لواطت او بچه بازی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حضرت ابوهريره (رض) له حضرت ابن عباس څخه نقل كوي، چي حضرت محمد (ص) فرمايي: چا چي له ښځي سره دشا له خوا جماع وكړه او يا يې له هلك او يا سړي سره لواطت وكړه نو دى به د قيامت په ورځ بدبويه ځاى ته دننه شي .

دلواطت (بچه بازى) په اړه د صحابه كرامو اقوال:

له حضرت عبدالله بن عباس څخه روايت دى، چي وايي كله چي لواطت كوونكى سړى مړ شي او په قبر کي کيښودل شي نو بدن يې مسخه شي او خنځير ترې جوړشي

همدارنګه له حضرت ابوهريره څخه روايت دى، چي وايي څوك چي هلك استعمال كړي، نو په تحقيق سره داسړى كافر سو. او حضرت ابن عباس فرمايي، چي د لواطت كوونكي لس خويونه دي، چي له هغوى څخه درې شهود دا دي

: لومړى دا چي دى به په نشه يي توکو لكه چرس، سګريټ، هيروئين، آپين، ترياك، شراب او داسې نورو اخته وي.

دويم داچي دى به په مجلس کي د خپلو ګوتو ټكونه باسي

او درېيم دا چي د ده پايڅې به له بيجلكو څخه كښته څکيږي.

د لواطت كوونكي عذاب د لواطت كوونكي لپاره دوه ډوله عذابونه دي، چي يو يې دنيوي عذاب او بل يې اخروي يعنې د آخرت عذاب دى.

علامه ابن حجر (رح) فرمايي، چي خداى (ج) په قرآن كريم کي د لواطت كوونكي په اړه فرمايلي دي، چي موږ د لوط عليه السلام قوم د همدې ګناه په سبب پړمخي نسكور كړ او هغه ځمكه مو هم ورسره نسكوره كړه، چي دوى پکي اوسېدل. پر دوى باندې خداى د پخو كاڼو باران واوراوه. داسې كاڼي چي پر دوى باندې په پرله پسې توګه اورېدل او په هر كاڼي به د هر يوه لواطت كوونكي نوم ليکلى و، چي هغوى پر سر به لګېدل.

يعنې علماوو ليكلي دي، چي كه چا لواطت وكړ نو تاسې دوى ونيسئ او يوه لوړ ځاى ته يې وخېژوئ او لاندې يې راوغورځوئ، چي مړ سي. ځينو نورو بيا ليكلي دي، چي په اور کي يې وسوځوئ، ځكه لواطت تر زنا هم لويه ګناه ده.

حضرت منذر رحمة الله عليه ليكلي دي،چي لواطت كوونكي به څلور خليفه ګانو په اور کي سوځول او همدغه يې سزا وه.

يو حضرت ابوبكر صديق (رض)، دويم حضرت علي (رض) دريم حضرت عبدالله بن زبير (رض) او څلورم حضرت هشام بن عبدالملك(رض) او د صحابه وو پر دي باندي اجماع ده، چي په اور کي دې وسوځول شي.

حضرت علامه ابن قيمپه كتاب المحبته کي فرمايي، چي حضرت ابراهيم النخعي به فرمايل كه چيرې په اسلام کي دوه ځله د رجم سزا واى نو لواطت كوونكي ته به وركول کيده.

د لواطت كوونكي د آخرت عذاب:

حضرت رسول اكرم (ص) فرمايي: څوك چي زما په امت کي مړ سي او دى د لوط عليه السلام د قوم عمل كوي، نو دى به خداى (ج) دوى ته ورنقل كړي او په آخرت کي به هم د لوط عليه السلام په قوم کي راپورته کيږي.

حضرت مجاهد (رح) فرمايي: تر ټولو ناپاك هغه سړى دى، چي هغه بچه باز وي او فرمايي كه چيرې هغه سړى، چي د لوط عليه السلام د قوم عمل كوي، د دنيا په ټولو اوبو يعنې په هر هغه څاڅكي چي په اسمان كي دي او په هر هغه څاڅكي چي په ځمكه کي دي، غسل وكړي نو د ده نجاست به ختم نه سي او دى به لا هم نجس ناست وي.