لومړۍ لویه ویښتابه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لومړۍ لویه ویښتابه یا بیداري (چې کله ناکله یوازې لویه بیداري یا Great Awakening) یا هم د انجیلیت بیاراژوندي کول، د عیسویت د احیاء یا نوي کولو یوه لړۍ وه چې په ۱۷۳۰م او ۱۷۴۰م کلونو کې یې برتانیا او د هغې د شمالي امریکا دیارلس مستعمرې لاندې کړې. د احیاء دغه غورځنګ د تل لپاره پر پروتستانتیزم اغېزه وکړه ځکه پیروانو یې د فردي پرهېزګارۍ او مذهبي اخلاص د نوي کولو هڅه وکړه. لویه ویښتابه په پروټیسټانټ کلیساګانو کې د یوه فرامذهبي (trans-denominational) خوځښت په توګه د انګلیسي-امریکايي انجیلي مسیحیت (evangelicalism) راڅرګندېدو ښکارندوی وه. په متحده ایالاتو کې د لویې بیدارۍ اصطلاح ډېره کارېږي، حال دا چې په انګلستان کې بیا دا خوځښت د انجیلیت بیا راژوندي کولو (Evangelical Revival) په نوم یادېږي.[۱]

د احیاء یا مذهبي بیدارۍ د خوځښت مهمو مشرانو لکه جورج وایټفیلډ، جان ویسلي او جاناتن اډوارډز د زړو سنتونو یا دودونو - پیوریتانیزم، پییټیزم او پریسبیټیریانیزم – له مخې د مذهبي بیدارۍ او نجات یا بښل کېدو الهیات بیان کړل چې له مذهبي حدودو واوښتل او د ګډ انجیلي هویت په جوړولو کې یې مرسته وکړه. مذهبي تجدیدپالو د پروټیسټانټي اصلاحاتو نظریاتي یا اعتقادي الزامات زیات کړل، چې د روح القدس پر مشیت (providential outpourings) ټینګار کوي. في البدیهه ویناوو اورېدونکو ته د عیسی (ع) لخوا د دوی د نجات د اړتیا په اړه د ژور شخصي قناعت احساس ورکړ او د شخصي اخلاقو پر یوه نوي معیار یې پر خپلو اعمالو قضاوت او ژمنتیا پیاوړې کړه. د مذهبي بیدارۍ یا احیاء الهیاتو پر ډې ټینګار کاوه چې مذهبي بدلون نه یوازې د عیسوي عقیدې د سمون لپاره فکري موافقه او رضایت وي، بلکې باید په زړه کې تجربه شوی "نوی زیږون" وي. مذهبي تجدیدپالو دا لارښوونه هم کوله چې د نجات ډاډ یا ضمانت ترلاسه کول په عیسوي ژوند کې یوه عادي او طبیعي تمه ده.[۲]

د انجیل مبلغینو "د جنسیت، توکم او موقعیت په پام کې نیولو پرته، د دین په بدلولو کې د هر چا د شاملولو هڅه کوله". د شمالي امریکا په مستعمرو کې، په ځانګړې توګه په سوېل کې، د مذهبي بیدارۍ یا بیا احیاء غورځنګ د هغو افریقایي غلامانو او ازادو تور پوستو شمېر زیات کړ چې له عیسویت سره اشنا شوي وو او وروسته بیا عیسویت ته واوښتل. دې چارې د نوو مذهبي مبلغینو د ټولنو رامنځته کولو ته هم الهام ورکړ، لکه په ۱۷۹۲م کال کې د باپټیسټ تبلیغي ټولنې رامنځته کېدل.[۳][۴]

په برېتانیا کې انجیلي احیاء یا مذهبي بیداري[سمول]

انګلستان[سمول]

په داسې حال کې چې دا غورځنګ په متحده ایالاتو کې د لویې ویښتابه یا بیدارۍ په نوم پېژندل کېږي، خو په برېتانیا کې بیا د انجیلي احیاء (Evangelical Revival) په نوم یادېږي. په انګلستان کې، د انجیلي احیاء اصلي رهبران درې انګلیسي پادریان یا کشیشان، یعني جان او چارلس ویسلي او د دوی ملګری جورج وایټفیلډ، وو. دوی په ګډه د هغه څه بنسټ کېښود چې بیا پر مېتودېزم (Methodism) تبدیل شول. دوی د خپلې مېتودیکي تقوا او ټینګې پرهېزګارۍ له کبله په اکسفورډ پوهنتون کې د مقدس کلب او "مېتودیستانو" په نوم د یوې مذهبي ټولنې غړي وو. دا ټولنه د کالجیا پییټیټیس (د حجرې د ګروپونو) په بڼه جوړه شوې وه چې د پیټیسټانو لخوا د انجیل د مطالعې، دعا او ځواب ویلو یا محاسبې لپاره کارول کېږي. دغو درې واړو کسانو یو روحاني کړکیچ هم تجربه کړ په کوم کې چې دوی د دین بدلولو د ریښتیاوالي او د ایمان د تضمین په لټه کې وو.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

