Jump to content

لومړۍ بطلیموس سوټر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لومړۍ بطلیموس سوټر ( ۳۶۷ مخزېږدیزـ مخزېږدیز ۲۸۲ جنوري) د مقدوني یونان یو جنرال، تاریخپوه او د سترسکندر ځای ناستی و چې بطلیموسی سلطنت  یې چې مرکز یې په مصر کې  و او د بطلیموسي کورنۍ له خوا له  ۳۰۵ تر ۳۰‌ مخزېږدیز پورې رهبري کېده  تأسیس کړ. هغه ۳۰۴/۳۰۵ مخزیېږدیز څخه دهغه تر مرګ پورې د بطلیموسي مصر له فرعونانو او بیسیولوسو ( دا یوه یوناني اصطلاح ده چې مختلفې معناوې لکه پاچا، سترواک، اسقف او نور درلودلي دي) څخه وه چې په دې دوره کې مصر د هیلینیستیک تمدن یو غوړېدلې سنګر او سکندریه د یوناني کلتور یو ستر مرکز و.   [۱][۲]

لومړۍ بطلیموس د مقدونیې د ارسینو ( د بطلیموسي کورنۍ یوه مرستیاله ملکه وه) زوی و چې د هغې مېړه به د مقدونیې لاګوس یا  د سکندر پلار دویم فلیپ وي . که څه هم دویمه خبره به یوه  جوړې شوې افسانه  وې ترڅوبطلیموسي کورنۍ ستره وښیي. بطلیموس سوټر د سکندر له ډېرو باورې ملګرو او نظامي افسرانو څخه و. په کال ۳۲۳ مخزېږدیز کال کې د سکندر له مړينې وروسته، بطلیموس سوټر د سکندر جسد هغه وخت بیا وموند چې په پام کې وه په مقدوینه کې خښ کړل شي، هغه په مېمفیس کې ځای په ځای شو او له هغه ځای څخه په سکندریې کې یوې نوې مقبرې ته ولېږدول شو. له دې وروسته هغه د پردیکاس ( دا د سکندر یو جنرال و)  په وړاندې له یوه ائتلاف سره یوځای شو چې هغه په مقدونیه کې د دریم فلیپ نایب السلطنه و. دریم فلیپ په مصر یرغل وکړ اخو هغه په ۳۲۰ مخزېږدیز کال کې د خپلو افسرانو له خوا ووژل شو او دې کار لومړي بطلیموس ته اجازه ورکړه چې په هېواد خپل کنترول ټینګ کړي. د سکندر د ځای  ناستو تر منځ د یو شمېر جګړو وروسته، بطلیموس په جنوبي سوریه کې د جودیا په نامه د یوه ملکیت دعوه وکړه چې داسیمه د سوریاي پاچا  لومړي سیلیوکس سره په منازعه کې وه. هغه همدارنګه د قبرس او سیرینایکا کنترول هم تر لاسه کړ ، چې سیرینایکا د برکټي ماګاس کنترول ته ورکړل شوه. بطلیموس همدارنګه د سکندریې کتابخونه هم جوړه کړه.  [۳]

بطلیموس ښايي له تایس سره چې د سکندر په وخت کې دهغه معشوقه وه واده کړی وي، دا هم مشهوره ده چې هغه به دسکندر د امر په اساس له یوې فارسې اشرافۍ آرکاتاما سره واده کړی وي. هغه وروسته د انتیپاتر له لور ايوریدایس سره چې د مقدونیې نایب السلطنه وه واده وکړ او د هغوی زامنو بطلیموس کیرانوس او میلیګر په نوبت سره په مقدونیه کې سلطنت وکړ. د بطلیموس سوتر وروستی واده د ايوریدایس د عمه له لور لومړۍ بېرېنایس سره چې د ملکې مخصوصه مستخدمه وه و. لومړی بطلیموس په ۲۸۲ مخزېږدیز کې مړ شو او د هغه زوی دویم بطلیموس له بیرینایس سره دهغه ځای ناستي شول.  

