له يوې سيارې څخه بلې ته سفر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له يوې سيارې څخه بلې سيارې ته سفر د دوه بېلو ستورو يا په ورته کهکشان کې د سياروي نظامونو تر منځ، د فني ډلې له لورې د اداره شوې يا نا ادارې شوې فضايي بېړۍ نظرياتي يون ته وايي. اټکل کېږي چې دا ډول يون له يوې سيارې تر بلې د فضايي الوت په پرتله خورا ستونزمن دی. په داسې حال کې چې لمريز نظام کې د سيارو تر منځ واټنونه له ۳۰ ستورپوهنيز واحد خه لږ دي، مګر د ستورو تر منځ واټنونه په عمومي ډول سلګوه زره ستورپوهنيز واحدونو ته رسېږي او په عمومي ډول نوري کالونو سره ښودل کېږي. د يادو واټنونو د پراختيا له امله، د عمومي فزيک پر بنسټ د ستورو تر منځ غير نسلي يون به اړتيا ولري، چې د رڼا د چټکتيا په لوړه سلنه کې پېښ شي؛ که څه هم د يون مودې ښايي لږ تر لږه څو لسيزې او ښايي زر کالونه يا له دې څخه هم اوږدمهاله وي. [۱]

تر ۲۰۲۲ز کال پورې د فني ډلې له لورې نا اداره شوې هغه پينځه فضايي بېړيو، چې ټولې د متحده ايالتونو له لورې پيل او تر سره شوې، د برهني نظام د برخو سپړلو په موخه د ماموريتونو د برخې په توګه يې له لمريز نظام څخه د وتلو اړينه چټکتيا تر لاسه کړې ده. دوی به د همدې له امله د ستورو تر منځ فضا کې په نامعلوم ډول سفر کولو ته دوام ورکړي. که څه هم دوی به په سلګونه زره کالونو کې (ډېره موده وروسته له هغې، چې خپل فعاليت بند کړي) يو بل ستوري ته ونه رسېږي (که څه هم د اوياګر ګولډن ريکارډ نظريه کې به په لوړه کچه ناشونې پېښه کې د کارولو وړ وي، چې فضايي بېړۍ د يو بهرني تمدن لاس ته ورځي).

د انسان په ژوند کې له يو ستوري څخه بل ته د سفر کولو لپاره اړينې چټکتياوې له هغې کچې څخه خورا زياتې دي، چې د فضايي يون اوسنۍ شته لارې چارې يې برابرولی شي. ان په فرضی ډول په بشپړه توګه د پرمخ بېولو د ګټور سيستم په مرسته، د دې چټکتياوو پر وړاندې حرکي انرژي د نن ورځې د انرژي د پرمختګ معيارونو په واسطه لوی دي. د دې سربېره په دې چټکتيا سره له اسماني دوړي يا ګاز سره ټکرونه، په خپله د فضايي بېړۍ او مسافرو دواړو لپاره خوار ګواښونکي کېدلی شي. [۱]

د دې ستونزو د هوارولو په موخه يو شمېر تګلارې وړانديز شوي دي، چې له پياوړې بېړۍ (چې ټولې ټولنې او ايکوسيستمونه لېږدوي) څخه تر مايکروسکوپيک فضايي پلټنو پورې رسېږي. فضايي بېړۍ ته د اړينو چټکتياوو د ورکولو په موخه، د فضايي بېړۍ د چلولو بېلابېل سيستمونه وړانديز شوي دي، چې له ډلې يې د ذروي ځواک پر مټ پر مخ وړل، د تير يا بيم په واسطه د بېړۍ پر مخ وړل او د نظرياتي فزيک پر بنسټ لارې چارې يادولی شو. [۲]

انسانيت به له يو ستوري څخه بل ته د فني ډلې له لورې د اداره شوې يا نا اداره شوي يون کولو په موخه، د پام وړ ټيکنالوژيکي او اقتصادي ننګونو باندې بريالي کېدلو ته اړتيا ولري. ان تر ټولو هيله بخښونکي نظريې اټکل کوي، چې دې پړاو يا نښې ته رسېدل به لسيزې وخت ونيسي. که څه هم د ننګونو سره سره، بيا هم که چېري يا هغه وخت چې د ستورو تر منځ يون درک هم شي، مګر بيا هم د پوهنيزو ګټو د يوې پراخه لړۍ تمه کېږي. [۳]

