لویي آګاسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جان لویي رودولف آګاسي (په انګلیسي: Jean Louis Rodolphe Agassiz؛ پیدایښت: ۲۸-مې-۱۸۰۷، مړینه: ۱۴-ډسمبر-۱۸۷۳) سویسي‌الاصل امریکایي بیولوجي‌پوه او جیولوجي‌پوه ؤ چې د ځمکې د طبیعي تاریخ عالم په توګه پېژندل کېږي.

آګاسي د ژوند لومړي کلونه په سویس کې تېر کړل، ډوکتورا یې په ارلانګن او طبي سند یې په مونیخ کې ترلاسه کړ. په پاریس کې یې له جورج کوویه او الکساندر فون هومبولت څخه زده‌کړې وکړې او وروسته په نوشاتل پوهنتون کې د طبیعي تاریخ استاد په توګه وګومارل شو. هغه په ۱۸۴۷ز کال کې، له هاروارد پوهنتون څخه له لیدنې وروسته، متحده ایالاتو ته کډه وکړه. څه موده وروسته په هاروارد پوهنتون کې د ژوپوهنې او جیولوجي استاد شو، د لاورنس علمي ښوونځي مشري یې په غاړه واخېسته او د تطبیقي ژوپوهنې موزیم بنسټ‌ډبره یې کېښوده.

آګاسي د مشاهدوي معلوماتو او ارقامو (ډېټا) د راغونډولو او تحلیل په برخه کې مشهور دی. هغه په ژوپوهنه، جیولوجي او اړوندو څانګو کې ستر علمي او بنسټیز فعالیتونه او خدمت کړی دی؛ په دې برخو کې یې څو څو ټوکه څېړنیز کتابونه لیکلي دي چې په زرهاوو پاڼې لري. په ځانګړې توګه، هغه د کب‌پوهنې په ډلبندي کې (چې په هغې کې د مېګالودون په څېر منقرض شوې نوعې هم ډلبندي شوې دي) او د کنګل پوهنې په شمول، د تاریخي جیولوجي په مطالعاتو کې د سترې ونډې‌اخېستنې په پار پېژندل کېږي.

د انسانانو، ژویو او نباتاتو د پولي‌جېنیزم (د اصل او نسب څووالی) په هکله، د هغه نظریې او تیوري‌ګانې په کلکه د علمي توکمپالنې پر بنسټ ولاړې دي؛ له همدې امله په کلکه تر نیوکو لاندې راغلې دي.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

لویي آګاسي د سویس په فریبورګ کانتون کې، په موتي (Môtier) کلي کې (اوس د هوت-وولي یوه سیمه ده چې په ۲۰۱۶ز کال کې مونت-وولي سره یوځای شوی) کې زېږېدلی ؤ. پلار یې کشیش «لویي رودولف» او مور یې «روز مایور» نومېدله.[۱][۲]

څرنګه چې اجداد یې له شپږ نسله راهیسې د پروتستانت مذهبي ډلې روحانیان تېر شوي وو، پلار یې هم روحاني مشر ؤ؛ مور یې د یوه طبیب او روښاندي لور وه، چې د زامنو په ښوونه او روزنه کې یې له خپل خاوند سره اوږه ورکوله. آګاسي په کور کې زده‌کړې پیل کړې ترڅو چې څلور کاله یې د «بین/بیل» ښار په منځني ښوونځي کې تېر کړل؛ په ۱۸۱۸ز کال کې ښوونځي کې شامل شو او په لوزان کې یې خپلې لومړنۍ زده‌کړې بشپړې کړې. آګاسي د څوریخ، هایدلبرګ او مونیخ په پوهنتونونو کې زده‌کړې وکړې. د مونیخ په پوهنتون کې یې د طبیعي تاریخ په برخه، په ځانګړې توګه په بوټپوهنه (بوتاني) کې لا زیاتې پوهه ترلاسه کړه. په ۱۸۲۹ز کال کې د فلسفې ډوکتورا سند یې په ارلانګن او په ۱۸۳۰ز کال کې یې په مونیخ کې د طب ډوکتورا سند ترلاسه کړ. پاریس ته له تګ وروسته، د الکساندر فون هومبولت تر نظر لاندې یې تعلیم وکړ، چې وروسته د هغه له مالي مرستو څخه برخمن شو. هومبولت او جورج کوویه هغه ته لومړی په جیولوجي او وروسته په ژوپوهنه کې دندې او مسوولیتونه وسپارل. لږه موده وروسته، کب‌پوهنه د آګاسي د کاري ژوند محراقي ټکی وګرځېد.[۳][۴][۵][۶]