ټولنیزې اغیزې[سمول]

ښځې[سمول]

بیدارۍ یا ویښتابه د ښځو په ژوندانه کې ستر رول لوبولی، که څه هم دوی په ندرت سره اجازه لرله چې تبلیغ وکړي یا د مشرتابه رول ولوبوي. د مذهبي شوق او لېوالتیا ژور احساس ښځې وهڅولې چې په ځانګړې توګه خپل احساسات تحلیل کړي، له نورو ښځو سره یې شریک کړي، او په اړه یې لیکل وکړي. دوی په خپلو پرېکړو، لکه د مېړه په انتخاب کې، لا ډېرې خپلواکې شوې. دا تفکر او تامل د دې لامل شو، چې ډېری مېرمنې له ځان سره ډایرۍ وساتي او یادښتونه او خاطرې ولیکي. د هانا هیټون (۱۷۲۱-۹۴) ژوندلیک، چې د کونیکټیکټ ایالت په شمالي هاون ښارګوټي کې یوه بزګره ښځه وه، د لویې ویښتابه پر مهال د هغې تجربې، له شیطان سره د هغې د مخامخ کېدو کیسه، د هغې فکري او روحاني پرمختګ، او په فارم یا مزرعه کې د ورځني ژوند په اړه د هغې تجربې بیانوي.[۲۰][۲۱][۲۲]

فیلیس ویټلي لومړنۍ تورپوستې ښځینه شاعره وه، چې په ماشومتوب کې امریکا ته له راوړل کېدو وروسته عیسوۍ شوه. د هغې باورونه او عقاید د هغې په اثارو کې څرګند وو. هغه په ​​یوه شعر کې چې "له افریقا څخه امریکا ته راوړل کېدل" تر سرلیک لاندې یې لیکلی، د کافرانو له ټاټوبي څخه له عیسویت سره د اشنا کېدو لپاره خپل کړی سفر تشریح کوي. ویټلي خورا زیاته د مذهبي بیداروونکو تر اغېزې لاندې وه او په ځانګړې توګه جورج وایټفیلډ چې هغې د نوموړي له مړینې وروسته یو شعر هم ورته ډالۍ کړی او هغه یې پکې د "بې طرفه نجات ورکوونکي" په توګه یاد کړی. سارا اوسبورن بیا د بیدارۍ پرمهال د ښځو پر رول یوه بله لایه هم ورزیاتوي. نوموړې په روډ آیسلنډ ایالت کې د ښوونځي ښوونکې وه، او د هغې لیکنې د هغې دورې روحاني او کلتوري بدلونونو ته یوه په زړه پورې کتنه کوي، چې پکې د ۱۷۴۳م کال خاطرات، بېلابېلې ډایرۍ او لیکونه، او د هغې په مستعار ډول خپور کړی اثر، "د ریښتیني مسیحیت طبیعت، یقیني‌والی او شواهد" (۱۷۵۳) پکې د یادولو وړ دي.[۲۳][۲۴][۲۵]

افریقایي امریکایان[سمول]

لومړۍ لویه ویښتابه د خدای (ج)، خپل ځان، شاوخوا نړۍ او دین یا مذهب په اړه د امریکایانو په درک او پوهه کې د بدلون لامل شوه. په سویلي ټیډواټر (Tidewater) او لوکنټري (Low Country) ساحلي سیمو کې، شمالي باپتیستانو او میتودیست مبلغینو هم سپین پوستي او هم تور پوستي خلک عیسویت ته راواړول. ځینې یې د دین د بدلون پر مهال غلامان شوي وو او ځینې نور بیا آزاد وو. قفقازیانو په خپلو کلیساګانو کې د تور پوستو هرکلی پیل کړ او د دوی مذهبي تجربې یې جدي ونیولې، او له همدې کبله یې دوی په کلیسا کې د ترغیبوونکو یا ناصحانو (exhorters)، شماسانو یا په کلیسا کې زنګ غږوونکو (deacons)، او ان مبلغینو په توګه فعال رول لوبولو لپاره ومنل، که څه هم د مبلغینو په توګه منل کېدل یې نادر وو.[۲۶]

