ليلياس ارمسټرانګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ليلياس ايولين ارمسټرانګ (29 سپتمبر 1882 – 9 ديسمبر 1937) يو انګلستانۍ غږ پوهه (غږ پوهانده/فنيم پوهه) وه. نوموړې په لندن يونيورسټي کالج کې کار کړی و، چېرته چې نورموړې ته د ريډر رتبه وه (په علمي رتبو کې د reader  رتبه له اکاډميک څخه پورته او له پروفيسر څخه ښکته وي). ارامسټرانګ د انګليسي ژبې د لحن تر څنګ د صومالي او کيوکيو ژبې په غږونو او لحن هم د خپلو کارونو له امله زيات شهرت لري. د انګليسي ژبې پر غږونو د هغې کتاب چې له « Ida C. Ward» سره يوځای ليکل شوی و، پنځوس کلونو لپاره چاپېدو. ارمسټرانګ په صومالي او کيکيو ژبو کې هم د لهجې لومړي تفصيلي تشريحات وړاندې کړي دي.

ارمسټرانګ په شمالي انګلستان کې ستره شوه. نوموړې د ليډز پوهنتون څخه فارغه شوې، چرته چې نوموړې فرانسوي او لاتيني ژبې ولوستې. نوموړې د يو څه مودې لپاره په يو لومړني ښونځي کې د فرانسوي ژبې درس ورکړ، خو له هغې وروسته يې د يونيورسټي کالج د اوازپوهنې په څانګه کې داخله واخيسته، چې مشري يې «ډينيل جونز» کوله. د نوموړې د يادونې وړ اثار د « A Handbook of English Intonation» په نوم د 1926ز کال يو کتاب دی چې له «وارډ» سره يې په شریکه ليکلی و، د « The Phonetic Structure of Somali» په نوم د 1934ز کال يوه مقاله او د « The Phonetic and Tonal Structure of Kikuyu» په نوم يو کتاب و، چې د نوموړې له مړينې وروسته په 1940ز کال کې خپور شو، نوموړې په 1937ز کال کې د مغزي سکتې له امله په پنځه پنځوس کلنۍ کې مړه شوې وه.

نوموړې له يوې لسيزې څخه د زياتې مودې لپاره د «Le Maître Phonétique» په نوم د غږپوهنې د نړيوال ژورنال مرستياله مشره وه، او د خپل تعليم دوران او د دې څانګې د دوبي په رخصتيو کې د تعلیمي دورو دواړو له امله نوموړې ستايل شوې ده. «جونز» د هغې د مړينې پر مهال په خپل يادښت کې ليکلي چې  نوموړې په نړۍ کې لومړۍ غږپوهه وه.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ليلياس ايولین ارمسټرانګ د 1882ز کال د سپتمبر د مياشتې په نهه وشتمه نېټه د لنکشاير په «پينډلبري» کې د جيمز وليام ارمسټرانګ، چې يو ازاد ميتوديست مذهبي مشر و، او ميري الزبت ارمسترانګ کره زېږېدلې وه. د نوموړې د روزنې له امله د هغې په خبرو کې يو څه شمالي انګريزي ژبې ځانګړتياوې موجودې وې. ارمسټرانګ د ليډز په پوهنتون کې لاتيني او فرانسوي ژبې ولوستې، چېرته چې نوموړې د کينګز عالمه وه. نوموړې په 1906ز کال کې د لسانس سند تر لاسه، او د ښوونکې په توګه يې هم روزنې تر لاسه کړې.

له ليډز څخه تر فراغت وروسته، ارمسټرانګ په «ختيځ هيم» کې د څو کلونو لپاره فرانسوي ژبه تدرس کړه؛ نوموړې په دې کاري لړۍ کې برياليتونه تر لاسه کړل، او تر 1918ز کال، کله چې نوموړې دا دنده پرېښوده؛ نو د سرښوونکې ټاکل کېدو پر لور روانه وه. کله چې نوموړې مشره مرستياله استاده وه، نوموړې د خپلې فرانسوي ژبې په تلفظ کې د خپلې زده کړې د پرمختګ لپاره د يونيورسټي کالج د غږپوهنې په څانګه کې د ماښام له اړخه نيمه وخت د غږپوهنې زده کړه پيل کړه. په 1917ز کال کې، ارمسټرانګ په فرانسوي غږپوهنه کې له امتياز سره ډيپلومه تر لاسه کړه؛ له هغې وروسته کال کې نوموړې په انګريزي غږپوهنه کې له امتياز سره بله ډيپلومه تر لاسه کړه.

