ليپتوسپېروزس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لېپتوسپېروزس يا Leptospirosis دناروغۍ تعريف :( Definition of Disease ) لېپتوسپېروزس دانسانانو او څارويو يوه حاده ،سارى ناروغي ده چې په حاد ډول دهيمولاتيک انيميا ،تبې ،ژيړي ،ديخنۍ احساس ،عضلاتي دردونه ،canjectivitis ، هيموگلوبين يوريا او کله کله دمړينې په واسطه مشخص کېږې . مزمن او تحت حاد انفکشنونه يې هم واقع کيداى شي . دغه ناروغي کيداى شي ديوحيوان څخه بل حيوان ته او دحيوان څخه انسان ته سرايت وکړي او انتقال شي .

دناروغۍ مترادف نومونه يا synoname of Disease دلېپتوسپېروزس دناروغۍ مترادف نومونه عبارت دي له :- ١ – ويلس ناروغي يا weils Disease ٢ – هيموراجيک جنډک يا Hemorragic Jundis ٣ – رايس ټيلډ فيور يا Rice tiled fever ٤ – کانيسوله فيور يا Canicula fever ٥ – مود فيور يا Mud fever بايد په ياد ولرو چې په لاتين انگليسى او هسپانوي کې د ( Oto spirosis ) او په فرانسوي کې د(Lepto spirosis ) تر عنوان لاندې مطالعه کېږې .



دناروغۍ تاريخچه يا History of diseases دلېپتوسپېروزس ناروغۍ بکتريا دلومړي ځل لپاره په 1907 ميلادي کال کې کشف شوه . مگر تر 1946 ميلادي کال پورې ددې ناروغۍ عامل ته چندان پاملرنه نه ده شوې . لېپتوسپېروزس دانسان او حيوان دواړو يو حاده سارى ناروغۍ ده چې انسان او حيوان دواړه پرى په يو وخت اخته کيداى شي دانسان او حيوان لېپتوسپېروزس په باره کې ډير معلومات ورکړل شويدي . دليپتوسپيروزونو دمهمو نوعو څخه يو ليپتوسپيرازرهيموراژيک نوعه ده چې په 1914 او 1915 ميلادي کلونو کې دجاپاني او الماني پوهانو په واسطه دweils.d دناروغۍ تر عنوان لاندې جدا او تر څيړنى لاندې ونيول شوه . ددغه ليپتوسپروزونو په واسطه دانسان او حيوان ککړيدل دنړۍ په مختلفو برخو کې ليدل شويدي . په ايټاليه کې په 1984 ميلادي کال کې واقع شويده چې هلته په اوبو کې دبکتريا موجوديت دى، او دغه ککړې اوبه دڅښلو لپاره استعماليدلې . همدارنگه د104 څخه زياتى نوعې ددې ناروغۍ دعامل شته چې پېژندل شويدي او نور هم امکان شته چې دليپتوسپيروزونو نور سيروټايپونه هم کشف شي . داناروغي دلومړي ځل لپاره په 1886او 1883 کال کې ديو وظيفوي مرض په شکل او wiel په واسطه وپيژندل شوه . Weil ددې ناروغۍ کلينيکي نښې په څلورو کسانو کې تشريح کړي کومو چې شديد زيړى ،تبه او په ادرارو کې هيموراجى درلوده . همدارنگه په 1916 کال کې ددې ناروغۍ عامل د Inada په واسطه په جاپان کې معرفي شو . خپله وظيفوي څرگندونې ددې ناروغۍ دواقعاتو 30- 50 فيصده پورې په انسانانو کې شمارل شويدي چې داخته کسانو ډېره برخه دفارم کارکووني و . همدارنگه وترنران و او دپسونو درلودونکي خلک و او هغه کسان هم و چې په ساحه کې يې دزراعت کارکولو . او همدارنگه هغه کسان چې په مسلخ کې يې کار کولو ،غوښه يې په لاس کې نيېوله ، پخونکي و ،او په کارخانه کې يې کارکولو ،فوځى عسکر ، لوشونکي ،او ګنډونکي خلک و

