لومړۍ پوني جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


لومړۍ پوني جګړه (په انګلیسي: First Punic War؛ د ۲۶۴ او ۲۴۱ق‌م کلونو ترمنځ) د روم او قرتاج ترمنځ، چې د درېیمې ق‌م پېړۍ په لومړیو کې د مدیترانې په لوېدیځ کې ستر قدرتونو ګڼل کېدل، له درېیو جګړو څخه لومړۍ جګړه وه. د ۲۳ کلونو لپاره، په خورا اوږدې او دوامدارې نښته او د لرغوني پېر په یوې لویې سمندري جګړه کې، د سیمې دوه قدرتونه د مخواکۍ ترلاسه کولو لپاره سره مبارزه وکړه. جګړه د مدیترانې سمندرګي په سیسیلیا ټاپو کې او شاوخوا سمندري سیمو او د افریقا په شمال کې ونښته. دواړو خواوو ته د درنو زیانونو له اوښتلو وروسته، قرتاجیانو له ماتې سره مخ شول.

جګړه په ۲۶۴ق‌م کال کې هغه مهال پیل شوه چې رومیانو د سیسیلیا په مېسانا کې (اوسنۍ مېسینا) اډه ترلاسه کړه. وروسته رومیانو په نوموړې ټاپو کې یوازېنی مستقل او بانفوذه قدرت «سیراکوزا» تر سخت فشار لاندې ونیوه ترڅو له هغو سره لاس یو کړي او په اکراګاس کې یې د قرتاج لویې اډې د محاصرې پلان پلي کړ. د قرتاج یوه ستر پوځ په ۲۶۲ق‌م کې له محاصرې څخه د خلاصون هڅه وکړه خو په اکراګاس جګړه کې یې درنه ماته وخوړله. وروسته، رومیانو د یوه سمندري پیاوړي ځواک په جوړولو سره قرتاجیان وننګول او د جګړې نویو تکتیکونو په کارونې سره یې څو ځلي کلکې ماتې ورکړې. په کورسیکا کې د قرتاجیانو یوه اډه ونیول شوه، خو پر ساردینیا باندې برید پر شا وتمبول شو؛ وروسته د کورسیکا اډه له‌لاسه ووتله. د سمندري جګړو له‌لارې په پوره ګټې پورته کولو سره رومیانو د افریقا شمال باندې بریدونه پیل کړل، خو قرتاجیانو یې مخه ونیولای شوه. د کېپ اېکنوموس په جګړه کې قرتاجیان بیا ځلي له ماتې سره مخ شول؛ د ښکېل جنګیالیو له پلوه، په اغلب احتمال سره دغه جګړه د تاریخ تر ټولو لویه سمندري جګړه وه. بریدونه په لومړیو کې د رومیانو په بري پرمخ تلل او په ۲۵۵ق‌م کې قرتاجیانو د سولې غوښتنه وکړه؛ وړاندیز شوي شرایط ډېر سخت او د نه‌منلو وړ وو نو هغو جګړې ته دوام ورکړ او بریدګرو ته یې ماته ورکړه. رومیانو د خپلو پاتې ژوندیو جنګیالانو د ژغورلو لپاره د جنګي بېړیو یوه ډله ولېږله خو قرتاجیان د افریقا په شمال کې د کېپ هرمیوم په جګړه کې په لار کې ورته ودرېدل؛ په پایله کې قرتاجیانو کلکه ماته وخوړله. د رومیانو جنګي بېړیو ډله هم اېټالیا ته د ستنېدو پر مهال په توپانونو کې راګیر شوه، ډېري بېړۍ له‌منځه ولاړې او شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

جګړې دوام وموند او هېڅ اړخ په مطلقه توګه برلاسی نه‌شو. قرتاجیانو په ۲۵۵ق‌م کې د یوه برید په ترڅ کې اکراګاس بېرته ونیوه، خو پوهېدل چې د ښار واک نه‌شي ساتلای، نو هغه یې ویجاړ کړ او ورڅخه ووتل. رومیانو په چټکۍ سره د جنګي بېړیو ډله ورغوله او ۲۲۰ نوې بېړۍ یې ورزیاتې کړې او پانورموس (اوسنی پالرمو) یې ونیوه. په راتلونکي کال کې یې ۱۵۰ بېړۍ په یوه توپان کې له‌لاسه ورکړې. په ۲۵۱ق‌م کال کې قرتاجیانو د پانورموس بېرته نیولو هڅه وکړه، خو له ښاره بهر په یوې جګړه کې یې ماته وخوړه. رومیانو کرار، کرار د سیسیلیا ډېري سیمې اشغال کړې وې؛ په ۲۴۹ق‌م کې یې په لېرې پرتو لویدېځ سیمو کې د قرتاجیانو وروستي دوه مرکزونه هم کلابند کړل. همدا راز، د قرتاجیانو پر جنګي بېړیو باندې یې یو ناببره غلچکی برید ترسره کړ خو د درېپانا په جګړه کې یې ماته وخوړله. قرتاجیانو خپل بري ته دوام ورکړ او د فین‌تیاس په جګړه کې د رومیانو ډېرشمېر پاتې جنګي بېړۍ له‌لاسه ولاړې. د څو کلونو لپاره جګړه په ټپه ودرېدله؛ رومیانو په ۲۴۳ق‌م کال کې د جنګي بېړیو ډله بیا ورغوله او د قرتاجیانو لښکرکوټونه یې په واقعي توګه محاصره کړل. قرتاج د جنګي بېړیو یوه ډله تنظیم کړه ترڅو محاصره ماته کړي، خو دغه ډله په ۲۴۱ق‌م کې د اېګېتس ټاپوګانو په جګړه کې له‌منځه ولاړه، او د قرتاجیانو ځواکونه په سیسیلیا کې د سولې لپاره مذاکرې ته اړ شول.