له يو ستوري څخه بل ته د سفر کولو ډېری مفکورې يو پرمختللو فضايي وسايلو سنبال سيستم ته اړتيا لري، چې يو جوړښت يا عملياتي موقعيت ته د ميليونونو ټنونو وزن د لېږد وړتيا ولري او زياتره يې ښايي د جوړښت يا انرژيکي قدرت لپاره (لکه Star Wisp يا Light Sail ډوله مفکورې) د ګېګا واټ په کچه انرژي ته اړتيا ولري. که چېرې د فضا پر بنسټ لمريز ځواک د ځمکې د انرژي يو ځای کېدنې د پام وړ برخه شي، نو دا ډول يو سيستم کولی شي په عضوي ډول وده وکړي. څو ټيراواټ سيستم ته د مصرف کونکي غوښتنه به په يو کال کې د څو ميليون ټنو د لېږدونې سیستم اړتيا رامنځته کړي. [۴]

ننګونې[سمول]

د ستورو تر منځ واټنونه[سمول]

په لمريز نظام کې د سيارو تر منځ واټنونه زياتره وختونه په ستوريزو واحدونو سره اندازه کېږي، چې د لمر او ځمکې تر منځ د منځني واټن په توګه 1.5 x 108)) کېلومتره (۹۳ ميليون ميل) راپېژندل شوي دي. زهره چې ځمکې ته د نورو سيارو په پرتله تر ټولو نږدې پرته ده، له ځمکې څخه ۰،۲۸ ستوريز واحد واټن لري. له لمر څخه تر ټولو لرې سياره نيپتون، ۲۹،۸ ستوريز واحد لرې پرته ده. د ۲۰۲۲ زکال د سپټمبر تر ۲۰ نېټې پورې، اوياجر ۱ “Voyager1” له ځمکې څخه د انسان په لاس جوړ شوی تر ټولو لوی څيز دی، چې ۱۵۷ ستوريز واحد لرې واټن لري. [۵]

تر ټولو نږدې پېژندل شوی ستوری «پروکزيمام سيټاوري) نږدې ۲۶۸۳۳۲ ستوريز واحد يا د نيپتون په پرتله ۹۰۰۰ وارې لرې پروت دی.

نوري موده واټن (د ستوريز واحد له مخې) جسم
۱، ۳ ثانيې ۰،۰۰۲۶ سپوږمۍ
۸ دقيقې ۱ لمر
۲،۴۱ دقيقې ۰.۲۸ زهره (تر ټولو نږدې سياره)
۴،۱ ساعتونه ۲۹،۸ نيپتون (تر ټولو لرې سياره)
۱۸،۰۹ ساعتونه ۱۳۰،۹۸ Voyager 2

اوياجیر ۲

۲۱،۵۲ ساعتونه ۱۵۷،۷ Voyager 1

اوياجير ۱

۴،۲۴ کالونه ۲۶۸،۳۳۲ Proxima Centauri

پروګزيما سينټاوري (تر ټولو نږدې ستوری او پخوانۍ سياره)


د همدې له امله د ستورو تر منځ واټنونه، په عمومي ډول نوري کالونو يا پارسيک سره ښودل کېږي؛ نوري کال هغه واټن ته وايي، چې رڼا په کې د يو قمري کال په اوږدو کې خلا کې سفر کوي او يو پارسيک په اصل کې ۳،۲۶ نوري کالونه کېږي او هغه واټن دی، چې ستوريز انطباق په کې په کره ډول لږه شېبه يا ارک سيکينډ “arcsecond” دی او همدا يې د نومونې لامل هم دی. خلا کې نور يا رڼا په يوه ثانيه کې ۳۰۰۰۰۰ کېلومتر (۱۸۶۰۰۰ ميل) حرکت کوي، نو يو نوي کال نږدې “9,46 x 1012” کېلومتر (۵،۸۷۹ ترېليون ميل) يا ۶۳۲۴۱ ستوريز واحد سره برابر دی. پروکسيما سينټاوري چې تر ټولو نږدې ستوری دی او سره له دې چې په نيمه پرانيستې سترګه د ليدلو وړ نه دی، له ځمکې څخه ۴،۲۴۳ نوري کالونه لرې پروت دی.

