لویه کډوالي (افریقایي امریکایان)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لویه کډوالي چې ځینې وختونه د شمال پر لور لویه کډوالي یا د تورپوستو د کډوالي په نوم یادېږي، د سویلي متحده ایالاتو له کلیوالي سیمو څخه شمال ختیځ، منځني لوېدیځ او لوېدیځو ښاري سیمو ته د شپږ مېلیونو افریقایي امریکایانو کډه کېدل وو، چې د ۱۹۱۶ او ۱۹۷۰ ز کلونو ترمنځ پېښه شوه. اصلي لامل یې په سویلي ایالتونو کې خراب اقتصادي شرایط او هم د جیم کرو د قوانینو د پلي کېدو له امله رایج توکمیز بېلتون او تبعیض و. د کډوالۍ له امله راغلی تاریخي بدلون ډېر پراخ شو، ځکه چې کډوالو په عمومي توګه د متحده ایالاتو د هغه وخت لویو ښارونو (نیویارک ښار، شیکاګو، دیټرویټ، لاس انجلس، فلادیلفیا، پیټسبورګ، کلیولنډ، بالتیمور، او واشنګټن ډي سي) ته لاړل، چې په هغه وخت کې دغو ښارونو په متحده ایالاتو کې کلتوري، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي مرکزي نفوذ درلود. هلته افریقایي امریکایانو خپل ځان ته اغېزمنې ټولنې جوړې کړې. د ایزابل ویلکرسون په وینا: کډوال او د کډوالو اولاده د جیم کرو د محدودونکې آیډیالوژۍ او محرومیت په وړاندې مبارزې ته اړ شول. سره له دې چې د ډېرو کسانو لپاره د سویل پرېښودل لوی غم او ټول خنډونه چې کډوال په خپلو نویو کورونو کې ور سره مخامخ شول، کډوالي د انفرادي او ډله ییز عامل یو ګام و، چې د امریکا د تاریخ لاره یې بدله کړه، چې د دوی د کړنو پر بنسټ په حقیقت کې "د خپلواکۍ اعلامیه" " ولیکل شوه.  [۱][۲][۳][۴][۵]

له ۱۷۸۰ز کال څخه تر ۱۹۱۰ ز کال پورې د متحده ایالاتو د نفوسو لومړنۍ احصایه ښيي چې:  د افریقايي - امریکایانو له ۹۰٪ څخه ډېر نفوس د امریکا په سویل کې استوګن و، چې په درېیو سویلي ایالتونو کې یې د نفوس زیاتره برخه جوړوله، یعنې لوئېزیانا (تقریباً تر ۱۸۹۰ ز کال پورې)، سویلي کارولینا (تر ۱۹۲۰ ز کلونو پورې) او مسیسیپي (تر ۱۹۳۰ ز کلونو پورې). خو د لویې کډوالي په پای کې، د افریقایي - امریکایانو له نیمایي څخه لږ ډېر نفوس په سویل کې استوګن و، په داسې حال کې چې د نیمایي څخه لږ کم په شمال او لوېدیځ کې اوسېدل. د دې تر څنګ، د افريقايي-امريکايانو نفوس په لوړه کچه ښاري شوی و. په ۱۹۰۰ز کال کې، په سویل کې د افريقايي امریکایانو یوازې پنځمه برخه په ښاري سیمو کې اوسېدل. تر ۱۹۶۰ ز کال پورې، په سویل کې نیمایي افریقایي امریکایانو په ښاري سیمو کې ژوند کاوه او تر ۱۹۷۰ ز کال پورې، په ټول هېواد کې له ۸۰٪ څخه ډېر افریقایي امریکایانو په ښارونو کې ژوند کاوه. په ۱۹۹۱ ز کال کې نیکولاس لیمن لیکلي: [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

لویه کډوالي په تاریخ کې ترټولو لویې او ګړندۍ ډله ییزې کورنۍ کډې وې – ښايي داسې ترټولو لوی خوځښت وي چې د اعدام یا لوږې د مستقیم ګواښ له امله نه و رامنځته شوی.  خالصې شمېرې ښيي چې: دا کډوالي متحده ایالاتو ته د هرې بلې قومي ډلې - اېټالویانو یا آیرلنډیانو یا یهودانو یا قطبيانو له کډوالۍ څخه زیاته وه. تور پوستو خلکو ته کډوالي په دې معنا وه چې په امریکا کې خپله دایمي اقتصادي او ټولنیزه اډه خوشې کړي او یوه نوې اډه ولټوي.  [۱۵]

