له ۱۹۹۱ ز څخه تر ۲۰۰۸ ز پورې د متحده ايالتونو تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


له ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د متحده ايالتونو تاريخ د شوروي اتحاد له ماتې او ټوټه کېدلو څخه وروسته پيل شو. يادې ماتې د سوړ جنګ پای ته اشاره وکړه او متحده ايالتونو د نړۍ د يوازيني زبرځواک په توګه ناننګول شوي پاتي شول. متحده ايالتونو په منځني ختيځ نظامي برخه کې د سرلارې ونډه خپله کړه. متحده ايالتونو د فارس خليج جنګ (Persian Gulf War) کې له کواټ څخه چې د امريکا د منځني ختيځ متحد هېواد و، د عراق د بريد ځواک واېست. په کورنۍ برخه (جبهه) کې په ۱۹۹۲ ز کال کې د Bill Clinton په ټاکنې سره سپينې ماڼې ته يو ځل بيا لاره پيدا کړه. د ۱۹۹۴ ز کال منځنۍ دورې ټاکنو کې جمهوري غوښتونکو له ۴۰ کلونو څخه وروسته په لومړي ځل د کانګرس واک تر لاسه کړ. په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او Clinton تر منځ نښتو له يو بوديجوي کړکېچ څخه وروسته د فدرالي حکومت په غلي کولو بنسټيز اغېز وکړ، مګر وروسته يې په ګډه سره د مرستندويه سمون، د کوچنيانو د روغتيايي بيمې خپرونې او د يوې متوازنې بوديجې په تصويبولو سره په ګډه کار وکړ. د Lewinsky د رسوايۍ تورونو د استازو مجلس له لوري د ولسمشر کلينټن د ۱۹۹۸ ز کال استيضاح ته لاره هواره کړه، مګر نوموړی وروسته د سنا مجلس له لورې خوشې شو. د متحده ايالتونو اقتصاد په ۱۹۹۰ ز لسيزه کې لوړو ټيکنالوژيکي صنعتونو ته د لېوالتيا له امله تر هغې لوړ شو، چې NASDAQ د dot-com bubble [لکه د پوکڼۍ د چاودنې] ټکر وکړ او د ۲۰۰۰ ز کلونو په لومړيو کې شا تګ د تلپاتې اقتصادي ودې پای په نښه کړ.

په ۲۰۰۰ ز کال کې جمهوري غوښتونکی جورج ډبليو بوش (George W. Bush) د متحده ايالتونو د تاريخ په تر ټولو نږدې ټاکنو کې ولسمشر وټاکل شو. د نوموړي د دورې په لومړيو کې يې ادارې د زده کړو سمون او د لوړو ماليو کمول تصويب کړل، چې موخه يې د اقتصاد هڅول وو. په ۲۰۰۱ ز کې د سپټمبر له ۱۱ مې څخه وروسته متحده ايالتونو په ۲۰۰۱ ز کال  په افغانستان کې د تروريزم په اړه نړيواله جګړه پيل کړه. په ۲۰۰۳ ز کال کال يې پر عراق بريد وکړ، چې د صدام حسين جنجالي رژيم يې له منځه یووړ، مګر د اوږمهالې جګړې پايله يې هم لرله چې د لسيزې څخه زياتې مودې لپاره يې ادامه کوله. د ټاټوبي امنيت څانګه (Homeland Security Department) جوړ شو او د هېواد پالنې قانوني کړکېچن (Patriot Act) د تروريزم پر وړاندې د کورنيو هڅو د دوام [پر ځای ساتلو] په موخه تصويب شو. په ۲۰۰۶ ز کال کې د Hurricane Katrina [کاترينا توپان] چې په ۲۰۰۵ ز کال کې يې د Gulf ساحل پر سيمه باندې بريد وکړ، د سياسي رسوايۍ او د عراق جنګ مخ پر وده بې نومتيا [د عراق جنګ په اړه له خپل هېواد څخه د خلکو خوابدي] په اړه نيوکې  له ديموکراتانو سره د کانګرس واک په تر لاسه کولو کې مرسته وکړه. له دې وروسته په جنګي جرمونو او انسانيت پر وړاندې جنګونو باندې د صدام حسين د تورنولو هڅه وشوه او د نوموړي په اعدام باندې پای ته ورسېده.  په ۲۰۰۷ ز کال کې ولسمشر بوش  په عراق کې د ځواکونو د زياتولو امر وکړ، چې له امله يې د زيانونو کچه راکمه شوه.