د معنوي او روحاني مساواتو پیغام د ډېری غلامانو لپاره جذابیت درلود، او دا چې په شمالي امریکا کې د افریقا مذهبي دودونه د کمېدو په حال کې وو، د لومړي ځل لپاره لوی شمېر تور پوستو خلکو عیسویت ومانه.[۲۷]

په سویلي مستعمرو کې انجیلي مشران (Evangelical leaders) اړ وو چې د غلامۍ له مسلې سره د شمال په پرتله یو څه زیات تعامل وکړي. همدا لامل و، چې د احیاء یا مذهبي تجدد ډېری مشرانو د غلامانو لرونکو ته په ډاګه کړه چې باید غلامانو ته تعلیم ورکړي ترڅو دوی باسواده شي او د انجیل د لوستلو او مطالعې توان ولري. ډېری افریقایانو ته بالاخره څه نا څه زده‌کړې هم ورکړل شوې.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

علمي تفسیر[سمول]

د "سترې ویښتابه" مفکوره د تاریخپوه جون بټلر لخوا مبهمه او مبالغه‌آمیزه بلل شوې ده. هغه وړاندیز کوي چې تاریخپوهان دې د لویې ویښتابه یا بیدارۍ اصطلاح پرېږدي ځکه د ۱۸مې پېړۍ بیا احیاء یا نوواله یوازې سیمه‌ییزې پېښې وې چې یوازې د امریکايي مستعمرو په نیمایي برخه کې رامنځته شوې او د امریکا پر دین او ټولنه یې اغېزې کمې وې. تاریخپوهانو پر دې هم بحث کړی چې ایا دغې ویښتابه پر امریکايي انقلاب هم، چې ترې وروسته رامنځته شو، سیاسي اغېزې لرلې کنه پروفیسور الان هیمرټ یو لوی تاثیر پکې ګوري، مګر ډېری نور تاریخپوهان بیا په دې اند دي، چې ډېره لږ اغېزه یې لرله. [۳۲][۳۳][۳۴]

سرچینې[سمول]

  1. Sweeney 2005, p. 186: کينډۍ:"'Great Awakening' is a largely American term for the transatlantic revivals of the eighteenth century. British Christians usually refer to the revivals—collectively and more simply—as 'the evangelical revival.کينډۍ:'"
  2. Ahlstrom 2004، صص. 280–330.
  3. Bebbington 1989، ص. 12.
  4. Taylor 2001، ص. 354.
  5. Kidd 2007، ص. 45.
  6. Noll 2004، ص. 102.
  7. Kidd 2007، ص. 44.
  8. Noll 2004، ص. 99.
  9. Noll 2004، ص. 97.
  10. Sweeney 2005، ص. 39.
  11. Noll 2004، صص. 84–85.
  12. Noll 2004، صص. 88–89.
  13. Kidd 2007، ص. 43.
  14. Sweeney 2005، ص. 40.
  15. Kidd 2007، ص. 42.
  16. Noll 2004، ص. 73.
  17. Smith 2015، ص. 110.
  18. Sweeney 2005، ص. 37.
  19. Bebbington 1989، ص. 20.
  20. Lacey 1988.
  21. Matthews 1992، ص. 38.
  22. Brekus 1998.
  23. Wheatley, Phillis. "On Being Brought From Africa to America." (London: 1773). Poems By Phillis Wheatley.
  24. Wheatley, Phillis. "An Elegiac Poem On the Death of that celebrated Divine, and eminent Servant of Jesus Christ, the Reverend and Learned Mr. George Whitefield." (London: 1773). Massachusetts Historical Society.
  25. Brekus 2013.
  26. Kidd 2008، ص. 19.
  27. Lambert 2002.
  28. Whitefield, George. To the Inhabitants of Maryland, Virginia, North and South Carolina (Philadelphia: 1740); quoted in Kidd 2008, pp. 112–115
  29. Lambert 2002، ص. 14.
  30. Kidd 2007، ص. 217.
  31. Butler 1990.
  32. Goff او Heimert 1998.
  33. Heimert 1966.
  34. Butler 1982، صص. 322–323.