Jump to content

لورا کورنیلیوس کېلوګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لورا کورنیلیوس کېلوګ («میني») («وینوګن») (زوکړه: د ۱۸۸۰ زکال د سپټمبر ۱۰مه – مړینه: ۱۹۴۷ زکال) د اونیډا قبیلې یوه مشره، لیکواله، ویناواله، فعاله او راتلونکې پالونکې وه. کېلوګ چې د اونیډا قبیلې د مخکښو مشرانو له اولادې څخه وه د امریکايي سورپوستو وګړو د ټولنې بنسټ یې کېښود. دا د رنسانس او شپږو ایروکوئي ملتونو د حاکمیت پیاوړې مدافعه وه چې د اشتراکي قبیلوي قلمروونو، قبیلوي کورواکۍ او کورواکه حکومت لرلو په موخه یې مبارزه کوله. کېلوګ چې د «وینوګن بومي شاهزادګۍ» په توګه پېژندل کېږي په ملي او نړیوالو غونډو کې د اونیډا او ایروکوا د وګړو غږ اوچتونکې وه. د ۱۹۲۰مې او ۱۹۳۰مې لسیزې پرمهال کېلوګ او مېړه یې اورین جې. کېلوګ په نیویارک کې د شپږو بومي قبیلو په استازولۍ د ځمکو اړوند یو شمېر غوښتنې مطرح کړې. د کېلوګ «لومي پلان» د سورپوستو وګړو د چارو د کنټرول په موخه هغه ځای نیونکې مترقي طرحه وه چې د امریکا د بومي وګړو په پر ځان بساینې، تعاوني چارو او بنسټونو جوړولو او همدارنګه یې د کاري قوې په تنظیم ټینګار درلود. د تاریخ لیکونکي لارنس هاپټمن په خبره، «کېلوګ د معاصرو ایروکوئي وګړو په بدلون کې مرسته وکړه، هغوی یې خپلو لرغونو ډلو ته اړوند نه کړل، بلکې دوی یې د ۲۰مې پېړۍ پر مهال د سورپوستو په سیاستونو کې په مهمو لوبغاړو، فعالینو او د دعوی په اصلي لورو بدل کړل».[۱][۲]

د امریکايي سورپوستو ټولنه

[سمول]

لورا کورنیلیوس کېلوګ د امریکايي سورپوستو د ټولنې یو له بنسټګرو غړو او همدارنګه د هغو د لومړنۍ اجرایوي کمېټې غړې وه. دغه ټولنه په ۲۰مه پېړۍ کې د پان انډینېزم مخکښه ټولنه وه چې قبیلو ته له پام پرته یې د امریکايي سورپوستو ترمنځ یووالي ته کار کاوه. دغې ټولنې د امریکايي سورپوستو لپاره د رهبرانو نوی نسل رامنځته کړ چې د سرو مخکښانو په نوم پېژندل کېدل؛ په دغو کې د طبابت، ناروغ پالنې، قانون، دولت، ښوونې او روزنې، انسان پوهنې او ادارې مخکښ متخصصین شامل وو چې د پرمختګ په دوره کې یې د سپینو اصلاح غوښتونکو سره د زده کړو او دولتي اقداماتو له لارې د پراختیايي چارو اړوند خپله لیوالتیا شریکه کړه. دغې ټولنې په علمي بنسټونو کې غونډې کولې، په واشنګټن کې یې مرکزي دفتر درلود، کلنۍ غونډې یې جوړولې او همدارنګه یې امریکايي سورپوستو ته اړونده کلنۍ نشریه لرله چې د سورپوستو لیکوالانو لیکنې یې خپرولې. یاده ټولنه د «بومي امریکایانو د ملي ورځې» یو له اصلي ملاتړو څخه وه او د سورپوستو د تابعیت اړوند یې په لومړنۍ کرښه کې مبارزه وکړه؛ همدارنګه یې د ټولو بومي قبیلو او ډلو د حقونو لپاره د متحده ایالاتو په فدرال دولت باندې په محاکمو کې دعواوې ثبت کړې. یاده ټولنه د سورپوستو امریکايي وګړو د ملي کانګرس په څېر سورپوستو ته د اړوندو معاصرو بنسټونو بنسټګره بلل کېږي. [۳]

