له LGBT نه پاکې سیمې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له LGBT نه پاکې سیمې (پولينډ: Strefy wolne od LGB) یا د LGBT ایډیالوژۍ نه پاکې سیمې (پولنډي: Strefy wolne od ideologi LGB) ښاروالۍ دي او د پولنډ هغه سیمې دي، چې ځانونه یې د «LGBT ایډیالوژۍ» د برابرۍ لاریونونو او نورو LGBT پېښو منع کولو په اړه ناخوښ اعلان کړي. د 2020ز کال تر جون پورې، څه د پاسه 100 ښاروالیو او پینځو عمومي قوماندانیو، چې د هېواد درېیمه برخه په کې شامله ده، پرېکړه لیکونه تصویب کړي، چې له «LGBT نه پاکې سیمې» په توګه ټاکل شوي دي. د 2021ز کال په سپتمبر کې، څلورو وکالتونو خپل اقدامات بېرته واخیستل، دا تر هغه وروسته وو، چې اروپايي اتحادیې د تمویل د بندولو ګواښ وکړ.  [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

LGBT؛ د لزبین، همجنس ګرا، دوه جنسه او ټرانس جنسه مخفف دی. (ژباړنه)

ډېری تصویب شوي پرېکړه لیکونه د یوه ډېر محافظه کار کاتولیک سازمان، اوردو یوریس له خوا منظور شوي وو.په داسې حال کې چې دغه اعلامیې د نه پلي کېدو وړ او په ابتدايي توګه په سیمبولیک ډول دي، خو د LGBT وګړو د بدنامولو د یوې هڅې استازیتوب کوي. اقتصادپوه دغه سیمې «د همجنسبازانو لپاره د خلاص فصل اعلانولو له عملي اغېزې سره له قانوني پلوه بې معنا لومه ګڼي». د ۲۰۲۰ز کال د ډسمبر په راپور کې، د بشري حقونو لپاره د اروپایي کمیشنرانو شورا وویل: «د کاغذ پر مخ یوازې ټکي نه دي، دا اعلامیې او منشورونه په مستقیم ډول په پولنډ کې د LGBTI وګړو پر ژوند اغېزه کوي».[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د ۲۰۱۹ز کال د ډسمبر په 18مه، د اروپا پارلمان په پولنډ کې له 80 نه د زیاتو سیمو د غندلو لپاره، د ۱۰۷ په مقابل کې د 463 د بارو رایه ورکړه. د 2020ز کال په جولای کې، اداري محکمو په ګیلیویس او راډوم کې پرېکړه وکړه، چې د «LGBT ایډیالوژۍ ازادې سیمې» په ترتیب سره په اسټبنان او کلووا ګمیناس کې د ځایي چارواکو لهخوا رامنځته شوي، دا باطلې دي او ټینګار یې وکړ، چې دوی له اساسي قانون نه سرغړونه کوي او په دغو هېوادونو کې د LGBT غړو پر وړاندې توپیري چلند دی.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د 2020ز کال له جولای راهیسې، اروپایي اتحادیې له ساختماني فنډونو او همغږۍ فنډ نه ښاروالیو ته له تمویل نه انکار وکړ او له «LGBT نه ازادې» اعلامیې یې تصویب کړې، چې د اساسي حقونو د EU له منشوره سرغړونه ده. پولنډ یوازینی غړیهېواد دی، چې د بنسټیزو حقونو له منشوره یې د وتلو پرېکړه کړې، چې په 2004ز کال کې یې EU ته د الحاق په وخت کې لاسلیک کړې وه. پر دې سربېره، د اروپا ډېری متحدو ښارونو د پولینډ له ښاروالیو سره خپلې ملګرتیاوې بندې کړې دي. له اروپایي قانون نه د دوی د سرغړونې له امله، د اروپایي اتحادیې د تړون د 2مې مادې په مطابق، دا سیمې د پولنډ د قانون د ناورین یوه برخه ګڼل کېږي.[۲۹][۳۰][۳۱]

