له کُل څخه جز ته (تعلیلي) استدلال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له کُل څخه جز ته استدلال، چې د کُل څخه جز ته منطق په نوم هم یادېږي، له یوې یا څو ویناوو (فرضیو) څخه د استدلال هغه بهیر دی چې د منطقي پایلې د لاس ته راوړلو لپاره کارول کېږي. [۱]

له کُل څخه جز ته استدلال د شرطیه ویناوو په څېر په ورته مسیر کې درومي او فرضیي له پایلو سره تړي. که چېرې ټولې فرضیې حقیقت وي، نو شرایط روښانه دي او د تعلیلي منطق قواعد پلي کېږي او له دې امله پایله هرومرو حقیقت ده. 

له کُل څخه جز ته یا تعلیلي استدلال (له پورته نه ښکته) له جز څخه کُل ته (له ښکته څخه پورته)  استدلال څخه توپیر لري‎: په تعلیلي استدلال کې، د عمومي قواعدو په کارولو سره چې یوه محدوده فرضیه له کُلي اړخ څخه تر بحث لاندې نیسي، پایله لاس ته راځي او دا لړۍ تر هغه وخته پورې کم سورې کېږي چې یوازې پایله پاتې شي. په تعلیلي استدلال کې شک نشته. له جز څخه کُل ته استدلال کې، د عمومیت یا د مشخصو قضیو څخه د عمومي قواعدو پر لوري د قیاس کولو په بنسټ پایله لاس ته راځي، چې معرفتي شک له ځان سره لري. [۲]

له جز څخه  کُل ته استدلال د هغه قیاس (جز څخه  کُل ته استدلال) په توګه نه دی چې په ریاضیکي ثبوتونو کې کارول کېږي. ریاضیکي قیاس په حقیقت کې د تعلیلي استدلال یوه بڼه ده.

د شرطیه فرضیو د استدلال د مسیر په بنسټ، له  کُل څخه جز ته استدلال له برمته کوونکي استدلال څه توپیر لري. " له کُل څخه جز ته" اصطلاح چې د شیرلاک هامیس په کیسو مشهوره شوه، له تخنیکي اړخه برمته کوونکی استدلال دی، نه له  کُل څخه جز ته استدلال. له  کُل څخه جز ته استدلال د شرطیه فرضیې په شان په ورته لوري درومي، په داسې حال کې چې برمته کوونکی استدلال د شرطیه فرضیو د مسیر په خلاف درومي.

د تایید د تګلارو، د نهیې د تګلارو او د قیاس د قانون په بنسټ استدلال[سمول]

د تایید تګلارې[سمول]

د تایید تګلارې (چې د " مقدم د قانون" یا "د انفصال د قانون" په نوم هم یادېږي) په اساسي توګه د تعلیلي استدلال د استنباط یوه قاعده ده. دا په هغه استدلال کې کارول کېږي چې، لومړۍ وینا یی شرطیه وي (P →Q) او دویمه فرضیه (P) یې د شرطي وینا مقدم وي. دا په شرطیه وینا کې (Q) نتیجه له ځانه سره لري چې پایله بلل کېږي.

  1. P →Q (لومړۍ فرضیه شرطیه وینا ده).
  2. P (دویمه فرضیه مقدم دی).
  3. Q (د استنباط شوې پایلې نتیجه ده).

د تعلیلي استدلال په دې بڼه کې، نتیجه (Q) د پایلې په توګه د شرطیه وینا (P →Q) له فرضیو او د هغه له مقدم (P) څخه لاس ته راځي، خو مقدم (P) پایلې ته ورته د شرطیه وینا (P →Q) له فرضیو او له نتیجې (Q) څخه لاس ته نه راځي. دا ډول استدلال د نتیجي د تایید غلط منطقي دلیل را منځ ته کوي.

لاندې د تایید تګلارې په بنسټ د استدلال یوه بېلګه ده:

  1. که چېرې یوه زاویه له ۹۰ درجو څخه لویه او له ۱۸۰ درجو څخه کمه وي ( (، نو د A زاویه منفرجه ده.
  2. = 120°.
  3. A یوه منفرجه زاویه ده.