اپيديمولوژى يا Epidemology ليپتوسپيروزونه زونو کلاسيک دي دميکروب منبع او ذخېره واړه ژوونکې ،موږک ، موشخرما ، نولى ،سورلنډى ، گيدړ ،پيشو او نور مگر په لږه اندازه لو ۍ ښکرلرونکي حيوانات خوگ ، سپى او داسې نور دي . ناروغي په ژوونکو کې په مخفي ډول سېر کوي . ليپتوسپيرونه کولاى شي چې دنهو کلو پورې په کليه کانالونو کې ژوندي پاتې شي او په متناوب ډول په خارجي محيط کې خپاره شي دحيواناتو ککړيدل په څړځاى او چينو کې صورت نيسي . دانسانانو ملوث کېدل معمولا دخولې له لارې صورت نيسي . همدارنگه مصاب ليدل دپوستکي او مخاطى غشاء دلارې هم صورت نيسي . داپيديمولوژى دنظره ککړتيا دتماس له مخى کم اهميت لري . دحيواناتو دزبحى په وخت کې تماس او يا هغه غذايې موادو سره تماس چې دناروغه حيواناتو په ادرارو ملوث وي دناروغۍ سبب گرځى دنوموړى ناروغۍ واقع کېدل په ښارونو کې دکال په اوږدو کې او اطرافى منطقو کې په اوړى او منى کې ډير وي اگر چې ټول غرونه دناروغۍ په مقابل کې حساس دي مگر په متوسطو عمرونو او ځوانو حيواناتو کې ډير ليدل کېږې . معافيت يوازې دهغه ټيپ په مقابل کې حاصليږى چې ناروغۍ يې منځ ته راوړى وي . ولې دبل ټيپ په واسطه دملوث کيدو امکان يې شته ناروغۍ په ټوله نړۍ کې ليدل کېږې ليکن په هغه مناطقو يا هېوادونو کې ليدل کېږې چې حاره او گرمه هوا لري او هم په هغه ځايونو کې چې خوړونه ډير خپاره وي ليدل کېږې لکه څرنگه چې په Nicaragua کې په 1995 کال کې واقع شويده . په برازيل کې داناروغۍ په اوړى کې ليدل شويده کله چې هلته ډيربارانونه شوي وه او خوړونه او اوبه په اطرافو کې منځ ته راغلى وه . په دې اخيرو وختونو کې په آسيايې ممالکو کې ددې ناروغۍ واقعات مخ په ډيريدودي . داورگانيزمونو دژوندي پاتې کيدو لپاره محيطى شرايط برابرول دمرطوبو او تودو حالاتونو په واسطه کېږې . ليپتوسپيروزونه په حاد او تحت حاد سيمو کې ډير عموميت لري او دډير اهميت وړدي . همدارنگه يوه اکوټ خپريدنه يې په هغه اتلانو کې چې په ( Eco-challenge- sabah ) کې شکايت کاوه په 2000 کال کې په Mulaysia کې واقع شويده چې 44 فيصده يې دناروغۍ احساس کاوه چې اصلى دخط فکتورونه يې Cayalcing لامبو ، داوبو څښل وه . په نارينه کې نسبت ښځينه ته ( Prevulance ) اوچت دي او علت ددې دادي چې نارېنه اکثره په بهرنيوکارونو کې مشغول وي . کله چې دابکتريا دزخمى شوي پوستى يا زخم دلارې يا دموکوزا دلارې بدن ته داخله شي نو ويني او نسجونو ته خپريږى . ليپتوسپريما کولاى شي چې دبدن ټولو برخو ته انتقال شي مگر په ناحيوي توگه په ځيگر او پښتورگى ته انتقال شي نو بيا (Interstitium ) ( Renul tubalis ) او همدارنگه (Lumen tubular ) ته مهاجرت کوي . چې بيا سبب د(Interstitial nephritis ) او دتيوبولونو دنيکروزه کيدو کېږې نو کله چې (Renal ) اختلال رامنځ ته شو نو دتيوبولونو خرابوالى منځ ته راځي . مگر( Hypo volemia ) د( Di .hydration ) او دبدلو ( Capillary ) نه په دريمى توگه په دغه اختلال کې مرسته وکړي . دموقعيت په اساس دااورگانيزم کيداى شي چې دجوړ پوستکې نه هم جسم ته داخل شي . انفکشن کيداى شي چې Rodentis او نورو حيواناتو دچيچلو څخه منځ ته راشي . همدانگه هغه حيواناتو سقط جنين (Abortion ) سره ارتباط چې ککړوه وي او همدارنگه دککړې غذا او اوبو داستعمال نه وروسته واقع کېږې . دانفکشن دوروستى لارې په باره کې عقيده موجوده ده چې کيداى شي دخولې ومکوزا او دمرى دمکوزا دلارې داخل شي چې لېپتوسپېروزس په اسيدي محيط کې ژوندي نه شي پاتې کيداي معمولا لېپتوسپېروزس په حيواناتو کې په sub. Clinical شکل سره وي . Liptospirosis کولاى شي چې په پښتورگى او دپښتورګى په تيوب کې داوږد وخت لپاره ووسيږى په داسې حال کې چې په پښتورگى کومه ښکاره نښه هم ښکاره نه کړي . ديوې نتيجې له مخى کوم حيوانات چې ددې باکتريا منابع وي او ددې سره يې توافق کړى وي کولاى شي چې په تشو متيازو کې په ډېره اندازه مايکرواورگانيزمونه بيدون ددې نه چې نښې ښکاره کړي، خارجوي . Liptospirosis په حيواناتو کې معمولا په يو مياشت وروسته دلومړنى انفکشن نه واقع کېږې . همدارنگه په هغه سير کې چې (Imonity ) هم ولري کيداى شي چې واقع شي . دابکتريا کيداى شي چې دخولې دمکوزا Pharinx او همدارنگه Oesaphagus نه په اسانى سره تيرى شي لکه څرنگه چې دبرونشو دمکوزا او دالويلونو تيريداى شي . دحمام يا لامبووهلو دلارې په هغه اوبو کې چې ددې ککړو حيواناتو په ادرارو ککړې شوې وې، هم ددې مرض عامل انسان ته داخليږى په 1937 کال کې په کاليفورنيا کې دسپو په ټولوانواعو کې مړينه زياته ده او دغه راز دهغه خلکو دويني نه هم ددې مرض عامل تجريد شوې وه چې هغوى دسپو سره په تماس کې وه . دغه مريضان مخکې ددې مرض دتشخيص يه په انفلينزا او بروسلوزس په امراضو مشکوک شمېرل کېدل . Leptospirosis په غواگانو ،خوگانو ، پسونو ،اوزو ،کې سقط جنين (Abortion ) منځته راوړى او همدارنگه ژيړى او سخته تبه رامنځ ته کوي چې داخته حيواناتو وينه Heamo globin uria لري . دامرض په استثنايې ډول په بعضى غواگانو کې دغلانځى التهاب يا دMastitis سبب گرځى او دشيدو توليد يې کم کوي . دغه راز عامل دشيدو دلارې هم انتقاليږى ولې په عمومى ډول دشيدو غوړ او شحم يې درشد مخه نيسي او زيات وخت ورکې ژوندي نه شي پاتې کيداى . معمولا په مرض اخته غواگانى د(Leptospirosis .Pomona ) په سيروټايپ لري ولې په مختلفو هېوادونو کې امکان لري چې په يو غوا کې مختلف سيروټايپونه وليدل شي . Leptospirosis .Pomona دلومړي ځل لپاره په استرليا کې او وروسته په امريکا او اروپا کې وليدل شوه . تحقيقاتو ښودلې ده چې په زياتره غواگانو کې چې ظاهري علايم يې نه درلودل ولې ددې حيواناتو سيروم ددې مرض سيروټايپونه درلودل لکه ( Leptospira.Ectro Heamoragia ) او کانيکولا او دغه رنگه نور سيروټايپونه لکه هليوس ،سجره ، راپورورکړل شويدي دځگر Involupment دCantrilobular دنيکروز کيدوسره يو ځاى ليدل شويدي . او همدارنگه Kasffer دحجراتو دتوليد سره دځيگر دوظيفوي اختلال په اثر کيداى شي ژيړى مينځ ته راشي . Leptospirosis کيداى شي په اسکليتى عضلاتو حمله وکړي او دoedema , cuaculization ,Myo fibrilis او دfocal دنکروز سبب وگرځى . په شديدو ناروغېو کې کيداى شي Leptospira دVasiculitic , Dissemenated حالت Capillary خرابوالى منځ ته راوړى . Leptospira کولاى شي چې دسترگو دHumor , aqueous ترحملى لاندې راولي . چې امکان لري دلته ترڅومياشتو پورې ژوند وکړي . لېپتوسپېروزس په طبعى توگه دوه مرحلې لري چې يو يې له septicemia او بله مرحله يې دImmune ده ١ – دې مرحلې ته سميک يا Leptospiramic مرحلې هم وايې ځکه چې په دې مرحله کې مايکرواورگانيزمونه دويني څخه مرکزى اعصابو Cerebri spinal fluid ( C.S.F ) او نورو انساجو ته ځان رسوي په دې مرحله کې 4-7 ورځو پورې وي مريضى کې يو غير مشخصه ناروغۍ دFlalike منځ ته راځي يعنې زکام منځ ته راځي چې په دې کې تبه ، ساړه ،وزن بايلل ،منځ ته راځي همدارنگه نورى نښې لکه دمرى درد ، ټوخى ؤ دسينى درد ، خارښ ، دتندي دبرخې سر درد ، meningitis او داسې نور شامل دي . ٢- دې مرحلې ته Immune يا Leptospiratic مرحله وايې ځکه کيداى شي چې ددوراني سيستم انټي باډي وليدل شي يا مايکرواورگانيزم دUrin نه جداشي همدارنگه کيداى شي دBlood يا (C.S.F ) نه هم لاس ته راشي . دامرحله دجسم ديو اميونيټى جواب په شکل منځ ته راځي . دانفکشن په بدل کې يا په مقابل کې د0-30 ورځو په بر کې نيسي يا کيداى شي چې دوى نه زياتى ورځى ونيسي . دمريضى لپاره داورگانيزم ليدل په لاندې برخو کې وي لکه Meninges ،ځيگر ، سترگې او په پښتورگو کې ليدل کېږې . غير مشخصې نښې لکه تبه او ساړه کيداى شي نسبت لومړۍ مرحلې ته لږه شديده وي او کيداى شي دڅو ورځو نه تر څو هفتو پورې وي . د77 فيصده ناروغانونه د تجربوپه اساس چې دهغوى سردرد دانالجيزيکو په واسطه لږ څه ښه شويدي . همدارنگه دAseptic meningitis ډېره مهمه کلينکي نښه دImmune anictric مرحله ده