د ۱۹۱۱ زکال د اپرېل په ۳-۴ مه نېټه د پروفیسور فایټ آوري مک کنزي په بلنه شپږ تنو بومي امریکايي روڼ آندو د پلان جوړونې په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د اوهایو په دولتي پوهنتون کې جوړه شوې وه. د یادې ټولنې د سوابقو پر بنسټ د دغې غونډې ګډونوال ښوونکې لورا کورنیلیوس کېلوګ (اونېډا قبیله)، فیزیک پوه ډاکټر چارلز ایسټمن (ډاکوټا قبیله)، فیزیک پوه ډاکټر کارلوس مونتزوما (یاواپي – اپاچي)، وکیل توماس ال. سلوان (اوماها)، د سور پوستو د چارو د ادارې څارونکی چارلز اډوین ډینیټ (پیوریا) او ښوونکی هنری سټنډېنګ بیر (اوګلالا لاکوټا) وو. [۴][۵]

د اپرېل له غونډې لږ وروسته د لورا کورنیلیوس کېلوګ په مشرۍ یوه لنډ مهالې اتلس کسیزه اجرایوي کمېټه جوړه شوه. [۶]

د ۱۹۱۱ زکال د جون په ۲۱مه او ۲۲مه نېټه کېلوګ د ویسکانسین په سیمور سیمه کې په خپل کور کې د دغې لنډ مهالې اجرایوي کمېټې د غونډې کوربه توب وکړ څو د دغې ټولنې د اعلان په موخه د هغو اساسنامه جوړه کړي. په دغه غونډه کې د اونیډا قبیلې مشهور وکیل او د دې ورور چسټر پوی کورنیلیوس او ډنیسون ویلاک هم ګډون درلود. چارلز اي. ډاژنت د غونډې مشري وکړه او ایما جانسون، روزا لافلشي او فایت اوری مکنزي یې له ګډونوالو څخه وو. [۷][۸]

د ۱۹۱۱ زکال د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د دغې ټولنې په پرانیست غونډه کې چې د اوهایو د کولمبوس سیمې د اوهایو په دولتي پوهتون کې جوړه شوې وه کېلوګ څرګنده کړه چې، «زه یوه نوې سورپوستې نه یم، زه لرغونې سورپوستې یم چې له نوو شرایطو سره مې ځان عیار کړی». کېلوګ د دغې غونډې پر مهال یوه رسمي مقاله د «سورپوستو لپاره د صنعتي بنسټ» تر عنوان لاندې وړاندې کړه چې په هغو کې یې «په بڼ ډوله ښارونو» باندې د سورپوستو لپاره د ځانګړو شوو سیمو د اوښتون وړاندیز کړی و، په داسې توګه چې کور واکه وي او دغه «تضمین شوې کورواکي» یې باید د آزاد بازار له اقتصاد سره تعامل ولري. د دغې ټولنې غړو په فرصت لرونکو سیمو باندې د ځانګړو شوو برخو د اوښتون په شونتیا شک درلود او ډېرو نورو بیا د سورپوستو د چارو د ادارې د لغو کولو غوښتنه وکړه. له دې سره هم کېلوګ د اونېډا او نورو قبایلو ترمنځ ځانته یوه ملاتړیزه حوزه ومونده.[۹][۱۰]

د دغې ټولنې مشرانو د کېلوګ اړوند بېلابېل لیدلوری لرل چې د پټریکا سټوي له خوا داسې بیان شوي:

د بېلګې په توګه چارلز اډوین ډاژنټ هغه «د پریمانه خو د نه عملي کېدونکو طرحو لرونکې خیال پالونکې بلله». ارتور سي. پارکر د هغې ځیرکتیا ستایله، خو د هغې د ژبې څخه یې ویره نه کنټرول کېدونې وموندله چې ګویا «زما پر لار ولاړ شه او که نه بیا مو خراب کوم». کارلوس مونتزوما هغه د «سیلۍ» په توګه وبلله چې له یوې موضوع بلې ته درومي او هر څه «د هغو پایلو ته له پام پرته» ترسره کوي. له دې ټولو سره کشیش شرمن کولیج هغه بل ډول توصیف کوله. کولیج د هغې د لومړي ځل خبرو په یادونې سره وویل، «په سترګو کې یې اوښکې راغلې څو وښيي موږ په خپل منځ کې یوه بې سارې ښځه لرو چې د سورپوستو لپاره د داسې لویې ښېګڼې په فکر ده چې دا یې ترسره کولای شي».[۱۱]

