لومړی باسېل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لومړی باسېل
(یوناني: Βασίλειος Α΄ο Μακεδών)
(آرمینیائی: Բարսեղ Ա Մակեդոնացի د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لومړی باسېل
لومړی باسېل

د شخص معلومات
پيدايښت ۰۸۱۱
ادیرنه  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 29 اگسټ 886 (74–75 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قسطنطنیه  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل تبه  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بیزانس سترواکي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
لومړی باسېل چې د مقدوني په نامه یادېږي (له ۸۱۱ کال څخه – د ۸۸۶ کال د اګسټ تر ۲۹) د بیزانس سترواک ؤ چې له ۸۶۷ کال څخه تر ۸۸۶ کال پورې یې واکمني وکړه. هغه د مقدونیې په بند (تم) کې یو ساده بزګر نړۍ ته راغلی او د سترواکۍ دربار ته ورسېد. هغه د تیوفیلټز، د سترواک دریم مایکل (شاوخوا ۸۴۲ - ۸۶۷) خپلوان خدمت ته ننوت او شتمنې ډانیلیس ورته شتمني ورکړه. هغه د دریم میکائیل رضایت ترلاسه کړ او د ده معشوقې سره یې د سترواکۍ په امر واده وکړ او په ۸۶۶ کال کې د هغه شریک امپراتور اعلان شو. نوموړي په راتلونکي کال کې د میکائیل د وژلو امر صادر وکړ. د متواضع او نرم اصل او نسب سره سره، هغه د هېواد د چارو په چلولو کې زیاته وړتیا وښودله. هغه د مقدوني لړۍ بنسټګر ؤ. له مړینې وروسته یې خپل زوی، (ښايي د دریم مایکل زوی) شپږم لیو (Leo VI) د هغه ځایناستی شو.  

له بزګرۍ څخه تر سترواکۍ پورې  [سمول]

باسېل د ۸۱۱ کال په وروستیو کې ( یا د یو شمېر پوهانو په اټکل د  ۸۳۰ کال لسیزې په کوم وخت کې) د مقدونیې د بیزانس بند په چاریوپولیس (هغه اداري څانګه چې په تراکیه کې د آډریانوپل سیمې سره مطابقت لري) کې له یوه بزګر مور او پلار څخه نړۍ ته راغلی. د پلار نوم یې بارداس، د نیکه نوم یې مایکتس، د مور نوم یې پنکالو او د دې د پلار نوم لیو ؤ. د ده توکمیز اصل نامعلوم دی او دا د بحث موضوغ وه.  [۱][۲][۳]

د باسېل د واکمنۍ په اوږدو کې یوه مفصله نسب پېژندنه (نسب نامه) جوړه شوه چې ادعا په کې شوې وه چې نیکونه، څرنګه چې هرچا باور درلود، صرف بزګران نه وو، بلکې د ارمنستان د ارشکاني پاچاهانو او همدارنګه د لوی کنستانتین اولادونه وو. ارمنستاني تاریخ پوهان سامویل آنتسي او سټېفن تارونتسي لیکي چې دی د تارون د تېل د کلي څخه ؤ. برعکس فارسي لیکوالان لکه حمزه اصفهاني، یا الطبري هم باسیل او هم مور یې ثقلبي بولي، ثقلبي یوه توکمیزه جغرافیوي اصطلاح ده چې معمولا سلاویانو ته اشاره کوي، بلکې یوې عمومي اصطلاح په توګه هم تعبیر کېدای شي چې د قسطنطنیې او بلغاریا تر منځ سیمې اوسیدونکي په کې شاملېږي. له همدې امله د باسېل د پلار د ارمني، سلاوي یا په حقیقت کې د "ارمنو-سلاونیک" اصل او نسب پر سر ادعاګانې شوې دي. مور نوم یې د مورني پلوه یوناني اصل ته اشاره کوي. د پوهانو عمومي اجماع دا ده چې د باسېل پلار "احتمالا" ارمني الاصل  ؤ او په بیزانسي تراکیه کې مېشت شوی دی. د یادونې وړ ده چې د هغه نږدې خپلوان او ملګري اکثراً ارمنیان وو او د یوناني ژبې سربېره احتمالاً په ارمني ژبه یې هم خبرې کولای شوی. په انګلیسي ژبه د لومړي باسېل د یوازیني اختصاصي ژوندلیک لیکوال، نارمن توبیاس دې پایلې ته ورسېد چې ناشونې ده چې ډاډمن اوسو دا چې د سترواک توکمیز اصل څه دی، که څه هم باسېل د بیزانس په سترواکۍ کې په مهمو پوستونو کې یقیناً د ارمنیانو په ملاتړ تکیه کوله.  [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

