لوکرېتیوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تیتوس لوکرېتیوس کاروس (/ˈtaɪtəs luːˈkriːʃəs/ TY-təs loo-KREE-shəs لاتیني: [ˈtɪtʊs lʊˈkreːtɪ.ʊs ˈkaːrʊs]؛ شاوخوا ۹۹ – ۵۵ قبل المیلاد) د روم یو شاعر او فیلسوف و. د هغه یوازېنی پېژندل شوی اثر "د طبیعت په اړه" (De rerum natura) فلسفي شعر دی، چې د اپیکورېزم فلسفي سیستم د اصولو او فلسفې په اړه یو ډیډکټیکي (didactic) فلسفي اثر دی، او معمولا په انګلیسي کې " On the Nature of Things " (د شیانو د طبیعت په اړه) ژباړل کېږي. لوکرېتیوس ته د "دریو دورو تاریخي سیستم" د مفکورې د رامنځته کولو اعتبار ورکړل شوی، چې په ۱۸۳۶ کال کې د سي جې تومسن له لوري رسمیت ورکړل شوی و.

د لوکرېتیوس د ژوند په اړه ډېر لږ معلومات شته دي. یوازیني ډاډه څه چې شته هغه دا دي، چې نوموړی یا خو د ګایوس میمیوس ملګری یا هم تر سرپرستۍ لاندې و، چا ته چې د هغه شعر مخاطب شوی او ډالۍ شوی و.

دغه شعر پر اوګوستايي شاعرانو پام وړ نفوذ درلود، په ځانګړې توګه د ویرجیل (د هغه په ​​​​انیاده او جورجیک، او یو څه په ایکلوګیوس شعري اثارو کې) او هم د هوراس پر شاعرۍ اغېزې لرلې دي. دا اثر د منځنیو پېړیو په جریان کې تقریبا ورک شوی و، مګر په ۱۴۱۷ کال کې د جرمني په یوه خانقاه یا صومعه کې د اېټالوي عالم پوجو براکیولیني له لوري بیا کشف شو او هم یې د اتومېزم په پراختیا کې مهم رول ولوباوه (لوکرېتیوس په پییر ګاسنډي باندې خورا نفوذ او اغېزه کړې وه) او هم یې د یوې نوې عیسوي بشرپالنې (Christian humanism) د رامنځته کولو لپاره د روشنګرۍ دورې د ګڼو مهمو شخصیتونو په هڅو کې هم مهم رول درلود. د لوکرېتیوس د ساینسي شعر "د شیانو د طبیعت په اړه" (شاوخوا ۶۰ قبل المیلاد) د دویم کتاب په ۱۱۳-۱۴۰ بیتونو کې د دوړو او غبار د ذراتو د براوني حرکت په اړه پام وړ توضیحات او تشریحات لري. نوموړی همدا د اتومونو د شتون د ثبوت په توګه کاروي.[۱][۲]

ژوند[سمول]

د لوکرېتیوس د ژوند په اړه تقریبا هېڅ معلومات نشته، او په نورو سرچینو کې د لوکرېتیوس د زیږون یا مړینې د نېټې په اړه د باوري ادعا لپاره هم کافي بنسټ یا مبنا نشته. یو بل، مګر ډېر مختصر یادښت، د دوناتوس د شاګرد "جېروم" په کرونیکون نومي اثر کې موندل شوی. نوموړي د لوکرېتیوس له مړینې کابو څلور پېړۍ وروسته لیکل کړي او تر ۱۷۱ اولمپیاډ یا څلورکلیزې لاندې لیکي: "شاعر تیتوس لوکرېتیوس زیږېدلی دی." که جېروم د لوکرېتیوس د مړینې پر مهال د هغه د عمر (۴۳) په اړه دقیق وي (لاندې بحث شوی)، نو دا پایله اخیستل کېدای شي چې هغه په ​​۹۹ یا ۹۸ قبل المیلاد کې زیږېدلی و. لږ مشخص اټکلونه بیا د لوکرېتیوس زیږون په ۹۰مه قبل المیلاد لسیزه کې او د هغه مړینه په ۵۰ قبل المیلاد لسیزه کې ګڼي، ځکه د دغه شعر ډېری اشارې په هغه مهال کې په روم کې د سیاسي چارو له ګډوډ حالت او سیاسي اړدوړ او کورنیو شخړو سره همغږي لري.[۳]

