لوی غیر ناټو متحد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لوی غیر ناټو متحد (MNNA) د متحده ایالاتو د حکومت له خوا هغو نږدې متحدینو ته ورکړل شوی نوم دی چې د متحده ایالاتو له وسله والو ځواکونو سره سټراټیژیکې کاري اړیکې لري، خو د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) غړي نه دي. په داسې حال کې چې دا دریځ په اتوماتيک ډول له متحده ایالاتو سره دوه اړخیز دفاعي تړون ته اړتیا نه لري. دغه راز دا دریځ بېلابیل نظامي او مالي ګټې لري چې په بل ډول د غیر ناټو هېوادونو له خوا د لاس ته راوړلو وړ نه دي، چې اوس مهال ۱۹ هېوادونه د لوی غیر ناټو متحدین په توګه پېژندل شوی.

تاریخ[سمول]

د MNNA حیثیت په لومړي ځل ۱۹۸۷ز کال کې رامنځته شو، چې لومړني MNNA اسټرالیا، مصر، اسراییل، جاپان او سویلي کوریا وو. په ۱۹۹۶ز کال کې د غیر ناټو متحدینو هغه وخت زیاته پوځی او مالی مرسته تر لاسه کړه کله چې د ۲۳۲۱ک برخه د امریکا د متحده ایالاتو د قانون ( چې د بهرنیو مرستو د ۱۹۶۱ ز کال د قانون د ۵۱۷ برخې په توګه هم پیژندل کیږی )په توګه اضافه شوه او په دې توګه لوی غیر ناټو متحدینو د وسلو د صادراتو د کنټرول قانون نه معافیت تر لاسه کړ لکه څنګه چې د ناټو سازمان غړي له دغه معافیت نه برخمن دي. دغه راز دې ولسمشر ته دا اجازه هم ورکړه چې د کانګرس له خبرتیا نه دېرش ورځې وروسته یو هیواد د MNNA په توګه وټاکي. د دې قانون له تصویب وروسته پنځه هېوادونه د لوی غیر ناټو متحدینو په توګه وټاکه او اردن او نیوزیلینډ یې هم په لیست کې شامل کړل.[۱][۲][۳]

ارجنټاین[سمول]

په ۱۹۹۸ز کال کې ولسمشر بیل کلینټن ارجنټاین هېواد ته « د سولې او امنیت برخه کې د مرستې لپاره » د متحد په توګه ونوماو، ځکه خلیج جګړه کې یې ګډون کړی و( د جنوبی امریکا یوازینی هېواد دی چې دې جګړه کې یې برخه اخیستې وه ) او د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ماموریتونو نه یې دوامدار ملاتړ کاو.[۴][۵]

برازیل[سمول]

په ۲۰۱۹ز کال کې ډونالډ ټرمپ د برازیل له ولسمشر جیر بولسونارو سره د کاري لیدنې وروسته برازیل د غیر ناټو لوی متحد په توګه وټاکه.[۶][۷]

کولمبیا[سمول]

د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې جو بایډن کولمبیا د لوی غیر ناټو متحد په توګه اعلان کړ. دغه راز بایډن وویل: «ما له ډیرې مودې راهیسې ویلي چې کولمبیا د یو سوکاله، خوندي او ډیموکراټیکې نیمه کرې د جوړولو لپاره هڅې کړې دی او نن زه په ویاړ سره کولمبیا د غیر ناټو متحد په توګه اعلانوم».[۸]

تونس[سمول]

د ۲۰۱۵ز کال په مې میاشت کې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په سپینه ماڼۍ کې د خپل تونسي سیال بیجي قاید السبسي سره د کوربه توب په وخت کې  تونس د غیر ناټو متحد په توګه اعلان کړ.

