Jump to content

لوی التوسر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لوی پیري التوسر (16 اکتوبر 1918 – 22  اکتوبر 1990) يو فرانسوی مارکسست فيلسوف و، چا چې د پاريس په «École normale supérieure» کې زده کړې کړې  وې، چېرته چې بالاخره د فلسفې پروفيسر شو.[۱]

التوسر د اوږدې مودې لپاره د فرانسوي کمونست ګوند (Parti communiste français, PCF) غړی او کله کله منتقد و. د هغه دلايل او لیکنې د هغو خطرونو په خلاف وې چې هغه د مارکسيزم په فکري بنسټونو د بريد پر مهال لیدل و. په دې کې په مارکسيستي تيورۍ د  تجربوي اغېزو او بشرپالو اصلاح پالو سوسيال رجحاناتو دواړو نيوکې شاملې وې، کومې چې په اروپايي کمونستي ګوندونو کې د وېش تر څنګ په شخصيت پالنه او ايډيالوژۍ کې څرګندې شوې. التوسر ته عموماً د رغښتي مارکسست په نظر کتل کېږي، په داسې حال کې چې د فرانسې د رغښتوالي د نورو فکري مکتبونو سره د هغه اړيکه يوازې ساده تړاو نه و، او هغه د رغښتوالي په ډېرو نورو اړخونو هم نيوکه  درلوده. نوموړي وروسته خپل ځان د يو ټولنيز انارشيست په توګه تشریح کړ.[۲]

التوسر په ژوند کې له سختو رواني ناروغيو سره مخ شوی و. په 1980ز کال کې، هغه د خپلې مېرمنې سوسيالې «Hélène Rytmann» مرۍ خفه او ووژله. نوموړی د ليونتوب له امله د محاکمې لپاره وړ ونه بلل شو، او د درې کلونو لپاره د رواني ناروغيو په يو روغتون کې بندي شو. نوموړي له دې وروسته ډېر کم تعلیمي کار وکړ او په 1990ز کال کې مړ شو.

ژوند ليک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه: 1918-1948[سمول]

التوسر په فرانسوي الجزاير کې د الجزاير له پلازمېنې سره نږدې د «برميندريس» په ښارګوټي کې زېږېدلی و، کورنۍ يې د فرانسې د «الساس» د سيمې اوسېدونکې ښکته بورژوايي «پايډ-ناير» وه. پلار يې «چارلس جوزف التوسر» د فرانسې په پوځ کې دويم بريدمن او د بانک يو مدير و، مور يې «لوسين مارت برجر» يوه دينداره رومن کاتوليکه وه چې د ښوونځي د ښوونکې په توګه يې کار کړی و. د هغه د خپلو يادښتونو پر بنسټ، په الجزاير کې د هغه ماشومتوب ډېر نېکمرغه و؛ تاريخ پوه «مارټن جي» ويلي چې التوسر له البرټ کاموس او جيک ډيريډا سره يوځای، "په شمالي افريقا کې د فرانسې د کلتوري نيواک توليد وو". په 1930ز کال کې، د هغه کورنۍ د فرانسې «مارسيل» ښار ته ولاړه او پلار يې په دې ښار کې د «Compagnie Algérienne» (د الجزاير د بانکوالۍ شرکت) د څانګې رئیس و. التوسر خپل پاتې ماشومتوب هلته تېر کړ، په «Lycée Saint-Charles» ليسه کې يې ښې زده کړې وکړې او له scout group سره يوځای شو. په 1936ز کال کې دوی هغه مهال بيا کډوال شول، کله چې التوسر په «ليون» کې د «Lycée du Parc» د زده کونکي په توګه ځای پر ځای شو. وروسته نوموړی په پاريس کې د لوړو زده کړو د عالي ادارې (grande école) « École Normale Supérieure» (ENS) له خوا ومنل شو. په «Lycée du Parc» کې، التوسر له کاتوليکو پروفيسرانو څخه متاثر شو، د «Jeunesse Étudiante Chrétienne» په نوم د ځوانو کاتولیکانو له خوځښت سره یوځای شو، او غوښتل يې چې ټراپسټ (د مسيحیانو يوه خاصه فرقه ده) شي. له کاتوليک سره د هغه لېوالتيا له کمونستي نظريې سره يوځای وه، او يو شمېر منتقدين دليل وايي چې له کاتولیک سره د هغه ابتدايي متعارف کېدل په هغه طريقه اغېز درلود په کومه چې هغه کارل مارکس تشریح کړی و.[۳][۴][۵][۶][۳][۷]