علمي مسلک[سمول]

استادي او درس ورکول[سمول]

د ګومارنې تاریخ[سمول]

ارمسټرانګ په لومړي سر کې په 1917ز کال کې د «ډينيل جونز» د دوبي ښوونيزه دوره کې د مذهبي مبلغينو لپاره د غږپوهنې تدريس وکړ؛ ان له هغې مخکې، «جونز» په پام کې درلوده چې ارمسټرانګ ته د يونيورسټي کالج د غږپوهنې په څانګه کې د پوره وخت دنده ورکړي. دا طرحې هغه مهال په لنډمهالي ډول ودرول شوې، کله چې د اکتوبر په مياشت کې د لندن ولسوالۍ شورا د دې ادارې په بوديجه کې د زياتوالي پر ضد پرېکړه وکړه، خو د 1917ز کال د نومبر په مياشت کې، جونز ارمسترانګ د يوې لنډ مهالې، نيمه وخت درس ورکولو تر لاسه کولو لپاره نومانده کړه، کومه دنده چې نوموړې د 1918ز کال د فبرورۍ په مياشت کې پيل کړه. بالاخره نوموړې وتوانېده چې د 1918-1919 ښوونيز کال په پيل کې د پوره وخت کار کول تر لاسه کړي، او په دې ډول هغه د غږپوهنې د څانګې لومړۍ د بشپړ وخت مرستياله شوه. ارمسټرانګ په 1920ز کال کې ښوونکې وه، په 1921ز کال کې ارشده ښوونکې او په 1937ز کال کې د «ريډر» رتبې ته ورسېده. په « he Times» مجله او « The Universities Review» جريده کې د ريډرې په توګه د هغې ترفيع اعلان شوه. ارمسټرانګ همدا راز کله کله د ختيځ پېژندنې د مطالعاتو په ښوونځي کې هم تدريس کاوه. کله چې جونز اړ شوه چې د 1920ز کال د لومړيو نهو مياشتو رخصتي واخلي، نو ارمسټرانګ د هغه پر ځای د دې څانګې سرپرسته رئيسه شوه. په دې موده کې، نوموړې له زده کونکو سره مرکې کولې او هغوی يې په دې څانګه کې داخلول. په يونيورسټي کالج کې نورې دندې چې هغې تر سره کړي دي، په هغې کې د خوړنځيو د کميټې مشري او د ښځينه کارکونکو د عمومي خونې منشيتوب و. په هغو علمي ټولنو کې چې ارمسټرانګ ورسره اړيکه درلوده، د غږپوهنې نړيواله ټولنه، د نوې ژبې ټولنه، او د غږپوهنې علومو نړيوال کانګريس شامل وو.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

علمي دورې او درسونه[سمول]