پاکستان[سمول]

د غیر ناټو د لویو متحدینو په توګه د ځینو هېوادونو نومول له جنجال پرته نه وو. په ۲۰۱۷ز کال کې د متحده ایالاتو استازو ټیډ پو او ریک نولان د پاکستان د ترهګرۍ ضد ناکافي هڅو، اسامه بن لادن ته د پناه ورکولو او له طالبانو نه د دوی ملاتړ ته په کتو د غیر ناټو د متحد په توګه د پاکستان د دریځ د لغوه کولو لپاره یوه لایحه وړاندې کړ، خو دې لایحې ته رایه ورنه کړل شوه. دغه راز په ۲۰۱۷ز کال کې د امریکا لوی درستیز، جنرال جوزف ډانفورډ د پاکستان استخباراتي اداره (ISI) له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په درلودلو تورنه کړه. همدارنګه رویټرز راپور ورکړی چې «د ټرمپ د ادارې احتمالي غبرګونونه چې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پراخول دي کېدای شي د د پاکستان حیثیت د غیر ناټو  متحد په توګه کم کړي».[۹][۱۰][۱۱]

قطر[سمول]

د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ په ۳۱مه ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې قطر به د ۲۰۲۱ز کال اګسټ میاشت کې له افغانستان نه د متحده ایالاتو د وتلو پر مهال د دغه هېواد د مرستو په حواله د غیر ناټو یو لوی متحد شي.[۱۲]

تایوان[سمول]

کله چې کانګرس د ۲۰۰۳ مالي کال لپاره د ۲۰۰۲ز کال د سپټمبر په ۳۰مه د بهرنیو اړیکو د اجازې قانون تصویب کاو نو اړتیا وه، چې له تایوان سره داسې چلند وکړي لکه څنګه چې د غیر ناټو متحد په توګه ټاکل شوی وي. دغه راز د ولسمشر د بهرنیو اړیکو په واکونو کې د کانګرس د مداخلې په اړه د ځینو شکونو سره سره، د ۲۰۰۳ ز کال د اګسټ په ۲۹مه د بوش ادارې کانګرس ته یو لیک واستاوه چې تایوان د غیر ناټو د یوه لوی متحد په توګه وپېژني.[۱۳]

سویل ختیځ اسیا[سمول]

په ورته وخت کې د سویل ختیځ اسیاي هېوادونو ټولنې (ASEAN) غړو لکه  ټایلینډ او فیلیپین ته بلنه واستول شوه، چې دواړو ومنله. دغه راز د راپورونو له مخې سنګاپور ته هم د ورته ترتیباتو وړاندیز شوی و، خو دا وړاندیز یې رد کړ.[۱۴][۱۵]

نيوزيلینډ[سمول]

د متحده ایالاتو او نیوزیلینډ ترمنځ سټراټیژیکې او نظامي همکارۍ  په ۱۹۸۴ز کال کې د اټومي ځواک لرونکي کښتیو د رسېدو له امله د ANZUS اتحاد له ړنګېدو وروسته زیانمنې شوې. په ۱۹۹۷ز کال کې د MNNA په توګه د نیوزیلینډ نومول د دواړو ترمنځ د اړیکو تودوخې نښه وه. د ۲۰۱۲ کال په جون میاشت کې نیوزیلینډ له ناټو سره د اړیکو د لا ټینګښت او پیاوړتیا په موخه د همکاریو تړون لاسلیک کړ.

احتمالي لوی غیر ناټو متحدین[سمول]

اوکراین، ګرجستان او مالدووا[سمول]

په ۲۰۱۴ز کال کې له روسیې سره د کریمیا له الحاق وروسته د متحده ایالاتو په کانګرس کې یو لایحه وړاندې شوه چې ګرجستان، مالدووا او اوکراین ته د غیر ناټو متحد حیثیت ورکړي، چې په دې توګه د اوکراین د لوی غیر ناټو متحد په توګه د امریکا د استازو په مجلس کې د ۲۰۱۹ز کال مې میاشت کې یوه لایحه وړاندې شوه. تر ۲۰۲۲ کال پورې، دا بدلونونه په اروپا کې د امریکا د امنیت او همکارۍ د کمیسیون له ملاتړ سره سره، چې د هیلسینکي کمیسیون په نوم هم یادیږي په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته نه دي رامنځته شوي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سعودي عربستان او نور عربي هېوادونه[سمول]