د ژوند لومي وختونه او شغل

[سمول]

د مقدونیي یونایی لومړی بطلیموس په ۳۶۷ مخزېږدیز کال کې وزیېږید، د هغه مور آرسینو نومېده. د ستیروس ( یو فیلسوف او تاریخ پوه و) په وینا، آرسینو د مقدونیې د لومړي سکندر له نسل څخه وه نو له همدې امله هغه د آرګید دکورنۍ غړې وه  او ادعا یې کوله چې د هغې نسب له هراکلس څخه دی. ظاهرا، د بطلیموس پلار لاګوس د مقدونیې د ایوردایا  له اشرافو څخه و، خو ډېری لرغونې سرچينې ادعا کوي چې هغه په حقیقت کې د د مقدونیې د دویم فلیپ غیر قانوني زوی و، که دا رښتیا وي، نو بطلیموس د ستر سکندر میرنی ورور و. د دې احتمال هم شته چې دا به یوه جوړه شوې افسانه وي چې د بطلیموس سلسلې ته ستر والی ورکړي. [۴][۵][۶]

بطلیموس له سکندر سره د هغه په لومړیو جګړو کې خدمت کاوه او او د هغه له اوو ساتونکو څخه یو ساتونکی و. هغه په هند او افغانستان کې د سکندر په جګړو کې ستره برخه درلوده . هغه د ایسوس په جګړه کې برخه درلوده او د پارمنیون ( دمقدونیي یو جنرال و) تر واک لاندې چپ لورې کې یې د ځواکونو قومانده په غاړه درلوده. له هغه وروسته هغه له سکندر سره د اورېکل او سیوا اوسیس په سفرونو کې یو ځای و چې هلته سکندر د د یوناني خدایانو د زوي په توګه اعلان کړل شو. بطلیموس خپله مستقله قومانده د یاغی  بېسېوس په وړاندې تر سره کړه چې هغه د خپلو ساتونکو له خوا ونیول شو او بطلیموس ته وسپارل شو چې وروسته سکندر ته د اعدام لپاره وسپارل شو. [۷][۸]

د سکندر ځایناستی

[سمول]

کله چې سکند ر په ۳۲۳ مخزېږدیز کال کې مړ شو، نو ویل کېږي چې  لومړي بطلیموس د سترواکې هستوګنځای په بابل کې جوړ کړ. د بابل له وېشلو سره هغه د  د دریم فلیپ او ماشوم څلورم سکندر تر قوماندې لاندې مصر ساتراپ ( واکمن) وټاکل شو او یونانی کلیومېنېس دهغه د مرستیال په توګه پاتې شو. بطلیموس په چټکې سره بې له دې چې اجازه ولري د سیرېنایکا ( په لیبیا کې یوه سیمه ده) د تابع کولو لپاره اقدام وکړ. [۸]

د رواجونو له مخې، په مقدونیه کې پاچاهانو  تخت ته د رسېدلو  د حق د ترلاسه کولو لپاره باید له خپل ځان مخکېنی پاچا خښ کړای وای، له همدې امله بطلیموس غوښتل چې پردیکاس ( د سکندر جنرال و) مخکې له مخکې د پاچاهۍ له ادعا منعه کړي نو بطلیموس د سکندر د مړي د ترلاسه کولو لپاره ډیر کړاوونه وزغمل. کله چې سکندر د مرګ په بستره کې پروت و، هغه هیله درلوده چې په مقدونیې کې  د آیګیا د شاهي هدیرې  په ځای د زیوس آمون په معبد کې چې د پخوانۍ لیبیا د سیوا اواسیس په سیمه کې پروت و خښ کړي شي که څه هم د پردیکاس په ګډون د هغه ځای ناستو هڅه کوله چې هغه په مقدونیه کې خښ کړي. د ۳۲۲ زېږدیز په وروستیو یا ۳۲۱ په لومړیو کې، د الکساندر جسد مقدونیې ته په لاره کې په سوریه کې و چې د لومړي بطلیموس له خوا ونیول شو. بطلیموس دهغه د جسد پاتې شوني بیرته مصر ته راوړل او هغه یې په میمفیس کې خښ کړل خو وروسته الکساندریې ته چې  هلته هغوی ته مقبره جوړه شوې وه  ولېږدول شول. له دې پېښې لږ موده وروسته، بطلیموس په ښکاره توګه د پردیکاس په وړاندې آئتلاف سره یوه ځای شو. داسې ښکاریده چې بطلیموس په پردیکاس باندې ګمان کاوه چې غواړي تخت ته ورسېږي او پردیکاس پرېکړه کړې وه چې بطلیموس به دهغه خورا خطرناک رقیب وي. بطلیموس کلیومېنېس په دې اعدام کړ چې د پردیکاس لپاره یې جاسوسي کوله، په دې کار سره د هغه د صلاحیت څخه یو ستر خنډ لرې شو او بطلیموس ته یې اجازه ورکړه چې هغه پریمانه پیسې ترلاسه کړي چې کلیومینیس ټولې کړې وې. [۹][۱۰][۱۱]

سیالي او جګړې

[سمول]

