Jump to content

لوېديځ جرمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لوېدیځ المان چې په انګلیسي کې د المان د فدرالي جمهوریت (FRG؛ آلماني: Bundesrepublik Deutschland) په نامه یادېږي د ۱۹۴۹ز کال د مې په ۲۳مه رامنځته شو او په ۱۹۹۰ز کال د اکټوبر په ۳مه ختیځ المان ورسره یو ځای شو، چې د سړې جګړې په اوږدو کې د المان لوېدیځ برخه او د لوېدیځ برلین اړونده سیمې د لوېدیځ بلاک برخې ګڼل کېدې. دغه راز لوېدیځ المان د یوې سیاسي ادارې په توګه په دویمې نړیوالې جګړې کې د متحدینو له لوري د المان تر نیواک وروسته رامنځته شو او د متحدینو (متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې) تر نیواک لاندې سیمو کې له یوولسو ایالتونو نه جوړ شو، چې هغه مهال نوې رامنځته شوې FRG کې د زارلاند ایالت شامل نه و ځکه هغه وخت کې رازلاند د فرانسې هېواد تر حاکمیت لاندې سیمه وه، خو وروسته د ۱۹۵۷ز کال کې د زارلاند قانون له مخې FRG ته ورکول شو. د FRG موقته پلازمینه د بن ښار و او د سړې جګړې اوږدو کې هېواد د بن جمهوریت په توګه نومول شوی و.[۱]

لکه څنګه چې د سړې جګړې له پیل سره اروپا د لوېدیځ او ختیځ بلاکونو ترمنځ ووېشل شوه. دغه راز المان هم په دوو هېوادونو او دوو ځانګړو سیمو زارلاند او برلین وېشل شوی و، چې په پیل کې لوېديځ المان په ټول المان د انحصاري واکمنۍ ادعا وکړه او له ۱۸۷۱ز کال نه تر ۱۹۴۵ز کال پورې یې د رایش المان د بیا منظم شوي ډیموکراتیک یوازینۍ تسلسل په توګه یې ځان ګاڼه، چې د لوېدیځ المان درې سویل لوېدیځ ایالتونه سره یو ځای شو او په ۱۹۵۲ز کال کې د باډن-ورټمبرګ ایالت رامنځته کړ همدارنګه زارلاند هم  په ۱۹۵۷ز کال کې له لوېدیځ المان سره یوځای شو. دغه راز  د لسو ایالتونو سربیره لوېدیځ برلین د یو غیر رسمي یوولسم ایالت په توګه ګڼل کېده. پداسې حال کې چې په قانوني توګه د لوېدیځ المان برخه نه وه ځکه چې برلین د متحدینو د کنټرول شورا (له څلورو قدرتونو نه جوړ شوي اتحاد) له خوا کنټرول کېده، خو لوېدیځ برلین په سیاسي توګه له لوېدیځ المان سره یوځای شو او په مستقیم یا غیر مستقیم ډول یې په فدرالي ادارو کې استازیتوب کاوه.[۲]

د هغه اغېزمن دریځ بنسټ چې نن ورځ المان ترې برخمن دې په ١٩٥٠ لسیزې کې د اقتصادی معجزې پر مهال کېښودل شو او دا هغه وخت و چې لوېدیځ المان د دویمې نړیوالې جګړې له سترې ورانۍ نه راوتلۍ و او د نړۍ په درېیم لوی اقتصاد بدل شو. دغه راز صدراعظم کونراډ اډیناویر چې تر ١٩٦٣ز کال پورې په دې دنده پاتې شو له ناټو سره یې د بې طرفۍ پر ځای د بشپړ همغږې لپاره کار وکړ او په پوځی اتحاد کې یې غړیتوب خوندی کړ. دغه راز اډیناویر د هغو تړونونو پلوی هم و چې په اوسني اروپایی ټولنې کې رامنځته شوی. همدارنګه په ۱۹۷۵ز کال کې کله چې د جي ۶ هېوادونو ټولنه جوړه شو په دې اړه هېڅ جدي بحث شتون نه درلود، چې ایا لویدیځ المان به د دې ټولنې غړی شي او که نه.

