لومړۍ نړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لومړۍ نړۍ (First World) اصطلاح، د سړې جګړې له وخت نه رامنځته شوې او هغه هېوادونه په کې شاملېږي چې د سړې جګړې پر مهال د امریکا د متحده ایالاتو او د ناټو نورو غړو هېوادونو پلوي وو او د شوروي اتحاد یا کمونیزم پر وړاندې یې مخالفت درلود. وروسته له هغې چې په ۱۹۹۱ ز کال کې شوري اتحاد ونړید، دغه اصطلاح ټولوهغو هېوادونو ته چې له لږ سیاسي ګواښ سره مخامخ دي او په کې دیموکراسي، د قانون واکمني، د پانګونې پر بنسټ اقتصاد، اقتصادي ثبات او د ژوندانه د کیفیت لوړ معیارونه شته دي، کارول کېږي. د لومړۍ نړۍ د کچې هېوادونو د معلومالو لپاره ګڼ شمېر موارد په پام کې نیول کېږي چې په کې د داخلي تولیداتو ناخالصه کچه، د ملي تولیداتو ناخالصه کچه، د سواد کچه، ژوندانه ته د هیلو لرلو کچه او د انساني ودې شاخصونه شاملېږي. په عام ډول د "لومړۍ نړۍ" اصطلاح، د نړۍ ډېرو پرمختللو صنعتي هېوادونو ته چې ډېری لویدیځ هېوادونه په کې شاملېږي، کارول کېږي.[۱][۲]

تاریخچه[سمول]

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، نړۍ په دوو لویو جیوپولټیک برخو ووېشل شوه، چې یوه یې کمونېزم او بله یې د پانګوالۍ اړوند کېدله. دغې چاره د سړې جګړې لامل شوه، چې له مخې یې د لومړۍ نړۍ اصطلاح د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي اړیکو لپاره کارول کېده. دغه اصطلاح، د لومړي ځل لپاره د ۱۹۴۰ مې لسیزې په وروستیو کې د ملګرو ملتونو له خوا وکارول شوه. نن ورځ، د لومړۍ نړۍ اصطلاح نوره زړه (منسوخ) شوې او کوم رسمي تعریف نه لري، په داسې حال کې چې، په عام ډول پانګوال، صنعتي، بډایه او پرمختللو هېوادونو ته کارول کېږي. په دغه تعریف کې استرالیا او نیوزلنډ، د اسیا پرمختللي هېوادونه (سویلي کوریا، جاپان، سنګاپور او تایوان)، د شمالي امریکا او اروپا بډایه هېوادونه، په ځانګړې توګه د لویدیځې اروپا هېوادونه شاملېږي. په اوسنۍ ټولنه کې لومړنۍ نړۍ، د هغو هېوادونو په توګه چې پرمختللی اقتصاد، زیات اغېز، د ژوندانه لوړ نورمونه (سټنډرډ) او پرمختللې تکنالوژي لري پېژندل کېږي. له سړې جګړې وروسته، د لومړۍ نړۍ په هېوادونو کې د ناټو غړي هېوادونه، د امریکا د متحده ایالاتو همکار هېوادونه، هغه بې پلوه هېوادونه چې پرمختللي او صنعتي وو او د پخوانۍ بریتانیا مستعمرې، چې پرمختللې ګڼل کېدلې، شاملېدل. په لنډه توګه اروپایي هېوادونه جمع د پخوانۍ بریتانیا بډایه هېوادونه(امریکا، کاناډا، اسټرالیا، سنګاپور، نیوزلنډ)، اسرائیل، جاپان، سویلي کوریا او تایوان. د نېشن آنلاین (Nations Online ) د راپور له مخې، له سړې جګړې وروسته د ناټو غړي هېوادونه دا دي: [۳][۴]

  • کاناډا، بلجیم، ډنمارک، فرانسه، لویدیځ جرمني، یونان، ایسلنډ، ایټالیا، لوکزامبورګ، هالنډ، ناروې، پرتګال، هسپانیا، ترکیه، بریتانیا او د امریکا متحده ایالات

د لویدیځ همکار هېوادونه دا دي:

  • اسټرالیا، نیوزلنډ، اسرائیل، جاپان، سویلي افریقا، سویلي کوریا او تایوان

بې پلوه هېوادونه دا دي:

  • هنګري، فنلنډ، ایرلنډ، سویډن، سویذرلنډ او یوګوسلاویا

د لومړۍ نړۍ په تعریفونو کې بدلونونه[سمول]

د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د لومړۍ نړۍ د اصطلاح اصلي تعریف په لازم ډول د استفادې وړ نه دی. د لومړۍ نړۍ اړوند مختلف تعریفونه شته، په داسې حال کې چې ټول تعریفونه له هماغې یوې نظریې پلویتوب کوي. د نړیوالۍ سوداګرۍ د اکاډمۍ (the Academy of International Business) پخوانی مشر جان ډي ډانیالز(John D. Daniels) لومړۍ نړۍ د "لوړ عاید لرونکي صنعتي هېوادونو" په توګه تعریف کوي. پروفیسور جورج جی بریژک (Professor George J. Bryjak) لومړۍ نړۍ، د "شمالي امریکا او اروپا مډرن، صنعتي او د پانګوالۍ پر بنسټ هېوادونه" بولي. په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د معلوماتو د ادارې او د مېرادین نړیوال مرکز د روزنې پخوانی مشر(U.S. Information Agency and the Meridian International Center in Washington, D.C.) ل. رابرټ کوهلز(L. Robert Kohls) د لومړۍ نړۍ اصطلاح او "بشپړ پرمختللي" مترادف بولي. [۵][۶][۷]

نور شاخصونه[سمول]

د لومړۍ نړۍ اصطلاح ته اړوند بېلابېل تعریفونه او په اوسنیو حالاتو کې د هغو نا څرګندتیا د لومړۍ نړۍ له حالت څخه د بېلابېلو بېلګو څرګندويي کوي. په ۱۹۴۵ ز کال کې ملګرو ملتونو د لومړۍ، دویمې، درېیمې او څلورمې نړۍ اصطلاح ګانې د هېوادونو د نسبي پانګې د څرګندولو په موخه وکارولې (له دې سره چې د څلورمې نړۍ له اصطلاح بیا ګټنه و نه شوه). په دغه تعریف کې کلتور ته هم اشاره شوې وه. دوی له دغې اصطلاح په تعریف کې ناخالص ملي تولیدات، چې په ډالر یې اندازه کړي وو، له یو شمېر ټولنیزو او سیاسي فکتورونو سره ګډ کارولي وو. په لومړۍ نړۍ کې یې لوی صنعتي، دیموکراتیک (آزادې ټاکنې او نور)هېوادونه شامل کړي وو. په دویمه نړۍ کې یې هغه نوي، بډایه او  صنعتي هېوادونه شامل کړي وو چې د کمونیزم تر واک لاندې وو. د نړۍ پاتې نور ډېری هېوادونه یې د درېیمې نړۍ په توګه پېژندل شوي وو. په څلورمه نړۍ کې هغه هېوادونه شامل وو چې، وګړو یې په کلنۍ کچه له ۱۰۰ ډالرو کم لګښت درلود. که چېرې دغه اصطلاح د لوړعاید لرونکو صنعتي اقتصاد په توګه وکاروو، نو نړیوال بانک، هېوادونه د سړي سر ناخالصو ملي تولیداتو له مخې په څلورو برخو وېشلي دي: لوړعاید لرونکي، د منځنۍ کچې لوړعاید لرونکي، د منځنۍ کچې ټیت عاید لرونکي او د ټیټ عاید لرونکي اقتصادونه، نو د لومړۍ نړۍ هېوادونه، د لوړعاید لرونکي اقتصاد هېوادونه دي. لوړ عاید لرونکی اقتصاد، له صنعتي او پرمختللو هېوادونو سره معادل دی.[۸][۹]

د نړۍ درې ماډلونه[سمول]

د لومړۍ نړۍ، دویمې نړۍ او درېیمې نړۍ اصطلاحات، په اصل کې په درېو ډلو د نړۍ د هېوادونو د وېش په موخه کارول شوي دي. دغه موډل په پیل کې، په خپله وروستۍ بڼه نه دی رامنځته شوی. په بشپړ ډول له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې حالت له منځه تلل، چې وروسته د سړې جګړې په نوم پېژندل کېږي، د دې لامل شو چې، دوه پیاوړي ځواکونه (د امریکا متحده ایالات او شوروي اتحاد) په نړۍ د برلاسي کېدو په موخه سیالي وکړي. دوی دوه بلاکونه جوړ کړل،چې همدې بلاکونو د لومړۍ او دویمې نړۍ اصطلاحات رامنځته کړل.[۱۰]