دناروغۍ عامل يا Ethiology of Disease دنوموړې ناروغۍ عامل يوه مارپيچي شکله بکترياده چې دليپتوسپيرا Leptospira په جنس دLeptospira Noguchi په کلاس spiroceaetaceae , Leptospiraceae په فاميلي او دspirochiatalis په آردر پورې اړه لري spirochatalis نرى anaerobic , obligate , slow growing , coiled او motile دي . ددې بکتريا فلاجيل ددې قدرت لري چې نسج سورى کړي او داخل شي د Leptospira دجنس په باره کې پخوا 1966 کال کې په نړيوال سازمان کې داسې فکر موجود وه چې دا بکتريا په ناحيوي توگه په دوه نوعو ويشل شويده . ١- هغه ليپتوسپيرونه دي چې دانسان او حيوان لپاره مضر دي يعنې په انسان او حيوان کې مرض منځ ته راوړى Pathogen دى، چې د Leptospirosa interrogans نوعه ده چې دخپل ژوند دبقا لپاره حيواني پروتين وينه ، نخاع شوکې ، مايع ، دادرارمنبع او نوروته ضرورت لري . ٢- هغه ليپتوسپيروزونه دي چې سپروفيت دي چې دLeptospirosa .biflexa په نوم ياديږي چې دانوعه بکتريا دانسانانو لپاره پاتوجن نه وي يعنې مرض توليدونکې نه دي چې دادخپل ژوند دبقا لپاره خاورې، اوبو او همدارنگه مرطوبو خاورو ته ضرورت لري . ناروغي دمرض توليدونکې تيپ په واسطه منځته راځي مگر تراوسه پورې داسې قانع کوونکى دليل نه دى پيدا شوى چې Pathogen او Non pathogen ټيپ يو دبل څخه تفريق کړي . ولې نوې څيړنى وايې چې داجنس د ( 7 ) نوعو مرض توليدونکې ټيپونو دي . دا اورگانيزم د ( 140 ) نوعه دتى لرونکي اخته کوي او همدارنگه دصحرايې موږک ، سپى ، پيشو ، غوا ، swin , Raceoons څخه په لاس راغلي چې ډېر مهم Reservoires يې Rodents اهلي حيوانات دي . په U.S.A امريکا کې دLeptospirol په منابعو کې سپي Rodents , Livestoca وحشي حيوانات او پيشوگانې دي . بعضى منابع ددې ناروغۍ ديوې برخې دحيواناتو دمعاشرى سره اوسيږى د مثال په توگه Leptospira Pomona او ليپتو سپيرا بله نوعه Leptospira interroguns چې په پيشو او کوترو کې لېدل کېږې همدارنگه Leptospira grippoly phosa په غواگانو ، پسونو او اوزو کې ليدل شويدي . همدارنگه Leptospira balhum او Ictero Heamorragica دصحرايې موږک او *په کورني موږک او L. Canicula په سپو کې ليدل کېږې . نور مهم سيروټايپونه يې عبارت دي له Utumnalis , Hebdomidis , او australis څخه دي . انسانان او هغه حيوانات چې ددې سره توافق نه لري ددې لپاره Incidintal کوربانه دي . ديو شخص نه بل شخص ته دليپتوسپروز انتقال کم دى. ددې ناروغۍ ډير واقعات په معتدلو سيمو کې ليدل کېږې او همدارنگه په کليوالو ساحو کې ددې واقعات ډير ليدل کېږې ځکه کيداى شي دابکتريا کولاى شي چې په اوبو کې دډير وخت لپاره يعنې دڅو مياشتو لپاره پاتې شي . ددې بکتريا دښه ژوند لپاره مناسبه محيط عبارت دي له تازه اوبو او نباتي ژوند ، خاوره ، چې د22 درجو دسانتې گريد څخه تودوخه لوړه درجه ولري .ليپتوسپيروزونه گرام مثبت بکترياوې دي چې د6-15 M ميکرون متره اوږدوالى لري او ضخامت يې 0-25 Mm ميکرون متره دى دزياتو حلقو څخه تشکيل شويدى او د(S ) په شان شکل لري . څرنگه چې مونږوويل چې دايو متحرکه بکتريا ده او دانسان او حيوان وجود ته داخليږى دمختلفو انتې ژنونو لرونکې ده . دوه نوعې چې مغلقې نوعې دي جداشويدي يوه نوعه يې په سطحي ډول وي چې دټيپ خصوصيات لري او بله نوعه يې په عميق ډول وي چې دکلاس خصوصيات لري . دجوړښت دمخې پاتوژن ليپتوسپيرونو انتي جن په 124 سيرولوژيک ټايپونو باندې ويشل شويدي چې نړيوال صحي سازمان په 1966 ميلادي کال کې 18 سيرولوژيک سيروتايپونه دهغه متحد کړل چې دانسانانو په پتالوژي کې ډېر اهميت لري عبارت دي له :- L. kasachstanica , L. Pomona , L. conicola , L. gaippotyphosa , L. Icterohemorragica او يو شمېر نور . په څارويو کې درنځ سبب L.Interroganis دبکتريا مختلف سيروټايپونه serovars دي دټولونه مهم يې په غويانو کې دL.hardigo Liptospiro Pomona او L.Icterohenoragica سيروټايپونو څخه عبارت دي نور سيرولوژيکې ټايپونه يې L.Astralis , L.pyrogenis دي . پاتوجن ليپتوسپيرونه په خارجي محيط کې مقاوم دي په اوبو کې د2-3 هفتو پورې ژوند کولاى شي په خاوره کې تر درې مياشتو او په غذاکې تر څو ورځو پورې ژوند کولاى شي . تودوخه تيزاب او انتې سيپتيک مواد ليپتوسپيرونه ډير ژر له منځه ځى . ليپتوسپيرونه دمعدې په شيره کې 15-20 دقيقو پورې دمنځه ځى .