لومړي کارونه[سمول]

۱۸۱۹ او ۱۸۲۰ز کلونو کې، آلماني بیولوجي‌پوهان «یوهان باپتیست فون سپیکس» او «کارل فریدریش فیلیپ فون مارتیوس» د هیات په توګه برازیل ته سفر وکړ. هغوی له ګڼ‌شمېر طبیعي توکو سره، چې یو یې هم د برازیل د خوږو اوبو کبانو (په تېره بیا د آمازون د سیند کبان) یوه مهمه ټولګه وه، هېواد ته ستانه شول. سپیکس (چې په ډېر احتمال سره د حاره سیمو ناروغیو له‌امله، په ۱۸۲۶ز کال کې مړ شو) د ډېر مودې لپاره ژوندی پاتې نه‌شو ترڅو د نوموړو کبانو تاریخ وڅېړي او مارتیوس د دغې پروژې لپاره آګاسي وټاکه.

آګاسي په خورا لېوالتیا خپل کار پیل کړ او په دې سره یې د پاتې ژوند کاري مسیر وټاکل شو. د برازیلي کب څېړنیز کارونه بشپړ او په ۱۸۲۹ز کال کې خپاره شول. وروسته یې د نوشاتل جهیل د کبانو تاریخ په هکله څېړنې ترسره کړې. خپل کاري پلانونه یې لا پراخ کړل او په ۱۸۳۰ز کال کې یې «د مرکزي اروپا د خوږو اوبو کبانو تاریخ» نشریه خپره کړه. سره له‌دې، په ۱۸۳۹ز کال کې د خپرنۍ لومړۍ برخه چاپ او په ۱۸۴۲ز کال کې بشپړه شوه.[۶]

د ۱۸۳۲ز کال په نومبر کې، آګاسي په شاوخوا ۴۰۰ امریکایي ډالرو معاش سره د نوشاتل په پوهنتون کې د طبیعي تاریخ استاد په توګه وګومارل شو؛ موقف یې ایجابوله ترڅو په وزګارۍ کې لا زیاته خصوصي مطالعه ولري، نو له‌دې امله یې په پاریس کې ډېر لوړ کاري وړاندیزونه رد کړل. لومړی یې د شاوخوا سیمو په کاڼو کې د کبانو له فوسیلونو، د ګلاروس شاکاڼو (سلېټونو) او د مونت بولکا له آهکي ډبرو څخه پیل وکړ. هغه مهال، په دغه تړاو خورا لږ علمي مطالعات ترسره شوي وو. آګاسي د ۱۸۲۹ز کال په لومړیو کې د یوه اثر د خپرېدو هوډ وکړ. دغه اثر یې تر ډېره بریده، د نړیوال شهرت لامل وګرځېد. له ۱۸۳۳ څخه تر ۱۸۴۳ز کال پورې د هغه Recherches sur les poissons fossiles (د فوسیلي کب په هکله څېړنه) کتاب پنځه ټوکه خپاره شول. د کتاب انځورګري په خورا لوړ کیفیت سره د جوزف دینکل له‌خوا شوې وه. د دغه اثر د منځپانګې راغونډولو لپاره، آګاسي د اروپا له سترو موزیمونو لیدنه وکړه. په پاریس کې کوویه ډېر وهڅوه او په مالي مرستو یې ونازوه.[۷][۸][۶]