یو تړون لاسلیک شو، چې د تړون شرایطو له‌مخې قرتاج رومیانو ته ډېر جنګي تاوانونه ورکړل او سیسیلیا د یوه رومي ولایت په توګه ضمیمه شو. له هغې وروسته، روم د مدیترانې په لوېدیځ کې مخکښ نظامي قدرت ؤ او په ټوله کې د مدیترانې په حوزه کې ورځ په ورځ لاسبری کېده. د جګړې په اوږدو کې د کابو ۱،۰۰۰ ګالیو (ګالۍ: یو ډول جنګي بېړۍ) جوړولو نه‌ستړې کېدونکو هلوځلو رومیانو ته زمینه برابره کړه ترڅو د ۶۰۰ کلونو لپاره سمندري واکمنۍ په ولکه کې وساتي. د جګړې له سرته رسېدلو وروسته، د قرتاجیانو په ټولواکمنۍ کې یو ستر خو ناکامه قیام رامنځ‌ته شو. د روم او قرتاج ترمنځ د نه‌حل شوې ستراتیژیکۍ سیالۍ له‌امله، په ۲۱۸ق‌م کې د دوه‌یمې پوني جګړې اور بل شو.

لومړۍ سرچینې[سمول]

د پوني (په انګلیسي: Punic) ګړنه له لاتین وییکي «Punicus» (یا «Poenicus») څخه اخېستل شوې ده، چې د «فینیقي» په معنی ده او قرتاجیانو فینیقي نسب ښودلو لپاره کارول کېږي. د لومړۍ پوني جګړې کابو ټولو اړخونو لپاره تر ټولو لویه سرچینه یوناني مورخ پولیبیوس دی (پیدایښت: شاوخوا ۲۰۰، مړینه: شاوخوا ۱۱۸ق‌م)، چې په ۱۶۷ق‌م کې د برمته په توګه روم ته واستول شو. د نورو آثارو ترڅنګ د نظامي تکتیکونو په هکله یو لارښود کتاب لري چې اوس ورک دی، خو اوس‌مهال د «تاریخونو» کتاب لیکلو له‌پلوه ډېر پېژندل کېږي؛ دغه اثر په ۱۴۶ق‌م یا له پوني لومړۍ جګړۍ څخه یوه پېړۍ وروسته په ۴۰ ټوکونو کې لیکل شوی ؤ. د پولیبیوس اثر په پراخه توګه عیني واقعیتونه منعکس کړي او تر ډېره بریده د قرتاجیانو او رومیانو ترمنځ یې د بې‌پلویتوب اصل په پام کې نیولی دی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د قرتاجیانو پلازمېنه قرتاج په ۱۴۶ق‌م [د درېیمي پوني جګړې په اوږدو کې] ویجاړه او لیکل شوي اسناد یې هم له‌منځه ولاړل، نو د لومړۍ پوني جګړې په هکله د پولیبیوس لیکنې تر ډېره د یوناني او لاتین سرچینو (چې اوس ورکې دي) پر بنسټ دي. پولیبیوس یو شنونکی مورخ ؤ او د امکان په صورت کې په پېښو کې له ښکېل کسانو سره یې په شخصي توګه مرکه کوله. د «تاریخونو» اثر یوازې لومړی ټوک لومړۍ پوني جګړه نغاړي. د پولیبیوس د پېښلیکنو پر سموالي باندې په تېرو ۱۵۰ کلونو کې ګڼ‌شمېر بحثونه شوي دي، خو د نومهاله عمومي توافق له‌مخې، دغه لیکنې تر ډېره واقعي او ارزښتمنې ګڼل کېږي او په نومهالو سرچینو د نوموړې جګړې جزئیات تر ډېره د پولیبیوس آثارو د تفسیر او شننې پر بنسټ بیانېږي. معاصر تاریخ‌پوه څرګندوي: «ټولو ته څرګنده شوه چې پولیبیوس په بشپړه توګه د اعتماد وړ دی»؛ په داسې حال کې چې کرېج ب. چمپين هغه د یوه «خورا باخبره، زحمتکښ او د بصیرت خاوند مورخ» په توګه ستایي. د لومړۍ پوني جګړې په هکله نور تاریخي آثار هم شتون لري چې له پولیبیوس وروسته لیکل شوي دي، ډېري یې نیمګړي، ټوټه، ټوټه او لنډ دي. معاصر تاریخ‌پوهان په ټولیزه توګه د بېلابېلو رومي پېښلیکونکو، په تېره بیا د لیوي (چې د پولیبیوس پر لیکنو استناد کوي)، د سیسیلیا یوناني لیکوال دیودوروس او د اپیان او کاسیوس دیو نیمګړې لیکنې په پام کې نیسي. کلاسیک‌پال ادریان ګولدزورتي بیانوي چې، «که چېرې زموږ لیکنې او د پېښو تفصیل د پولیبیوس له لیکنو سره په توپیر کې واقع شي، نو د هغه لیکنه غوره او موثقه ګڼو». ځمکني لرغونپوهنیز شواهد او د ترایریم (د لرغوني روم او یونان جنګي بېړۍ) بیا رغول شوي «المپیاس» په څېر د بیا رغول شویو وسایلو په هکله تجربي شواهد د لومړۍ پوني جګړې په هکله لا زیاتې سرچینې دي.[۸][۹][۱۰][۶][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۹][۱۱][۲۳]