په مخزېږدیز ۳۲۱ کال کې پردیکاس هڅه وکړه  چې په دې موخه په مصر یرغل وکړي چې مصر د هغه عسکرو لاس ته ورشي. د بطلیموس داپریکړه چې له نیل څخه به د پردیکاس په وړاندې  دفاع کوي د پردیکاس په ماتې سره پای ته ورسېده او د پردیکاس د  ۲۰۰۰ تنوته د تفاتو لامل شوه. د پردیکاس دا ماته د هغه شهرت ته مرګونی ګوزار و او دی هم پخپله خیمه کې د خپلو لاس لاندې عسکرو له خوا ووژل شو. بطلیموس په فوري توګه له نیل څخه تېر شو تر څو هغو ته اکمالات برابر کړي چې یو ورځ د مخه د ده په وړاندې دښمن پوځ و. بطلیموس ته د د پردیکا په ځای د نایب السلطنه مقام وړاندیز شو خو دهغه له خوا ونه منل شو. بطلیموس د قدرت د بنسټ په ساتلو کې خورا ثابت قدم و او هېڅکله ته هغو وسوسو ته تسلیم نه شو چې د سکندر د ځای ناستي توب لپاره یې باید هرڅه له لاسه ورکړي وای. د هغو اوږدو جګړو چې د دیادوچي ( د سکندر د ورې جنرالان و چې د سکندر له مړینې یې وروسته د هغه د ځای ناستي توب لپاره جګړه کوله) تر منځ پېښې شوې ، د بطلیموس لومړۍ موخه دا وه چې مصر په آرامي سره ونیسي، او دوهمه موخه یې دا وه چې د قبرس، سوریې او جودیا ولایت په ګډون بهرنۍ سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي. هغه لومړي سوریه په ۳۱۸ کې  اشغال کړه او په دې وخت کې یې په قبرس کې تر ملاتړ لاندې د کوچنیو پاچاهانو حکومت جوړ کړ. کله چې لومړي انتیګونوس د آسیا ارباب په کال ۳۱۵ کې  له ځان څخه د پراختیا غوښتنې هیلې وښودې، هغه د هغه د ضد ائتلاف سره یوځای شو، او د جګړې له پراخیدو سره له سوریې ووت. په قبرس کې هغه د انتي ګونوس له ملاتړو سره جګړه وکړه او دا جزیره یې بیرته  په ۳۱۳ کې ونیوله او په سېرېن کې یې یو بغاوت وځاپه. [۱۲][۱۳][۱۴][۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Hölbl, Günther (2013). A History of the Ptolemaic Empire. Routledge. p. 21. ISBN 9781135119836.
  2. Jones, Prudence J. (2006). Cleopatra: A Sourcebook. Norman: University of Oklahoma Press. p. 14. ISBN 9780806137414. They were members of the Ptolemaic dynasty of Macedonian Greeks, who ruled Egypt after the death of its conqueror, Alexander the Great.
  3. Alexandre le Grand (in انګليسي). Librairie Droz. 1962. p. 155. ISBN 978-2-600-04414-1.
  4. Ptolemy I at Livius.org
  5. Jones, Prudence J. (2006). Cleopatra: A Sourcebook. Norman: University of Oklahoma Press. p. 14. ISBN 9780806137414. They were members of the Ptolemaic dynasty of Macedonian Greeks, who ruled Egypt after the death of its conqueror, Alexander the Great.
  6. Carney, Elizabeth (2010). Philip II and Alexander The Great: Father and Son, Lives and Afterlives. New York: Oxford University Press. ISBN 978-0-19-973815-1.
  7. Arrian (1976). de Sélincourt, Aubrey (ed.). Anabasis Alexandri (The Campaigns of Alexander). Harmondsworth: Penguin Books. III, 30. ISBN 978-0-14-044253-3.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ Chisholm 1911، م. 616.
  9. Lauren O'Connor (2008). "The Remains of Alexander the Great: The God, The King, The Symbol". Constructing the Past. بياځلي په 28 March 2019..
  10. Green, Peter (1990). Alexander to Actium. University of California Press. pp 13–14. ISBN 9780520083493.
  11. Saunders, Nicholas (2007), Alexander's Tomb: The Two-Thousand Year Obsession to Find the Lost Conqueror, Basic Books, p. 41, ISBN 978-0465006212
  12. Anson, Edward M (Summer 1986). "Diodorus and the Date of Triparadeisus". The American Journal of Philology (The Johns Hopkins University Press) 107 (2): 208–217. doi:10.2307/294603. کينډۍ:JSTOR.
  13. Peter Green p14
  14. Peter Green pp 119