لوکرېتیوس ښایي د جینز لوکریټیا (gens Lucretia) اشرافي کورنۍ غړی و، او د هغه اثر په روم کې د لوکس او مجلل ژوند د سبک په اړه د بشپړو معلوماتو ښودنه کوي. له کلیوالي سیمو سره د لوکرېتیوس مینه د دې انګېرنې ښودنه کوي، چې نوموړي د کورني ملکیت اړوند کلیوالي سیمو کې ژوند کاوه، هماغسې چې ډېری بډایه رومي کورنیو ژوند کاوه، او نوموړی یقینا د لاتیني، یوناني، ادبیاتو او فلسفې د مهارتونو په برخه کې خورا ګرانبیه زده‌کړه کړې وه.

د طبیعت په اړه (De rerum natura)[سمول]

د هغه شعر ډي رېروم نېټورا (De rerum natura ) چې معمولا "د شیانو د طبیعت په اړه" یا "د کایناتو د طبیعت اړوند" ژباړل شوی، د اپیکورېزم فلسفي سیستم (Epicureanism) نظریات بیانوي، چې اتومېزم او کاینات پېژندنه پکې شامل دي. لوکرېتیوس لومړنی لیکوال و چې رومي لوستونکي یې له اپیکوري فلسفې سره اشنا کړل. دا شعر چې په کابو ۷۴۰۰ داکتیلي شپږ وزني بیتونو (dactylic hexameters) کې لیکل شوی، پر شپږو بې سرلیکه کتابونو وېشل شوی، او د بډایه شاعرانه ژبې او استعارو له لارې د اپیکوري فزیک سپړنه کوي. لوکرېتیوس د اتومېزم اصول، د ذهن او روح طبیعت، د احساس یا حواسو او فکر توضیحات، او د نړۍ تکامل یا رامنځته کېدل او د هغې ښکارندې وړاندې کوي، او هم د آسماني او ځمکنیو پېښو بېلابېل ډولونه تشریح کوي. په شعر کې بیان شوي کاینات له هغو فزیکي اصولو سره سم کار کوي، چې د فرصت (fortuna) "چانس" له لوري رهبري کېږي، نه د دودیزو رومي معبودانو د الهیاتي مداخلې او د طبیعي نړۍ د مذهبي توضیحاتو پربنسټ.

لوکرېتیوس په دغه اثر کې له تاریخ وړاندې دورې څخه تر خپلې دورې پورې د موجودو موادو، وسایلو او وسلو په کارولو کې د انسانانو کلتوري او تخنیکي پرمختګ ته اشاره کوي. نوموړی لومړنۍ وسلې لاسونه، نوکان او غاښونه ګڼي. وروسته بیا تیږې، ښاخونه او اور، کله چې انسان وتوانېده چې ویې لګوي او کنټرول یې کړي، د دوی د وسلو په توګه مطرح شوې دي. نوموړی په همدې ترتیب "کلکې اوسپنې" او مسو ته اشاره کوي، مګر بیا وايي چې مس د ځمکو د کرلو او کار لومړنۍ وسیله او د وسلو بنسټ و، تر دې چې "په ټیټو درجو" کې اوسپنیزه توره غالبه شوه (دا بیا هم د هغه په ​​زمانه کې وه) او "د برونزو لور یا رمبۍ بدنامه شوه" ځکه چې اوسپنیزه یوې یا سسپاره وپېژندل شوه. نوموړي مخکې تر ټکنالوژي او ادبياتو وړاندې داسې یو انسان تصور کړی و، چې ژوند یې "د وحشي ځناورو په څېر په پراخه کچه په کوچ او بار او ګرځېدو راګرځېدو کې" تېرېده. له همدغه پیل څخه نوموړي دا نظریه ورکړه چې ورپسې د خامو کوډخو جوړېدل پیل شول، د اور کارول او لګول، جامې، ژبه، کورنۍ او ښاري دولتونه پیل او پراختیا یې ومونده. هغه پر ​​​​دې باور و چې د فلزاتو ذوب یا وېلې کول، او شاید هم، د لوښو پخول، په ناڅاپي توګه کشف شوي: د بېلګې په توګه، د ځنګل د اور په پایله کې. که څه هم نوموړی مشخصوي چې د مسو کارول د ډبرو او څانګو یا ښاخونو له کارولو وروسته پیل شول او د اوسپنې تر کارولو وړاندې وو.[۴][۵]