حساس څاروي Animal susiptibal ټول کورني څاروي په دې ناروغۍ اخته کېږې وحشي څاروي هم فکر کېږې چې ددې ناروغۍ ذخيره او په ناروغۍ اخته شي . دشخوندوهونکو حيواناتو دجملې څخه غويان عموما کلينيکي علايم ښايې ولې په پسونو کې او اوزو کې دارنځ ډير عام نه دى . فوځى عسکر په مستقيم ډول ککړشويدي چې علت يې Urin وه او په غير مستقيم ډول دککړ شوي څارويو او اوبو سره ارتباط وه . دکورني حيواناتو دکارکوونکو sero prevulace سروې 8-29 فيصد پورې مثبته انټي باډي راښايې . اگر چې داناروغۍ 1970 نه راپديخواد وظيفوي ناروغۍ په نوم پيژندل کېږي مگر داناروغۍ دRecreation ناروغۍ په نوم هم ياديږى . دRecreational عملونه بعضې خطرونه رامنځ ته کوي لکه ماهى نيول او په اوبو کې sky کول ،لامبووهل او داسې نور سپورتونه چې په هغه اوبوکې چې ککړ شوي دي داامراض منځ ته راوړي . همدارنگه په هغه ساحه کې اوسيدل چې په Endimic شکل سره په دې ناروغۍ اخته وي په 1997 کال کې د(VS ) سفرکوونکو چې Casta Ricul ته تللې و په whit.wather يعنې په سپينو اوبو کې په لوبه مشغول و هم په دې مرض اخته شوې و . په تخمينى توگه 15-40 % هغه مريضان منځ ته راغلي و دهغوى څخه 15% دمسلخ کارکوونکي و همدارنگه دpaking او وترنران و په نړيواله توگه Leptosprosis عموما tropical هېوادونو سره معاشره لري اوان هلته چې ډيرباران وي . همدارنگه ډيرکيسونه په منځ عمرلرونکو سرو کې واقع کېږي ځکه چې دوى هغه وظيفې ته گمارل کېږي چې خوا لري په هر صورت په مومو بولنو کې چې دښځوسره وظيفې بدلوي هم کيداى شي چې ښځى پرې اخته شي . په گنډونکو خلکو کې معاينات يا مطالعت داراښايې چې دوى دوقايې په خاطر نسبت کنټرول ته زياته انټي باډي درلوده ،.ککړشوى صحرايي موږک کولاي شي چې اوبه ککړې کړي چې په دې طريقې سره دکارکوونکو لپاره يوغټ گورښ اوبه او خاوره جوړوي . لوشونکې کيداى شي چې دمخ دلارې ککړشي يعنې په اولي ډول په conjunctivitis باندې اخته شي په عمومي ډول ځوان حيوانات نسبت زړوحيواناتو ته زيات اخته کېږي .

                    دناروغۍ انتقال يا Cantagiounase  

ليپتوسپيروزونه دناقلوحيواناتو په متيازو او لنگون څخه وروسته درحمى افرازاتوپه واسطه اطراح کېږې او نورو څارويو ته دزخمونو خصوصا پښودناحى دزخمونو او يا دخولې، پوزې او سترگو دمکوزا دگريدني او دپوستکې دزخمونو دلارې انتقاليږي . دککړو غذايې موادو ،اوبو ، خاورې او په څړځاى کې او په ادراروککړو وښو په واسطه سرايت کوي . خپريدنه يې داسې ده چې دککړو حيواناتو دادراروله لارې اوبه کميږي .همدارنگه بعضى ککړڅاروي چې ظاهري ډول نښې نه ښايې چې ددې په انتقال کې رول لري . لېپتوسپېروزس په غواگانو ،کوترو ،آسونو ،سپو ،Rodent او وحشي حيواناتو کې پيداکېږې . انسانان ځکه پرې ککړيږي چې انسانان لکه دمريضو حيواناتو دغذا،ادرار ، او اوبو سره ارتباط پيداکوي او دانسانانودککړېدوسبب ګرځي. ددې ناروغۍ هغه شکل چې ديو انسان څخه بل انسان ته انتقال شي تراوسه نه دي مشخص شوي يعنې دحيواناتو څخه انسانانو ته ډير انتقاليږى نو داناروغۍ دجلد دلارې هم دمکوزا سطحې ته يعنې دپوزې او سترگې مکوزا ته انتقاليږى ، همدارنگه داناروغۍ په انسانانو کې دمستقيم او غير مستقيم ارتباط په واسطه انتقاليږي .داناروغۍ په انسانانو او حيواناتو کې يوه شريکه ناروغي ده داناروغي په غواگانو کې کولاى شي دناروغه څاروي يا غوايې دسپرم دلارې دجفت گيرۍ په وخت کې او يا همدارنگه دمصنوعي القاح په وخت کې دسپرم په واسطه انتقال شي . او دهمدې کبله Abortion يا سقط جنين منځ ته راوړي . که چيرى ديو فارم جوړوڅارويو کې يو نوى خريدار شوى غوايې چې په مرض ککړوي ورداخل کړو نو نوموړې ناروغي نوروسالمو حيواناتو ته سرايت کوي دانفکشن اخستلو څخه وروسته septicemia منځ ته راځي . مايکرواورگانيزم هغه وخت بدن ته داخليږي کله چې ميوکس ممبران يا گريدلي پوستکى دهغه محيط سره چې ککړوي مخامخ شي چې انفکشن دناروغۍ سبب گرځي . البته داناروغۍ سيستميکي ناروغي ده کومه چې دادراري سيستم او دځيگر دوظيفوي اختلال سبب گرځي . هغه څاروي چې دsepticemia څخه ژوندي پاتې کېږي په پښتورگو کې يې اورگانيزم ځاى پر ځاى پاتې کېږي دکوم ځاى څخه چې اورگانيزم داونيو څخه تر مياشتو او ددې څخه اوږدې مودې لپاره خپلې خپريدنې ته دوام ورکوي .

دناروغۍ پټه دوره يا Incobution دليپتوسپروزس دناروغۍ پټه دوره د2-20 ورځو او يا کيداى شي چې ددې نه هم ډېره وي خو په اوسط ډول دعمومي ناروغۍ،پټه دوره 10 ورځې ښودل شويده .

