ليز مايټنر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ليز مايټنر (چې د زېږېدو نوم يې ايليز مايټنر و، 7 نومبر 1878 – 27 اکتوبر 1968) يوه اتريشۍ سويډنۍ فيزيک پوهه وه، څوک چې د « protactinium » عنصر او هستوي انشطار (وېش/چاودنې) د موندلو له مسئولينو يوه وه. د برلين د کیميا په کايسر ويلهيلم انستيتيتوت «Kaiser Wilhelm Institute of Chemistry» کې د راډيو اکټيويټي (وړانګيز فعاليت) په اړوند د کار کولو پر مهال، نوموړې په 1917ز کال کې د « isotope protactinium-231» په راډيو اکټيو کشف کړ. په 1938ز کال کې، مايټنر او د هغې واراره، فيزيک پوه «Otto Robert Frisch» هستوي انشطار کشف کړ. نوموړې البرټ انشټاين د المان د « Marie Curie» په توګه ستايلې وه.[۱]

په 1905ز کال کې د خپلې دوکتورا د څېړنې تر بشپړولو وروسته، مايټنر دويمه مېرمنه وګرځېده چې د ويانا له پوهنتون څخه يې په فيزيک کې دوکتورا تر لاسه کړه. نوموړې د خپل علمي مسلک ډېره برخه د المان په برلين کې تېره کړه، چېرته چې هغه د « Kaiser Wilhelm» په انسټيټيوټ کې د فيزيک پروفيسره او د ډيپارټمنټ رئيسه وه؛ نوموړې په المان کې د فيزیک لومړۍ ښځينه پروفيسره وه. هغې د نازي المان د نيورمبرګ د يهودي ضد قوانينو له امله په 1930ز لسيزه کې خپلې دا دندې له لاسه ورکړې، او په 1938ز کال کې سويډن ته وتښتېده، چېرته چې يې له ډېرو کلونو ژوند وروسته بالاخره د سويډن تابعيت تر لاسه کړ.

د 1938ز کال په نيمايي کې، د «Kaiser Wilhelm» په انسټيټيوټ کې مايټنر له «Otto Hahn» او « Fritz Strassmann» سره په شریکه وموندله چې له نيوټران سره د تيوريم له بمبارۍ څخه مختلف ايزوتوپ پيدا کېږي. د دې کال په وروستيو کې «Hahn»  او «Strassmann» وښودله چې د يورانيم له بمبارۍ څخه د بيريم ايزوټوپس جوړېدای شي. د ديسمبر په مياشت کې مايټنر او «Frisch» د دا ډول جلا کېدو د بهېر د ښکارندې ارزونه وکړه. د 1939ز کال د نيچر مجلې د فبرورۍ مياشتې په ګڼه کې په خپل راپور کې دوی دې عمل ته د « fission» (وېش) نوم ورکړ. دې اصل د دويمې نړيوالې جګړې په اوږدو کې د لومړي اتومي بم جوړېدو او په تعقيب يې نورو هستوي وسلو او هستوي ريکټرونو ته لاره اواره کړه.

مايټنر د هستوي انشقاق لپاره د کیميا د 1944ز کال په نوبل جايزه کې شریکه نه شوه، کومه چې په ځانګړي ډول د نوموړې اوږدمهالي همکار «Otto Hahn» ته ورکړل شوې وه. ډېرو ساينسپوهانو او ژورنالستانو له دې جايزې څخه د هغې ايستل غېر عادلانه وبلل. د نوبل جايزې د ارشيف تر مخې، نوموړې د 1924 او 1948ز کلونو تر منځ په کيميا کې د نوبل جايزې لپاره نولس ځلې نومول شوې وه، او د 1937 او 1967ز کلونو تر منځ په فيزیک کې د نوبل جايزې لپاره دېرش ځلې نومول شوې وه. سره له دې چې هغې ته د نوبل جايزه ورنه کړل شوه، مايټنر په 1962ز کال کې د «Lindau Nobel Laureate» په ناسته کې ګډون ته وبلل شوه. نوموړې ګڼ نور ویاړونه تر لاسه کړل، په 1997ز کال کې د «109meitnerium» په نوم کیمياوي عنصر د هغې د نوم په وياړ اېښودل شوی دی.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