مخینه[سمول]

د 2019ز کال په فبروري کې، د وارسا لیبرال ښاروال، رافال ترزاسکوفسکي یوه اعلامیه لاسلیک کړه، چې د LGBTQ حقونو ملاتړ یې کاوه او اعلان یې وکړ، چې د نړیوال روغتیا سازمان له لارښوونو به پلوي کوي او د LGBT مسئلې به د وارسا ښوونځي په سیسټم کې د جنسیت د زده کړې په نصاب کې مدغم کړي. قانون او د عدالت سیاستوالو (PiS) پر دغه پروګرام اعتراض وکړ او ویې ویل، چې دا به پر ماشومانو جنسي تېری وکړي. د PiS ګوند مشر یاروسلاو کاچینسکي دغې اعلامیې ته ځواب ورکړ او د LGBT حقونه یې «وارداتي» وبلل چې پولنډ ګواښي.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

د ډیلي ټیلیګراف په وینا: دغې اعلامیې په پولنډ کې محافظه کاره سیاستوال او محافظه کاره رسنۍ په غوسه کړې، د «LGBT نه پاکې سیمې» اعلامیه د وارسا اعلامیې پر وړاندې د غبرګون په توګه راڅرګنده شوه. بریتانوي ورځپاڼه بیا استدلال کوي، چې محافظه کاره تاسیسات د لیبرال له لېږده وېره لري، چې ښایي په پولنډ کې د کاتولیک کلیسا واک له منځه یوسي؛ لکه ایرلینډي کلیسا ته لېږد. په کلیسا کې د حضور کمرنګه کېدل، د سیکولریزېشن زیاتېدل او د جنسي تېري تورونو پر محافظه کار دریځ فشار راوړی دی.[۳۷]

د 2019ز کال په می کې، د پولنډ پولیسو د مدني حقونو فعاله ایلبیتا پوډلیسنا ونیوله، چې د ژیستوچووا د تور میډونا پوسټرونه یې د شنې زرغونې په رنګونو سره مذهبي احساساتو ته د سپکاوي په تور لګولي وو، کوم چې په پولنډ کې ناقانونه کړنه ده.[۳۸][۳۹]

د 2019ز کال د اروپا له پارلماني ټاکنو نه دوه اونۍ دمخه، په کلیسا کې د ماشومانو د جنسي تېري په اړه یو مستند فلم په انلاین بڼه خپور شو. تمه کېده چې دا به له کلیسا سره یوځای شوي PiS ته په انتخاباتي ډول زیان ورسوي، له دې سره د PiS مشر کاکزینسکي «د منحرفو بهرنیو افکارو تر برید لاندې»  د پولنډ د ملت او ماشومانو په اړه  توندې خبرې وکړې او دا د دې لامل شو، چې محافظه کاره رایه ورکوونکي د PiS شاوخوا راټول شي. د فیمینیسټ پوه اګنیسزکا ګراف په وینا: پر LGBT برید د وارسا د اعلامیې له مخې رامنځته شوی و، خو دا یوازې د ښه راغلاست لپاره یوه بهانه وه؛ ځکه چې PiS د کلیوالي - دودیز جمعیت د راجلبولو په لټه کې و او د کډوالو ځای په ځای کولو لپاره یې قربانۍ ته اړتیا درلوده. [۴۰]

اعلامیې[سمول]

له LGBT نه د اآزاد زون حرکتونه د پولنډ د ګیمینا (ښاروالیو)، پوویټس (ولایتونو) او وویووډیشپونو (ولایتونو) له خوا تصویب شوو پرېکړه لیکونو ته اشاره کوي، چې ځانونه یې د «LGBT ایډیالوژۍ» نه آزاد اعلان کړل. د وارسا اعلامیې په اړه غبرګون د تطبیق وړ نه دی، نو فعالان وايي چې اعلان شوي زونونه د LGBT ټولنې د اېستلو د هڅو استازیتوب کوي او دغو اعلانونو ته یې وینا وویل، چې ویل یې ځينو ځانګړو وګړو ته هلته ښه راغلاست نه ویل کېږي.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

