ليکنښې چېرته باید وکاروو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ليکنښې چېرته بايد وکاروو؟ ازرښت يې څه دی؟ څو ډوله دي؟ د هر څه نه د مخه د ليکنښو په ارزښت کې دومره ووايم ،چې پرته له ليکنښو زمونږ پښتو ليکدود نیمګړی دی . که چېرته مونږ ليکدود کې ليکنښې ونه کاروو ليکنه مو د ګڼو ستونزو سره مخ کېږي ،چې يو خو به ليکنه خوند نه درکوي او بل به ليکنه دې ناسمه وي. ليکنښو ډېر اهميت لري ،چې په کارولو سره يې خپل ليکدود کره کولی شو. ليکنښو سيستم پېژندنې تعريف: هغه بې غږه ،منل شوی او سمبوليک سيستم دی ،چې په ليک او لوست کې اسانتياوې رامنځته کوي. د ليکنښو ډولونه: په پښتو ژبه کې اووه ډوله ليکنښې لرو ،چې عبارت دي له: ۱: ټکی _(Full Stop) ۲: چپه پېښ يا ويرګول ( Comma) ۳:دوه ټکي _شارحه (Colon) ۴:ږغ نښه _ندايه (Excliamatione Mark) ۵: د پوښتنې نښه _سواليه ( Question mark) ۶:ځنډ نښه _وير ګول_نقطه ( Semi Colon) ۷: ليندۍ _قوسین ( Small Brackets) د نن شپې بحث په ((ټکي)) او ((چپه پېښ)) دی.

وړاندې کوونکی: عابد الله حافظ :