په ۲۰۱۵ز کال کې د کمپ ډیویډ د غونډې په لړ کې د فارس خلیج د همکارۍ شورا له هېوادونه سره د اوباما ادارې د لوی غیر ناټو متحدینو په توګه د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو (UAE)، عمان او قطر د نومولو لپاره غور وکړ، چې قطر له هغه وخت راهیسې د غیر ناټو متحد په توګه نومول شوی.[۲۰]

فنلنډ او سویډن[سمول]

د فنلنډي ورځپاڼو په وینا، د ۲۰۲۲ ز کال د مارچ په لومړیو کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته  فنلنډ او سویډن د لوی غیرناټو متحد دریځ لپاره غوښتنه کړي، چې له هغه وخت راهیسې دواړو هېوادونو په ناټو کې د غړیتوب لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

لوی شریکان[سمول]

اسراییل د سټراټیژیک ملګري په توګه[سمول]

د ۲۰۱۴ز کال په ډسمبر کې د متحده ایالاتو کانګرس د ۲۰۱۳ز کال د متحده ایالاتو او اسرائیلو سټراټیژیکو همکاریو قانون تصویب کړ، چې د دې له مخې اسراییل د لوی غیر ناټو متحدینو په طبقه بندي کې یو ګام پورته وګڼل شو او د دفاعي او انرژۍ زیربنا لپاره یې اضافي ملاتړ رامنځته کاو او د سوداګرۍ او اکاډمیک له لارې همکاري پیاوړې کړي. همدارنګه دغه لایحې له متحده ایالاتو نه هم وغوښتل چې په اسراییلو کې خپلې جنګي زیرمې ۱.۸ میلیارد ډالرو ته لوړې کړي، خو دا لایحې ته رایه ورنه کړل شوه او له همدې امله تصویب نه شوه او قانون نه شو.[۲۸][۲۹][۳۰]

هند د لوی دفاعي شریک په توګه[سمول]

په ۲۰۱۶ز کال کې متحده ایالاتو هند د « لوی دفاعي شریک» په توګه په رسمیت وپیژاند، چې دا یوه میاشت وروسته له هغه وشوه چې د متحده ایالاتو د استازو مجلس د هند د دفاعي ټیکنالوژۍ او شراکت قانون تصویب کړ. دغه راز دې کار هند ته اجازه ورکړه چې نور هغه پرمختللي او حساسه ټیکنالوژي واخلي چې د متحده ایالاتو له نږدې متحدینو او شریکانو سره برابر وي. همدارنګه متحده ايالات څلور « بنسټیز تړونونه » لري چې له هند سره یې لاسلیک کوي.[۳۱][۳۲]

پخواني لوی غیر ناټو متحدین[سمول]

افغانستان (۲۰۱۲ز کال-۲۰۲۲ز کال)[سمول]