له هغه ځایه چې د A د زاویې اندازه له ۹۰ درجو څخه لویه او له ۱۸۰ درجو څخه لږ ده، موږ له (که چېرې – نو) شرطیه وینا څخه دا استنباط کووچې A یوه منفرجه زاویه ده، خو که موږ ته راکړل شي چې، A یوه منفرجه زاویه ده، موږ د شرطیه وینا څخه نه شو استنباط کولای چې  . دا هم حقیقت کېدای شي چې له دې  حدودو بهر نورې زاویې هم منفرجه دي.

د نهيې تګلاره[سمول]

د نهیې تګلاره (چې د ضد و نقیص قانون په نوم هم یادېږي) د استنباط یوه له  کُل څخه جز ته قاعده ده. دا هغه استدلال ته اعتبار ورکوي چې د فرضیې په توګه شرطیه (فورمول) او د نهي نتیجه ( ) او د پایلې په توګه د مقدم نهیې ( ) ولري. د تایید له تګلارې سره په توپیر، د نهیې د تګلارې په بنسټ استدلال د شرطیه وینا په متضاد لوري حرکت کوي. د نهیې تګلارې عمومي تشرېح په لاندې ډول ده:

  1. P →Q (لومړۍ فرضیه شرطیه وینا ده).
  2. (دویمه فرضیه د نتیجې نهیې ده).
  3. (استنباط شوې پایله د مقدم نهیې ده).

لاندې د استدلال یوه بېلګه ده چې د نهیې د تګلارې په بنسټ ولاړ دی:

  1. که چېرې باران اورېږي، نو په اسمان کې ورېځ ده.
  2. په اسمان کې ورېځ نشته.
  3. نو باران نه اورېږي.

د قیاس قانون[سمول]

د منطق په اصطلاح کې د قیاس قانون دوه شرطیه ویناوي له ځانه سره لري او د یوې وینا له فرضیې سره د بلې وینا د پایلې په ترکیب کولوسره پایله منځ ته راځي. عمومي بڼه یې په لاندې ډول ده:  

  1. P →Q
  2. Q →R
  3. نو، P →R

لاندې یې یوه بېلګه ده

  1. که چېرې یو ژوی یورکي دی، نو هغه سپی دی.
  2. که چېرې یو حیوان سپۍ وي، نو هغه تي لرونکی دی.
  3. نو، که چېرې یو ژوی یورکي دی، نو هغه تي لرونکی دی.

موږ وروستی وینا د لومړۍ وینا د فرضیې او د دویمې وینا د پایلې له ترکیب څخه استنباط کړه. موږ منو چې دا کېدای شي یوه غلطه وینا وي. دا په ریاضي کې د یوې غیر مستقیمې اړیکې د خاصیت نمونه ده. بل مثال: د مساواتو نامستقیمه ځانګړتیا ده چې په لاندې ډول ښودل کېږي:

  1. A = B
  2. B = C
  3. نو A = C  

ساده بېلګه[سمول]

د تعلیلي استدلال په بنسټ د استدلال یوه بېلګه

  1. ټول انسانان تلوني دی (لومړۍ فرضیه).
  2. سقراط یو انسان دی (دویمه فرضیه).
  3. نو، سقراط تلونی دی (پایله).

لومړۍ فرضیه بیانوي چې: ټول شیان چې د "انسان" په توګه په نظر کې نیول شوي دي، د "تلوني" ځانګرتیا لري. دویمه فرضیه بیانوي چې: "سقراط" د یو انسان په توګه په نظر کې نیول شوی – یعنې د انسان د ټولګې یو غړی دی، نو پایله بیانوي چې: "سقراط" باید "تلونی" وي، ځکه چې هغه د "انسان" د ټولګې خاصیت له ځانه سره لري.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Sternberg, R. J. (2009). Cognitive Psychology. Belmont, CA: Wadsworth. د کتاب پاڼي 578. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-495-50629-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Zi, Jan (2019), Models of 6-valued measures: 6-kinds of information, Kindle Direct Publishing Science الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)