لټکی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

alamander – لټکې تقریبا ۴۱۰ ډولونه لري، د کواداتا ډله (order Caudata) کې ډلبندي شوي، ذوحیاتین یا دوه ژواکي ژوي (amphibian) دي. په کواداتا ډله کې لس کورنۍ شاملې دي. اساسا د شمالي نیمې کرې د معتدلو سیمو د ځنګلونو په ډنډونو، تازه اوبو او سیندونو کې پیدا کیږي. لټکې څلور پښې، لوند پوستکی، لنډ بدن، ځینې یې برګ روښانه رنګونه لري خو ځینې بیا تېز تور، خړ یا نصواري رنګ لري. د دې ډلې تر ټولو غټ ډول چینایي غټه لټکه (Chinese giant salamander) ده د ډول علمي نوم یې اندریاس داویدیانوس (Andrias davidianus) ده کومه چې تر ۱۸۰ سانتي متره (۵.۹ فټه) پورې اوږدوالی لري. له دې دوېمه غټه لټکه جاپانۍ غټه لټکه ( Japanese giant salamander) ده، د ډول علمي نوم یې اندریاس جاپونیکوس (Andrias japonicus) ده کومه چې تر ۱۷۰ سانتي متره (۵.۶ فټه) پورې اوږدوالی لري.

لټکې لاروال دوره لري چې په هر ډول کې یې موده توپیر کوي. د لاروال دوره یې له څو ورځو تر څو کلونو پورې ده. په لاروال شکل (Larval form) کې بهرني برانشونه (gills)، په دواړو زامو یا ژامو کې غاښونه لري او د سترګو سترغلي (eyelid) نلري چې دا شکل یې له بشپړ ودې کولو سره ممکن توپیر وکړي خو ځینې لټکې یې د بلوغیت دوره کې هم د لاروال دورې ځینې ځانګړنې په ځان کې لري.

د لټکو خواړه حشرې، چونجیان، حلزون او ځینې چنګاښونه دي ځینې یې د خپل ډول واړه بچیان هم خوري. لکه د نورو دوه ژواکو په څېر پوستکی یې اوبه جذب کوي او لوند ځای کې ژوند کوي. په هغو سیمو کې چې ساړه زېات وي په ژمي کې د ژمي خوب کوي (hibernate). د لټکو ډېر ډولونه د ورځې لخوا پټیږي او د شپې لخوا د خوړو پیدا کولو لپاره راوځي. ځینې یې د مثل تولید تر مودې پورې پټ وي. ځینې ډولونه یې په ځانګړې توګه د پلېتو دونتیدای کورنۍ (family Plethodontidae) غړې له اوبو کلکه ډډه کوي او ډنډونو یا سیندونو کې ژوند نکوي. د کواداتا ډله په فرعي ډلې کریپتوبرانکوایدیا (suborder Cryptobranchoidea) وېشل شوې, په دې فرعي ډلې کې شاملې لټکې د القاح بهرنۍ سیستم لري. له دې پرته نورې ټولې لټکې د القاح داخلي سیستم لري. ټولې لټکې په اوبو کې د مثل تولید کوي خو د سلاماندریدای کورنۍ (Salamandridae) او پلېتو دونتیدای کورنۍ (Plethodontidae) ځینې غړې په ځمکه د مثل تولید کوي.

تړلې لیکنې[سمول]

لېیوپلما