لورن اکټون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لورن ویلبر اکټون (انگلیسي: Loren Wilber Acton) – (زوکړه: ۷-مارچ-۱۹۳۶) یو امریکايي پنځپوه (فزیکپوه) دی چې د تشیال ماکو (Space Shuttle) له لارې په ایس‌ټي‌ایس-۵۱-ف (STS-51-F) ماموریت کې د لاکهیډ پالو الټو څېړنیز لابراتوار (Lockheed Palo Alto Research Laboratory) لپاره د باروال کارپوه (Payload Specialist) په توگه تشیال ته ولاړ.

لورن د مونټېنا ایالت په لېویس‌ټاون (Lewistown) ښار کې زېږېدلی – او په ۱۹۵۹م کال کې یې له مونټېنا سټېټ یونیورسیټي (Montana State University) څخه په انجنیري فزیکپوهنه (Engineering Physics) کې بکلوریا او په ۱۹۶۵م کال کې یې د بولډر له کولوراډو پوهنتون (University of Colorado at Boulder) څخه په لمریزه فزیکپوهنه (Solar Physics) کې ډوکټورا ترلاسه کړه.

نور ولولئ[سمول]