ارمسټرانګ د فرانسوي، انګريزي، سويډني او روسي ژبو او د ډينټل جونز سره يوځای د خبرو د خرابۍ د درملنې په اړه د « Lecture-demonstrations on Methods of Correcting Defects of Speech» تر عنوان لاندې ټولګيو کې درسونه ورکړل. ارمسټرانګ همدا راز د اورېدلو د روزنې تمرينونونو مشري هم وکړه، کوم چې د يونيورسټي کالج د غږپوهنې په څانګه کې د تدريس يوه مهمه برخه وه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سربېره پر دې، ارمسټرانګ په يونيورسټي کالج کې جوړو شويو د رخصتيو په يو شمېر درسي دورو کې په تدريس کولو کې هم ښکېله وه. په 1919ز کال کې، د غږپوهنې څانګې په فرانسوي او انګريزي غږپوهنه کې د رخصتيو خپل مشهور درسي کورسونه پيل کړل. د 1919ز کال په پرانيستونکي کورس کې، ارمسټرانګ په ورځني بنسټ د يوې تعلیمي دورې لپاره د اورېدلو د روزنې تمرين تر سره کړ، چې موخه يې د فرانسوي ژبې تدريس کونکي او ښوونکي وو. د انګليسي د مطالعاتو دوه لوستونکي، چې د انګريزي د 1919ز کال د دوبي تعلیمي دوره کې يې ګډون کړی و، دواړو د ارمسټرانګ د اورېدلو ازموينه، يوه لویه مرسته او ډېره ښه وبلله؛ د « Leuvensche Bijdragen» په نوم يو ژورنال هم د اورېدلو د روزنې دا تمرين وستايه. د 1921ز کال په ناستو کې يو هالنډي ګډونوال د ارمسټرانګ د اورېدلو د روزنې د ټولګيو ستاينه وکړه، او د هغې تفصيلات يې وړاندې کړل. د 1921ز کال د دوبي تر کورس پورې، نوموړې نه يوازې د اورېدلو د روزنې تمرينونه وړاندې کړل، بلکې له «جونز» سره يوځای يې د انګليسي ژبې د غږپوهنې په اړه درسونه هم ورکړل، نوموړې وروسته د بهرنيانو په انګليسي د خبرې کولو تعلیمي دورې لپاره د انګلسي ژبې غږپوهنې په اړه درسونه ورکړل، کوم يې چې د 1930ز کال په دوبي کې له جونز او ارتر لايډ جيمز سره يوځای وړاندې کړل. د 1935ز کال د دوبي د تعلیمي دورې لپاره په يو اعلان کې دا ټول پروګرام د جونز او ارمسترانګ د عمومي لارښونې لاندې وښودل شو؛ په دې کال کې ارمسټرانګ او «جان روپرټ فرت» د ښوول شويو درسونو تر څنګ، د جونز او ارمسترانګ په مشرۍ، د اورېدلو د روزنې تمرينونه هم شامل وو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د 1922ز کال د اکتوبر په مياشت کې، ارمسټرانګ په يونيورسټي کالج کې د فرانسوي ژبې په ښوونه کې د غږپوهنې د استعمال په اړه يو عمومي درس ورکړ. « The Verse Speaking Fellowship» نوموړې ته بلنه ورکړه چې د 1933ز کال د هغوی په کلني کنفرانس کې وينا وکړي. نوموړې په 1925ز کال کې سويډن ته سفر وکړ، تر څو د انګليسي ژبې په لحن درس ورکړي، په سپتمبر کې ګوتنبرګ او په اکتوبر کې سټاکوهلم ته ولاړه. د 1927ز کال د اپریل په مياشت کې، نوموړې د فينلينډ د هيلسينکي د نوې ژبې ټولنې په ناسته کې د انګليسي ژبې پر لحن وينا وکړه. په نورو هغو هېوادونو کې نيدرلينډ او شوروي اتحاد شامل دي، چې ارمسټرانګ هلته د درس ورکولو لپاره سفرونه کړي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

زده کونکي[سمول]