په «Lycée du Parc» کې د «Jean Guitton» تر څارنې لاندې د دوه کلونو تر چمتوالي (Khâgne) وروسته، التوسر د 1939ز کال په جولای مياشت کې په ENS کې داخل کړای شو. خو د هغه ګډون د څو کلونو لپاره وځنډېدو، ځکه چې نوموړی د همدې کال د ستمبر په مياشت کې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د فرانسې په پوځ کې وګومارل شو، او د ډېرو فرانسوي سرتېرو په څېر، د فرانسې له سقوط وروسته د المانيانو له خوا نيول شوی و. د 1940ز کال د جون په مياشت کې په «وان» کې ونيول شو، نوموړی د شمالي المان په «Schleswig-Holstein» کې د جګړې په يو پنډغالي کې د جګړې د پاتې پنځو کلونو لپاره وساتل شو. په پنډغالي کې، نوموړی لومړی د سخت کار لپاره ګومارل شوی و، خو له ناروغۍ وروسته بېرته په روغتون کې په کار وګومارل شو. دويمې دندې له هغه سره مرسته وکړه چې فلسفه او ادب ولولي. په خپلو يادښتونو کې، التوسر په پنډغالي کې د سرتيري، سياسي عمل او ټولنې تجربې د هغې شيبې په توګه تشريح کړي دي، چېرته چې نوموړی په لومړي ځل د کمونزم په نظريه وپوهېدو. التوسر يادونه کړې: "ما په لومړي ځل د زندان په پنډغالي کې د سفر پر مهال د پاريس له يو وکيل څخه په خبرو کې د مارکسيزم په اړه واورېدل – او دلته زه په حقيقت کې له يو کمونست سره مخ شوی وم". په دې پنډالي کې د هغه تجربې په ژوند کې د هغه په ذهني بې ثباتۍ هم اغېز پرېښود، چې د هغه په دوامدارې ناراحتۍ کې راڅرګند شو، او د ژند تر پايه ورسره و. روانپوه «Élisabeth Roudinesco» ويلي چې د التوسر د فلسفي فکر لپاره د بې ګټې جګړې تجربه اړينه وه.[۸][۸][۹]