د ستورو تر منځ واټنونو د پراختيا په اړه د پوهېدلو يوه بله لاره د درجه بندۍ له مخې ده: ای الفا سينټاوري “Alpha Centauri A” (لمر ته ورته ستوری) چې لمر ته د تر ټولو نږدې ستورو له ډلې څخه دی، د ځمکې او لمر تر منځ د واټن يو متر (۳،۲۸ فوټ) ته په راښکته کولو سره انځورېدلی دی. د دې کچې له مخې به د ای الفا سينټاوري واټن ۲۷۶ کېلومتر (۱۷۱ميل) وي.

اوياجر ۱ “Voyager 1” چې فضا ته تر اوسه تر ټولو چټکه استول شوې فضايي بېړۍ ده، په ۳۰ کالونو کې د يو نوي کال شپږ سومه (۶۰۰) برخه طی کړې ده او اوسمهال د نور په يو پر اته لس زره (1/18000) چټکتيا حرکت کوي. د چټکتيا د دې کچې له مخې به پروکسيما سينټاوري ته سفر ۸۰۰۰۰ نوري کالونه ونيسي. [۶]

اړينه انرژي[سمول]

د ستونزې راپورته کونکی يو د پام وړ عامل هغه انرژي ده، چې د سفر د مناسبې مودې د ګڼلو يا تر لاسه کولو په موخه بايد چمتو شي. د اړيني انرژۍ يو ټيټه کچه محرکه انرژي ده، چې په کې وروستۍ کتله ده. که چېرې د رسېدلو په وخت کې د بطي کېدلو هيله کېږي او د بېړۍ له چلونکو ماشينونو (انجنونو) څخه پرته د نورو وسايلو په واسطه نه شي تر لاسه کېدلی، نو د اړينې انرژي لپاره ټيټه کچه دوه برابره کېږي. [۷]

د يو څو پېړيو لپاره ان تر ټولو نږدې ستوري ته، د فنی ډلې له لورې د اداره شوي ګرد چاپېره سفر لپاره چټکتيا د لېږد رالېږد د اوسنيو فضايي وسايلو په پرتله څو زره ځله زياته ده. دا په دې معنا چې د حرکي انرژي فرمول کې د اصطلاح له امله ميليونونه ځله زياتې انرژي ته اړتيا ده. د نور چټکتيا له يو څخه تر لسمې برخې پورې چټکول، د پرمخ وړلو ميکانيزم په ګټورتوب کې له عامل کېدلو څخه پرته، لږ تر لږه ۴۵۰ پيټا ژول يا (4.50 x 1017) ژول يا ۱۲۵ ټيراواټ ساعتونو ته اړتيا لري (په ۲۰۰۸ ز کال کې د نړۍ په کچه د انرژي مصرف ۱۴۳۸۵۱ ټيراواټ ساعتونه وه). دا انرژي بايد بېړۍ کې له زېرمه شويو سون توکو څخه توليد شي، د ستوري له وسط څخه راټول شي او يا دا چې د پراخه واټنونو لپاره اټکل شي. [۸][۹]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Mauldin, John H. (May 1992). Prospects for interstellar travel (په انګلیسي ژبه کي). Published for the American Astronautical Society by Univelt. Interstellar travel. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Interstellar Travel". www.bis-space.com (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ جون ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Crawford, I. A. (2009). "The Astronomical, Astrobiological and Planetary Science Case for Interstellar Spaceflight". Journal of the British Interplanetary Society. 62: 415–421. arXiv:1008.4893. Bibcode:2009JBIS...62..415C. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Conclusion of the 2016 Tennessee Valley Interstellar Workshop Space Solar Power Working Track run by Peter Garretson & Robert Kennedy.
  5. Elizabeth Howell (January 19, 2022). "Voyager 1: Earth's farthest spacecraft". Space.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "A Look at the Scaling". nasa.gov. NASA Glenn Research Center. 2015-03-11. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جولای ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Millis, Marc G. (2011). "Energy, incessant obsolescence, and the first interstellar missions". arXiv:1101.1066. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  8. Outer Solar System : prospective energy and material resources. Badescu, Viorel,, Zacny, Kris. Cham, Switzerland. 2018-04-28. OCLC 1033673323. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783319738451. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  9. Zirnstein, E.J (2013). "Simulating the Compton-Getting Effect for Hydrogen Flux Measurements: Implications for IBEX-Hi and -Lo Observations". Astrophysical Journal. 778 (2): 112–127. Bibcode:2013ApJ...778..112Z. doi:10.1088/0004-637x/778/2/112. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)