له زېږېدو وروسته مايټنر ته د «ايليز مايټنر» نوم ورکړل شو، هغه د 1878ز کال د نومبر په اومه نېټه د لوړې منځنۍ طبقې په يوې يهودۍ کورنې کې زېږېږدلې وه، د دوی کور د ويانا د «Leopoldstadt» ولسوالۍ په «27Kaiser Josefstraße » کې موقعيت درلود، نوموړې د هيډويګ او فلپ مايټنر په اتو بچيانو کې درېیمه وه. د ويانا د يهوديانو د ټولنې د زېږون په ثبت کتاب کې د هغې د زېږېدو نېټه د 1878ز کال د نومبر اولسمه ليکل شوې؛ خو نورو ټولو اسنادو کې د هغې د زېږېدو نېټه د نومبر اومه ليکل شوې، کومه نېټه چې هغې کاروله. د هغې پلار د لومړيو يهودي وکيلانو له ډلې و چې په اتريش کې يې فعاليت منل شوی و. هغې يو مشر ورور او یوه مشره خور درلودل، چې «Gisela» او «Auguste» (Gusti) نومېدل، د څلورو کشرانو نومونه يې « Moriz (Fritz), Carola (Lola), Frida » او « Walter» وو؛ چې ټولو لوړې زده کړې کړې وې. د هغې پلار يو تاييد شوی ازادخيال و، او نوموړې هم په همدې عقيده روزل شوې وه. د بلوغ پر مهال، نوموړې د «لوترازم» په پيروي کولو سره مسیحيت ومانه، او په 1908ز کال کې د تعميد غسل ورکړل شو؛ د هغې خوېندې « Gisela» او « Lola» په همدې کال کاتولیک مسيحيت ته واوښتې. نوموړې هم يو لنډ شوی نوم «ليز» غوره کړ.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

زده کړه[سمول]

د مايټنر ابتدايي څېړنه په اته کلنۍ کې پيل شوه، کله به چې هغې د خپلو تاريخچو کتابچه د خپل بالښت لاندې کېښوده. نوموړې په ځانګړي ډول د رياضي او ساینس لور ته ميلان درلود، او لومړی يې د تيلو ځلېدونکي رنګونه، نري فلمونه، او انعکاسي رڼا مطالعه پيل کړه. تر 1897ز کال پورې ښځو ته اجازه نه وه چې په ويانا کې د لوړو زده کړو دولتي ادارو ته ولاړې شي، او هغې په 1892ز کال کې د ښوونځي وروستی کال پای ته ورساوه. د هغې په زده کړو کې د سوداګريو د مالي چارو د تاريخچې ساتل، رياضي، تاريخ، جغرافيه، ساينس، فرانسوي ژبه او جمناسيټک لوبه شامل وو.[۱۲]

د ښځو لپاره يواځینی مهيا مسلک استادي وه، له همدې امله هغه د فرانسوي ژبې د ښوونکې په توګه روزنه تر لاسه کړه. د هغې خور «Gisela» د «Matura» پړاو په بریاليتوب سره بشپړ کړ، او په 1900ز کال کې يې د طب په ښوونځي کې داخله وکړه. په 1899ز کال کې، مايتڼر له دوه نورو ځوانو ښځو سره خصوصي زده کړې پيل کړې، او د ثانوي زده کړې له لاسه وتلي اته کلونه يې يوازې په دوه کلونو کې بشپړ کړل. فيزيک د « Arthur Szarvasy» له خو اتدريس کېدو. د 1901ز کال د جولای په مياشت کې، نجونې په «Akademisches» جمنازیم کې یوې بهرنۍ ازموينې ته کېناستې. له څوارلسو څخه، د مايټنر او «Henriette Boltzmann» په ګډون يوازې څلور نجونې بريالۍ شوې، «Henriette Boltzmann» د فيزيک پوه «Ludwig Boltzmann» لور وه.[۱۳]

د 1901ز کال په اکتوبر مياشت کې مايټنر د ويانا په پوهنتون کې داخله شوه. نوموړې په ځانګړي ډول له « Ludwig Boltzmann» څخه ډېره متاثره وه، او ويل کېدل چې هغې به ډېر ځله د نوموړي د درسونو په اړه په ډېر شوق او لېوالتيا خبرې کولې. د هغې د مقالې څارنه «Franz Exner» او د هغه مرستيال «Hans Benndorf» وکړه. د نوموړې د رسالې عنوان «Prüfung einer Formel Maxwells» (د ميکسويل د فارمولې ازموينه) و، چې د 1905ز کال د نومبر په اته ويشتمه نېټه وسپارل شوه، دا رساله «Exner» او «Boltzmann» وارزوله، او د 1905ز کال د نومبر په اته ويشتمه نېټه تاييد شوه. په دې ډول نوموړې د ويانا له پوهنتون څخه د فيزیک په برخه کې د دوکتورا سند تر لاسه کونکو ښځو يوه وګرځېده، له هغې وړاندې «Olga Steindler» په 1903ز کال کې خپل سند تر لاسه کړی و. د 1906ز کال د فبرورۍ په دوه ويشتمه نېټه، د نوموړې رساله د « Wärmeleitung in inhomogenen Körpern» (په غېر متجانسو اجسامو کې د تودوخې انتقال) په توګه خپره شوه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

