له ۱۵۴۲ زکال څخه تر ۱۵۴۶ زکال پورې د ایټالیا جګړه
له ۱۵۴۲ زکال څخه تر ۱۵۴۶ زکال پورې د ایټالیا جګړه د ایټالوي جګړو وروستۍ نښته وه چې په کې د فرانسې لومړنی فرانسېس او د عثماني سترواکۍ لومړنۍ سلیمان د روم د سپېڅلی سترواکۍ د سترواک پنځم چارلز پر وړاندې ودرېدل. د دغې جګړې بهیر په ایټالیا، فرانسه او نورو لاندې هېوادونو کې د پراخو جګړو شاهد و او همدارنګه په هسپانیا او انګلستان باندې هم د برید هڅه په کې وشوه. یاده جګړه د هغو د اصلي ګډون کوونکو لپاره بې پایلې او ویجاړونکې وه.
جګړې د نیس د هوکړې له ماتې څخه سرچینه واخیسته؛ هغه هوکړه چې له امله یې له ۱۵۳۶ زکال څخه تر ۱۵۳۸ زکال پورې د ایټالیا جګړه پای ته ورسېده او د چارلز او فرانسېس ترمنځ د اوږد مهالې شخړې، په ځانګړې توګه د میلان د دوک نشینه سیمې پر سر د متضادو ادعاوو د حل په موخه لاسلیک شوې وه. فرانسېس د مناسبې پلمې په موندلو سره یو ځل بیا په ۱۵۴۲ زکال کې د خپل دایمي دښمن پر وړاندې جګړه اعلان کړه؛ راتلونکی کال د فرانسې او عثماني سترواکۍ اتحاد په نیس برید وکړ او همدارنګه یې د ایټالیا په شمال کې یې یو لړ مانورونه ترسره کړل چې د سیروسول د خونړۍ جګړې له امله په کې کړکېچونه خپل اوج ته ورسېدل. له دې وروسته چارلز او هنري په فرانسې باندې برید ته دوام ورکړ، خو د بولوني قلا او سېنټ ډایزر اوږد مهالې کلابندۍ د فرانسویانو پر وړاندې د پرېکنده عملیاتو مخه ونیوله.
چارلز د ۱۵۴۴ زکال په وروستیو کې له فرانسېس سره د کرپي هوکړې په شرایطو جوړ راغی، خو د فرانسېس د کوچني زوی او د اورلئان د دوک مړینه چې د سترواک له کورنۍ سره یې د واده وړاندیز کړی او د دغې هوکړې بنسټ یې جوړاوه، لامل وګرځېد چې یوازې پاتې شوی هنري فرانسویانو ته د بولون د بېرته سپارلو لپاره هېڅ لېوالتیا وه نه ښيي او له امله یې هغه تر ۱۵۴۶ زکال پورې مبارزې ته دوام وکړ، هغه مهال چې د فرانسې او انګلستان ترمنځ د آردرس هوکړې د دوی ترمنځ بېرته سوله ټینګه کړه. د ۱۵۴۷ زکال په لومړیو کې د فرانسېس او هنري مړینې د ایټالیا د جګړو د موضوع حل د هغو ځای ناستو ته پرېښود.
پیلامه
[سمول]د نیس د سولې هوکړه چې له ۱۵۳۶ زکال څخه یې تر ۱۵۳۸ زکال پورې د ایټالیا جګړې ته پای ټکی کېښود، د روم د سپېڅلې سترواکۍ د سترواک او د فرانسې د پاچا ترمنځ یې اوږد مهالو نښتو ته په لږ کچه حل لار ومونده. په داسې حال کې چې لاهم تاوتریخوالي پای ته نه و رسېدلي او خپل ځای یې یوې محتاطانه هوکړې ته پرېښې و. فرانسېس د میلان له دوک نشینه سیمې سره لیوالتیا لرله او په هغو کې یې سلسلوي ادعا لرله. چارلز په خپل نوبت سره ټینګار درلود چې فرانسېس به بالاخره د مادرید د هوکړې شرایط ومني، دغه هوکړه له ۱۵۲۱ – ۱۵۲۶ زکال پورې د ایټالیا له جګړې وروسته په هسپانیا کې د هغه د بندي کېدو پر مهال په اجبار باندې پرې منل شوې وه. د بېلابېلو قلمروونو اړوند متناقضې ادعاوې – له دې ډلې په بورګوندي باندې د چارلز دعوا او همدارنګه په ناپل او فلانډر باندې د فرانسېس دعوا هم د بحث موضوع جوړوله. [۱]
د دواړو قدرتونو ترمنځ خبرو اترو له ۱۵۳۸ زکال څخه تر ۱۵۳۹ زکال پورې دوام وموند. په ۱۵۳۹ زکال کې فرانسېس چارلز ته په داسې حال کې بلنه ورکړه چې په لاندنیو هېوادونو کې له پاڅونونو سره ښکېل و، څو د هسپانیا له شمالي لوري څخه په ګټنې فرانسې ته سفر وکړي. چارلز دغه بلنه ومنله او له پراخه هرکلي سره مخ شو. په داسې حال کې چې لېوالتیا یې لرله له خپل کوربه سره د مذهبي مسایلو اړوند خبرې وکړي – دغه مهال پروتستانت اصلاحات د ترسره کېدو په حال کې و – هغه د سیاسي اختلافاتو په موضوعاتو کې بند پاتې شو او د فرانسې له قلمرو څخه د وتلو تر مهاله یې ونشو کولای کومه پرېکړه وکړي. [۲][۳]