په خطر کې عمرونه :- ټول عمرونه حساس دي ليکن کلينيکي رنځ په ځوانو څارويو او حيواناتو کې او په ځوانو موږکانو کې او همدارنگه په بلاربو يا حامله حيواناتو کې ډير شديد دى .

دناروغۍ کلينيکې نښې يا Clinical symtom په مختلفو منابعو کې ددې مرض لپاره مختلفې نښې دي چې مونږترې په لاندې توگه يادونه کوو، ولې دامختلفې هغه نښې نه دي کومې چې په معمولې توگه دليپتوسپروزس په واسطه په يو مريض کې مختلفې وي دا لاندې نښې ديو ډاکتر په واسطه دليپتوسپروزس په باره کې ليکل شويدي . ١- تبه ٢- علامې نه لري په بعضى واقعاتو کې ٣- زيات سردرد ٤- دعضلاتو درد ٥- زړه بدوالى ( کانگې ) ٦- دزکام په شان نښې ٧- زيړى ٨- Canjactivitis ٩- دسترگو سوروالى ١٠- دگيډې درد ١١- اسهال ١٢- خارښت دلته چې کومې نښې دلپتوسپروزس ذکرشوې، مکملې نه دي دمختلفو منابعو څخه پکې کار اخيستل شوي ځکه ددې مرض نښې ديو مريض لپاره مختلفې دي .

دليپتوسپروزس نښې په انسان کې :- داپه ناڅاپي ډول سرخوږى ، لړزه ، شديدي تبه ، زړه بدوالى ، دعضلاتو درد او دسترگو سوروالي سره يوځاى ظاهريږى، کله چې داعلايم په انسان کې ښکاره شي نو په دې مرض کې عامل په وينه کې وي . په دې مرض اخته کسان 50% دادراري لارې علايم ښکاره کوي او په ادرارو کې پروتين ليدل کېږې .امکان لري چې 3-4 ورځى دنښې ښه والي وروسته meningitis مغزي اختلال او دغاړى درد ليدل کېږې ولې امکان لري چې داعلايم ددوهمې هفتې په شروع کې ښکاره شي . 20% دمرض علايم دزيړى او قرنرى ( نصوارى رنگه ) دانې په جلد کې ليدل کېږي . دخوب راتلواو دتحريک دزياتوالي علايم دعضلاتو دانقباض سره ټول هغه علايم يا دلايل دي چې په Enchephalitis دلالت کوي . په sedmentation ازمايښت کې په نخاع مايع کې امکان لري چې څوشکلي حجرې (poly morph ) وليدل شي ولې په معمولې ډول سره يو خالص زياتوالى Meningo lymphosytis په حجراتوکې ليدل کېږې . معمولا دبدن دمايعاتو په کشت ( زرعه ) کولو سره کوم عامل دمرض نه ليدل کېږې ،دمرض په اوله اونۍ کې امکان لري چې هندي خوگ ته دوينې دزرق له لارې تشخيص صورت ونيسي له دوهمې اونې څخه وروسته دمريض دوينې په سيروم کې دليپتوسپروزس تيترپارتن – لوړيږي او په هغه وخت کې چې دانسان تماس اوحيوان سره وي نودحيوان په وينه کې هم تيترپارتن لوړيږي . انسان دډيرو پراخو نښولرونکى دى، ولې بعضې اخته خلک کيداى شي چې نښې ونه لري . که چيرې دناروغۍ تداوى ونه شي ،کيداى شي چې دمريض پښتورگي خراب شي او meningitis منځ ته راشي دځيگر دوظيفوي اختلال او دتنفسي مشکلاتو منځ ته راتلل او لږکيداى شي مرگ منځ ته راوړي . مريضى معمولا دتبې او داسې نورو نښو سره شروع کېږې . ليپتوسپروزس کيداى شي چې په دوه مرحلو کې واقع شي د سردرد ، عضلاتودرد ، کانگې ، او اسهال سره مريض کيداي شي چې دلږ وخت لپاره ښه شي او دوباره مريض شي . که چيرته دوهمه مرحله واقع شي نوزيات امکان شته چې دمريض پښتورگي او ځيگر غير نورمال کېدل ولري او هم meningitis ولري همدارنگه دې مرحلې ته weils ناروغي هم وايې . د meningeal نښې په 50% مريضانو کې منځ ته راځي چې دmaningitis معمولا په څو ورځو کې ختميږي مگر په تخميني توگه 1-2 اونۍ په بر کې نيسي دAnicteric واقعاتو کې مرگ کم وي . دIcrieric ناروغۍ :- ليپتوسپروزس کيداى شي چې دوينۍ څخه وروسته دزيړي واقعاتو دواقع کيدونه 24-28 ساعتو پورې جلاشي همدارنگه اسهال ،قبضيت ،30% کانگې بى اشتهايې هم ليدل کېږي . Vveitis کيداي شي چې 2-10% واقع شي وروسته دمريض نه داسې راپورورکړ شويدى چې يو کال وروسته هم واقع کېږي چې دا واقع کيدنه د وروستي اختلات چې کولاى شي تر کلونو پورې پاتې شي . Renal نښې چې په مريضانو کې تر 50% پورې ليدل کېږې عبارت دي له Azotomia , pyuria , Hematuria , او Oleguria کيداى شي چې Leptospirosis په پښتورگي کې وليدل شي . دسږو اختلات د20-70% مريضانو کې واقع کېږې . دسيروټايپونو ددې بکتريا کلينيکي نښې مشخصې نه دي اگر چې بعضې څرگندونې په عمومي ډول په درې ډوله سيروټايپونوکې ليدل شويدي . برعلاوه دپورتنېو معلوماتو لپاره چې صحيح نښې ددې ناروغۍ او هم ددې ناروغۍ پيش رفته حالت ځانته معلوم کړو نو ضروري دى چې هغه علايم معاينه کړو کوم چې دليپتوسپروزس دمغلقوالي په واسطه منځ ته راغلي وي .


په کورني حيواناتو کې نښې :- په دوى کې کلينيکي نښې ډيرې مشخصې نه دي بعضې وخت اهلي حيوانات نښې نه لري .په سپو کې چې کوم راپورورکول شويدي عبارت دى له تبه ، کانگې ، دگيډې درد، اسهال ،خوراک نه کول ، زيات وزن بايلل ، دعضلاتو سختوالى ، دعضلاتو زيات درد ،او يا ددې توان نه لري چې puppies وکړي په عمومى ډول ځوان حيوانات نسبت زړوته زيات اخته کېږې . نښې يوځاى دتبى سردرد chills عضلاتو درد ، کانگې ، زيړى ، کم خوني ،او بعضې وخت دخارښ سره وي .