آګاسي په ۱۸۳۳ز کال کې د خپل ملګري الکساندر براون له خور «سیسیل براون» سره واده وکړ او له کورنۍ سره په نوشاتل کې استوګن شو. مېرمن یې د علمي انځورګري په برخه کې د خپلو وروڼو له‌خوا ډېره روزل شوې وه؛ نوموړې له آګاسي سره خورا زیاته مرسته وکړه او د «فوسیلي کبانو» او «د خوږو اوبو کبانو» د پلېټونو انځورونه یې ډېر ښایسته او ظریف وکښل.[۹]

آګاسي دې پایلې ته ورسېد چې د هغه پالیونتولوجیکي څېړنې او شننې د کب‌پوهنې یوې نوې ډلبندۍ ته اړتیا لري. د هغه له‌خوا ارزول شویو فوسیلونو په ندرت سره د کبانو د نرمو نسجونو نښې نښانې ښودلې؛ تر ډېره یې د غاښونو، فلسونو او وزرنو نسجونه وو او هډوکي په لږشمېر مواردو کې په بشپړه توګه ساتل شوي وو. نو له‌دې امله یې داسې یوه ډلبندي ترسره کړه چې کبان یې د فلسونو د ماهیت او نورو غشایي ضمایمو له‌مخې، پر څلورو ګروپونو ووېشل: ګانوییدونه، پلاکوییدونه، سایکلوییدونه او کتېنوییدونه. که څه هم د آګاسي ډلبندي د کبانو په ټکسونومي کې ډېره ګټوره تمامه شوه، خو اوس مهال ورڅخه کار نه‌اخېستل کېږي.[۶]

د ۱۸۴۲ او ۱۸۴۶ز کلونو ترمنځ موده کې، آګاسي خپل اثر «Nomenclator Zoologicus» خپور کړ؛ دغه اثر د ډلبندۍ یو لړلیک ؤ چې په هغه کې د ژوپوهنې اړوند جنسونو او ګروپونو د ټولو نومونو اخځلیکونه ذکر شوي وو.

په ۱۸۴۳ز کال کې، آګاسي د امریکا فیلسوفانو ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ.[۱۰][۱۱]

کورنۍ[سمول]

آګاسي له لومړۍ مېرمنې «سیسیل براون» څخه دوه لوڼې (آیدا او پاولین) او یو زوی (الکساندر) درلود. په ۱۸۶۳ز کال کې د آګاسي مشرې لور «آیدا» له هنري لي هیګینسون سره واده وکړ، چې وروسته یې د بوستون سېمفوني ارکستر تاسیس کړ او د هاروارد او نورو ښوونځیو ته یې تل خیر رسېده. د ۱۸۶۰ز کال د نومبر پر ۳۰مه نېټه د آګاسي بلې لور «پاولین» له کوینسي آدامز شاو (۱۸۲۵ تر ۱۹۰۸ز) سره واده وکړ. شاو د بوستون شتمن سوداګر ؤ او د بوستون د ښکو هنرونو له موزیم سره یې ډېرې مالي مرستې کولې. کلونه وروسته، پاولین آګاسي شاو د ښوونې او روزنې، د ښځو د رایې ورکولو حقونو او بشرپالنې په ډګر کې ډېره مخکښه شوه.[۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Johnson 1906, p. 60
  2. Frank Leslie's new family magazine. v. 1 (1857), p. 29
  3. Johnson 1906, p. 60
  4. Andrea Wulf, The Invention of Nature: Alexander von Humboldt's New World. New York: Alfred A. Knopf 2015, p. 250
  5. کينډۍ:Cite AMB1920
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ Woodward 1911، ص. 367.
  7. Johnson 1906, p. 61
  8. "Agassiz's Fossil Fish". The Geological Society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Johnson 1906, p. 61
  10. Johnson 1906, p. 61
  11. "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Irmscher, Christoph (2013). Louis Agassiz: Creator of American Science. Houghton Mifflin Harcourt. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780547577678. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Pauline Agassiz Shaw". bwht.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Museum of Fine Arts (1918). "Quincy Adams Shaw Collection". Boston, Massachusetts: Museum of Fine Arts: 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)