د ۱۹۱۳ زکال پر مهال د دغې ټولنې دریمه کلنۍ غونډه چې د کلراډو په ډنور کې جوړه شوې وه د کېلوګ وروستۍ غونډه وه. د همدغه کال په لومړیو کې د اوماها وکیل او د دغې ټولنې غړي توماس ال. سلون چې د سورپوستو په چارو کې یې د جوزف ټي. رابینسون د پارلماني کمیسیون د ځانګړي استازي په توګه څېړنې کولې، کېلوګ یې د مخکښې څېړونکې په توګه معرفي کړه. دغه مهال اوکلاهاما د سورپوستو په چارو کې د فساد ځاله وه. د ۱۹۱۳ زکال د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د اوکلاهاما په پاوهوسکا کې د اوساج قبیلې د اجنسۍ له خوا د نفتو د اجارې له څو اونیزو څېړنو وروسته کېلوګ د کلراډو د پوئبلو د سیمه ئیزې محکمې په حکم د بې ځایه بهانو او د فدرال چارواکو د هویت د جعل کولو په تور ونیول شوه. کېلوګ د فدرال مامورینو له خوا کلراډو ته یووړل شوه او هلته د ضمانت پر مټ له بنده خوشې شوه. کېلوګ څرګنده کړه چې دا د سورپوستو د چارو د ادارې له خوا جوړ شوی پلان و، دې وویل چې «اوس نو د اوساج ښارګوټي او د کورنیو چارو د وزارت ترمنځ لوبه کې بل حرکت روان دی، دا د نفتو د نړۍ د بېلابېلو لویو عواملو او همدارنګه د رابینسون د څېړونکې کمېټې ترمنځ پرمختللی حرکت و». د ۱۹۱۴ زکال د جنوري په ۳۱مه نېټه د ډنور د سیمه ئیزې محکمې قاضي، آر.اي. لویس د شواهدو له اورېدو وروسته منصفه پلاوي ته امر ورکړ چې د کېلوګ دوسیه وتړي.[۱۲]

داسې ښکاري چې دغه مهال د کېلوګ ټولیز سیاسي فعالیتونه د یادې ټولنې د محافظه کارو غړو او همدارنګه د سورپوستو د چارو په اداره کې د شاملو غړو د کم راتلو لامل ګرځېدلي و. په داسې حال کې چې کېلوګ د هر ډول مالي تخلفاتو څخه سپینه وګڼل شوه، خو د نیولو له امله له یادې ټولنې وویستل شوه، «هغه بې عدالتي او سپکاوی چې دې هېڅکله هم وه نه بخښه». د ۱۹۱۳ زکال د ډنور له کنفرانس وروسته نور نو کېلوګ د دغې ټولنې د غړو په نوملړ کې ځای وه نه موند. [۱۳]

وروسته کلونه

[سمول]

کېلوګ د خپل ژوندانه تر پایه پورې د رنسانس او همدارنګه د شپږو ایروکوئي ملتونو د حاکمیت په موخه خپلې مبارزې ته دوام ورکړ. د تاریخ پوه لارنس هاپټمن په خبره کېلوګ د ۱۹۴۰مې لسیزې پر مهال «یوه ماته شوې مېرمن وه چې په تاریخ کې یې نور وخت له لاسه ورکړی و، سربېره پر دې یې هم خپل شهرت او هم خپله شتمني له لاسه ورکړې وه». کېلوګ د خپل ژوند وروستۍ ورځې په آرامۍ سره تېرې کړې او د ۱۹۴۷ زکال پر مهال په نیویارک کې مړه شوه. [۱۴][۱۵]

سرچينې

[سمول]
  1. Hauptman, 2008, p.16-163.
  2. Hauptman, 2008, p. 153
  3. Hazel W. Hertzberg, "The Search for an American Indian Identity: Modern Pan-Indian Movements", Syracuse University Press, 1971, p. 117.
  4. Nicholson, Christopher (May 2011). To Advance a Race: A Historical Analysis of the Personal Belief, Industrial Philanthropy and Black Liberal Arts Higher Education in Fayette McKenzie's Presidency at Fisk University, 1915–1925. Chicago: Loyola University. p. 64. کينډۍ:ProQuest.
  5. Nicholson, p.64
  6. Nicholson, p.64
  7. Philip J. Deloria, "Four Thousand Invitations", SAIL 25.2/AIQ 37.3 Summer 2013, P.28.
  8. Hauptman, p.149.
  9. Laura M. Cornelius, "Industrial Organization for the Indian", Report of the Executive Council on the Proceedings of the First National Conference, Society of American Indians (1912), P.46-49. Hauptman, p.151.
  10. Gretchen M. Bataille and Lisa Marie, "Native American Women: A Biographical Dictionary, (2001), p.171.
  11. Stovey, p.145.
  12. The Daily Oklahoman, October 12, 1913.
  13. Hauptman, p.147-152, Ewen, Alexander and Jeffrey Wollock.
  14. Hauptman, 2008, p. 162
  15. Sonnenborn, p. 112.