د ختیځ بلاک له ړنګېدو سره چې د برلین دیوال جوړول یې ستره نښه بلل کېږي د المان دواړو وېشل شوې برخې د بیا یوځای کېدو لپاره هڅه وکړ او په دې ډول ختیځ المان ۱۹۹۰ز کال کې د المان له فدرالي جمهوریت سره د یوځای کېدو لپاره مثبته رایه ورکړه، چې په دې توګه له جګړې وروسته د ختیځ المان پنځه ایالتونه له برلین سره یو ځای شول او خپل ځانګړی حیثیت یې پای ته ورساوه او د ۱۹۹۰ز کال د اکټوبر په ۳مه په رسمي ډول له فدرالي جمهوریت سره یو ځای شول، چې له دې سره د فدرالي جمهوریت د ټولو ایالتونو شمېر له لسو نه ۶۰ ته لوړ شو او د المان وېش هم پای ته ورسېد. دغه راز یو ځای شوی المان د هغه دولت مستقیم دوام دی چې پخوا په غیر رسمی توګه د لوېدیځ المان په نامه یاد شوی نه د یو نوی ایالت، ځکه چې د یو ځای کېدو دا لړۍ په اصل کې د الحاق یو رضاکارانه عمل ګڼل کېده، چې د المان فدرالي جمهوریت  د المان د ډیموکراټیک جمهوریت له نور شپږ ایالتونه سره د یو ځای کېدو له امله نور هم پراخ شو. دغه راز پراخ شوي فدرالي جمهوریت د لوېدیځ المان سیاسي کلتور خوندي کړ او په نړیوالو سازمانونو کې یې خپل موجوده غړیتوب ته دوام ورکړ او له لوېدیځ متحدینو لکه ملګرو ملتونو، ناټو، OECD او د اروپا اقتصادي ټولنې سره یې خپلې اړیکي خوندي وساته.

د ناټو غړیتوب [سمول]

د المان فدرالي جمهوریت د ۱۹۴۹ز کال د مې په ۲۳مه د بن او پاریس کنوانسیونونو له مخې رامنځ ته شو، چې د ۱۹۵۵ز کال د مې په ۵مه  د یو خپلواک دولت په توګه په ټول هېواد باندې بشپړ واک ترلاسه کړ که څه هم بشپړ واک په ۱۹۹۰ز کال کې د دوه جمع څلور تړون پورې نه و ترلاسه شوی. دغه راز پخواني لوېدیځ اشغالګر ځواکونه وروسته د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) د یوې برخې په توګه په دې هېواد کې پاتې شو، چې لوېدیځ المان د ۱۹۵۵ز کال د مې په ۹مه له یاد تړون سره یو ځای شو.[۳]

لویدیځ المان هغه مهال د سړې جګړې په مرکز بدل شو کله چې له ختیځ المان سره یوځای شو او د وارسا تړون غړی شو او له دې سره پخوانۍ پلازمینه برلین په څلورو برخو وویشل شوه، چې لوېدیځ متحدین د لویدیځ برلین په جوړولو سره یوځای شول، پداسې حال کې چې شوروي ختیځ برلین تر خپل نیواک لاندې راوست، چې لوېدیځ برلین په بشپړ ډول د ختیځ المان له خوا محاصره شوی و او په ۱۹۴۸-۱۹۴۹ز کلونو ترمنځ د شوروي له کلابندۍ سره مخ شو.

د ۱۹۵۰ز کال په جون میاشت کې د کوریا جګړې پیل د امریکا متحده ایالات دې ته اړ کړ چې له لوېدیځ المان نه د بیا ځلي مسلح کېدو غوښتنه وکړي ترڅو د شوروي ګواښ په وړاندې د لوېدیځې اروپا په دفاع کې مرسته وکړي. دغه راز د اروپا د ډبرو سکرو او فولادو په ټولنه کې د المان شریکانو د اروپا د دفاعي ټولنې (EDC) د جوړولو وړاندیز وکړ چې یاده ټولنه به د متحد پوځ، سمندري او د غړو هېوادونو هوایي ځواک سره د وسله والو ځواکونو نه جوړ شي، چې د لوېدیځ المان پوځ به د EDC بشپړ کنټرول لاندې وي، خو د EDC نور غړي هېوادونه (بلجیم، فرانسه، ایټالیا، لوګزامبورګ او هالنډ) به په خپلو وسله والو ځواکونو د خپلواک کنټرول په درلودلو سره EDC کې همکاري وکړي.