سیسیلیا د ۲۵۵ او ۲۴۸ق‌م کلونو په ترڅ کې[سمول]

رومیانو خپلې ډېري جنګي بېړۍ په ۲۵۵ق‌م کې په یوه توپان کې له‌لاسه ورکړې، خو په چټکۍ سره یې ۲۲۰ نوې بېړۍ جوړې کړې. په ۲۵۴ق‌م کې قرتاجیانو د یوه برید له‌لارې اکراګاس ونیوه، خو باوري نه‌وو چې ښار دې وساتلای شي، نو ښار یې وسوځوه، دېوالونه یې ورته ونړول او ووتل. په همدې وخت کې، رومیانو پر سیسیلیا باندې یو ستر برید پیل کړ. د جنګي بېړیو ټولو ډلو یې د دواړو استازو تر نظر لاندې، د همهغه کال په لومړیو کې پر پانورموس برید وکړ. ښار محاصره او کلابند شو او د محاصرې ماشینونه تنظیم شول. د دغو ماشینونو په مرسته یې د ښار دېوالونه سوري کړل او رومیانو پر ښار باندې د بریدونو توپانونه جوړل کړل، د ښار بهرنۍ برخې یې ونیولې او هېڅ اسیر جنګیالی یې ژوندې پرې‌نه‌ښود. دننی ښار ډېر ژر تسلیم شو. ۱۴،۰۰۰ ښارمېشتو چې د غرامت وسه درلوده د خپل د سر بیه رومیانو ته ورکړه او پاتې ۱۳،۰۰۰ کسان په غلامۍ خرڅ شول. د ترسره شوي توافق له‌مخې، د سیسیلیا ډېرې لویدېځې دننۍ برخې نن رومیانو ته رسېدلې دي: پر ټولو یتس، سولوس یا سولنتوم، پترا او تینداریس.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. Goldsworthy 2006، ص. 20.
  2. Lazenby 1996، صص. x–xi.
  3. Hau 2016، صص. 23–24.
  4. Walbank 1990، صص. 11–12.
  5. Shutt 1938، ص. 53.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Tipps 1985، ص. 432.
  7. Sidwell او Jones 1997، ص. 16.
  8. Shutt 1938، ص. 55.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Goldsworthy 2006، صص. 20–21.
  10. Lazenby 1996، صص. x–xi, 82–84.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Goldsworthy 2006، ص. 21.
  12. RPM Foundation 2020.
  13. Tusa او Royal 2012، ص. 12.
  14. Prag 2013.
  15. Tusa او Royal 2012، صص. 45–46.
  16. Murray 2019.
  17. Goldsworthy 2006، صص. 23, 98.
  18. Mineo 2015، صص. 111–127.
  19. Goldsworthy 2006، ص. 22.
  20. Hoyos 2015، ص. 102.
  21. Curry 2012، ص. 34.
  22. Tipps 1985، صص. 432–433.
  23. Goldsworthy 2006، ص. 23.
  24. Miles 2011، صص. 189–190.
  25. Lazenby 1996، صص. 114–116, 169.
  26. Bagnall 1999، ص. 80.
  27. Rankov 2015، ص. 158.
  28. Lazenby 1996، ص. 114.