  • افغانستان په ۲۰۱۲ز کال کې د اوباما د ادارې له خوا د لوی غیر ناټو متحد په توګه وټاکل شو او په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هم همداسې پاتې شو، خو د ۲۰۲۲ ز کال جولای میاشت کې د بایډن ادارې په رسمي ډول کانګرس ته د افغانستان ټاکل شوی حیثیت د لوی غیر ناټو متحد په توګه لغوه اعلان کړ.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. "U.S. Is Granting Israel Non-NATO Ally Status : Move Should Bring Strategic and Economic Gains, Shamir Says; Egypt Gets Same Rating". Los Angeles Times (په انګلیسي ژبه کي). 1987-02-16. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Title 10, section 2350a of US Code Archived 2012-07-21 at the Wayback Machine.
  3. کينډۍ:Usc
  4. (په 29 April 2016 باندې). Argentina, gran aliado extra-OTAN. Perfil.
  5. (په 10 October 1997 باندې). Polémica por la designación como aliado extra-OTAN. Clarín.
  6. "Major Non-NATO Ally Status". United States Department of State (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Trump bumps up Brazil to 'major non-NATO' ally". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Samuels, Brett. "Biden designates Colombia as major non-NATO ally". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "CONGRESSMEN POE AND NOLAN INTRODUCE BILL REVOKING PAKISTAN'S MNNA STATUS". د لاسرسي‌نېټه July 31, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  10. "General Dunford: Pakistan intelligence has links to 'terrorists'". Al-Jazeera. October 4, 2017.
  11. "Mattis says will try to work with Pakistan 'one more time'". Reuters. October 3, 2017.
  12. (په 31 January 2022 باندې). Biden Designates Qatar as a Major Non-NATO Ally. The New York Times.
  13. Kan, Shirley (December 2009). Taiwan: Major U.S. Arms Sales Since 1990. DIANE Publishing. د کتاب پاڼې 52. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4379-2041-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Huxley, Tim (30 July 2012). "Singapore and the US: not quite allies". The Strategist. Australian Strategic Policy Institute. مؤرشف من الأصل في ۰۲ اگسټ ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Graham, Euan (10 December 2015). "The US-Singapore enhanced defence agreement: A third upgrade for bilateral collaboration". The Interpreter. The Lowy Institute. مؤرشف من الأصل في ۲۶ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Bazhenova, Olga (April 2021). "The Major non-NATO Ally Status: Characteristics, Chronology, Geographical Distribution". International Organisations Research Journal (په انګلیسي ژبه کي). 16 (1): 162–171. doi:10.17323/1996-7845-2021-01-08. S2CID 236278254 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. کينډۍ:USBill - Ukraine Freedom Support Act of 2014
  18. "Ukraine might be designated as major non-NATO US ally". Kyiv Post. 2019-06-01. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Mackinnon, Amy. "U.S. Commission Urges Biden to Designate Ukraine, Georgia as Major Non-NATO Allies". Foreign Policy (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په May 14, 2015 باندې). U.S. may raise Arab states to 'major' ally status. Politico
  21. "US Senate okays non-Nato ally status for India". د لاسرسي‌نېټه August 29, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Iwanek, Krzysztof (2019-08-01). "No, India Isn't a 'Major Non-NATO Ally' of the United States". The Diplomat. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Buchert, Peter. "Finland och Sverige driver närmare Nato – utan att bekräfta slutmålet". www.hbl.fi (په سونسکا ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Finland and Sweden seek US defense guarantees in 'Northern Fortress' alliance to deter Russian ambitions in the Nordic region". Remix News (په انګلیسي ژبه کي). 2022-03-08. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "IL:n tiedot: Suomi ja Ruotsi hakevat yhdessä Major non-NATO ally -statuksen kaltaista yhteistyötä Yhdysvaltain kanssa". www.iltalehti.fi (په فيني ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Sweden, Finland submit applications to join NATO". POLITICO (په انګلیسي ژبه کي). 2022-05-18. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Finland and Sweden officially apply to join NATO despite Russia's warnings". www.cbsnews.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "US Congress passes Israel strategic partnership bill". The Times of Israel. د لاسرسي‌نېټه May 20, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Congress enshrines Israel in a new class of ally". The Jerusalem Post - JPost.com. د لاسرسي‌نېټه May 20, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "US Congress passes Israel strategic partnership bill". د لاسرسي‌نېټه May 20, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. . US recognizes India as 'major defense partner' - The Economic Times. The Economic Times.
  32. "U.S.A. GRANTS INDIA NON-NATO ALLY STATUS". IAS gateway (په انګلیسي ژبه کي). 2019-07-03. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په July 7, 2012 باندې). Hillary Clinton says Afghanistan 'major non-Nato ally'.
  34. Afghanistan's Independence Day Press by Hillary Rodham Clinton Secretary of United States. August 17, 2012
  35. "Biden to rescind Afghanistan's designation as major non-NATO ally". The Hill. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Letter to the Speaker of the House and President of the Senate providing notice of the President's intent to rescind the designation of Afghanistan as a Major Non-NATO Ally". White House. BRIEFING ROOM. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)