د سړې جګړې پر مهال د ناټو او وارسا تړون په ترتیب سره د امریکا د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد له خوا جوړ شو. دوی د لویدیځ بلاک او ختیځ بلاک په توګه پېژندل کېدل. د دواړو بلاکونو ترمنځ شرایطو دومره توپیر درلود چې، په اصل کې دوې نړۍ وې، په ورته مهال دوی لومړۍ او دویمه شمېره نه وو. د سړې جګړې پیل، د وینسټون چرچیل د "اوسپنیزه پردې" (Iron Curtain) په نوم مشهورې وینا په کولو څرګند شو، چرچیل د ختیځ او لویدیځ ترمنځ وېش دومره زیات توصیف کړ، چې د ده پر باور د اوسپنیزې پردې په توګه یې یاد کړ.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په ۱۹۵۲ ز کال کې فرانسوي نفوس شمېرونکي(ګڼونکي) (demographer)  الفرد ساوی (Alfred Sauvy) د درېو نړیو اصطلاح، له انقلاب وړاندې فرانسې له درې ډوله وګړو سره پرتله کړه.  لومړي دوه ډوله اشراف او روحانیون وو او په درېیم ډول کې پاتې ټول خلک شاملېدل. هغه کپېټلېست نړۍ (لومړۍ نړۍ) د اشرافو او کمونیستي نړۍ (دویمه نړۍ) له روحانیونو سره تشبیه کړه. په هماغه ډول درېمه نړۍ، د ټولو خلکو په څېر وه، ساوی هغه هېوادونه چې د سړې جګړې په دې وېش کې نه وو، یعنې بې پلوه هېوادونه، چې " د ختیځ او لویدیځ ترمنځ شخړه" کې نه و ښکېل. د درېیمې نړۍ په توګه یاده کړل. د دریمې نړۍ د اصطلاح په رامنځته کېدو په خپله دوه نورې ډلې د "لومړۍ نړۍ" او "دوهمې نړۍ" په توګه مطرح شوې. له همدې ځایه د نړۍ درې سیستمونه رامنځته شول.[۱۵][۱۶]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. First World, Investopedia
  2. "First world". Merriam-Webster. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Macdonald, Theodore (2005). Third World Health: Hostage to First World Health. Radcliffe Publishing. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85775-769-6. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "First, Second and Third World". Nations Online. July 24, 2009. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Daniels, John (2007). International business: environments and operations. Prentice Hall. د کتاب پاڼې 126. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-186942-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bryjak, George (1997). Sociology: cultural diversity in a changing world. Allyn & Bacon. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-205-26435-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Kohls, L. (2001). Survival kit for overseas living: for Americans planning to live and work abroad. Nicholas Brealey Publishing. د کتاب پاڼې 21. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85788-292-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Macdonald, Theodore (2005). Third World Health: Hostage to First World Health. Radcliffe Publishing. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85775-769-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "First, Second and Third World". One World - Nations Online. July 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Gaddis, John (1998). We Now Know: Rethinking Cold War History. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 1–2. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-878071-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Melkote, Srinivas R.; Steeves, H. Leslie (2001). Communication for development in the Third World: theory and practice for empowerment. Sage Publications. د کتاب پاڼې 21. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7619-9476-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Provizer, Norman W. (1978). Analyzing the Third World: essays from Comparative politics. Transaction Publishers. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87073-943-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Leonard, Thomas M. (2006). "Third World". Encyclopedia of the Developing World 3. Taylor & Francis. 1542–3. ISBN 0-87073-943-3. 
  14. "Winston Churchill "Iron Curtain"". The History Place. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Three World Model". University of Wisconsin Eau Claire. د اصلي آرشيف څخه پر 12 مې 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه 27 مې 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Leonard, Thomas M. (2006). "Third World". Encyclopedia of the Developing World 3. Taylor & Francis. 3. ISBN 0-87073-943-3.