یو شمېر تاریخپوهان د دوو کډواليونو ترمنځ توپیر کوي، لومړي لویه کډوالي (۱۹۱۶-۱۹۴۰ز) چې د سویل اساساً کلیوالي سیمو څخه شاوخوا ‍۱،۶ میلیونه خلک شمالي صنعتي ښارونو ته کډه شول او دویم لویه کډوالي (۱۹۴۰-۱۹۷۰ز) چې له ستر ناورین وروسته پیل شوه او لږ تر لږه ۵ مېلیونه خلک یې، چې په ښاري وړتیاوو سمبال، ډېر ښاري خلک هم په کې شامل وو، شمال او لوېدیځ ته کډه کړل.[۱۶]

دا بهیر د مدني حقونو له غورځنګ وروسته برعکس شو او ډېرو افريقايي-امریکایانو، که څه هم ډېر سوکه، سویل ته کډه وکړه. دا کډې چې د نوي لویې کډوالي نوم وړکړل شوی، په عمومي توګه د متحده ایالاتو په شمال ختیځ او منځني لوېدیځ کې د ښارونو اقتصادي ستونزو، په "نوي سویل" کې د دندو د ودې او د ژوند د ټیټ لګښت، د کورنۍ او خپلوانو د اړیکو او د سپین پوستو خلکو له لوري د تبعیض د کمولو له امله وپارول شول.[۱۷]

لاملونه[سمول]

بېلتون، قراردادي غلامي، د بندیانو اجاره کول، د توکمپالنې د آیدیالوژۍ په خپرېدو کې زیاتوالی، له محکمې پرته اعدام (د ۱۸۸۲ او ۱۹۶۸ ز کلونو ترمنځ نږدې ۳۵۰۰ افریقایي امریکایان پرته له محکمې اعدام شول) او د ټولنیزو او اقتصادي فرصتونو نشتوالی، د سویل افریقایي امریکایانو تر منځ د کډوالي لومړني لاملونه وو. ځینو لاملونو کډوال شمال ته جلب کړل، لکه:  په شمالي فابریکو کې د کار کمښت چې د لومړۍ نړیوالې جګړې له وجهې رامنځته شو او له امله یې د پولادو په کارخونو، د اورګاډي پټلۍ، د غوښې بسته بندی په کارخونو او د موټرو په صنعت کې زرګونه دندې رامنځته شوې. په شمال کې د کار استازو د هڅو له امله چې د شمالي سوداګرو له خوا د سویلي کارکوونکو د ګومارنې لپاره استول شوي وو، د دندو جلب پیاوړی شو. شمالي شرکتونو د وړیا ترانسپورت او د ټیټ لګښته کور په ګډون، ځانګړې هڅونې وړاندیز کړې، چې  تورپوستي کارکوونکي ګډه کولو ته وهڅوي.[۱۸][۱۹][۲۰]

اروپايي کډوال، د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې کم شول، چې دا د دې لامل شو چې د شمالي کارخونې د کاري ځواک د عرضې د کموالي اغېزه حس کړي. شاوخوا ۱،۲ میلیونه اروپايي کډوال په ۱۹۱۴ز کال کې راغلل، په داسې حال کې چې یوازې ۳۰۰۰۰۰ تنه په راتلونکي کال کې راغلل. په پوځ کې د کارکوونکو نوم لیکنې هم د کاري ځواک په عرضه اغېزه کړې وه. دې کار په شمال کې د افریقایي امریکایانو لپاره د جګړې د وخت موکه رامنځته کړ، ځکه چې په سویل کې شمالي صنعت، د کاري ځواک د نوې عرضې په لټه کې و.[۲۱]

د سویلي دندو په پرتله د شمالي دندو لپاره ډېرې ګټې وې، لکه: معاشونه چې ښایي دوه برابره یا ډېر وو. اجاره یي کرنه، کرهنیز ناورین، د غوزو ګونګټو پراخ یرغل او سېل هم افريقایي امریکایان وهڅول، چې شمالي ښارونو ته کډه وکړي. د جیم کرو قوانینو له وجهې د ټولنیزو فرصتونو نشتوالي هم افریقایي امریکایان وهڅول چې شمالي برخو ته کډه شي.[۲۱]

لومړی لویه کډوالي (۱۹۱۰-۱۹۴۰ ز کلونه)   [سمول]

کله چې د مرییانو د آزادۍ اعلامیه په ۱۸۶۳ ز کال کې لاسلیک شوه، د افريقايي - امریکایانو له اته سلنې څخه لږ نفوس د متحده ایالاتو په شمال ختیځ یا منځني لوېدیځ کې اوسېدل. دې په راتلونکې لسیزه کې بدلون وموند، کنزاس ته تر ۱۸۸۰ ز کال پورې کډوال روان و. د متحده ایالاتو سنا په دې اړه د څېړنو امر صادر کړ. نږدې ۹۰ سلنه تورپوستو امریکایانو، په ۱۹۰۰ ز کال کې لاهم په سویلي ایالتونو کې ژوند کاوه. [۲۲][۲۳]   