که څه هم د EDC تړون د ۱۹۵۲ز کال مې میاشت کې لاسلیک شو، خو دا هېڅ کله پلي نه شوه او د فرانسوي ګولیسټانو(په فرانسه کې د سیاسي دریځ درلودونکي خلک) دا تړون له دې امله رد کړ چې ملي حاکمیت یې تهدیدوي او دا تړون هغه مهال له منځه لاړه کله چې د ۱۹۵۴ز کال د اګسټ میاشت کې د فرانسې ملي شورا د دې تړون له تصویب کولو نه انکار وکړ، نو ځکه د لویدیځ المان د بیا ځلي مسلح کولو لپاره باید نور وسیلې وموندل شوې واې چې په ځواب کې یې د لندن او پاریس په کنفرانسونو کې د بروکسل تړون په دې ډول اصلاح شو چې په ترڅ کې یې لوېدیځ المان په کې شامل او د لوېدیځې اروپاي ټولنې (WEU) د رامنځته کېدو لامل شوه او په دې ډول لوېدیځ المان ته اجازه ورکړل شوه چې بیا ځلي مسلح شي (هغه نظر چې د ډېری المانانو له خوا رد شوی و) او د خپل پوځ چې د بوندسوهرپه نوم یادېده  بشپړ کنټرول ولري. په هر حال د WEU د غړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو اندازه د WEU له خوا تعینېدله. دغه راز د المان اساسي قانون هم  د المان او د هغه  متحدینو په وړاندې د بهرني برید پرته د هر ډول پوځي اقدام منع کړ چې له دې سره المانانو کولی شو په صادقانه ډول له پوځي خدمت نه انکار وکړي او پرځای یې د ملکي موخو لپاره خدمت وکړي.[۴]

دغه راز متحدینو په لویدیځ المان کې د ناټو د دفاع لپاره خپل ځواکونه ځای پر ځای کړه ، چې یاد متحد ځواکونه د ۵۵،۰۰۰ فرانسوي سرتېرو پرته د ناټو د ګډې دفاعي قوماندې لاندې وو. (فرانسه په ۱۹۶۶ز کال کې د ناټو د ډله اېز پوځي قوماندې جوړښت نه ووتله) .

د برانډټ[سمول]

د برانډټ تر ادارې لاندې لوېدیځ المان د نورو صنعتي هېوادونو په پرتله د انفلاسیون ټیټه کچه درلوده، په داسې حال کې چې د خلکو د ژوند معیارونه د مارک (د المان هېواد پخوانۍ پولي واحد) د بیا ارزښت موندنې سره لوړ شو، چې د خلکو د ژوند معیار لوړېدل د کارمندانو په ریښتیني عاید کې د یو متشبث کار د عاید په پرتله د ګړندۍ زیاتوالی له خوا مشخص شوی و او په دې ډول د ۱۹۶۹ او ۱۹۷۳ز کلونو ترمنځ په ټولو ملي عایداتو کې د کارمندانو د عاید تناسب له ۶۵سلنې نه ۷۰سلنې ته لوړ شوی په داسې حال کې چې په همدې موده کې د یو متشبث کار د کار او متشبثي شتمنیو د عاید نسبت له ۳۵ سلنې نه ۳۰سلنې ته راټیټ شوی و. همدارنګه د ۱۹۶۹ او ۱۹۷۳ز کلونو ترمنځ د هغو لوېدیځ المانانو سلنه چې په بې وزلۍ کې یې ژوند کاوو (د بېلابیلو تعریفونو له مخې) کم شو، چې د یوې اټکل له مخې له ۹.۷ سلنې نه ۸.۹ سلنې ته راټیټ شو او د یوې بل اټکل له مخې له ۲۰.۲ سلنې نه ۱۴.۰ ته راټیټ دغه راز د یو بل اټکل له مخې، په دې موده کې د لوېدیځ المانینو سلنه چې په بې وزلۍ کې ژوند کاوو له ۲.۷ سلنې نه ۱.۴ سلنې ته راښکته شوی وه.[۵][۶][۷][۸][۹]

سرچينې[سمول]

  1. The Bonn Republic — West German democracy, 1945–1990, Anthony James Nicholls, Longman, 1997
  2. "Germany". Encyclopædia Britannica (Online). 
  3. Kaplan, Lawrence S. (1961). "NATO and Adenauer's Germany: Uneasy Partnership". International Organization. 15 (4): 618–629. doi:10.1017/S0020818300010663. S2CID 155025137. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. John A. Reed Jr, Germany and NATO (National Defense University, 1987) Online Archived 2021-03-08 at the Wayback Machine..
  5. Prittie, Terence (1974). Willy Brandt: Portrait of a Statesman
  6. Flora, Peter (1 January 1986). Growth to Limits: The Western European Welfare States Since World War II. Walter de Gruyter. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11011131-6 – په وسيله Google Books. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Schmidt, Helmut (1982). Wolfram F. Hanrieder (ed.). Perspectives on Politics.
  8. Blanke, B.; Smith, R. (18 August 1999). Cities in Transition: New Challenges, New Responsibilities. Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780333982273 – په وسيله Google Books. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Germany – Chartbook of Economic Inequality". Chartbookofeconomicinequality.com. خونديځ د اصلي څخه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۹. لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)