د قانون او عدالت ګوند[سمول]

دغه ګوند د پولنډ د 2019ز کال د پارلماني ټاکنو په لړ کې له «LGBT ایډیالوژۍ» سره په مبارزې تمرکز کړی دی. دغه ګوند په 2019ز کال کې، د وارسا د ښاروال هغه اعلامیه، چې د LGBTQ نه په ملاتړ وړاندې شوې وه؛ نو «پر کورنۍ او ماشومانو باندې یې د برید» په توګه وغندله او ویې ویل چې: LGBTQ یوه «وارده شوې» نظریه ده.[۴۷][۴۸]

وروسته له دې چې لوی بشپ ماریک جیدراسزوسکي خپله وینا وړاندې کړه او د «LGBT نظریه» یې د «شنې زرغونې طاعون» وبلله، نو د ملي دفاع وزیر ماریوس بلاسزاک یې د وینا ستاینه وکړه.[۴۹]

سټیکرونه[سمول]

محافظه کاره ګزیتا پولسکا ورځپاڼې لوستونکو ته د "LGBT-free zone" سټیکرونه خپاره کړل. د پولنډ اپوزیسیون او ډیپلوماتانو، په پولنډ کې د متحده ایالاتو د سفیر جورجیت موسباکر په ګډون د سټیکرونو غندنه وکړه. [۵۰][۵۱][۵۲]

د وارسا سیمې محکمې امر وکړ، چې د سټیکرونو وېش باید د محکمې د قضیې تر پرېکړې پورې ودرول شي. په هر حال، د ګزیتا مدیر دغه حکم رد کړ او ویې ویل چې: دا «جعلي خبرونه» سانسور دي او دغه ورځپاڼه به د سټیکرونو وېشلو ته دوام ورکړي. ګزیټا د سټیکرونو وېش ته دوام ورکړ، خو د «LGBT ایډیالوژۍ نه پاکې سیمې» لپاره یې خپله نښه بدله کړه.[۵۳][۵۴]

مظاهرې[سمول]

په ریززو کې، وروسته تر دې چې د LGBT فعالانو د 2019ز کال په جون کې د همجنس بازانو د حقونو لپاره د برابرۍ لاریون ترسره کولو غوښتنه وکړه، د PiS کونسلرانو د یو پرېکړه لیک مسوده جوړه کړه، ترڅو ریززو پر «LGBT نه پاکې سیمې» بدله کړي او همدارنګه په خپله دغه پېښه نا قانونه کړي. د ضد مظاهرو لپاره شاوخوا 29 غوښتنې ښاروالۍ ته ورسېدې، چې د اپوزیسیون د کیڼ اړخي ډیموکراتیک اتحاد ښاروال تادیوز فیرینک یې مشري وکړه، خو د امنیتي اندېښنو له امله یې د لاریون مخه ونیوله. کله چې دا بندیز بیا د محکمې د حکم له خوا لغوه شو؛ نو د PiS کونسلرانو د «LGBT ایډیالوژۍ» ناقانونه پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په دوو رایو سره یې ماتې وخوړه.[۵۵]

د اعلامیو ملاتړ[سمول]

بوزینا بیریلو، چې په بیالستوک ښار کې د PiS شورا غړې وه، ویې ویل: په بیالستوک ښار کې یو قانون ته اړتیا شته ده، چې د LGBT د «احتجاج» او «غوښتنې» په تړاو د جنسي زده کړې لارښوونې وړاندې کړي.[۵۶]

د PiS ملي ګوند ځایي اعلامیې وهڅولې او د PiS یوه چارواکي په لوبلین کې هغو ځایي سیاستوالو ته مډالونه ورکړل، چې د اعلامیې ملاتړ یې کاوه.[۵۷] 

سرچينې[سمول]