نړيوالتوب او نوی اقتصاد[سمول]

د Bill Clinton د ولسمشرۍ پر مهال د امريکايي سياست ويناوو او ليکنو زياتره پر کورنيو مسائلو باندې تمرکز وکړ. په داسې حال کې چې د ۱۹۹۰ ز لسيزې لومړي وختونه د متحده ايالتونو اقتصاد د وروسته پاتې والې شاهد و، بيا رغونه يې په ۱۹۹۴ ز کال کې پيل شوه او همدرانګه د ټيکنالوژۍ له مخې ...

نړيوال جال (انټرنټ) او اړوندو ټيکنالوژيو په اقتصاد کې د ټيکنالوژي پر مټ Wall Street ودې په هڅولو سره خپل لومړنی پراخ نفوذ رامنځ ته کړ، چې د Federal Reserve مشر Alan Greenspan په ۱۹۹۶ ز کال کې د «بې معنا پرېمانۍ» په توګه تشرېح کړ. په ۱۹۹۸ ز کال کې اقتصاد په خورا چټکۍ سره پرمختګ کاوه او بېکاري له ٪۵ څخه ښکته وه. [۱]

په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدلو نه وروسته، متحده ايالتونه د نړۍ حاکم نظامي ځواک و او جاپان، چې ځيني وختونه متحده ايالتونو پر وړاندې تر ټولو ستر اقتصادي سيال ګڼل کېږي،د رکود په دوره کې ونيول شو. چين په زياتره سيمو کې د متحده ايالتونو د لومړني او خورا لوی سوداګريز سيال په توګه راڅرګندېده. ځينو سيمه یيزو نښتو، لکه: په Haiti او Balkans کې، ولسمشر Bill Clinton د سوله ساتو ځواکونو په توګه د امريکايي پوځيانو استولو ته وهڅاوه. د نوموړي موخه په دې اړه د سړې جګړې د وخت مخالفت بيا ژوندي کول وو، چې ايا د نړۍ په پاتې برخه باندې څار، د متحده ايالتونو يوه مناسبه ونډه وه او که نه. د اسلامي سمونپالو څارنو په منځني ختيځ کې د متحده ايالتونو د پرله پسې نظامي شتون پر وړاندې په لوړ غږ بريدونه تهديد کړل او ان د نړۍ د لومړني سوداګريز مرکز بريد، په ۱۹۹۳ ز کال کې د نيويارک د غبرګونو برجونو الوزول او له هېواده د باندې يې د امريکا پر ګټو باندې يو شمېر مرګوني بريدونه وکړل.

د ۱۹۹۰ز لسيزې پر مهال کډوالي په ځانګړي ډول له لاتيني امريکا او اسيا څخه خورا لوړه شوه، چې په راتلونکو لسيزو کې يې د متحده ايالتونو د وګړو په ډيموګرافيک جوړونه کې د سترو بدلونونو لپاره د بنسټ ډبره کېښوده. لکه: هسپانويانو افريقايي الاصل امريکايان د تر ټولو لوی ډېره کيو په توګه ځای پر ځای کړل. د يو څه سختو سرحدي کره کتنو تر څنګ بيا هم د سپټمبر له ۱۱ مې بريدونو څخه وروسته، له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۵ ز کال پورې نږدې ۸ ميليونه کډوال متحده ايالتونو ته راغلل. ياد شمېر چې نږدې نيمايي يې په ناقانونه ډول امريکا ته ننوتل؛ د دې هېواد په تاريخ کې د بلې هرې پينځه کلنې دورې په پرتله لوړ و. [۲][۳]

Dot-com bubble[سمول]