دناروغۍ عمومي نښې :- په غويانو کې حاد رنځ دتبې ،بى اشتهايې او حادي هيمولايتيکي انيميا په واسطه چې دزيړي او هيموگلوبين يوريا سره يو ځاى وي مشخص کېږې . زيړى عموما دوهمه او دريمه ورځ منځ ته راځي دمتيازو رنگ دروښانه سور څخه تر تور پورې وي که چيرې دوينې کمښت (Animia ) شديد،اووسي سالنډى کتل کيداي شي په شيدو ورکوونکو څارويو کې دشيدو توليد په شديد ډول ښکته راځي او دشيدو رنگ زيړ وي . دگردو بې کفايتي ديخنۍ احساس ،عضلاتي دردونه ، استفراق ،نارامي ،او دپوستکې او مخاطي غشاء څخه په کمه اندازه خونريزي ليدل کېږې . بلارب څاروي په عمومي توگه سقط جنين Abortion کوي . سقط شوي بچي عموما مړه تولد کېږې په ډير کمو واقعاتو کې سقط شوي بچي ممکن ژوندي تولد شوي وي، ولې ډېر ضعيفه او څوورځې وروسته له منځه ځي . دپلاسينتابنديدل ، metritis ، شنډوالى يا Infertility عموميت لري ددې ناروغۍ په اثر دسقط جنين واقعات اکثره په اوړي او دمنې په لومړيو ورځو کې ليدل کېږي . دحرارت درجې لوړوالى 40.5-41ċ (Heamo globin uria ) بى اشتهايې او زيړوالى، ددې ناروغۍ دغوره نښو څخه شمېرل کېږي . کله کله ممکن دحرارت درجه ښکته لاړه شي ،درنځ دخپريدنې په وخت کې ممکن دمړينې اندازه پوره لاړه شي چې دمړينې فيصدي يې 20-45% پورې ده . په غويانو تحت حاد او مزمن شکلونه هم واقع کيداى شي په تحت حاد رنځ کې يې نښې ورته دي ليکن شدت يې لږدى، په مزمن شکل کې يې نښې دسقط دخپريدنې پورې اړه لري . پسونه او اوزې په عمومي توگه تحت کلينيکي او يا تحت حاد انفکشنونه لري ليکن په بشپړ ډول درنځ دخپريدنې راپورورکړل شويدى . په اسونو کې هيمولايتيک انيميا Heamolytic Anemia ډېره لږه ده ليکن سقط او دسترگې دمخکيني ځاى التهاب Canjactivitis ډير عموميت لري . هغه غواگانۍ چې دليپتوسپروزس ديو ټيپ څخه يې صحت موندلى وي دهماغه سيروټيپ په مقابل کې معافيت حاصلوي ولې که دليپتو سپروزس په کوم بل ټيپ ککړ شي نو دهغه په مقابل کې معافيت نه لري او ناروغي ددوهم ځل لپاره منځ ته راتلاى شي .

دمړينې څخه وروسته نښې يا Postmortom دمړينې څخه په وروسته معاينه کې نسجونو په زياته اندازه زيړرنگ اخيستى وي او وينه داوبو غوندې وي، مخاطي او سيروزي وينه بهيدنه ممکن په پراخه توگه موجوده اوسي په مثانه کې متيازې تور رنگ لري . ځيگر غټ شوى وي او پښتورگى پړسيدلى او تور نصواري رنگ يې اخستى وي . په مزمنو حالاتو کې پښتورگى ډير زيات سپين ټکى يا دCortex دپاسه خړ رنگى خطونه ليدل کېږې .

تشخيصي مرستې يو هيمولايتيک بدلون دهيموگلوبين يوريا سره يو ځاى دحاد لپتوسپيروز وړانديز کوي ليکن دBabesiosis او نورو هيمولايتيکو رنځونو څخه بايد توپير وشي داورگانيزم مشخص کول په متيازو ،پلازما ،يا غړوکې دتورې ساحې مايکروسکوپي Dartfield Hicros او يا Huores cent Anti body تخنيکونو په واسطه کيداى شي . سيرولوژيکې تخنيک دتشخيص يوه اطميناني لاره ده چې په حاد او کراره رغيدونکو حالاتو کې دسيروم نمونې چې د7-10 ورځو په فاصله کې اخستل شويدي دجگيدونکې ټايټر لپاره پلټل کېږې . ددې ناروغۍ تشخيص دنوروهغو ناروغېو په مقايسه چې سقط جنين يا Abortion مينځ ته راوړي، مشکل دى په هر حال کلينيکي نښې او هغه آفات چې دحيوان په اتوپسي کې مشاهده کېږې او دseptecemia په ناروغۍ کې دتشخيص کومک کوي . کله چې ددې ناروغۍ دتشخيص دشتوالي لپاره cheking کېږې نو دا ضرورى ده چې ترڅو هغه نور طبي حالتونه وپيژندل شي چې ددې ناروغۍ دنه تشخيص لپاره زمينه برابروي چې دا تبادل تشخيص دناروغۍ کيداي شي دډاکتر په واسطه ذکر شويدي . کيداى شي چې ددې ناروغۍ نښې دنوروناروغېو دکلينيکي نښو سره غلطې شي نو ددې لپاره چې په لابراتوار کې دوينې يا ادرارو دtest نه استفاده کېږې او دتشخيص دنشتوالي لپاره کوم واقعې تر اوسه پورې نه دي ورکړل شوي .