  1. "European Parliament slams 'LGBTI-free' zones in Poland". Deutsche Welle. 18 December 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hajdari, Una (31 December 2019). "The Demagogue's Cocktail of Victimhood and Strength". The Atlantic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Activist aims to shame Polish towns opposed to LGBT community". Reuters. 2020-02-07. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Maurice, Emma Powys (2020-02-25). "A third of Poland has now been declared an 'LGBT-free zone', making intolerance official". PinkNews. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "As It Happens: Activist fights homophobia in Poland with photo series of 'LGBT-free' zones". CBC Radio. 10 February 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 25 July 2019 باندې). Outrage over 'LGBTQ-free zone' stickers distributed by Polish magazine.
  7. "European Parliament slams 'LGBTI-free' zones in Poland". Deutsche Welle. 18 December 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hume, Tim (December 19, 2019). "More Than 80 Polish Towns Have Declared Themselves 'LGBTQ-Free Zones'". Vice News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Delaleu, Nicolas (18 December 2019). "Parliament strongly condemns "LGBTI-free zones" in Poland". European Parliament. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 5 February 2019 باندې). W Polsce powstają "strefy wolne od ideologii LGBT". Czym mogą skutkować takie działania rozmawiamy z Instytutem Równości.
  11. "Deklaracja Nr 1/19 Sejmiku Województwa Małopolskiego z dnia 29 kwietnia 2019 r. w sprawie sprzeciwu wobec wprowadzenia ideologii "LGBT" do wspólnot samorządowych" [Declaration No. 1/19 of the Lesser Poland Regional Assembly of 29 April 2019 on opposition to the introduction of the "LGBT" ideology in local government communities]. Urząd Marszałkowski Województwa Lubelskiego w Lublinie [Marshal's Office of the Lublin Voivodeship in Lublin] (په پولش ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Luke Hurst (30 September 2020). "Atlas of Hate: Activists nominated for award for tracking 'LGBT-free zones' in Poland". Euronews. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ciobanu, Claudia (2020-02-25). "A Third of Poland Declared 'LGBT-Free Zone'". Balkan Insight. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 2020-07-30 باندې). Polish Towns That Declared Themselves 'L.G.B.T. Free' Are Denied E.U. Funds. The New York Times.
  15. "Polish region withdraws anti-LGBT resolution amid EU funding threat". 22 September 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "3 Polish Regions End 'LGBT-Free Zones' in Money Grabbing Effort". 29 September 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 14 April 2020 باندې). This Is War': The Story Behind Poland's Bid to Ban Abortion Today. Transitions Online.
  18. (په July 24, 2020 باندې). Protests at Polish plan to exit convention against domestic violence. Deutsche Presse-Agentur.
  19. "Samorządowa Karta Praw Rodzin". Ordo Iuris (په پولش ژبه کي). 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Uchwały anty-LGBT i inne dyskryminujące akty prawne" [Anti-LGBT resolutions and other discriminatory legal acts]. Google Docs (په پولش ژبه کي). 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Why 'LGBT-free zones' are on the rise in Poland". CBC. 27 July 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 9 August 2019 باندې). Polish ruling party whips up LGBTQ hatred ahead of elections amid 'gay-free' zones and Pride march attacks.
  23. (په 21 November 2020 باندې). Life beyond Europe's rainbow curtain.
  24. "European Parliament slams 'LGBTI-free' zones in Poland". Deutsche Welle. 18 December 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Hume, Tim (December 19, 2019). "More Than 80 Polish Towns Have Declared Themselves 'LGBTQ-Free Zones'". Vice News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Delaleu, Nicolas (18 December 2019). "Parliament strongly condemns "LGBTI-free zones" in Poland". European Parliament. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 14 July 2020 باندې). Sąd w Gliwicach unieważnił uchwałę o "strefie wolnej od LGBT" w gminie Istebna. Salon24.