ارمسترانګ ګڼ زده کونکي درلودل، څوک چې خپله مشهور پوهان او ژبپوهان وو. هندوستانی ژبپوه سنيتي کمار چټرجي له 1919 څخه تر 1921ز کال پورې د لندن په پوهنتون کې د « D.Litt» (په تورو کې دوکتورا) زده کړه وکړه؛ کله چې نوموړی هلته و، نو ارمسټرانګ او « Ida C. Ward» نوموړي ته غږپوهنه وښوده، او هغه ته يې د اورېدلو د روزنې او ليکنې تمرين ورکړ. جان روبرټ فرت، چا چې وروسته خپله د يونيورسټي کالج د غږپوهنې په ډيپارټمنټ کې له ارمسټرانګ سره کار وکړ، له 1923 څخه تر 1924ز کال پورې په يونيورسټي کالج کې زده کونکی و، په هغو ټولګيو کې چې نوموړې پکې ګډون درلود، په فرانسوي غږپوهنه کې د ارمسټرانګ تعلیمي دورې شاملې وې. د 1934ز کال په دوبي کې، سکاټلينډی غږپوه « J. C. Catford» چې هغه مهال اولس کلن و، د فرانسوي غږپوهنې په اړه په هغه ټولګي کې ګډون درلود، چې ارمسټرانګ او « Hélène Coustenoble» له خوا تدريس کېدو. ارمسټرانګ همدا راز امريکايی ژپوه «لورينزو ډاوټرنر» ته هغه مهال پرمختللې غږپوهنه وښوده، کله چې نوموړي له 1936 څخه تر 1937ز کال پورې د ختيځ پوهنې د مطالعاتو په ښوونځي کې ما فوق دوکتورا څېړنې کولې. فرانسوي کاناډايي ژبپوه «جين پال وني»، چا چې د ارمسټرانګ تر څارنې لاندې د زده کړې په کولو سره په 1937ز کال کې د ماسترۍ سند تر لاسه کړی و، او وروسته يې له هغې سره یوځای کار وکړ، په ځانګړي ډول د ارمسټرانګ د مهربانۍ او په ويناوالۍ کې د ارمسټرانګ وړتيا ته اشاره کړې ده. کله چې استراليايي ادبپوه «رابرټ ګايي هاورټ» له 1937 څخه تر 1938ز کال پورې، په انګليسي ژبه کې د دوکتورا زده کړه کوله، هغه هم په غږپوهنه کې يو سند تر لاسه کړ، او د ارمسترانګ او نورو له خوا تدريس کېدونکی د عمومي غږپوهنې يوه تعلیمي دوره کې يې ګډون وکړ.[۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp. Compare کينډۍ:Harvp and کينډۍ:Harvp, which say she became senior lecturer in 1920.
  2. کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp. Compare کينډۍ:Harvp, which gives 1936 as the year she got readership.
  3. کينډۍ:Cite newspaper The Times
  4. R. E. G. (November 1937). "University of London–University College". Home University News. The Universities Review. 10 (1): 73. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. School of Oriental Studies (1937). "Former Teachers of the School". Appendix. The Calendar of the School of Oriental Studies (University of London). For the Twenty-Second Session 1937–8: 242; الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Harvp.
  6. Ashby, Michael G.; Ashby, Patricia (2009). "The London Phonetics Training of Masao Kanehiro (1883–1978)". Journal of the English Phonetic Society of Japan. 13: 24. ISSN 1344-1086. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Modern Language Association". Modern Language Teaching. 15 (1): 30. February 1919. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Jones, Daniel; Fry, D. B., المحررون (1936). "List of Members". Proceedings of the Second International Congress of Phonetic Sciences. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 319. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Liste des membres de l'Association Phonétique Internationale. Janvier, 1925". Le Maître Phonétique. (په فرانسوي ژبه کي). 3 (9, Suppl.): 2. 1925. hdl:2027/mdp.39015025021265. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp.
  11. University College, London (1935). "Phonetics". Calendar, 1935–36: 60. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. University of London (1935). "Phonetics". Instruction-Courses, 1935–1936. Regulations and Courses for Internal Students, 1935–36: 139. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp; and کينډۍ:Harvp.
  14. "From Here and There". Modern Language Teaching. 15 (3): 83. June 1919. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "London Holiday Courses". Notes and News. English Studies. 1 (6): 179. 1919. doi:10.1080/00138381908596384. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Grootaers, L., المحرر (1921). "Engelsche vacantieleergangen" [English vacation courses] (PDF). Kroniek. Leuvensche Bijdragen (په هالينډي ژبه کي). 13 (1–2): 134. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Grootaers, L., المحرر (1921). "Engelsche vacantieleergangen" [English vacation courses] (PDF). Kroniek. Leuvensche Bijdragen (په هالينډي ژبه کي). 13 (1–2): 134. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Cours de Vacances à Londres". Chronique Universitaire. Revue de l'Enseignement des Langues Vivantes (په فرانسوي ژبه کي). 38 (5): 225. May 1921. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Passy, P.; Jones, D., المحررون (1930). "sa e la" [Çà et là]. Le Maître Phonétique. 8 (30): 41. JSTOR 44704355. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Diary of Societies". Nature. 110 (2,762): 500. 7 October 1922. doi:10.1038/110500b0; الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Cite newspaper The Times
  21. Armstrong, L. E. (July–September 1933c). "The Technique of Speech". Good Speech. London: Verse Speaking Fellowship. 3: 2–5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Passy, P.; Jones, D., المحررون (1925). "sa e la" [Çà et là]. Le Maître Phonétique. 3 (12): 30. JSTOR 44748064. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Furuhjelm, Åke (1929). "Protokolle des Neuphilologischen Vereins". Neuphilologische Mitteilungen (په جرمني ژبه کي). 30 (1/2): 94. JSTOR 43345640. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Catford, John C. (1998). "Sixty Years in Linguistics". In Koerner, E. F. K. (المحرر). First Person Singular III: Autobiographies by North American Scholars in the Language Sciences. 88. Amsterdam/Philadelphia: John Benjamins. د کتاب پاڼې 7. doi:10.1075/sihols.88.02cat. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-272-4576-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Wade-Lewis, Margaret (Spring 1990). "The Contribution of Lorenzo Dow Turner to African Linguistics". Studies in Linguistic Sciences. 20 (1): 192. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Citing Turner. 1940. Proposals by Lorenzo Turner for a study of Negro speech in Brazil. January. Evanston: Northwestern University Library, Turner Collection.
  26. Wade-Lewis, Margaret (2007). Lorenzo Dow Turner: Father of Gullah Studies. Columbia, SC: University of South Carolina Press. د کتاب پاڼې 106. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57003-628-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Citing Turner to Jones, 15 November 1936, Jones Collection, Box 42, Folder 10.