د ۱۵۴۰ زکال په مارچ میاشت کې چارلز وړاندیز وکړ چې دغه ستونزې د فرانسېس له کوچني زوی او د اورلئان له دوک سره د هسپانوۍ ماریا په واده حل کړي؛ چې بیا کولای شي په میراث کې هالنډ، بورګوندي او شارولیس ترلاسه کړي. ورته مهال، فرانسېس هوډ درلود چې د میلان او ساووي د دوک نشینو سیمو اړوند له خپلې ادعا تېر شي، د مادرید او کامبري هوکړې تصویب کړي او له چارلز سره اتحاد رامنځته کړي. فرانسېس د هالنډ د خپلولو لپاره د میلان د له لاسه ورکولو په لویې بیې او همدارنګه په هر حالت کې د شوو هوکړو د نه تصویب سره د لیوالیتا سربېره بیا هم خپل وړاندیز وړاندې کړ. نوموړي د اپرېل په ۲۴مه د هالنډ د فوري سپارلو په بدل کې د میلان د تسلیمۍ له غوښتنې سره هوکړه وکړه. مذاکراتو څو اونۍ دوام وکړ، خو کوم مخکې تګ په کې نه و او د ۱۵۴۰ زکال په جون میاشت کې ودرېدې. [۴][۵][۶][۷]
فرانسېس ډېر ژر خپلو ارمانونو ته د رسېدو په موخه د نویو متحدینو په موندلو لاس پورې کړ. د یولیس – کلوز- برګ دوک، ویلیام چې په ګیولډرز جګړو کې ښکېل و او په ګیولډرز کې یې د ځای ناستوب اړوند له چارلز سره شخړه لرله، د فرانسېس له خورځې ژان ډالبرټ سره یې په واده کولو له فرانسېس سره اتحاد وکړ. فرانسېس له شمالکالدیک اتحادیې سره هم د اتحاد په لټه کې و، خو اتحادیې مخالفت وکړ؛ بل پلو تر ۱۵۴۲ زکال پورې د جرمني شمالي لوري ته د فرانسې بالقوه متحدین له سترواک سره هوکړو ته ورسېدل. په ختیځ لور کې بیا د فرانسې هڅې ډېرې کامیابې وې چې له امله یې د فرانسې او عثماني سترواکۍ بیاځلي اتحاد رامنځته شو. د عثماني سترواکۍ لوی سترواک سلیمان په هنګري کې د عثماني سترواکۍ له مخکې تګ څخه د چارلز په منحرف کولو د فرانسې او د روم د سترواکۍ ترمنځ درز لا پسې زیات کړ. [۸][۹][۱۰]
ورته مهال د ۱۵۴۱ زکال د جولای په ۴مه نېټه د عثماني سترواکۍ په دربار کې د فرانسې سفیر، آنتوان دو رینکن هغه مهال چې پاویا ته د سفر په حالت کې و د روم د سترواکۍ د سرتېرو له خوا ووژل شو. د فرانسېس د اعتراضاتو په غبرګون کې چارلز په دغه وژنه کې له هر ډول لاس لرلو انکار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د پاپ په مرسته به څېړنې ترسره کړي. هغه دغه مهال د افریقا شمال لوري ته د لښکرو د لېږلو پلان طرح کړی و او غوښتل یې په اروپا کې د زیاتو شخړو څخه ډډه وکړي. [۱۱][۱۲]
د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې هغه مهال چې چارلز په مایورکا کې و او په الجزایر باندې یې د برید په موخه چمتوالی نیوه؛ فرانسېس څرګنده کړه چې له یو مسلمان سره په جګړه کوونکي خپل مسیحي باندې برید غیراخلاقي چاره ده او تر هغه چې سترواک په دغه جګړه کې ښکېل وي ورسره به د جګړې اعلان ونکړي. ورته مهال د دغه سترواکۍ پراختیايي هڅې په بشپړه توګه ناکامې وې؛ ځکه چې طوفانونو د برید په لومړیو کې د برید کوونکي اړخ بېړۍ له یو بل څخه جلا کړې او ورته مهال چارلز هم په نومبر میاشت کې له خپلو یو شمېر ځواکونو سره هسپانیا ته راګرځېدلی و. د ۱۵۴۲ زکال د مارچ په اتمه نېټه د فرانسې نوی سفیر انتوین سکالین ډیس ایمارس له دغې ژمنې سره له قسطنطنیې راوګرځېد چې عثماني سترواکي به له چارلز سره په جګړه کې د فرانسې مرسته وکړي. فرانسېس د جولای په ۱۲مه د جګړې اعلان وکړ او د هغو لپاره یې یو شمېر لاملونه هم څرګند کړل چې یو له دغو څخه د رینکن وژنه وه، هغه څرګنده کړه چې دا «یو لوی ټپ او ډېره کرکه پارونکې چاره وه، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې د شهزاده لقب او یا هم ځایګی لري دا نو بیا په هېڅ ډول د بخښنې او تحمل وړ نه ده». [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
عواقب
[سمول]د فرانسېس او هنري د واکمنۍ پر مهال دغه جګړه ډېره لګښتمنه جګړه وه. په انګلستان کې هماغه ډول چې آلتون ورته اشاره کړې په بې مخینې ډول په خلکو باندې مالیات زیات شول او همدارنګه په سیستماتیکه بڼه د سکو وهلو چاره هم بې ارزښته شوه. فرانسېس هم په خپلو وګړو نوي مالیات ولګول او همدارنګه یې ګڼ شمېر مالي اصلاحات رامنځته کړل. [۱۷][۱۸]