یوه کیسه څرګندوي چې ده د خپل ماشومتوب یوه برخه په بلغاریه کې په اسارت کې تېره کړې وه، چې هلته یې کورنۍ په ۸۱۳ کال کې ظاهراً د خان کروم (شاوخوا ۸۰۳ - ۸۱۴)  د اسیرانو په توګه وړل شوې وه. باسېل هلته تر ۸۳۶ کال پورې ژوند کاوه، په دې وخت کې هغه او څو نور کسان په تراکیه کې د بیزانس تر واک لاندې سیمې ته وتښتېدل. باسېل په نهایت کې ډېر بختور ؤ چې د تیوفیلټز، د قیصر بارداس (د سترواک دریم مایکل کاکا) خپلوان خدمت ته د زوم په توګه ننوت. هغه د تیوفیلټز خدمت کولو پرمهال  پاټراس ښار ته لاړ، په دې ځای کې د یوې شتمنې ښځې، ډانیلس رضایت ترلاسه کړ او خپل کور ته یوړ او هغه ته یې شتمني وروببښه. ده آسونو رام کونه کې د خپلې وړتیا له امله او د غېږنیونې په یوه لوبه کې بلغاریايي اتل څخه د بریا په ګټلو سره د دریم مایکل پام ځانته راواړاوه.؛ دی ډېر ژر د بیزانس سترواک مل، باوري کس او ځانساتونکی (پاراکویمومنوس) شو. سیمون مجیسټر باسېل داسې توصیفوي: "... ښه بدني بڼه یې درلوده او چهار شانه ؤ؛ وریځې یې نښتې وې، لویې سترګې او وتلې سینه یې درلوده او ټیټنکی ؤ".  [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د امپراتور مایکل په امر، باسېل خپلې مېرمن ماریا ته طلاق ورکړ او د ۸۶۵ کال شاوخوا کې یې د مایکل د خوښې معشوقې، آیدوکیا انجرینا سره واده وکړ. باسېل د عربانو په وړاندې د لښکر اېستنې په ترڅ کې دریم مایکل قانع کړ چې تره یې بارداس د بیزانس تخت ته سترګې نیولې او وروسته د ۸۶۶ کال د اپریل په ۲۱ د مایکل په موافقې سره یې بارداس وواژه. مخکې له دې چې باسېل د ۸۶۶ کال د مې په ۲۶  د شریک سترواک په توګه تاج په سر کړي، په دربار کې مخکښ شخصیت شو او د قیصر په خالي مقام کې وټاکل شو. په دې ترفېع کې ښايي د دریم مایکل له خوا چې خپله ډېر ځوان سړی ؤ، د باسېل منل کېدل شامل ؤ. عموماً په دې باور ؤ چې شپږم لیو د باسېل ځایناستی او نامتو زوی، په حقیقت کې د مایکل زوی ؤ. که څه هم داسې بریښېده چې باسېل همدا باور درلود (او له لیو څخه یې کرکه لره)، قیصر ته او بیا شریک سترواک ته د باسېل ترفېع، ماشوم ته مشروع او سترواک مور او پلار ور په برخه کړل او د بیزانس تخت باندې یې د هغه ځای کښېناستنه خوندي کړه. کله چې لیو وزیږېد، دریم مایکل دا پېښه په عامه ګاډۍ سورلیو سره ولمانځله، پداسې حال کې چې هغه په ​​واضح ډول په باسېل باندې امر وکړ چې د کوچني امپراتور په توګه د خپل نوي موقف څخه ناوړه ګټه وانه خلي.   [۱۳][۱۴][۱۳][۱۵][۱۶]

کله چې دریم مایکل د باسیلیسکیانوس په نوم د بل درباري پلوري وکړه، باسېل دې پایلې ته ورسېد چې موقف یې کمزوری شوی. مایکل ګواښ وکړ چې باسیلیسکیانوس ته به د سترواکۍ دې لقب ورکړي او دې کار باسېل وهڅاوه چې د ۸۶۷ کال د سپټمبر د ۲۴ نېټې په شپه د مایکل د ترور په تنظیمولو سره د پېښو مخه ونیسي. کله چې باسېل د ملګرو یوې کوچنۍ ډلې ( چې پلار یې بارداس، ورور یې مارینوس او د تره زوی یې  ایلیون په کې شامېل وو) سره د ننه شول، مایکل او باسیلیسکیانوس د انتیموس په ماڼۍ کې د مېلمستیا وروسته له زیاتې نېشې بې سده شوی وو. د تالار د دروازو په قلفونو کې ګوټې وهل شوې وې او د دربار کارکوونکي ساتونکي نه ؤ ګمارلي؛ بیا دواړه قربانیان په توره ووژل شول. د دریم مایکل په مړینې سره، باسېل چې له وړاندې شریک سترواک اعلان شوی ؤ، په اوتومات ډول حاکم باسیلیوس شو.   [۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Treadgold 1997, p. 455.
  2. Vasiliev 1928–1935, p. 301.
  3. PmbZ, Basileios I. (#832/add. corr.)
  4. Tobias 2007، ص. 264.
  5. Tobias 2007، ص. 24.
  6. Finlay 1853، ص. 213.
  7. Treadgold 1997، ص. 455.
  8. PmbZ، Pankalo (#5679).
  9. Tobias 2007، ص. 20.
  10. Treadgold 1997, p. 455.
  11. Head, pp. 231–232.
  12. Gregory 2010, p. 242.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ Bury 1911.
  14. Theophanes Continuatus IV.43.
  15. Theophanes Continuatus IV.43.
  16. Treadgold 1997, p. 453.
  17. Theophanes Continuatus IV.44.
  18. Treadgold 1997, pp. 453–455.