طبیعي فلسفه[سمول]

لوکرېتیوس د دې خبرې، چې څه د تکامل پر مطالعه تبدیل شول، لومړنی مفکر و او پر دې باور و چې د طبیعت تجربې د پېړیو په اوږدو کې نه ختمېدونکې دي، او هغه ژوندي موجودات چې له خپل چاپېریال سره په ښه توګه تطابق کوي، د ژوندي پاتې کېدو غوره چانس لري. ژوندي موجودات د دوی د ځواک، سرعت، یا هوښ او د دوی د چاپېریال د بېرونیو متحرکاتو ترمنځ د متناسبې اړیکې له امله ژوندي پاتې شوي دي. په ۱۸۵۹ کال کې د چارلز ډاروین د "ژوندیو انواعو اصل او ريښه" اثر له خپرېدو وړاندې، د لوکرېتیوس طبیعي فلسفه د ژوند د رامنځته کېدو او تکامل په برخه کې یو له مخکښو غیر ټیلولوژیکي یا غیر غایت پېژندونکو او میخانیکي روایتونو څخه وه. د دې موضوع په اړه د عصري فکر خلاف، هغه باور نه درلود چې نوي ژوندي انواع له پخوانیو شته موجوداتو څخه رامنځته شوي یا یې تکامل ترې موندلی او دا یې رد کړه چې په وچه کې اوسېدونکي عصري حیوانات له سمندري پلرونو یا اجدادو څخه اخیستل شوي. لوکرېتیوس دا انګېرنه هم ننګولې چې انسانان په لازمي ډول له حیواناتو څخه غوره دي، ځکه په ځنګل کې د تي لرونکو حیواناتو میندې هم خپل اولادونه د انساني میندو په څېر پېژني او او پالنه یې کوي.[۶][۷]

لوکرېتیوس له تجربه‌پالنې د ملاتړ او د اتومېزم او د فزیکي نړۍ د طبیعت په اړه د هغه له ډېری سمو اټکلونو سره سره، خپل لومړی کتاب پر دغه ټینګار سره پای ته ورساوه چې د ځمکې د کروي والي تیوري (چې هغه مهال په ښه توګه تثبیت شوې وه) یوه پوچه او بې ځایه تیوري ده.[۸]

په داسې حال کې چې اپیکورس د اتومونو د لارو د ناڅرګندتیا لپاره د استدلال کولو له لارې د آزادې ارادې شونتیا پرانیستې پرېښوده، لوکرېتیوس روح یا ذهن داسې وګڼله چې ګواکې د متمایزو ذراتو له ترتیباتو څخه رامنځته کېږي.[۹]

سرچينې[سمول]

  1. Fisher, Saul (2009). "Pierre Gassendi". Stanford Encyclopedia of Philosophy.  
  2. William Ellery Leonard, المحرر (1916). "Lucretius, De Rerum Natura (Lucr. 2.80)". د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Jerome, Chronicon.
  4. Lucretius. De rerum natura, Book V, around line 940 ff. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lucretius. De rerum natura, Book V, around Line 1200 ff. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Massaro, Alma (2014-11-11). "The Living in Lucretius’ De rerum natura. Animals’ ataraxia and Humans’ Distress" (in en). Relations. Beyond Anthropocentrism 2 (2): 45–58. doi:10.7358/rela-2014-002-mass. ISSN 2280-9643. https://www.ledonline.it/index.php/Relations/article/view/672. 
  7. Campbell, Gordon (2003). Lucretius on Creation and Evolution: A Commentary on De rerum natura 5.772-1104. Oxford/New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 3–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 0199263965. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hannam, James (29 April 2019). "Atoms and flat-earth ethics". Aeon. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Gillispie, Charles Coulston (1960). The Edge of Objectivity: An Essay in the History of Scientific Ideas. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 98. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-691-02350-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)