوی پرته یاد شوی دی».[۷]
د ۲۰مې پېړۍ په وروستۍ نیمایي کې د تاچرټ محافظه کارانو د ګالډسټون د اقتصادي پالیسۍ ستاینه کړې ده. مارګریټ تاچر په ۱۹۸۳ ز کال کې اعلان وکړ:« موږ چې د مالیې په برخه کې هر څومره پیسې په ځان منو، په اړه یې دنده لرو، چې د سم لګښت په اړه یې ډاډ ترلاسه کړو؛ ځکه زموږ ګوند د کور ساتنې لپاره وقف شوی دی، زه به په دې شرط ونه وایم چې که ښاغلی ګالډسټون نن ژوندی وای، په حقیقت کې به یې له محافظه کار ګوند سره د یوځای کېدو غوښتنه کړې وای».په ۱۹۹۶ز کال کې یې وویل:«هغه محافظه کاره چې هغه او ما ... خوښوي، غوره به وي، چې په پخوانۍ زمانه کې د «لیبرال» په توګه تشرېح شي. زما مطلب د ښاغلي ګالډسټون لیبرالیزم دی، نه د وروستۍ ورځېد ټولنیزو اصولو غوښتونکی. دا ډول لیبرالیزم په ۲۱مه پېړۍ کې د نیو لیبرالیزم په نامه یادېږي.[۸][۹]
ای جې پي ټیلور لیکلي دي:
ویلیم ایوارټ ګالډسټون د نولسمې پېړۍ تر ټولو ستر سیاسي شخصیت و. زما مطلب دا نه دی، چې هغه ضرور تر ټولو لوی سیاستوال و، تر ټولو بریالی نه و. زما مطلب دا دی، چې هغه په صحنه کې واک درلود.[۱۰]
۱۹۰۰: نوی لیبرالیزم او فلاحي دولت
[سمول]کله چې لیبرال د ۱۸۹۵ز کال عمومي ټولټاکنې وبایللې، سیاسي کړکېچ د لیبرال ګوند ولړزاوه. تر هغه وخته پورې لیبرال ګوند د ګالډسټون لیبرالیزم، آزادو بازارونو، ټيټو مالیاتو، له ځان سره مرستې او د انتخاب آزادۍ ته غاړه ایښې وه، خو د ۱۸۹۵ز کال له ټاکنو وروسته ډېرو لیبرالانو د سیاسي اصلاحاتو لپاره غږ وکړ. اصلاح غوښتونکو مشرانو توماس هیل ګرین او هربرټ سمویل وو، چې د ۱۸۹۶ز کال د ډسمبر په پرمختللې بیاکتنه کې یې وویل، چې: کلاسیک لیبرالیزم د دولت د لا زیاتو واکونو ادعا کولو لپاره «سپړل شوې او راښکته شوې» ده.د سامویل «نوي لیبرالیزم» د زوړ عمر د تقاعد، د دندې دتبادلې (د کار ځای پرځای کولو سازمانونو) او د کارګرانو دتاوان(خسارې) لپاره بلل شوی، چې ټول د عصري سوکالۍ وړاندیز کوي. نور مهم پوهان چې د۱۹۰۶-۱۴زکال ایچ ای ایل فیشر، ګلبرټ مورې، جي ایم ټرېولیان، ایډیون مونټاګو، چارلس ماسټرمېن، الفرډ مارشال، ارتر سیسل پیګو او ځوان جان مینارډ کینز په کې شامل وو، په ورته وخت کې سوسیالیستانو د فابین ټولنه واکمنه کړه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ "British Political Speech". نه اخيستل شوی 24 March 2017.
- ↑ H.C.G. Matthew, "Gladstone, William Ewart (1809–1898)", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, 2004; online edn, May 2011.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Herbert Paul (ed.), Letters of Lord Acton to Mary Gladstone (George Allen, 1904), p. 57.
- ↑ Lord Rosebery, The Budget. Its Principles and Scope. A Speech Delivered to the Commercial Community of Glasgow, 10 September 1909 (London: Arthur L. Humphreys, 1909), pp. 30–31.
- ↑ Chris Wrigley, "‘Carving the Last Few Columns out of the Gladstonian Quarry’: The Liberal Leaders and the Mantle of Gladstone, 1898–1929", in David Bebbington and Roger Swift (eds), Gladstone Centenary Essays (Liverpool University Press, 2000), p. 247.
- ↑ Wrigley, p. 247.
- ↑ F.A. Hayek, The Road to Serfdom (Routledge, 2001), p. 188.
- ↑ Margaret Thatcher, ‘Keith Joseph Memorial Lecture', 11 January 1996.
- ↑ Margaret Thatcher, 'Speech to the Conservative Party Conference', 14 October 1983.
- ↑ Michael Partridge (2003). Gladstone. Psychology Press. p. 7. ISBN 978-0415216265.
- ↑ Richard Toye, "Keynes, Liberalism, and ‘the emancipation of the mind’." English Historical Review 130.546 (2015): 1162-1191 online Archived 2020-07-02 at the Wayback Machine..
- ↑ John Hoffer (2014). "New liberalism". Encyclopædia Britannica.
- ↑ David Hopkinson, "Vintage Liberals" History Today (June 1978) 28#6 pp 364–71
- ↑ Martin Pugh, "Churchill's Strange Brew" History Today (May 2011) 61 #5 pp 33-36.