التوسر په 1945ز کال کې په ENS کې زده کړې بېرته پيل کړې، تر څو د agrégation ازموينې لپاره ځان چمتو کړي، کومه ازموينه چې په ثانوي ښوونځي کې د فلسفې د تدريس لپاره اړينه وه. په 1946ز کال کې، التوسر له ټولنپالې «Hélène Rytmann» سره وليدل، څوک چې يوه پخوانۍ يهودۍ او د فرانسې د مقاومت پخوانۍ غړې وه، له چا سره چې نوموړی تر هغه وخته په اړیکه کې پاتې شو، تر څو نوموړي په 1980ز کال کې د مرۍ په خفه کولو سره ووژله. په همدې کال کې نوموړي د «G. W. F. Hegel» له يو ژباړن «جيکس مارټن» او «هرمن هيس» سره د ملګرتيا نږدې اړيکې پيل کړې. مارټين وروسته ځانوژنه وکړه، چاته چې التوسر خپل لومړی کتاب ډالۍ کړی و. د جين کيويلس، جارج کينګويلهم او هيګل د کتابونو په لوستلو کې د التوسر په لېوالتيا «مارټن» ژور اغېز درلود. سره له دې چې التوسر کاتوليک پاتې شو، نوموړي له چپ اړخو ډلو سره ډېر تړاو درلود، د "مزدور پادريانو" له خوځښت سره يوځای شو، مسيحي او مارکسي فکر يې خپل کړ. شونې ده چې د همدې امتزاج له امله نوموړي الماني ايډياليزم او هيګلي فکر خپل کړی وي، څه ډول چې د «مارټن» اغېز او په فرانسه کې د 1930 او 1940ز لسيزو کې د «هيګل» په اړه نوې لېوالتيا پيدا شوې وه. په همغږۍ سره، د « diplôme d'études supèrieures» تر لاسه کولو لپاره د التوسر د ماسترۍ رساله "د G. W. F. Hegel د فکر د محتوا په اړه" ("Du contenu dans la pensée de G. W. F. Hegel", 1947) په موضوع وه. د «The Phenomenology of Spirit» (د روح ښکارنده پېژندنه) پر بنسټ، او د «Gaston Bachelard» تر څارنې لاندې، التوسر په دې اړه يوه مقاله وليکله چې د مارکس فلسفې څه ډول د هيګلي د بادار-غلام له جدلياتي څخه له وتلو انکار وکړ. د څېړونکي «ګريګوري ايليټ» په وينا، هغه مهال التوسر يو هيګلي و، خو يوازې د يوې لنډې مودې لپاره.[۳][۱۰][۳][۳][۱۱][۵][۱۲][۱۳]

علمي ژوند او له کمونست ګوند سره تړاو: 1948-1959[سمول]

په 1948ز کال کې، نوموړی په ثانوي ښوونځيو کې  تدريس لپاره تاييد شو، خو د هغې پر ځای په ENS کې د ښوونکي په توګه وګومارل شو، تر څو له زده کونکو سره د هغوی د agrégation ازموينې لپاره د چمتوالي په برخه کې مرسته وکړي. په ازموينه کې د هغه فعاليت – نوموړي ته د لیکلو په برخه کې تر ټولو غوره درجه او په شفاهي نمونه کې دویمه درجه ورکړل شوه – د نوموړي په مسلک کې دا بدلون تضمين کړ. نوموړي په ځانګړو موضوعاتو او د فلسفې د تاريخ څخه د خاصو څېرو په اړوند د خصوصي تعلیمي دورو او تعليمي ټولګيو وړاندې کولو مسئوليت درلود. په 1954ز کال کې، نوموړی « secrétaire de l'école litteraire» (د ادب د ښوونځي سکرتر) وټاکل شو، او د ښوونځي د مديريت او رياست مسئوليتونه يې په غاړه واخيستل. له دې امله چې نوموړي د مشهورو فرانسوي فيلسوفانو لکه « Gilles Deleuze» او «Jacques Lacan» سره يو ځای ګڼې درسي دورې او کنفرانسونه تر سره کړي و، التوسر په ENS کې یو ژور اغېز لرونکی شخص و. نوموړي همدا راز د فرانسوي فيلسوفانو په يو نسل او په عموم کې په فرانسوي فلسفه اغېز پرېښود – Derrida, Pierre Bourdieu, Michel Foucault او Michel Serres د هغه د محصلینو له ډلې څخه و. په ټولیز ډول، التوسر په ENS کې پنځه دېرش کاله تېر کړل، او د 1980ز کال د نومبر تر مياشتې يې دلته کار وکړ.[۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite EPD
  2. "The Crisis of Marxism: An interview with Louis Althusser". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ ۳٫۵ Lewis 2014.
  4. Jay 1984، م. 391.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Stolze 2013، م. 7.
  6. Roudinesco 2008، م. 110.
  7. Jay 1984، م. 391, note 18.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Roudinesco 2008، م. 106.
  9. Ferretter 2006، مم. 2–3.
  10. Elliott 2006، م. 335.
  11. Balibar 2005b، م. 267.
  12. Biard 1995، م. 139.
  13. Biard 1995، م. 140.
  14. Schrift 2006، م. 86.
  15. Stolze 2013، م. 8.