تشخيص يا Diagnosis لپتوسپيروزونو دتشخيص لپاره مرضي مواد کشت کول دي او له هغه څخه دعامل دمرض تجريدول دي ،تر ټولو مهم په مشکوک حيوان کې دکلينيکي علايمو ليدل دي چې عبارت دي له :- meningitis , Hepatitis , Nephritis او هغه تبې چې عوامل يې مشخص نه دي دليپتوسپيروز عامل امکان لري چې په لومړۍ مرحله کې دمريض دوينې څخه ( دمريض حيوان ) او مغزي مايع څخه او په دوهمه مرحله کې دادرارو څخه تجريدولى شو . ليپتوسپيروزونه کيداى شي دمکروب ضد دوا دتطبيق څخه تر 11 مياشتو پورې وليدل شي .دمرض دتشخيص لپاره څوڅاڅکې وينه په حاده مرحله دمرض کې ده مرض دحيوان څخه اخيستل کېږې او بى دځنډه هغه تيوب ته flef chersmdium لري او نيمه جامد شکل لري کشت کېږې او کله چې مناسب وسط موجود وي نو مونږ مجبور يو چې وينې ته سوديم اوکساليت sodium oxalit واچوو او تر 11 ورځو پورې ورکې عامل ژوندي پاتې شي او دهغه حيواناتو وينه چې مشکوکې وي لابراتواري حيواناتو لکه موږک ، هندي خوگچې او داسې نوروته زرق کوو او څوورځې وروسته چې نوموړي حيوانات مړه يا مريض شو نو دحيوان دزړه څخه نمونه اخلو او ټسټ کوو يې . په هغه حالتونو کې چې حيوان دنورو مکروبئ ناروغېو څخه پاک وې نو کولاى شو چې په مستقيم ډول دادرارو او ويني دمکروسکوپي معايناتو يه واسطه دليپتوسپيروز دناروغۍ تشخيص وکړو . ليپتوسپيرونه کولاى شو دناروغۍ په اوله هفته کې دوينې څخه او په دوهمه هفته کې دادرارو او ددريمې هفتې څخه وروسته دعلايمو دښکاره کيدنې نه تر 11 ورځو پورې دنخاعي مايع دسنتر فيوج کولو څخه دتورې ساحه دمايکروسکوپ په وسيله ووينو . ددې ناروغۍ عامل کيداى شي په مستقيمه توگه دوينې ، ادرار ،او نخاعي مايعناتو دکلچر کولو په وسيله دغوښې او سوي دوينې څخه لاس ته راغلى سيروم کې جدا کړى شي، لکه څنگه چې مخکې اشاره ورته وشوه ليپتوسپيرونه دادرار قلوي يا خنثى محيط ته ترجيح ورکوي . هندي واړه خوگان دصفاک دلارې دليپتوسپيروزس دعامل په ترزيق کولو سره له يوې هفتې څخه وروسته يو شمېر نښې لکه دتبې منځ ته راتلل او زيړى له ځانه ښايې او کولاى شو دليپتوسپيروز عامل ددې حيوان دځيگر ، پښتورگي او يا دوينې دکلچر څخه په لاس راوړو . سپين موږکان که واړه وي او که غټ وي کيداي شي مخکې وختونو کې ددوى په گروپونو کې ناروغي منځته راغلى وي نو ددې ډول آزموينو لپاره مناسب نه شمېرل کېږې . دليپتوسپيروزس دناروغۍ دورځني تشخيص Agglutination tests دمعاينې په وسيله ترسره کېږې . په دې طريقه کې دحيوان سيروم Agglutination test ژوندى وي او که مړوي دفورمال په وسيله ترسره کېږې ( دايکيتروهيموراجيک دکشت څخه استفاده کېږي ) او غلظت يې دلمړنۍ هفتې څخه وروسته کيداي شي لوړشي .دAgglutination test معاينات بايد دمنفى سيروم په وسيله کنترول او مقايسه شي . لابراتواري نمونې ددې ناروغۍ دتشخيص لپاره متيازې يا پلازما او په فورمالين کې تثبيت شوي تازه پښتورگى او ځگر لابراتورو،ته ليږل کېږې .

تفريقي تشخيص :- دليپتوسپيروز ناروغي بايد دAnaplasmosis , theleriasis او دBabesiosis او همدارنگه دمسوپسم په پسونو کې سره توپير لري . پيشگويې يا prognosis  :- په انسان کې دليپتوسپيروزس prognosis په دوه عواملو پورې اړه لري يوه مدت دمريضى ده او بل دمريض عمومي حالت يا وضيعت دى څيړونو ښودلې ده په 1978 کال کې په 110 مريضانو کې، په امريکا کې 4-5% په سلو کې مړينه ورکړيده او دسن يا عمر مسله په دې مريضۍ کې مهم رول لري چې په مزکزوکې 51 کلنى کې 54% څخه پورته او 50 کلنۍ څخه وروسته 10% څخه کم تر ښودل شويدي . پتوژن ليپتوسپيرونونه چې پرمختللې وي زيړي ته ورته علايم لري او په هغه ناروغانو کې چې دزيړي نښې نه ښايې په هغوى کې تلفات کم وي . او په داسې حال کې چې ددې بيمارۍ له کبله چې کوم ناروغان دزيړي نښې ونه ښايې 15-45% له منځه تللي دي . هغه اشخاص چې ددې ناروغۍ له کبله په پښتورگو کې داوږدې مودې لپاره زخمونه ولري پيش بينى يې ښه ده . او کيداى شي چې علايم دهيمولاتيک مجران څخه دمخه بېل شي، نو prognosis يې ښـه دي .