د ۱۹۱۰ او ۱۹۳۰ ز کلونو ترمنځ، په شمالي ایالتونو کې د کډوالۍ له امله د افريقايي-امریکایانو نفوس زیاتره په لویو ښارونو کې نږدې څلوېښت سلنه زیات شو. د فلادلفیا، دیترویټ، شیکاګو، کلیولنډ، بالتیمور او نیویارک سیټي ښارونو د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یو څه تر ټولو ډېر زیاتوالی درلود. په لسګونو زره تورپوستي کارکوونکي په صنعتي دندو کې، لکه: د پنسلوانیا د ریل پټلۍ د پراختیا په اړوند دندو کې وګومارل شول، ځکه چې بدلونونه په ښارونو کې متمرکز وو، چې په مېلیونونو نوي یا وروستي اروپایي کډوال یې هم جذب کړي وو، د دندو او کم پيدا کورونو لپاره د خلکو د سیالۍ له امله کړکېچونه زیات شول. زیاتره د توکمیز آیرلندیانو، چې د خپلو وروستیو ترلاسه شوو موقفونو او ولکې څخه یې دفاع کوله، د وروستيو کډوالو او تورپوستو خلکو تر منځ کړکېچونه ډېر سخت وو. 

سرچينې[سمول]

  1. Great Migration – Black History – HISTORY.com, History.com, د لاسرسي‌نېټه April 9, 2017 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The Great Migration" (PDF). Smithsonian American Art Museum. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Wilkerson, Isabel. "The Long-Lasting Legacy of the Great Migration". Smithsonian (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه October 3, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Gregory, James. "Black Metropolis". America's Great Migrations Projects. University of Washington. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (with excepts from, Gregory, James. The Southern Diaspora: How the Great Migrations of Black and White Southerners Transformed America, Chapter 4: Black Metropolis (University of North Carolina Press, 2005)
  5. Wilkerson, Isabel (September 2016). "The Long-Lasting Legacy of the Great Migration". Smithsonian Magazine (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Purvis, Thomas L. (1999). Balkin, Richard (المحرر). Colonial America to 1763. New York: Facts on File. د کتاب پاڼي 128–129. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0816025275. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Colonial and Pre-Federal Statistics" (PDF). United States Census Bureau. د کتاب پاڼې 1168. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:Cite report
  9. "Table 33. Louisiana – Race and Hispanic Origin: 1810 to 1990" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Race and Hispanic Origin for States" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر February 7, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Table 39. Mississippi – Race and Hispanic Origin: 1800 to 1990" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "The Second Great Migration", The African American Migration Experience, New York Public Library, د اصلي آرشيف څخه پر March 12, 2020 باندې, د لاسرسي‌نېټه January 17, 2017 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Taeuber, Karl E.; Taeuber, Alma F. (1966), "The Negro Population in the United States", in Davis, John P. (المحرر), The American Negro Reference Book, Englewood Cliffs, NJ: Prentice Hall, د کتاب پاڼې 122 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The Second Great Migration", The African American Migration Experience, New York Public Library, د اصلي آرشيف څخه پر March 12, 2020 باندې, د لاسرسي‌نېټه March 23, 2016 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Lemann, Nicholas (1991). The Promised Land: The Great Black Migration and How It Changed America. New York: Alfred A. Knopf. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-394-56004-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Frey, William H. (May 2004). "The New Great Migration: Black Americans' Return to the South, 1965–2000". The Brookings Institution. د کتاب پاڼي 1–3. د اصلي آرشيف څخه پر June 17, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 19, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Reniqua Allen (په July 8, 2017 باندې). Racism Is Everywhere, So Why Not Move South?.
  18. Hine, Darlene; Hine, William; Harrold, Stanley (2012). African Americans: A Concise History (الطبعة 4th). Boston: Pearson Education, Inc. د کتاب پاڼي 388–389. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-205-80627-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Kopf, Dan (January 28, 2016). "The Great Migration: The African American Exodus from The South". Priceonomics. د لاسرسي‌نېټه February 2, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Lynchings: By State and Race, 1882–1968". University of Missouri-Kansas City School of Law. د اصلي آرشيف څخه پر June 29, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 26, 2010. Statistics provided by the Archives at Tuskegee Institute. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Arnesen, Eric. (2003). Black protest and the great migration : a brief history with documents. Boston: Bedford/St. Martin's. د کتاب پاڼي 2–11. OCLC 51099552. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-312-39129-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Census, United States Bureau of the (July 23, 2010). "Migrations – The African-American Mosaic Exhibition – Exhibitions (Library of Congress)". www.loc.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Exodus to Kansas". August 15, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)