  28. (په 15 July 2020 باندې). WSA unieważnił uchwałę "anty-LGBT" Rady Gminy w Klwowie. Sąd: "W polskiej tradycji jest również tradycja tolerancji". Wpolityce.pl.
  29. (په 2020-07-31 باندې). EU blocks funding for six towns that declared themselves 'LGBT-Free Zones'. CNN.
  30. Wanat, Zosia (August 3, 2020). "Polish towns pay a steep price for anti-LGBTQ views". Politico. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Welle (www.dw.com), Deutsche. "European Parliament slams 'LGBTI-free' zones in Poland | DW | 18.12.2019". DW.COM (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 9 August 2019 باندې). Polish ruling party whips up LGBTQ hatred ahead of elections amid 'gay-free' zones and Pride march attacks.
  33. (په 9 August 2019 باندې). Pride and prejudice: Poland at war over gay rights before vote.
  34. (په 9 August 2019 باندې). Polish ruling party whips up LGBTQ hatred ahead of elections amid 'gay-free' zones and Pride march attacks.
  35. (په 21 May 2019 باندې). Polish towns go 'LGBT free' ahead of bitter European election campaign.
  36. Roache, Madeline (July 3, 2019). "Poland Is Holding Massive Pride Parades. But How Far Have LGBTQ Rights Really Come?". TIME. د لاسرسي‌نېټه August 19, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 9 August 2019 باندې). Polish ruling party whips up LGBTQ hatred ahead of elections amid 'gay-free' zones and Pride march attacks.
  38. "LGBT Virgin Mary triggers Polish activist's detention". BBC News. 14 May 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Ciobanu, Claudia (26 June 2019). "'Foreign Ideology': Poland's Populists Target LGBT Rights". Balkan Insight. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Ciobanu, Claudia (26 June 2019). "'Foreign Ideology': Poland's Populists Target LGBT Rights". Balkan Insight. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. (په 21 July 2019 باندې). Polish towns advocate 'LGBT-free' zones while the ruling party cheers them on. (Reprint at The Independent)
  42. "Why 'LGBT-free zones' are on the rise in Poland". CBC. 27 July 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "Adam Bodnar: przygotowuję się do zaskarżenia uchwał w sprawie ideologii LGBT" [Adam Bodnar: I'm preparing to appeal against resolutions banning LGBT ideology]. TVN24 (په پولش ژبه کي). 22 July 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. (په 9 August 2019 باندې). Polish ruling party whips up LGBTQ hatred ahead of elections amid 'gay-free' zones and Pride march attacks.
  45. (په 27 July 2019 باندې). Anti-Gay Brutality in a Polish Town Blamed on Poisonous Propaganda.
  46. "Konferencja prasowa na rzecz osób LGBT+" [Press release about LGBT+ people]. Polish Society for Anti-Discrimination Law (په پولش ژبه کي). 19 July 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. (په 21 July 2019 باندې). Polish towns advocate 'LGBT-free' zones while the ruling party cheers them on. (Reprint at The Independent)
  48. (په 9 August 2019 باندې). Polish ruling party whips up LGBTQ hatred ahead of elections amid 'gay-free' zones and Pride march attacks.
  49. (په 8 August 2019 باندې). Activists warn Poland's LGBT community is 'under attack'.
  50. "Polish newspaper to issue 'LGBT-free zone' stickers". BBC News. 18 July 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. (په 27 July 2019 باندې). Anti-Gay Brutality in a Polish Town Blamed on Poisonous Propaganda.
  52. (په 24 July 2019 باندې). Conservative Polish magazine issues 'LGBT-free zone' stickers. Reuters.
  53. "Polish Court Rebukes "LGBT-Free Zone" Stickers". Human Rights Watch. 1 August 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. (په 26 July 2019 باندې). Polish magazine dismisses court ruling on 'LGBT-free zone' stickers. Politico.
  55. Ciobanu, Claudia (26 June 2019). "'Foreign Ideology': Poland's Populists Target LGBT Rights". Balkan Insight. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. (په 27 July 2019 باندې). Anti-Gay Brutality in a Polish Town Blamed on Poisonous Propaganda.
  57. (په 21 July 2019 باندې). Polish towns advocate 'LGBT-free' zones while the ruling party cheers them on. (Reprint at The Independent)