تداوي يا Tretment  :- ددې ناروغۍ دتداوي لپاره په انسانانو او حيواناتو کې دمختلفو انتې بيوتيکونو استعمالول لکه Ampincilin , streptomycin , tetracycline ښه نتيجه ورکوي . مهمه نقطه چې داهميت وړده دpincilin او streptomycin مصرف دليپتوسپيرورونو دموقتې دفعې څخه مخنيوى کوي . په انسانانو کې دليپتوسپيروزس دتداوي لپاره دpincilin او همدارنگه streptomycin او tetracycline څخه دکلورو انفينکول او Erytrocin دتجزې او دInvitro په شکل تحقيقات صورت نېولى دى او ضدنقيس گد اوشات ددې دواگانو په مقابل کې ورکړل شويدي . په هرحال که چيرته انتې بيوتيکونه موثر وي بايد تداوى ترڅلوروورځو پورې ادامه پيداکړي . دپيسيلين قوي دوز دزرق په شکل 400 000 IU دعضلې دلارې هرڅلور ساعته وروسته بايد يوځل تطبيق شي .tetracycline هم موثر دي . بايد په ياد ولرو چې دپنسيلين دزرق نه 4 يا 6 ساعته وروسته يو غبرگون دJarish hexzema په نوم چې دانسان دليپتوسپيرونو دفعاليت ضد دى ممکن منځ ته راوړي عمومي عقيده په دې وه چې دانتې بيوتيکونو داستعمال دپينځه ورځو وروسته ممکن خپل موثريت دلاسه ورکړي . انتخابى دوايې streptomycin ده چې دبدن په دوه کيلو وزن باندې 12 mgr دورڅې دوه ځلې ددرې ورځو لپاره دعضلې دلارې ورکول کېږي Oxytetracyclin يو دوز 20 mg/kg b.w ممکن موثروي . Pincilin دناروغۍ په عامل باندې ښه تاثير لري بنا دغواگانو په 3000000 IU 3-5 gr گرامه streptomycin سره يو ځاى دورځې دوه ځلې دعضلې دلارې د5-6 ورځو لپاره تطبيق کېږې . که چيرته تشخيص او تداوي دنښودښکاره کيدو څخه فورآ وروسته وليدل شي نو کيداى شي چې Abortion څخه مخنيوى وشي او بچي به هم ژوندي پاتې شي، په هغه صورت کې چې دناروغۍ سره هموگلوبين يوريا او کم خوني وليدل شي دحيوان دښه تقويه په خاطر دجيگولر وريد دلارې وينه ورکولاى شي او تقويه کوونکې دواگانې هم مفيدې دي . اگر چې ددې ناروغۍ په مکمل ډول له منځه وړل امکان نه لري ولې بيا چې ديوې خوا تداوي په ښه صورت سره ترسره او دبلې خوا دواکسيناسيون په واسطه او دحفظ الصحوي شرايطو دمراعات په وسيله کولاى شو چې ددې ناروغۍ څخه ځان وساتو . دAzotemia په زياتوالى او دزيړي په پرمختگ سره بايد دمايعاتو او الکترولايتونو څخه استفاده وکړو څرنگه چې دپښتورگو ضايعات دليپتوسپيرونو له کبله دي، چې دبرگشت قابليت لرونکې دي نو پدې خاطر کوم مريضان چې دAzotemia په وينه کې ښيې بايد دperitonial dialysis او يا هم دHemo – dialysis تر ناروغۍ لاندې تداوي شي . بعضى طبيبانو او متخصيصينو شخصي او انفرادي نظريات داسې ورکړيدي چې هغه مريضانو ته چې دبېلوروبين اندازه يې په وينه کې په فوق العاده اندازه زياتيږى Hyper bilirubinemia دويني ورکول ورته مفيد وي . کنترول او مخنيوى يا Prophylaxes  :- څرنگه چې وحشي څارويو او په خاصه توگه په ژوونکو ، موږکانو ، موش خرما ، نولي ، کې په زيات ډول انفکشن خپوروي .. نو مشکله ده چې دڅارويو مخامخ کېدل دلېپتوسپېروزس سره کنترول شي . ولې کولاى شوچې کنترول يې دواکسينو په وسيله ترسره کړو تر ټولو ښه کنترول يې واکسين دى . ددې ناروغۍ دوقايې په خاطر بايد دژوونکو او زراعتي حيواناتو دادراروپه واسطه داوبو دملوث کيدو څخه مخه ونيسي . هغه شيدې چې دحيوان څخه په لاس راځي بايد ښه جوش شي او بيا په مصرف ورسيږى . دزبحه شوي حيوان غوښه پخه شي، حفظ الصحه مراعت شي دطويلى نظافت داوبو ښه جوش کول او پاک غذايې مواد دناروغۍ دکنترول لپاره زيات داهميت وړدي . ددې ناروغۍ په مقابل کې بايد دواکسينونو تطبيق توصيه شي . چې ددې واکسينونو معافيت تريو کال پورې دوام پيداکوي . ددې ناروغۍ موثر څوقسمه واکسين دډيرى مودې راپديخوا په زياتو هېوادونو کې موجود دي . په دې فرض چې سيرووارونه serovars په واکسين کې موجود وي . نتيجه گيرى يا Result  :- لېپتوسپېروزس دټولو اهلى کورنيو څارويو او انسان بکتريايې ساري ناروغي ده چې په بېلابېلو کلينيکي نښو کې لکه هيمولايتيک انيميا زيړى ، هيموگلوبين يوريا او Abortion سره ليدل کېږې دانه يوازې دمالدارۍ جامعې او دهېواد اقتصاد دړې وړې کول بلکې دانساني طبابت له نظره هم داهميت وړدي . ددې ناروغۍ له امله په کليو – بانډو – او دهېواد په بېلابېلو منطقو کې ځاى او يا يې زيانونه رسيږي چې دتلفاتو اندازه يې د20-45% پورې ده. نو ددې مشکل دحل په خاطر لازم ليدل کېږې چې ددې خطرناکه ناروغۍ دتشخيص په خاطر بايد ختى الواسع کوشش وشي ترڅوددې خطرناکې ناروغۍ په مقابل کې دفارم ټول څاروي واکسين شي. ناروغه څاروي دجوړو څخه جلاشي او په فارم کې قرنطين وضع شي او حفظ الصحه مراعات شي . په فارم او کورونو کې موږکان او نولي کنترول شي او له هغه څړ ځاى څخه چې واړه ژوونکې پکې موجودوي استفاده ونه شي همدارنگه لبني محصولات بايد جوش او دحيوان غوښه ښه پخه شي دناروغۍ تشخيص او تداوي بايد په خپل وخت سره ترسره شي . ترڅودزياتو تلفاتو مخه ونيول شي او کوم څاروي چې Abortion وکړي دبې ځايه لاس وهنې څخه ډډه وشي او سقط شوي بچي او پلاسنتا دسمبالولو لپاره مخصوص لباس واغوستل شي او ساحه ضد عفوني شي .








ماخذونه ١_نظيمي شفيع الله لکچر نوټ ننګر ها رپوهنتون وترنر ى پوهنځي کــــــال ١٣٨٤ مخونه ٤٤-٤٥ ٢_ي اي کــــــــوکيـــــــــالوف وترنري مايـــــــــــــکر بيولوژي مســــــــــــــــکو کــــــــال ١٣٦٥ هجري شمي مخونه ٢٥٤-٢٦٥ ٣_سمسور عبدالقادر د پسونو دعــامو ناروغيو پيژندنه او تــــــــــــداوي کـــــــــال ١٣٧٣ مخـــــونه ٦٠-٦٣. ٤_دوست_دوست محمد_مايکربيلوژي کال ١٣٧٩ ه ش طب پوهنځى مخونه ٥_١٠_١٢_٢٠_٢١ ٥_حليمي_ډاکترمحب الله _عملي لارښود درېمه برخه _کال ١٩٩٥_م اکتوبرمخونه ٧٤_٧٥ ٦: حسني طباطبائي عبدالمحمد ( بيماري هاي بکتريايي دام) دانشګاه تهران کال ١٣٨٠ صفحات ١٦٨-١٧٧




عنوان فهرست مخ سريزه…………………………………………………………………… لېپتوسپېروزس يا Leptospirosis 2 دناروغۍ تعريف :( Definition of Disease ) 2 دناروغۍ تاريخچه يا History of diseases 3 اپيديمولوژي يا Epidemology 4 دناروغۍ عامل يا Ethiology of Disease 9 حساس څاروي Animal susiptibal 12 دناروغۍ انتقال يا Cantagiounase 13 دناروغۍ پټه دوره يا Incobution 15 په خطر کې عمرونه :- 15 دناروغۍ کلينيکي نښې يا Clinical symtom 15 دسترگو سوروالى 16 دليپتوسپروزس نښې په انسان کې :- 16 په کورني حيواناتو کې نښې :- 19 دناروغۍ عمومي نښې :- 19 دمړينې څخه وروسته نښې يا Postmortom 20 تشخيصي مرستې 21 تشخيص يا Diagnosis 22 لابراتواري نمونې 24 تفريقي تشخيص :- 24 پيشگويې يا prognosis  :- 24 تداوي يا Tretment  :- 25 کنترول او مخنيوى يا Prophylaxes  :- 27 نتيجه گيري يا Result  :- 27 ماخذونه 29