«Paul Ehrenfest» له هغې غوښتنه وکړه چې د بصرياتو په اړه د « Lord Rayleigh» د يوې لیکنې څېړنه وکړي، په کومه کې چې د يوې داسې تجربې تفصيلات ورکړل شوي و، له دې داسې پايلې تر لاسه شوې وې، د کومو په تشریح کولو چې « Rayleigh» نه و توانيدلی. نه يوازې دا چې هغې وکولای شول تشريح کړي چې څه کېدونکي دي؛ نوموړې نوره هم مخکې ولاړه او د خپلې تشریح پر بنسټ يې وړاندوينې وکړې، او بيا يې په تجرباتي ډول تصديق کړې، او روښانه يې کړه چې کولای شي په خپلواک ډول او د چا له څارنې پرته د څېړنې وړتيا لري.[۲۰]

په دې څېړنه د مصروفيت پر مهال، «Stefan Meyer» مايټنر له راډيواکټيویټي سره بلده کړه، کوم چې هغه مهال د څېړنې یوه نوې څانګه وه. نوموړې پيل له «الفا» ذرو څخه وکړ. له «کوليمټرونو» او فلزي څادر سره په خپلو تجربو کې، نوموړې وموندله چې د فلزي اتومونو د اتومي کتلې سره د «الفا» د ذرو په يوه ميله کې خپرېدل زياتېږي. وروسته، دې تجربو «Ernest Rutherford» د هستوي اتوم وړاندوينې ته اړ کړ. نوموړې د 1907ز کال د جون په نهه ويشتمه نېټه خپلې موندنې «Physikalische Zeitschrift» ته وسپارلې.[۲۰][۲۱]

« Friedrich Wilhelm» پوهنتون[سمول]

د خپل پلار په مالي مرسته او ملاتړ هڅول شوې، مايټنر د « Friedrich Wilhelm» پوهنتون ته ولاړه، چېرته چې مشهور فيزیک پوه «Max Planck» تدريس کاوه. «Planck» نوموړې خپل کور ته وبلله، او هغې ته يې اجازه ورکړه چې په درسونو کې يې حاضره شي، کومه چې د «Planck» له خوا يو غېر عادي اشاره وه، څوک چې عموماً پوهنتونونو کې د ښځو د داخلې د مخالف په ډول پېژندل شوی و، خو هغه دې منلو ته چمتو شو چې کله کله استثناء وي؛ په څرګند ډول نوموړي، مايټنر يوه استثناء وبلله. نوموړې د «Planck» له  غبرګونو لوڼو «Emma» او «Grete» سره ملګرې شوه، چې له موسيقۍ سره د ټولو مينه سره شريکه وه.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. (په 17 March 1996 باندې). The Woman Behind the Bomb.
  2. (په 17 March 1996 باندې). The Woman Behind the Bomb.
  3. (په 17 March 1996 باندې). The Woman Behind the Bomb.
  4. Sime 1996, ch. 1
  5. "Lise Meitner and Nuclear Fission". OrlandoLeibovitz.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Roqué, Xavier (2004). "Meitner, Lise (1878–1968), physicist".. Oxford, England: Oxford University Press. DOI:10.1093/ref:odnb/38821. 
  7. Watkins, Sallie A. (1984). "The making of a physicist". The Physics Teacher (په انګلیسي ژبه کي). 22 (1): 12–15. Bibcode:1984PhTea..22...12W. doi:10.1119/1.2341442. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Offereins 2011، صص. 69–74.
  9. Sime 1996، ص. 6.
  10. Sime 1996، صص. 5–6.
  11. Sime 1996، ص. 1.
  12. Sime 1996، صص. 5–9.
  13. Sime 1996، صص. 6–9.
  14. Meitner, Lise (1906). "Wärmeleitung in inhomogenen Körpern". Bayerische Staatsbibliothek. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Calvin, Scott (2017). "3. Lise Meitner (Sec. 3.1)". Beyond Curie: Four women in physics and their remarkable discoveries, 1903 to 1963. Morgan and Claypool. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Sime 1996، ص. 398.
  17. Sime 1996، صص. 17.
  18. Sime 1996، صص. 12–16.
  19. Sime 1996، ص. 10.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Sime 1996، صص. 18–21.
  21. Meitner, L. (1 August 1907). "Über die Zerstreuung der α-Strahlen". Physikalische Zeitschrift (په الماني ژبه کي). 8 (15): 489–496. ISSN 2366-9373. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Hahn 1966، ص. 50.
  23. Sime 1996، صص. 26–27.
  24. Sime 1996، ص. 38.
  25. Sime 1996، صص. 24–26.