دریم هنري د ۱۵۴۷ زکال د جنوري په ۲۷مه مړ شو او له هغه وروسته د همدغه کال د مارچ میاشتې په ۳۱مه نېټه فرانسېس هم ومړ. د هنري ځای ناستو په سکاټلنډ کې خپلو نښتو ته دوام وکړ. ورته مهال د فرانسېس ځای ناستی هم د هغه زوی دویم هنري شو چې د ایټالیا اړوند د هغه جاه طلبي او همدارنګه یې له چارلز سره د ښمني ډیر ژر له ۱۵۵۱ زکال څخه تر ۱۵۵۹ زکال پورې د ایټالیا د بلې جګړې لامل وګرځېده.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ Knecht, Renaissance Warrior, 385–387.
- ↑ Knecht, Renaissance Warrior, 389–391.
- ↑ Knecht, Renaissance Warrior, 391–393. Knecht writes that "the Emperor's itinerary from Loches northwards had evidently been devised to show him the principal artistic achievements of [Francis's] reign.... no expense had been spared to make his stay memorable" (Knecht, Renaissance Warrior, 392).
- ↑ Knecht, Renaissance Warrior, 394. The proposal specified, however, that the territories would revert to the Habsburg line if Mary died childless. Several other marriages between the Habsburg and Valois were also considered—notably one between Charles's son Phillip and Jeanne d'Albret.
- ↑ Knecht, Renaissance Warrior, 394. Knecht, citing Brandi, terms the proposed alliance "a league in defence of Christendom" (Knecht, Renaissance Warrior, 394).
- ↑ Knecht, Renaissance Warrior, 394–395.
- ↑ Knecht, Renaissance Warrior, 395. The failure of the negotiations led to the downfall of Anne de Montmorency, who had been their chief proponent; for more details, see Knecht, Renaissance Warrior, 395–397.
- ↑ Knecht, Renaissance Warrior, 396.
- ↑ Knecht, Renaissance Warrior, 478. Among other factors, the German Protestants were critical of the treatment accorded to the Huguenots in France.
- ↑ Knecht, Renaissance Warrior, 478–479.
- ↑ Knecht, Renaissance Warrior, 479. Also killed was one Cesare Fregoso, a diplomat in French employ on his way to Venice.
- ↑ Knecht, Renaissance Warrior, 479. The Pope's intervention was requested by Francis himself.
- ↑ Knecht, Renaissance Warrior, 479.
- ↑ Arnold, Renaissance at War, 144–145; Knecht, Renaissance Warrior, 479. The Imperial troops abandoned their horses—those they had not been forced to eat—and their guns as they evacuated.
- ↑ Blockmans, Emperor Charles V, 72; Knecht, Renaissance Warrior, 479–480.
- ↑ Knecht, Renaissance Warrior, 479.
- ↑ Black, European Warfare, 80; Blockmans, Emperor Charles V, 72; Knecht, Renaissance Warrior, 480.
- ↑ Knecht, Renaissance Warrior, 480. For more details of the gabelle revolt, see Knecht, Renaissance Warrior, 480–483.
- ↑ Knecht, Renaissance Warrior, 486.
- ↑ Scarisbrick, Henry VIII, 388–389. The matter of royal style was finally resolved by referring to Henry as "Defender of the Faith, etc." in the final documents.
- ↑ Blockmans, Emperor Charles V, 72; Knecht, Renaissance Warrior, 486; Scarisbrick, Henry VIII, 389. Elton argues that the only explanation for this move is that Henry believed his Scottish entanglements to be concluded (Elton, England Under the Tudors, 194).
- ↑ Blockmans, Emperor Charles V, 72; Knecht, Renaissance Warrior, 486; Scarisbrick, Henry VIII, 388–389.