د ۲۰۰۰ له لومړيو څخه تر ۲۰۰۱ ز کال پورې د dot-com bubble د ناڅاپي چوېدنې شاهد وو. د انټرنټي ونډو (اسهامو) په اړه حېرانتيا يا پارېدنې په سترو شاخصونو کې خورا زياتېدنو ته لاره هواره کړې وه. که څه هم د انټرنټ نوې فعاله شوې په لسګونو شرکتونه ځکه ناکام شول، چې د نوې نړۍ Web له لوري زياتې اعلان شوې لوړې ژمنې پلي نه شوې. د ۲۰۰۰ ز کال مارچ په لسمه NASDAQ ۵۰۴۸،۶۲ ته پورته شو، چې دا د خپل تېر کال په پرتله له دوه برابره څخه زياته کچه وه. د خرڅلاو د يوه زنځيري غبرګون په پلي کولو سره اقتصادي رکود، د ۲۰۰۰ ز کال مارچ په ۱۳ پيل شو، چې خپل ځان يې د پانګه والو، تمويل او د پور ادا کړای شويو بنسټونو د دريځونو په توګه مشبوع کړل. NASDAQ د مارچ په ۱۵ مه يوازې شپږو ورځو کې ۴۵۸۰ ته راښکته کېدلو سره نږدې ۹ سلنه له لاسه تاوان وکړ. په ۲۰۰۱ ز کال کې پړسوب بېرته په بشپړې چټکتيا سره کېناست. د dot-com ډېری سوداګرو د خپلې venture پانګې له سوځېدنې څخه ورسته سوداګري بنده کړه، زياترو يې هيڅکله ګټه ونه کړه. [۴][۵]

په ۲۰۰۲ ز کال کې د کورني ناخالص عايد د ودې اندازه 2.8% ته پورته شوه. د ۲۰۰۲ ز کال په لومړۍ نيمايي کې يوه ستره لنډ مهاله ستونزه د ونډو بازار کې يو تېز زوال و، چې په ځينو سترو شرکتونو کې د شکمنو حسابي لارو چارو د تماس له مخې په خپله برخه کې وسوځېده. بله ستونزه بې روزګاري وه، د سترې خوابدۍ (Great Depression) له راهيسې يې د مياشتني زياتوالي تر ټولو اوږده دوره وازمايله. متحده ايالتونو د سپيټمبر له يوولسمې پېښې څخه په ۲۰۰۳ ز کال کې بېرته خپله بيارغونه پيل کړه، مګر د بېکارۍ له کچې (٪۶ څخه پورته) سره يو ځای د بازار دروندوالي (٪۷ کورني ناخالص عايد وده) ځينو اقتصادپوهانو او سياستپوهانو ته لارښوونه وکړه، چې «د بېکارۍ ترميم» په توګه يو حالت ته وګرځي. د دې تر څنګ اقتصادي ودې د ۲۰۰۸ ز کال په لومړيو کې په بيړه دوام وکړ او بېکاري ٪۵ ته راښکته شوه. [۶]

شخړې[سمول]

د فارس خليج جنګ[سمول]

پر تېلو باندې د صنعتي شوې نړۍ د پام وړ تکيه په ۱۹۳۰ ز لسيزه کې د منځني ختيځ هېوادونو کې د تېلو په  تاييد شوي زېرمو سره پيلېږي. يادې زېرمې متحده ايالتونو ته په لومړي ځل د ۱۹۷۳ ز کال نړيوالو تېلو ټکان (1973 world oil shock) له پاتې شونو او وروسته د دويمې انرژۍ د ۱۹۷۹ ز کال کړکېچ کې روښانه شوې. که څه هم په ريښتيني دورو کې د تېلو بيې په ۱۹۸۰ز لسيزه کې بېرته له ۱۹۷۳ ز کلونو څخه مخکينۍ کچې ته ولوېدې او د تېلو د مصرفوونکو هېوادونو (په ځانګړي ډول شمالي امريکا، لويديځه اروپا او جاپان) د تمې خلاف ګټه کې يې اغېز وکړ، د منځني ختيځ د مخکښو توليدونکو پراخو زېرمو د دې سيمې ستراتيژيک ارزښت ډاډمن کړ. د ۱۹۹۰ز کال لسيزې په لومړيو کې د تېلو سياستونه لا هم هغومره ګواښونکي تاييد شوي دي، لکه څومره چې د ۱۹۷۰ ز کال په لومړيو کې وو.

سرچینې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite speech
  2. "Study: Immigration grows, reaching record numbers". USATODAY.com. December 12, 2005.
  3. "Immigration surge called 'highest ever' Archived May 2, 2013, at the Wayback Machine.". Washington Times. December 12, 2005.
  4. (په March 10, 2000 باندې). NASDAQ hits the big time stock record lights up times square.
  5. Ireland, R. Duane; Hoskisson, Robert E.; Hitt, Michael A. (2008). Understanding Business Strategy: Concepts and Cases. Cengage Learning. د کتاب پاڼي 3–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0324578997. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. ftp://ftp.bls.gov/pub/special.requests/lf/aat1.txt[مړه لينکونه]